|
له خزان ســره بهـاره ... علم ګل سحر |
|
|
|
|
علم ګل سحر
|
|
Thursday, 04 February 2010 |
|
اوس پـه دې مالت کې زه بې یاره عادت شوی یم یاره خــــپه نه شــــې ستــا لپاره عادت شـــــوی یم دلته مې اوس یار نشـتــه کلونه دي،اوښـــتي خو هر ماښام راځمـه په دې لاره عـــــــادت شــوی یم وګورمه ښکلو ته ، بیا ژر جومــــات ته ولاړ شمه زه له وړکتوبـــه ښه دینـــــــداره عـــادت شــوی یم پیتاوي ته به کینمه او سیــــوري تــه به پریوزمـه زه د هر پښتون غوندې بیــکاره عادت شـوی یم راځې که نه راځې زه درته هم سترګې په لار نه یم اوس نوله خزان ســره بهـاره عـــــادت شــــوی یم
|