|
تنکی رشاد ... رحيمه پشتونجار |
|
|
|
|
رحيمه پشتونجار
|
|
Wednesday, 03 February 2010 |
|
نن د سما ښاپېرۍ ډېوه په لاس کې سرې لمبې لټوي د یوې مور دارمانونو سرې غونچې لټوي د یوې ښکلې او نازکې هیلې وروستۍ شېبې لټوي نن د سما ښاپېرۍ د جنتونو په غېږ د سرو لمبو په ګلبڼ د ګلابونو پر مخ سپرغۍ د سرې بلې ډېوې لټوي د مرور او ځورېدلې رشاد خوارې لېمې لټوي نن د سماښاپېرۍ د جنت حورودقسمت پر دښته دسرو غاټولودزړګو په داغو پټې د پرخو په دعا لګوي نن درشاد پرسېنه د پرهرونو سرې غونچې لټوي نن د سما ښاپېرۍ د جنت حورو په سپېنچکو وزرو د شهېدانو دسرو وېنو لګېدلې تپېو دمخ حجاب لټوې دا د مور مړې او سپېڅلې رشاد د روح وزر لټوې نن دسما ښاپېرۍ ډېوه په لاس کې سرې لمبې لټوي د یوې مور د ارمانونوسرې غونچې لټوي د یوې ښکلې او نازکې هیلې روستۍ شېبې لټوي نن د سما ښاپېرۍ ډېوه په لاس تنکی رشاد لټوي تنکی رشاد لټوي يادونه :هغه سپېڅلي ماشوم (( رشاد)) ته ، چې دروان کال د جدي په اته ويشتمه يې د کابل ښار په جګړه کې خپل وړوکی ټټر د مرميوسپرکړ.
|