|
نظم كله چې لمر په كلي سرو وهي اوشپه دوړانګوپه خنجرووهي په تودوشونډوپېزوانونه ښكل كړي زرين لاسونه په ګودرووهي چې ماشومان په قلمي ګوتوپه سپينوكاغذي لاسونو په بلبلي ژبوالف ووايي، ب ووايي، ت رواخلي زمارايادې شي ماشومې شېبې كلي ګودراو دګودرله غاړې اخواپه برم ولاړ يوشين چيناريوښكلى چينار دچينارلاندې يووړوكى جومات چې يې محراب وه اوبو وړى او منبر يې نه وه قلف اوځنځيرخويې په ځاى پرېږده چې وريې نه وه دخوړپستوښې شګې وې ټغريې نه وه چې هرسحربه لمرراوشړل له پورې غره دوړانګوغېشي دچينارلاندې په اوبوكې به خورې شوې دطاووس بڼكې موږبه هم راغلولكه سېل راشي دشنوطوطيانو دچينارډډې ته په توره تخته سپين ليكونه په موږخواږه لكه دقنداودنبات لږېده زړه راته وايي پاڅه بياماشوم شه خوزړه ماشوم دى نه دې پوهېږي ماپه قطاردماشومانوكې پرېږدي كله څوك غواړم ماشوم شم اوپه توره تخته نوم مې دهغه جانان وليكم چې اول ټكى يې اخيستى دى دخداى له نامه غواړم ماشوم شمه اوټولې تختې دخپل جانان په نامه ډكې كړمه خوزه له خپل عمرشرمېږم ماشومانوته ورتللى نه شم په جګوسترګوماشومانوته كتلى نه شم ځكه زماهمزولي دماشومانوكوټنۍ ړنګوي قلم تختې اوموشماڼۍ ماتوي اوپه لوي لاس ترېنه ماشومه دنياګۍ ړنګوي په سپينه ورځ له ماشومانونه په څنګ تېرېږم خوشپه قربان يې شمه څومره پرده پوښه ده شپه له ماشومانونه په غلااوپټ پټه په ماشوم بدل شم اوزه ماشوم شمه داوښكوپه ماشوموګوتو دسپينوستوروتباشيررواخلم اودشپې په توره تخته نوم دجانان وليكم افغانستان وليكم افغانستان وليكم
|