|
و عـده ده وطنه … نور علی شاه ځلبلاند |
|
|
|
|
نور علی شاه ځلبلاند
|
|
Monday, 01 February 2010 |
|
ســــــوې لمن دې نورلــــــــــه اوره پاکــــــوم وطنه لکه سپو ږمۍ دې په نړۍ کۍ ځلـــــــــــــوم وطنه ستـــا بې وسي مې د زړګي پر سر اورونه پاشي د ځانځــــــــــاني خيالونه اورته غورځوم وطنه موږ خوهر چــــــــا ؤ پيژندلي په سرلـــــوړي ملت تاريخ ته ګــــــــوره بيائې څنګــــــــــه بدلوم وطنه له کومه راغله بد بختي دغــــــــــــــلامي وموږته داټيټ سرونه به اوس بيرته جـــــــــــــګوم وطنه منمه ډيرې ککرۍ یې رانه خــــــــــــاورويو وړې ښـــه ډيرسرونه لاهم اوس دکار لرم وطنــــــــــــــه که می دښمن ستا دعزت پرسرنسکور نه کړلی د افغــــــــــــان نوم به بيا له سره بدلــــــــــــوم وطنه دځلبـــــــلاندهيلی غوټۍ دی ژر بــــه وغوړيږی دخوښي زيری خپل ولس تـــــــــــــه ورکوم وطنه
|
|
اخري بدلون ( Tuesday, 02 February 2010 )
|