|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   |||| نوې ليكنه |||| کاشکې !
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... شکرالله طاهري
دميدان وردګ يونليک پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
رحمت الله زيارمل   
Monday, 29 June 2009

دغونډې دجوړېدو له ورځې (شپږ ورځې وړاندې) يو ملګري سلېم صالح راته مشاعرې ته د تلو بلنه راکړې وه، خو کله چې د تګ ورځ راورسېده زه د موټرو ځاى کې موجود نه وم، سلېم صالح راته ټلېفون وکړچې ته چېرته يې؟ موټرې راغلې، د راډيو ټلوېزون مخې ته ولاړ دي او څه نا څه ملګري هم راټول شوي که ته هم راشې نو د وردګو پر لور حرکت کوو. ماورسره ومنله اوټاکل شوي ځاى ته ورغلم.

د ماسپښېن درې بجې وې چې د استاد محمد اصف صميم، معېد هاشمي، ارشادرغاند، ادرېس غروال، فريدون خوځون او نورو ملګرو په ګډون موټر د ننګرهار ملي راډيو تلوېزون له مخې حرکت پيل کړ. د موټرو تر روانېدو څو شېبې وروسته د موټر په ټايپ کې د نازيه اقبال سندره شروع شوه خو له څه ځنډ وروسته په موټر کې يو شمېر ملګرو پر موټر چلوونکي چېغې شروع کړې چې دادې څه چالان کړى؟ موټر چلوونکي بغير له څه ويلو د نازيې سندره بنده کړه خو شېبه وروسته شفېع الله تاند د اردو ژبې د کوم ملا د مسئلو کسېټ  ټايپ ته ورخطا کړ. د ملا د غږ له اورېدو سره سم د ملا پر ژبې د نه پوهېدو له امله په موټر کې ناست ملګري له خپګانه چوپ پاتې شول ځکه هغه د چا خبره يو خوا ډانګ و بل خوا پړانګ! خو ما پرې د موټر له درېيم سيټ څخه  غږ وکړ: تاند صيب! لکه چې دلته دې هم ژباړه شروع کړه؟ دې سره ټولو په يوه خوله وخندل ځکه پوهېدل چې شفېع الله تاند که څه هم خپله پر ديني مسايلو ډېر نه دى ولاړ خو پر خلکو د ځان پېژندلو په موخه د ذاکر نايک يو نېم کتاب ګوډ و مات ژباړي. په همدې وخت کې استاد صميم هم پرې غږ وکړ : تانده! خپه کېږه مه چې غوږ ورته څوک نه نيسي نو ښه به داوي چې بنده يې کړې.خداى شته تاند پر دې خبره يو څه په غوسه شو او څه ګډې وډې يې ووې خو نورو ملګرو پرې د نزاکت له مخې څه ونه ويل. تاند د کېسټ پر بندولو لګياشو چې  په دې وخت کې موټر د تېلو پمپ ته ورسېدو موټر چلوونکي موټر کې تېل واچول او تږو ملګرو په اوبو خپله تنده ماته کړه. له څو شېبو وروسته موټر بيرته حرکت وکړ او د استاد په ګډون ټولو ملګرو له  موټر چلوونکي  څخه  وغوښتل چې د احتياط سره،سره دې  هڅه وکړي چې څه ناڅه تېز لاړشي. په موټر کې هر چا د خپلې خوښې ملګرو سره خبرې کولې زه، ساحل، خوځون او استاد محمد اصف صميم په يوه سېټ کې ناست وو او تاند له ارشاد رغاند سره يو سېټ کې وځکه خو زموږ خبرې د همدغو څلورو په مينځ کې وې. موږ خپلو منځو کې خبرې کولې چې د لغمان ولايت لويه لاره په مخه راغله او  په هغه چوک مو سترګې ولګېدې چې څه موده وړاندې پرې د ننګرهار د والي ګل آغا شېرزي لخوا د جوړونې کار پيل شوى و، خو اوس يې کار په ټپه ودرېدلى  او کنډې کپر پروت و. استاد پوښتنه وکړه: پر دغه چوک کارڅنګه بند شوى؟ خوځون ورته  وويل:کله چې شېرزى د يوې ورځې لپاره استعفا ورکړه نو په هماغه ورځ د لغمان ولايتي شورا په دغه چوک کې د شېرزي ځړېدلى انځور او نوم راخلاص او په سېند کې يې خوشې کړ او له هماغې ورځې وروسته پر دغه چوک کار په ټپه ودرېدو. موږ په همدې خبرو کې وو چې عزېز موټر چلوونکي ته کسېټه ورکړه موټر چلوونکي واخېسته او د موټر ټېپ کې يې واچوله. وار له واره د نازيه اقبال دا سندره شروع شوه:

ليلا ډېره ښايسته ده

په خداى ډېره ښايسته ده

د عزيز په ګډون يو شمېر نور چې د نازيه اقبال مينه وال وو دغه سندره اورېده او نورو ملګرو پخپل منځ کې خبرې کولې په  همدې وخت کې معېد هاشمي غږ کړ:که هرڅوک تږى شو او يا يې هم (ډېو، مېو او پېپسي مېپسي)ته زړه وشو نو پر ما دې غږ وکړي. هاشمي لا خپلې خبرې نه وې خلاصې کړې چې موږ د ملي اردو د څو سرتېرو لخوا ودرول شوو خو د موټر پر(شو) د ځړول شوي خط په ليدو يې راته د تګ اجازه راکړه. اوس نو موږ د سروبي تنګي ته رسېدلي يو، استاد په موټر کې د مشاعرې د جوړېدو هيله وکړه، له څه خبرو مبرو وروسته په موټر کې مشاعره پيل شوه او ارشاد رغاند ته د دريځوالۍ دنده وسپارل شوه. د مشاعرې په پيل کې معېد هاشمي خپل شعر ولوست ورپسې احمد بختيار ساحل په دې بيت مشاعره وغځوله:

څوک چې ياري کوي په سترګو کې شراب ګرځوي

خوله کې موسکا ساتي په لپه کې ګلاب ګرځوي

له دې نه وروسته يو شمېر نورو ملګرو هم په مشاعره کې شعرونه وويل. مشاعره لا پاى ته نه وه رسېدلې چې موټر چلوونکي خپل موټر د اوبو لپاره ودراوه، په موټر کې ناستو ملګرو له موټر څخه د کوزېدو تابيا ونيوله خو معېد هاشمي پرې غږ کړ: هېڅوک له موټره مه کوزېږئ، زه ټولو ته اوبه راوړم. هاشمي صيب لاړ او له څه ځنډ وروسته يې ښې ډېرې پېپسيانې او ډيوان موټر ته راوړل او موټر کې په ناستو ملګرو يې ووېشل او موټر چلوونکي بېرته خپل موټر روان کړ خو دا ځل مشاعره د حميدالله عابد په دې بيت پيل شوه:

حمېد وايي يو څوکسان له کومې خوا نه راشي

اتڼ راته ګډو وډ کړي او سورنى راڅخه يوسي

وروسته سنګر، سرار، ما، ارشادرغاند، سپېڅلي تاند او سيد عبدالله نظامي خپل شعرونه په موټر کې د مشاعرې ګډونوالو ته ډالۍ کړل، په دې وخت کې ساحل د موټر له چپې غاړې نه غږ کړ: نور دا شاعرانه نخرې پرېږدئ او څو شيبې ارام کېښنئ ! خو هاشمي پرې غږ وکړ : داځل وار د ټپو دى او اوله ټپه به زه وايم بيا يې په دې ټپه د ټپو لړۍ پيل کړه:

د مينې زور راته مالوم شو

که مې هېندو په خور مېن وي وربه يې کړمه

له دې وروسته په موټر کې ناستو ملګرو ښه شېبه وخندل او ټولو ملګرو هاشمي صيب ته وويل : له دې وروسته موږ کومه ټپه نه وايو.

په همدې وخت کې استاد د رحمت شاه ساېل پر دې بيت د فى البدېهه مشاعرې د جوړېدو غوښتنه وکړه:

لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پرېږده

ما وبېدو ته د رنګونو په درياب پرېږده

 
||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي