|||| نوې ليكنه |||| دانتخاباتوپه اړه دپوهني وزارت اعلاميه   |||| نوې ليكنه |||| دايې ستره نښه ده ... نقيب قريشي   |||| نوې ليكنه |||| ترهګرته ... مینه صابر   |||| نوې ليكنه |||| پروردګاره ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... فاطمي   |||| نوې ليكنه |||| دارزښت وړ یی چی ارزښت ورکوی   |||| نوې ليكنه |||| آیا ریښتنې معجزه پیژنې ؟   |||| نوې ليكنه |||| داستاد اسد آسمایي دیاد کتاب خپریږي   |||| نوې ليكنه |||| ګران اومحترم ورورامین زی صیب   |||| نوې ليكنه |||| دداستان پيل … 1 څپرکی   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انعا م الله ګوهر   |||| نوې ليكنه |||| دشعبان په پنځلسم بايدڅه وکړو؟   |||| نوې ليكنه |||| د کابل کانفرانس او نړیوالی ژمنی   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... نقيب احمد قريشي   |||| نوې ليكنه |||| روڼ څاڅکي ته ځغلنده شاعرانه نظر   |||| نوې ليكنه |||| دافغانمل ویبلاګ «پښتانه »پرلیکه سو   |||| نوې ليكنه |||| افغانستان کیوکوشین کان کراټې ډوسازمان   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... صفی الله سمون جرمنی   |||| نوې ليكنه |||| د(م.ک.ټ.ب) د15 اوونيزې غونډې رپوټ   |||| نوې ليكنه |||| دشعبان مياشت
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
Mirwais.jpg
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ترهګرته ... مینه صابر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - پروردګاره ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... فاطمي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انعا م الله ګوهر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نقيب احمد قريشي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... صفی الله سمون جرمنی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... طالب مـــــنګل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … نقيب احمد قريشي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ورکه ماضي ... طاير ځلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نو رعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … مینه صابروردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بدقسمته ښځه ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اتل سالارته ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... طالب منګل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ډالۍ کړي ... مينه صابروردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ای صبح کی میائی ... شکرالله طاهري   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سلاح په پارلمان ... مليار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - چېرې مه ځه بې له مانه … عايشه رڼامومند
داجمل خټک د مړينې له امله خواشينۍ پيغامونه پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
همت الله امین زی   
Tuesday, 09 February 2010

هرات کي دمېشتي کلتوري ټولني دخواشینۍ پيغام

په ډېري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتنو اوپښتو ژبي  نومیالی او مخکښه لیکوال   اجمل خټک دخپل ویاړلي قوم څخه د تل لپاره خدای په امانی وکړ.

 ښاغلي اجمل خان خټک دافغانانو ستر لیکوال  چي خپل ټول شیرین عمر ئې دپښتنو دیووالي او دلوی افغانستان دجوړېدو لپاره وقف کړ، تېره ورځ (یکشنبې) د ۸۵ کلنو په عمر ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې .

انالله وانا اليه راجعون

هرات کي  دسپيني ادې مېشته کلتوري ټولنه داجمل خان خټک مرګ دلراو بر افغانستان لپاره یوه ستره ضایع بولي .

دنوموړي روح دي ښاد او جنتونه دي ورپه  برخه وي .

ګراني کورنۍ ته ئې دزړه صبر غواړو او ځانونه ورسره په دې غمیزه کي ګډ ګڼو .

دسپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنه – هرات

 

×‌‌‌‌      ×‌‌        ×

 

د نړۍ اونيزې د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونېزې اداره د پښتو د انقلابي او مبارز شاعر ، ليکوال او سياستوال (اجمل خټک ) بابا د مړينې له امله د ارواښاد درنې کورنۍ ، ملي عوامي ګوند او ټولو ويرمنو پښتنو ته ډاډګيرنه او تسليت وړاندې کوي.

 

د نړۍ اونيزې ټول کارکوونکي په ستر درشل کې لاسونه لپه کوي چې ارواښاد اجمل خټک بابا ته د خپل رحمت په غېږ کې ځاى او پښتنو ته د هغه پر پلونو د تګ توفيق ورپه برخه کړي.

اروا يې ښاده او ګور يې روښانه

فضليار د نړۍ اونيزې مسئول مدير

 

×‌‌‌‌      ×‌‌        ×

 

اناالله و انا اليه راجعون

دستر پاچا خان دسولی او عدم تشدد دسیاست دلاری لارویانو !د لر و بر او په سیمه کی د میشتو پښتنو ،افغانانواو بلوڅو ورونوقومونو !د ستر انقلابی شاعر ،ادیب ،سیاست پوه« اجمل خټک»د درنی کورنۍ غړو!

دنیشنل عوامی پارټۍ مشرمحترم اسفندیار «ولی »او دمرحوم خټک صاحب دګوندی اوشاعرانه ژوند ملګرو او داجمل صاحب د هر اړخیز انقلابی ،انګار او سری سکروټی داغ سنګر مینه والو  په وړاندی خپل  د خوا خوږۍ ژور تأثرات او غمشریکی وړاندی کوو . راشۍ په شریکه د دُعاءلاسونه پورته کړو، چی اجمل صاحب دی خدای ابدی غرق رحمت لری ،درنی کورنۍ ته دی پاک پروردګار اجر عظیم او صبر جمیل نصیب او په راتلونکی کی دی خدای د غم او درد څخه وساتی« امین» اومونږ ټولو ته دی الله ( ج )اتفاق او ددی مقدس اولسی او وطنی ارمان اورسالت درک او همت راکړی چی داجمل صاحب دداغ سنګر ارزو ګانی یوه یوه پوره،او د   ازادۍناوی په خپل کورکړو تر څو په سیالانو کی شمیر او پری نه ږدو چی د« اجمل » هر اړخیز انقلابی داغ ژوند انګار او سکروټی ایری ونیسی! 

چی غليم می ژبه پری کړلـه اوږده شـوه

چی اوږده شوه هومره لا پسی تيره شـوه

اوس که نر يي نوغوږونه دی خپل پریکړه

چـی زمـا نغـمـه سـړه نه شـوه توده شـوه

« اجمل خټک »

د ډاکټر سید شیر اقا حرکت

او دکورنۍ د لویو وړو له خوا

 

×‌‌‌‌      ×‌‌        ×

 

 مشهورپښتون شاعر، لیکوال اوسياسي څيره اجمل خټک په حق رسيدلى دپښتنو يو پياوړۍ او غيرتي جرگه ماراوټولنيزشخصيت  سرتير شاعر دابد لپاره له موږ نه جلاشو

د دوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې  دمشرتابه دخواشينۍ  پيغام

په ژوره  خواشینۍ سره مودډله ايزو رسنيوپه مټ  خبر تر لاسه کړ چي د ټولي پښتنخوا د پوهي او سياسی   ډگر ټولنيز اوسياسي  شخصيت د جرگو اومرکوپېژندل  سوې څيره لوړاندی انقلابي شاعر اجمل خټک دروان ميلادي کال دفبروري په اومه د ۸۵ كالو په عمر دورپېښې  اوږدې ناروغۍ له امله  په حق ورسېد اودابدی ژوند په لورزموږ نه دتل لپاره  وکوچيدي . اناالله و انا اليه راجعون

دغم خبره خوداده چي له يوې خوا دپرديو اونابللو مېلمنواويادهغوي دلاسپوڅوپه ړندواوکڼو بم اوريو، راکټونو، ماينونواوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ  بيگناه پښتانه اودپښتنويوشمير سرغنه خپل خوږ ژوند د لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان  هم جلا کوې چي پښتانه اودسيمي ټول ولسونه  ئې په دې ابدي بيلتون  ډير زيات  خوار او زورېږي .

ارواښاداجمل خټک ديوسياسي شخص ،پياوړي شاعر اوليکوال په توگه په خپل  ټول ژوندکښي دافغان ولس په ځانگړې توگه پښتنودښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې  زيار ايستلی اوپه دې لار کښي ئي تر ډيره بريده دسيمي دخلکوپه گټه يولړعالي کارونه سرته رسولي دي .

اجمل خټك دډير پخوانه  د پښتنو د ازادۍ لپاره د ادبي او او سياسي تلاښونو له لارې  مبارزه كړې ، ډيره موده له ۱۹۷۳ کال نه راپدې خوا اتلس کاله د کابل  په ښارکي دپاکستاني چارواکو لخواد يوه سياسي تبعيد سوی څېرې خودافغانانو اوپه ځانگړې توگه پښتنولپاره  ديوه پياوړي شاعر ،ليکوال ، اديب  اوسياسي منلې شخصيت  اودرانه مېلمه په  توگه  پاته سو .

اجمل خټک دخپل اوږد، اندړ ګراؤنډ ژوند نه علاوه دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ اوبنديخانو دتورو دېوالو تر شا تير کړي دي . مگر دغه معتقد اوپر خپلواکي مين شخصيت  سياسي اوادبي مبارز ددومره سختيوپه تحملولوسره  بياهم دخپل اولس درواحقوقو ،دپاکستاني چارواکو اونړيوالو لخوا دهغوي پر انساني اومنل سوی حق باندي دتېري په وړاندي مبارزه کولونه ستړۍ سوئ ندي اوتل ئي دخپل ولس نه ملاتړکړی  او هر وخت يې دخپلې نظريې دپلي کېدوپه موخه دنيوالو په وړاندي په جار دهغوي ږغ پورته کړى دى .

هغه په افغانستان يادهغه په پلارني ټاټوبي کښي ددې هيوادنه دبيلې سوی تنې دحق دترلاسه کېدوپه موخه دلته په کابل کښي دټولوامکاناتونه په استفادې سره دپښتنو اوبلوڅودخپلواکی غوښتنې اراده ،اواز او وړانديز ونه تر نړيوالو پوري رسولي دي.

ارواښاداجمل خټک هر کال  دپوښتونستان دجشن  په مراسيموکښي چي دتاريخي لويي جرگې دپرېکړې له مخې دسنبلې پر نهمه دافغانستان په ټولو ولاياتو اوکابل تاريخي ښارکي لمانځل کېدل دپوښتنو اوبلوڅود جشن دهغو مراسمومالگه وه کوم چي په خپل گډون به ئي په سياسي اوشاعرانه اندازکي نړيوال په سيمه کي دمېشتو پښتنو اوبلوڅوترپښو لاندي سوي اوغصب سوی حق نه دفاع  ته متوجه کول  او تل  به يې په خپلو ويناوو، شعرونو او ليكنو كې د پښتنواوبلوڅوددانساني روا حق نه ددفاع ږغ اوچتاوه .

دغه لوړعلمي  شخصيت  دخپلي ژبي ،کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي دقلم اوژبې په مټ داسي کارونه کړې چي هيرېدل ئي ناشوني دي .ځکه خوزموږ اودسيمي ټول خلک پدي باوري دي چي داجمل خټک په ابدي تگ سره به ترډيره بريده ددې تشې  ډکول دډير وخت لپاره ناشونې وي .

موږ پدې ټينگ باورلروچي ددغه ټولنيز اوسياسی  شخصيت  د ملي ،سياسی  او فرهنگې چوپړ يادبه دتل  لپاره  دافغانانواودسيمي دټولووطنپرسته اوبا احساسه  اوسېدونکوپه  زړونوکښي  ديوې نه هيريدونکی اوهڅونکی خاطرې  په توگه پاته وي .

  په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه  اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  پداسي حال کښي چي دارواښااجمل خټک مړينه دهيوادوالواوټولوپښتنو لپاره لويه  اونه جبرانېدونکې ضايع  بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دارواښاد دعلاقمندانو،سياسي ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولي .

 دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم اجمل خټک کورنۍ  ټولوغړواودوستانوته دصبر او حوصلې غوښتنه کوو .  روح دې ښاد اوياد دې ابدی ،جنتونه دې نصيب سي .

ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان  ملي مهالنۍ خپرونې ادارې  په استازيتوب

حبيب اله  غمخور

 

×‌‌‌‌      ×‌‌        × 

 

دميدان ځوانانودټولنيزې ادبي اوكولتوي ټولنې د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

يوغرونړېد - اجمل خټك وكوچېد

په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دغيرت دچيغې ملي شاعر،ملتپال سپين ږيرى،سياسي مشراجمل خټك د۲۰۱۰ ميلادي كال دفبرورۍ دمياشتې په اوومه نېټه د ۸۵ كلونوپه عمرپه كوزه پښتونخواكې له  فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دپاى ټكى كېښود.

اناالله وانااليه راجعون

ارواښاداجمل خټک له اوس څخه پنځه اتياكاله وړاندې په ۱۵سپتمبرپه اکوړه خټک کې وزېږېد. له ماشومتوبه دخان عبدالغفارخان له شخصيت نه متاثره ؤ،اوهغه مهال چې ۱۷ کلنۍ ته ورسېدنوپه فعاله توګه يې دهنددپرېښودلود غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی دپېښوردګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خوخپلې زده کړې يې همداسې نيمګړې پرېښودلې اودهمدې سياسي غورځنګ غړيتوب ته ولاړ. دادهغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ،چې ترپنځولسيزوپورې يې فعاليت وکړاوپه همدې وخت کې يې دخپل ادبي اوزده کړوپه پرمختګ کې هم ددردنه ډکې لمحې په زندانونوکې تېرې کړلې. که څه هم چې نوموړي دپېښورپوهنتون څخه په پارسۍ ادبياتوکې ماسټري اخيستې،خوهغه په پښتوادب کې دځانګړونوښتونولاره هم هواره کړې وه. اوپښتوادب يې دانګرېزي ادبياتوسره وتاړه،اوپه همدې توګه يې دپښتو ادبياتوديوه پرمختلونکي شاعرنوم هم خپل کړ.

ارواښاددپښتنودازادۍ لپاره دادب اوسياست له لارې دژوندترپايه پورې مبارزه وكړه اوتل يې په خپله وينا،شعراوليكنوكې دپښتنودحق خبره كوله . هغه نه يوازې دپاچاخان دخدايي خدمتګارانوپه غورځنګ کې خپل سياسي ژوندپيل کاوه،بلكې دسياست په نوروبرخولكه دسرحدصوبې دمهموسياستوالوله ډلې څخه و،اودټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده .

اجمل خټک دپښتوژبې يوتکړه ليکوال،شاعراوسياسي څېره وه . نوموړی دپښتونخواملي عوامي پارټۍ فعال سياسي غړی اودپاکستان دولسي جرګې غړی هم پاتې شوی.

دارواښادخټك د(غيرت چيغه) هغه شعري ټولګه وه چې دپښتونخواګڼ شمېرځوانان يې دخپلې خاورې دازادۍ مبارزې ته وپاڅول .

داجمل خټك ګڼ شمېر آثارخپاره شوي اوځينې يې لاناچاپ پراته دي. تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي چې ځينې کتابونه يې په ارودژبه هم ليکلي دي چې لومړنى کتاب يې دغيرت چيغه نوميده،دارواښادنورکتابونه دژوندچيغه،ژونداوخوند،گلونه اوتکلونه، افغان ننګ، کچکول، سرې غنچې، دژوندخاطرې اوځينې نوردي.

ارواښاددخپل ژوندپه وروستيوورځوكې چې روغتيايي حالت يې هومره ښه هم نه وه په خپل هغه اثرچې ترخه وختونه اوخواږه يادونه نومېده كاركاوه چې دخپل ژوندهغه شېبې يې پكې انځورولې كومې چې ولې افغانستان ته تللي وواوشل کاله يې هلته ژوندوکړ.

روح دې ښاداوياد دې ابدي وي

همت الله امين زى

دميدان ځوانانودټولنيزې ادبي اوكولتوي ټولنې مشر

 

×‌‌‌‌      ×‌‌        ×

 

دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتونخواه ستر شاعر، ليکوال، سياست پوه او مبارز شخصيت اجمل خټک د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.

 

انا لله انا اليه راجعون

ارواښاد اجمل خټک چي يو انقلابي شاعر او هڅانده ليکوال، د نيمي پيړي څخه ډېر کلونه د ولس د ويښتابه او د خپلواکي غوښتونکي غورځنګ د مشرانو څخه ګڼل کيږي، د ښکيلاک او پوځي واکمنانو پر خلاف ېي جيلونه او جلا وطني ګاللي خو د خپل مقدس او ملي هيلو څخه ندئ پر شا سوي. خټک صاحب يو حساس پياوړي شاعر او ليکوال او تل د افغان ولس ريښتني دوست او خواخوږی ؤ چي آثار ېي په افغانستان او پښتونخواه کې د ولسونو او نوي نسل د منلو او احترام وړ او پيړي پيړي وروسته به هم په ولس کې خپل مقام ولري.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد اجمل خټک مړينه يوه ملي او لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنۍ، علمي او فرهنګي ټولنو او ټوله پښتونخواه ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د خداي (ج) د دربار څخه ټولو ته د زړه صبر غواړي.

روح دي ښاد وي.

په درنښت،

الحاج غرزي خواخوږی

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

 

×‌‌‌‌      ×‌‌        ×

 

اِنالِلهِ وَاِنااِليهِ راجِعُون  ط

کامران مطبوعاتي مرکز(اودجنوبي پښتونخوادليکوالوټولنه)دپښتوژبي دوتلي اونوميالي شاعراوڅېړونکي  ارواښاداجمل خټک  پرمړينه دخپل غم اوخواشينۍ اظهارکوي ،اودادپښتوژبي اوادب لپاره يونه جبرانېدونکی زيان  بولي .اودمتعال څښتن   په دربارکي ورته رحمتونه اوجنتونه غواړي، اوهمدغه راز يې دکورنۍ غړوته دصبرِ جميل غوښتونکي دي

×‌‌‌‌      ×‌‌        ×

اخري بدلون ( Tuesday, 09 February 2010 )
 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي