|
ترنم باباابدالي
|
|
Saturday, 23 January 2010 |
|
ابن مسعود رضي لله عنه وايي چي رسول اکرم صلي لله علي وسلم وويل چي علم زده کوﺉاونوروته يي ورزده کوﺉ اوداسلام فراءض په خپله هم زده کوﺉ نوروته يي هم ورزده کوﺉ.قرآن کريم په خپله لوﺉ خلکوته يي هم واياست،ځکه زه درڅخه ځم اوعلم به (هم)پورته شي اوفتني به ښکاره شي ان چي کله په يوه معامله کي ددؤخلکوسره جګړه شي نودفيصلي لپاره به يي څوک نه وي.(مشکوة)عبدالله بن عمر رضي لله عنه وايي چي رسول الله صلي لله علي وسلم وويل چي له خلکوبه الله جل جلاله علم په يوه وارنه پورته کوي،بلکه دعلماؤ په مړه کولوسره به علم ورو وروختم کړي ان چي کله خداي تعالي هيڅ عالم پرينږدي نوخلک به جاهلان،اميران اومشران کړي،له همغوﺉ څخه به دمساءلواومعاملاتوپه اړه پوښتني کوي،نوهغوﺉ به له علم پرته فتواوي ورکوي،په خپله به هم ګمراه شي اوخلک به هم ګمراه کړي.(مشکوة)
|