|
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد مسلمان به هغه وخت رښتينئ مسلمان جوړيږي چي داڅلورشرائط په ځان کي راولي که داشرائط په چاکي نوي نوهغه تش په نوم مسلمان دی رښتينئ اوحقيقي مسلمان ندی داشرائط ډېرضروري دی بايدهرڅوک ئې ځان ته معلوم اوپه ځان پلي کړي . (اول) دالله رب العزت په توحيد به ځان پوه کوي اودهغه مطابق به عمل کوي. داسي چي يوازي دالله عبادت به کوي اوله هرډول شرک څخه به ځان ساتي . (دويم) دالله دپيغمبرهغه ټولي خبري به مني چي هغه دالله له لوري راوړې دي اودهغه به تابعداري کوي دکوموکاروپه هکله چي امرکوي ،اوله هغوکاروبه ځان ژغوري له کوموچي منع کوي. (دريم) معاداة المشرکين والکافرين دمشرکانواوکافرانوسره دښمني کول،که څوک داسي وي چي خپله خوشرک نکوي خودکافرانوسره دښمني نکوي نودارښتنئ مسلمان ندی ځکه ده داسلام يوه لويه غوښتنه نکړه عملي، ابراهيم عليه السلام اودده مؤمنوپلويانو خپل قوم ته داسي فرمائلي وو: انابرآؤمنکم ومماتعبدون من دون الله کفرنابکم وبدابينناوبينکم العداوة والبغضاءحتی تؤمنوابالله وحده (سورة الممتحنة)(یقيناموږويزاره يوله تاسواوله هغه چانه چي تاسوئې له الله پرته عبادت کووئ ،اوموږستاسوله طريقي انکارکوو،اوزموږ اوستاسوترمينځ دښمني اوکينه ښکاره ده ترڅو چي تاسوپه الله ايمان راوړئ چي يودی(په معبوديت کي) . پدې آيت کريمه کي ئې دښمني تربغض مخکي کړي ځکه دښمني تربغض مهمه ده،که څوک دمشرکينواوکافرانوسره بغض کوي خودښمني نه ورسره کوي نودارښتينئ مسلمان ندئ ،ترڅوچي دواړه صفتونه په ځان کي رانه ولي . بيادښمني اوبغض يوازي په زړه هم پوره ندي ترڅوچي ئې ښکاره علامات نشي موجود. (څلورم) القيام بواجب النصيحة :بل شرط دادی چي دانسانانوبه خيرخواه وي،که څوک داوايې چي زه په خلګوکارنلرم که څوک شرک کوي که ګناه کوي .نوداانسان هم رښتنئ مسلمان نشي کېدی ځکه په ده لازمه ده چي خلګ به له شرک،کفراو ګناهونوڅخه منع کوي، دهغوخيرخواهي به کوي ځکه حديث کي دي الدين النصيحة(رواه مسلم) دين خيرخواهي ده . ددې حديث مطلب دادی چي څوک خيرخواهي نلري نوهغه ددين خاوندندی . داڅلورمهم شرائط چي په چاکي شتون ولري نوهغه رښتينئ مسلمان دی الله پاک دي موږته توفيق راکړي چي داټول په ځان عملي کړو آمين وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه وعلی من تبعه باحسان الی يوم الدين
|