|||| نوې ليكنه |||| دانتخاباتوپه اړه دپوهني وزارت اعلاميه   |||| نوې ليكنه |||| دايې ستره نښه ده ... نقيب قريشي   |||| نوې ليكنه |||| ترهګرته ... مینه صابر   |||| نوې ليكنه |||| پروردګاره ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... فاطمي   |||| نوې ليكنه |||| دارزښت وړ یی چی ارزښت ورکوی   |||| نوې ليكنه |||| آیا ریښتنې معجزه پیژنې ؟   |||| نوې ليكنه |||| داستاد اسد آسمایي دیاد کتاب خپریږي   |||| نوې ليكنه |||| ګران اومحترم ورورامین زی صیب   |||| نوې ليكنه |||| دداستان پيل … 1 څپرکی   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انعا م الله ګوهر   |||| نوې ليكنه |||| دشعبان په پنځلسم بايدڅه وکړو؟   |||| نوې ليكنه |||| د کابل کانفرانس او نړیوالی ژمنی   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... نقيب احمد قريشي   |||| نوې ليكنه |||| روڼ څاڅکي ته ځغلنده شاعرانه نظر   |||| نوې ليكنه |||| دافغانمل ویبلاګ «پښتانه »پرلیکه سو   |||| نوې ليكنه |||| افغانستان کیوکوشین کان کراټې ډوسازمان   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... صفی الله سمون جرمنی   |||| نوې ليكنه |||| د(م.ک.ټ.ب) د15 اوونيزې غونډې رپوټ   |||| نوې ليكنه |||| دشعبان مياشت
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ترهګرته ... مینه صابر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - پروردګاره ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... فاطمي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انعا م الله ګوهر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نقيب احمد قريشي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... صفی الله سمون جرمنی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... طالب مـــــنګل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … نقيب احمد قريشي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ورکه ماضي ... طاير ځلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نو رعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … مینه صابروردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بدقسمته ښځه ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اتل سالارته ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... طالب منګل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ډالۍ کړي ... مينه صابروردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ای صبح کی میائی ... شکرالله طاهري   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سلاح په پارلمان ... مليار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - چېرې مه ځه بې له مانه … عايشه رڼامومند
اسلام ټول ومنۍ يايې پرېږدۍ پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
ژباړه: عبدالرحمن فرقاني   
Friday, 01 January 2010

هر قانون او نظام د ژوندانه لپاره خپله فلسفه او خپل عام فكر لري, اود هرنيمګړى قانون او نظام دتطبيق له كبله په ټولنه كه  ستونزي راپيدا كيژي , چې  په هغه قانون پوري تړلي وي , او هر قانون لره خپلي مسئلي دي چه د هغه له طبيعت او جوړښت سره سمون لري , او هر نظام خپل اثر د واقعت په نړي كي ښي , اوهرقانون لره خپلي د حل لاري وي د هغو ستونزواو مشكلات لپاره كومي چه د دى قانون او نظام د تطبيق او نافذيدو له كبله په ټولنه كي راولاړي شوي وي  .

د منطق او انصاف څخه لري خبره ده , چه له يوه نظامه څخه غوښتنه وشي , چه د هغو ستونزو او مسائلو په هكله د حل لاري وړاندي كي , كومي چه د بل مختلف نظام د تطبيق له كبله په ټولنه كي پيدا شوي وي , چه له هره لحاظه  له دى  نظام سره توپير لري .

معقول او متوازن منطق دا وايى : چه په ژوندانه كي د ستونزو او مشكلاتو د حل لپاره كه څوك غواړي دكوم معين نظام او قانون څخه رايه وا خلي , نو لمړي دي هغه نظام او قانون په ژوندانه كي تطبيق كړي او بيا دي وگوري چه هغه ستونزي او مشكلات په ټولنه كي شته او كه نابودي شوي, او ودى كتل شي چه د هغه ستونزو اساسات او څرنگوالي بدليږي او كه نه, ورسته له دي كيدي شي چه د دى نظام او قانون به هكله قضاوت او رايه وركړل شي, او د هغو ستونزو په هكله چه د دى نظام او سيستم له كبله راولاړي شوي .

اسلام يو اجتماعي ټولنيز قانون دي , چه ټول اړخونه يى يو له بل سره وبدل شوي, او يو اړخ  يى له بل اړخ سره مرسته او همكاري كوي , اسلام د ژوندانه لپاره خاص تفكير لري, اود ژوندانه لپاره خاص اسباب برابروي , اسلام داسي نظام دي چه  خپل خاص څرنگوالي دي ټولنه د جوړښت لپاره لري , او د ژوندانه په ټولو اړخونو كي له غربي نظامونو او سيستمونو سره كاملا توپير لري,اوله هغو نظامونواوقانونو سره كوم چه نن زموږ په ټولنوكي تطبيقيږي, اسلام له دغو نظامونو سره كلي توپير لري.

روښانه  ده  چه هغه ستونزي كومي  چه په ټولنه كي پيدا شوي اسلام په كي شريك نه دي , ځكه چه دا ستونزي هغو نظامونو زيږولي كوم چه په ټولنه كي تطبيقيږي , او د اسلام د رټلو له امله  پيدا  شوي .

ورسته له دي ټولو عجيبه دا ده , چه د اسلام په هكله د موجودو ستونزو په رابطه  پوښتنه وشي , او له اسلام څخه د دغو ستونزو په هكله د حل لاره وغوښتل شي , او دهغو مسائلو په هكله د اسلام رايه واخيستل شي كوم چه ده ندي زيږولي , او نه يى په زيږولو كي شريك دي .

            عجيبه دا ده چه له اسلامه په هغو مسائلو كي مثلا (ښځه كار وكړي او كه نه ,  ښځه پارلمان ته ولاړه شي او كه نه , دښځه او نر د اختلاط, او د ځوانانو د جنسي مسائلو په هكله, په هغو ملكونو كي پوښتنه وشي چه اسلام په كي نه تطبيقيږي , او د دغو ستونزو په هكله له هغو اشخاصو څخه د اسلام په هكله رايه واخيستل شي كوم خلك چه د اسلام حكومت نه مني , بلكه هغه تصور يى هم خپه كوي چه په كي د اسلام حكومت ښكاري!

په دي سربيره  دهغو ديني عالمانو ځوابونه  ډير حيرانونكي دي چه د دوي سوالونو ته يى وركوي , اوله دغو كسانو سره د دي جزئياتو په هكله په بحثونو كي ننوځي ,  چيرته چه اسلام د قانون په څير نه تطبيقيږي .

نن د اسلام له دي سره څه كار دي چه ښځه دي  پارلمان ته ننوځي او كه نه , او ښځه دي كار وكړي اوكه نه, او ښځه او نر دي په ټولنه كي سره گد (اختلاط) شي او كه نه , او له هغو ستونزو او مشكلاتو سره يى څه كار دي چه په هغه ټولنه كي زيږيدلي كومه ټولنه چه اسلام لكه قانون نه تطبيقوي , او د اسلام حكم نه مني .

ددي ستونزو او جزئياتو له اسلام سره څه كار دي چه له اسلامه څخه غواړي تر څو داسلام په دايره كي  شتون ولري , چيرته چه اسلام له حكم څخه رټل شوي وي او يا لري شوي وي ,  چيرته چه اسلام له ټولنيز نظام څخه ايستل شوي وي ,  چيرته چه اسلام د دولت  او حكومت داري له نظامه لري شوي وي, چيرته چه اسلام د خلكوله ژوندانه څخه رټل شوي وي .

اسلام ټوتي كيږي نه ,  يا به ټول منل كيږي , او يا به ټول پريښودل كيږي, دا چه اسلام د ژوندانه په وړو  وړو ستونزو كي وپښتل شي , او د ژوندانه او ټولنه په اساسي جوړښت كي هير شى , دا اسلام ته په  سپكه سترگه كتل دي , چه بايد مسلمانانو ته دي منلو وړ نه وي , او خصوصا ديني عالمانو ته په كار ده چه دا راز كتل اسلام ته هيڅ كله هم ونه مني .

دهغو ټولنو او وگړو د ستونزو په هكله د اسلام ځواب چه اسلام خپل دين نه ګڼي او په شريعت يى اعتراف نه كوي دا دي , چه اول اسلام په خپل ژوندانه او ټولنه كي تطبيق كړي, ورسته له هغه د اسلام رايه د هغو  ستونزو په هكله وغواړي , كومي چه داسلام د تطبيق له كبله پيدا شوي وي , نه داچه  د هغو ستونزو په هكله له اسلامه څخه پوښتنه وشي كومي چه د بل قانون دتطبيق له كبله پيدا شوي وي , چه له اسلام سره كاملا متفاوت وي.......

اسلام خلك په خاص ډول روزي ,  او د خاص شريعت په اساس ورباندي حكومت كوي,دخلكو راكړه وركړه په خاص ډول تنظيموي,او په ټولنه كي خاص اجتماعي ,اقتصادي,شعورياساسات زيږوي, لمړي اسلام ټول تطبيق كړي, د حكومت داري په سيستم كي , دقانون ايښودو په تهداب كي , او د روزنه په اړخ كي , بيا وگوري چه دا ستونزي چه تاسويى په هكل پوښتنه كوي پاتي كيږي او كه له ځانه سره وركيږي او له منځه ځي .

اما له دي وړاندي د اسلام له دي ستونزو سره څه كار دي , هغه ستونزي چه اسلامي ټولنه يى نه پيژني ؟  لمړي اسلامي ټولنه جوړه كړي , هغه ټولنه چه په اساساتو او ليد لورو يي اسلامي شريعت حاكم وي , او ښځي او نر ته په  ټولنه او كورني كي اسلامي تربيه او روزنه وركړي , او هغه ضمانتونه په ټولنه كي پيدا كړي چه اسلام يي ټولنه ته وركوي , او د اسلام عدالت قايم كړي , چه اسلام ټولو ته  راوړي دي.

بيا ښځه وپوښتي چه : غواړي پارلمان ته ولاړه شي , او كه هغه دتگ اړتيا د هغو ضمانتونو په رڼا كي نه ويني كوم چه اسلام يى دي ته وركوي ؟  او پوښتنه ور څخه وكړي :

چه ايا غواړي په دولتي ارگانونو كي كار وكړي ؟ او كه هغه نه غواړي چه كار وكړي , ځكه چه  د ديه د ژوندانه ضرورتونه  دي ته اړه نه لري چه كار وكړي, او پوښتنه ور څخه وكړي چه : ايا غواړي چه له نرانو سره اختلاط وكړي , او سينگار وكړي , او ځان لوڅ كړي؟   او كه   اسلامي تربيت او روزني  له حيواني او شهواني غوښتنو څخه پاكه كړي ده , او احساسات يي دى ته رابولي چه له الله (ج) څخه حيا وكړي او خپل ستر وساتي   .

له همدي كبله بعضي كسان پوښتنه كوي : د اسلامي شريعت سره سم د زرگونو خلكو لاسونه د غلا له امله غوڅوو خو بيا هم خلك غلا كوي .هغه كسان چه دوي ته د اسلامي فقه په اساس ځواب وايي دوي تيروځي .

دا په زرگونو غله اسلامي ټولنه  نه دي زيږولي , او نه هم اسلامي نظام,بلكه دوي يوه بله ټولنه زيږولي دي , چه اسلام يي رټلي دي ,او كوم بل اجتماعي نظام يي خپل كړي دي ,چه اسلام يي نه پيژني, دوي هغه ټولنه زيږولي دي كومه چه وږي او محتاج وگړي پيدا كوي , او د دوي د ستونزو لپاره دحل لاري نه وړاندي كوي, هغه ټولنه چه ميلونونو انسانانو ته خواړه نه برابروي, او دي انسان نفس نه روزي , او ژوند ټول په الله (ج) او د الله په شريعت پوري نه تړي .

            خو اسلامي ټولنه ځانته ټولنه ده : هغه ټولنه چه د فرد او وگړي رزق په كي مضمون دي  كه كار ولري او كه نه ,توانا او قادر وي او كه نا توانه او عاجز, جوړ وي او كه مريض . په اسلام كي حكومت دي ټولنه مسوليت په غاړه لري , له راسالمال څخه دي ټولنه د افاتو د علاج لپاره  دوه نيم په سلو كى اخيستل كيږي, تر څو بيت المال د ټولنه ستونزي ورباندي حل كړي, او اسلام دا كار د ټولنه د حمايت او ساتنه لپاره كوي .

دا قانون تطبيق كړي , او بيا وگوري چه څو كسه محتاج  او بيوزله  په ټولنه  كي پيدا كيږي ,اوڅوكسه په غلا لاس پوري كويچه خيټي يي په خوړو دكي او زړونه يي په ايمان روښانه وي !

 همدا رنگه دوي د ځوانانو د جنسي  ستونزو په هكله پوښتنه كوي ايا دوي اسلامي تعاليم منلي دي ؟

په اسلامي ټولنه كي لوڅي او بربنډي پيغلي نه وي , چه هري خوا ته خوري وري د شيطان لپاره فسق او فساد خپروي, په اسلامي ټولنه كي لوڅ او چټل فلمونه  نه خپريږي, به اسلامي ټولنه كي بدلي نه خپريږي, په اسلامي ټولنه كي مطبوعات لوڅ  انځورونه  او لوڅي ټوكي او لطيفي نه خپروي.............

به اسلامي ټولنه كي شراب نوشي نه وي چه له چا څخه خپله اراده او تفكير واخلي او فسق او فساد ورته مزين كړي.....اسلامي ټولنه ځوانانو ته په مناسب وخت كي واده برابروي , ځكه چه بيت المال په اسلامي ټولنه كي مكلف دي , ترڅو د ځوانانو سره مرسته وكړي څوك چه غواړي واده وكړي.

كه داسلام رايه د ځوانانو د جنسي  ستونزو په هكله غواړي, نو لمړي اسلامي نظام ټول تطبيق كړي, ورسته له تطبيقه  بيا و گوري چه آيا ځوانان ستونزي لري   .

زه هرهغه  پوښتنه  او گويږنه  د هغو ستونزو په هكله ڇه له  اسلامي نظام له تطبيق څخه ندي پيدا شوي  له اسلام څخه د اسلام سپكاوي گڼم, چيرته چه اسلام له ټول ژوندانه څخه رټل شوي  وي , همدا رنگه  دا  راز  پوښتنو ته ځواب  وركول  د  اسلام  تمسخر گڼم  .

هغه كسان چه نن چغي وهي او د اسلام په نامه  ښځه له  ټاكنو منع كوي, او يا د اسلام په نامه ښځه له كاره  څخه منع كوي , او يا د اسلام په نامه  د ښځي په هكله  دا  راز  سوالونه مطرح وي ,  ماته دي اجازه راكړي چه دوي ته ووايم : چه دوي په اسلام پوري سپكاوي كوي , او دوي ټولي ستونزي په جزئياتو كي راسپڼي  .

د دوي قوت او طاقت  بايد  ټول د اسلامي  نظام  تطبيق لوري ته  را وگرځول شي , او د اسلامي شريعت تطبيق د ژوند په ټولو اړخونو كي بايد  دوي  ومني , تر څو اسلام د ټولني او دولت په سيستم كي حاكم او نافذ شي  ,  او اسلامي  روزنه  بايد  په كورني  او ټولنه كي تطبيق شي , اواسلام بايد ټول ومنل شي , ترڅو په ټول  ژوندانه  كي  كار وكړي ,  دا د اسلام له كرامته سره سمون خوري , او د اسلام له دعاتو سره برابريږي .

دا كه چيري دوي په خپل كار كي ريښتيني وي , او په دعوت كي مخلص وي  او كه چيري غرض د غوغا او شورش را پارول وي , چه د خلكو پام ځانته راوگرځوي , نو بيا دا بيله خبره ده,چه زه غواړم على الاقل  له  دي څخه بعضي ټولنيزي ډلي اوهيئتونه پاك شي.                                 

وسلام

ليكنه: سيد قطب

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي