|
یوحبشي به کعبه شریفه ویجاړه کړي |
|
|
|
|
لیکول .مولانامحمدعاشق بلندشهري مظاهري
|
|
Saturday, 23 January 2010 |
|
له عبدالله بن عمرورضلي لله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلي لله علی وسلم وویل:ترڅوحبشیان له تاسوسره جګړه ونه کړي تاسوله هغوﺉ سره جګړه مه کوﺉ،ځکه چي دکعبي شریفي خزانه به ددؤکوچنیولینګوحبشي راوباسي.(مشکوته) په بل روایت کي دي چي کعبه به ددؤکوچنیوکوچنیولینګودرلودونکی حبشي ويجاړه کړي.بخاری ومسلم دکوچنیوکوچنیولینګویادونه یي ځکه وکړه چي دحبشیانو لینګي واړه دي.شاه صاحب لیکي چي کله له دنیا څخه ټول مؤمنان ختم شي نوحبشیان به بریدونه شروع کړي اودهغوﺉپاچهي به دځمګي پرمخ خپره شي کعبه به ورانه کړي اوحج به ختم شي.دکعبي له خزاني څخه څه شی مراددی؟ددي په اړه دمشکوة په شرح مرقات کي یوقول نقل شوی دی چي ترکعبي لاندي یوه خزانه ښخه ده حبشیان به هماغه راوباسي.
|