|
شکرالله طاهري
|
|
Saturday, 30 January 2010 |
|
هر کامیابي دی اتحاد کې نښې د زوراود طاقت ورکوي وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي خلکودخپل وحدت له فیضه د پرمختګ ګامونه آخلي نن د هنر علم او پوهې په هر ډګر کې لیاقت ورکوي وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي نوی ملکونه پیدا شوی نوی نوی خلک آشنا شوی دورورولۍ اودسولې ژوند نن ټول دنیا ته ضمانت ورکوي وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي نفاق کې ملک ورانیږي ژوند کول خلکو ته ګرانیږي زما دویجاړوطن داهرګوټ دغه ادعا ته شهادت ورکوي وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي نور د نفاق دا منډې پریدئ دا فرقه وارې جنډې کیدئ داجګړه ماراستادان مونږ له درس اوسبق دشیطانت ورکوي وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي ملې وحدت یولوی نعمت دی دې کې د ټول ملت عزت دی دایوغیرت دا یو همت دی توره په لاس د شجاعت ورکوي وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي څوک چه پدې ملت زهیروي هغه دې زمونږدسروکیل وي ظالم زمونږ ندی پکار نه څوک ظالم ته وکالت ورکوي وحدت هرقوم اوهرملت ته زیرۍ دصلح اوسعادت ورکوي ټول دهمدې خاورې بچیان یو داموشهرت دی چه افغان یو په بل نامه چه افتخارکا طاهري ځان ته خجالت ورکوي وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي
|