|||| نوې ليكنه |||| دانتخاباتوپه اړه دپوهني وزارت اعلاميه   |||| نوې ليكنه |||| دايې ستره نښه ده ... نقيب قريشي   |||| نوې ليكنه |||| ترهګرته ... مینه صابر   |||| نوې ليكنه |||| پروردګاره ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... فاطمي   |||| نوې ليكنه |||| دارزښت وړ یی چی ارزښت ورکوی   |||| نوې ليكنه |||| آیا ریښتنې معجزه پیژنې ؟   |||| نوې ليكنه |||| داستاد اسد آسمایي دیاد کتاب خپریږي   |||| نوې ليكنه |||| ګران اومحترم ورورامین زی صیب   |||| نوې ليكنه |||| دداستان پيل … 1 څپرکی   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انعا م الله ګوهر   |||| نوې ليكنه |||| دشعبان په پنځلسم بايدڅه وکړو؟   |||| نوې ليكنه |||| د کابل کانفرانس او نړیوالی ژمنی   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... نقيب احمد قريشي   |||| نوې ليكنه |||| روڼ څاڅکي ته ځغلنده شاعرانه نظر   |||| نوې ليكنه |||| دافغانمل ویبلاګ «پښتانه »پرلیکه سو   |||| نوې ليكنه |||| افغانستان کیوکوشین کان کراټې ډوسازمان   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... صفی الله سمون جرمنی   |||| نوې ليكنه |||| د(م.ک.ټ.ب) د15 اوونيزې غونډې رپوټ   |||| نوې ليكنه |||| دشعبان مياشت
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ترهګرته ... مینه صابر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - پروردګاره ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... فاطمي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انعا م الله ګوهر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نقيب احمد قريشي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... صفی الله سمون جرمنی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... طالب مـــــنګل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … نقيب احمد قريشي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ورکه ماضي ... طاير ځلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نو رعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … مینه صابروردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بدقسمته ښځه ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اتل سالارته ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... طالب منګل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ډالۍ کړي ... مينه صابروردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ای صبح کی میائی ... شکرالله طاهري   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سلاح په پارلمان ... مليار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - چېرې مه ځه بې له مانه … عايشه رڼامومند
اياتركيه به دافغانستان كشاله اواره كړي ؟ پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
عبدالرحمن فرقاني   
Monday, 08 February 2010

كه د تركيى سياسي خوزښت ته په نړيوال سياسي ډګر كى ځير شو , دا اټكل كولي شو, چه د تركيى حكومت غواړي خپل سياسي رول او اهميت په ننني نړيوال كړكيچن او له ستونزو ډك چاپيريال كى تثبيت كړي , څرنگه چه دعدالت اوپرمختيا د ګوند سياست په حكومتداري كى داعتدال او توازون غوښتونكى دي ,او سربيره په كورنيو ستونزو ئي دبهرنيو ستونزو اوارول هم د خبرو اترو له لاري غوره وګڼل , د كورنيو ستونزو په اوارول كى د عدالت اوپرمختيا ګوند  د رجب طيب اردوگان په مشري وتوانيد هغه ستونزي اوري كړي , چى د عدالت اوپرمختيا ګوند د سياسي خوزښت كړۍ ئي تنگه كړي وه , هغه ستونزي چى د تركيه له پياوړي نظامي موسسى سره له وړاندي لرلي تر ديره حده پوري پورته شوي , او د عدالت اوپرمختيا اسلامي حزب وتوانيد, د تركيى په سياسي ډګر كى خپلى د سياسي خوزښت كړۍ ته وسعت وركړي , او د هغو ټولنيزو كشالو په هكله بري ومومي چى عسكري موسسه ئي په وړاندي خنډ وه .د مثال په توگه د ښځي د حجاب ستونزه ............او دبهرنيو ستونزو په هكله چى د تركى دولت له اوږدى مودي وسره لاس او گريوان و, د رجب طيب اردوگان حكومت وتوانيد چى عسكري  موسسه د خپل سياست تابع كړي , اوهغه ستونزه چى د ارمنستان سره  موجوده وه , تر ديره حده اواره كړي  .

په تركيه كى نظامي موسسه له يوى اوږدى مودي څخه په سياسي موسسه باندي حاكمه وه ,  او له كومه ځايه چى د عدالت اوپرمختيا ګوند  اود نظامي موسسى تر منځ د حكومتداري په هكله ژور اختلاف و, نو نظامي موسسى زيار كاوه چى دعدالت اوپرمختيا ګوند  د تركيه د حكومت واږي په لاس كى وانخلي , تر څو دين په سايست كى ورګډ نشي , څرنګه چى د تركيى نظامي موسسه عقيده لري ,  لدي كبله په لومړي ځل حزب د سياسي قدرت څخه چى د آزادو انتخاباتو په پايله كى ورته رسيدلي و, ګوښه شو , خو تر كومه ځايه چى د عدالت اوپرمختيا ګوند سياستمدارانو په مسالمت آميزه سياسي تګلاره ټينګار كاوه , خپلى مبارزى ته ادامه وركړله  , تر څو يو ځل بيا د آزادو انتخاباتو په پايله كه حكومت ته ورسيدل , خو د حكومتداري په ترڅ كى ئي د عسكري موسسى پام او رأي هم ځانته تر يو حده واړوله .

څرنګه چى د تركيى حكومت د خپل پخواني استراتيژيك ملګري له لوري د منځني ختيځ په سياسي كركيچ كى له پامه غورځول شوي و,  نو د عدالت اوپرمختيا ګوند د كورنيو ستونزو سره سره بهرنيي سياست او د تركيى منزلت ته په نړيوال ډګر كى هم ځير وا, نولدي ځايه ئي دخپل بهرني سياست د برياليتوب لپاره پروفيسور احمد داود اوگلو د بهرنيو چارو وزير وټاكه , او اوگلو وكولي شول چى د تركيى رول او منزلت  د منځني ختيځ په سياسي كړكيچ كى وټاكى , اوگلو وتوانيد چى د هغى سياسي كړنلارى څخه د تركيى د سياسي موسسى لاره بيله كړي كومه چى د لوديځ څخه د هيره په اساس د تركيى استرتيژيكو مصلحتونو ته متوجه نه وه , اوگلو ټينگار كاوه چى تركيه د هغه تاريخي او استراتيژيكي عمق څخه برخورداره ده چى تركيى ته خپل سياسي منزلت ورګرځولي شي , د اوگلو له غوښتنه سره سم بايد تركيه په نړيوال سياسي ډګر كى يو پياوړي مركزي هيواد وي , نه دا چى د يوه پله په څير په نړيوالو سياسي كشالو كى ورڅخه ګټه پورته شي , اوتركيه نبايد يو عادي هيواد وي , ځكه چى د اسلامي نړي او لوديځ په پاي كى پروت دي , څرنګه چى المان په اورپا كى يو مركزي او پياوړي هيواد دي , سره لدي چى له افريقا او اسيا اوروسيى  څخه په جغرافيا ئي لحاظ دير لري دي ,  او څرنګه چى ايران اوس مهال په اسيا كى دامريكا په مرسته يو مطرح شوي هيواد دي ,سره لدي چى له اروپا او افريقا څخه لري پروت دي , همدارنګه اوگلو د تركيى تاريخي بعد ته هم ارزښت قائل دي , كله چي تركيه د عثمانيانو امپراتوري وه .

داوگلو د سياسي ليدلوري سره سم بايد تركيه د دى تاريخي او استراتيژيك عمق له درلودلو څخه په نړيوال سياسي ډګر كى ګټه پورته كړي , او نه يوازي دا چى ځانته امنيت قائم كړي , بلكه بايد د نور د امنيت په هكله هم فكر وكړي , او له خپلو ګاونډيو هيوادونو سره خپلى ستونزي اواري كړي , نه دا چى يوازي د اورپا اتحاد ته دننوتو زيار وباسي  .

دتركيى دسياسي موسسى پروفيسور اوگلو وتوانيد, چى د امريكا اوتركيى سړه علاقه بيرته توده كړي , لدي ځايه وه چى اوباما اسلامي نړي ته د خطاب لپاره لومړي اډه تركيه وټاكله , دحاكم حزب د حكومتداري په لړكى تركيى په نړيواله كچه ديري ستونزي اواري كړلي , او په بهرنيي سياست كى ئي د پام وړ پرمختګ وكړ , دايران سره ئي خپل كړكيچ اوار كړ.

خو هغه څه چى تركيه ئي په نړيوال سياسي ډگر كى په قوت راڅرګنده كړله , هغه د تركيى توجه هغو نړيوالو سياسي كشالو ته و چى تركيى ته ئي په نړيواله سيمه كى نفوذ وركړ, د مثال په توګه د فلسطين مساله , تركيى له خپلو استراتيژيكو اړيكو څخه چى داسرائيل سره ئي درلودي لاس واخيست , او د فلسطين قضيه ئي خپله قضيه وګڼله  , لدي سره سره ئي د افغانستان سياسي كشاله هم ترپام لاندي ونيوله .

دافغانستان سياسي كړكيچ نړيوال حيثيت خپل كړي دي , د نړي ګڼ شمير هيوادونه په افغانستان كى لاسوهنه كوي , كه د لوديځ جګړه ايز ماشين د يرغل په لړكى د افغانستان د بي ګڼاه وگړو په وژلو كى خلاس لاس لري , او هر وخت چى وغواړي د افغانانو كورونو ته پرته له اجازي ورننوځي , او تورسري او كوچنيان وځوروي , دوي شه پوهيږي چى د دوي دښمنان په غرونو كى دي , خو دوي د هيبت او وحشت د چاپيريال له جوړولو څخه خوند اخلي , او بيوزله او بي ګناه خلك ځوروي  .                                       

كه ايران د افغانستان كلتوري چاپيريال تر خپل ظالم يرغل لاندي نيولي دي , او زموږ افغاني هويت زيانمن وي , او د لوديځ په مرسته ئي د هيواد ټول مهم كلتوري مركزونه په خپله ولكه كي راوستي دي , مختلفى مطبوعاتي رسني د دى كار لپار بوختي دي , په مستقيمه توګه ايراني كلچر زموږ په ټولنه كى خوروي , او د كلتور سره د ديني مفاهيمو رواجول هم شوني كوي , ځكه چى په افغانستان كى ايرا ن يو ډول ژبني عمق پيدا كړي دي .

كه هند غواړي چى د پاكستان په مقابله كى په افغانستان كى رول ولري , او زموږ رواج او دستور تر خپل يرغل لاندي وساتي , ځكه چى هند دهغه مثلث يو ضلع دي چى په افغانستان كى ئي ژوره لاسوهنه كړي او لا تر اوسه ئي كوي , د هندي ډرامو عاميدل په افغاني ټولنه كى خپل اثر ښي , اوهيڅوك هم لدي اثر څخه سترګي نشي پټولي .

كه پاكستان د سياسي او كلتوري لاس وهنى اړوند خپلى هلي ځلي كړي دي , او زموږ كلتور د انګريزانو څخه په پاتي شوي كلچر بدرنګه كوي , كه روسيه تر اوسه د افغانان د غرور د ماتولو خيال په سركى پالي , او د افغانستان سياسي ډګر نه پريږدي , اوپه افغانستان كي ئي خپل ګوداګيان روزلي دي .

او كه عربي نړۍ د افغانستان په سياسي كشاله كى متهمه ده , كه ...

خو تركيه يوازني هيواد دي , چى د افغانستان په سياسي كشاله كي تورن ندي , او له افغانانو سره هيڅ راز تاريخي زړه بدوالي نلري , آن دا چى د تاريخ په اوږدو كى دواړو هيوادونو ښي اړيكى درلودلي .

يو تعداد سياسي كتوني پدي نظر دي چى تركيه كولي شي د افغانستان سياسي كشالى ته د پاي ټكي كيږدي ,  او له لوديځ سره همكاري وكړي , تر څو د افغانستان له خړوب څخه د وتلو لاره پيدا كړي , كه چيري لوديځ او د نړي هيوادونه تركيى ته ريښتيني واك وركړي , تركيه د خپل تاريخي او اسلامي عمق څخه په ګټه اخيستلو د افغانستان كشاله حل كولي شي , او كه چيري د عربي نړۍ هيوادونه هم ورسره مرسته وكړي , دا كتونكي پدي نظر دي چى تركيه د افغانستان د كشالى د حل امكانات برابرولي  شي , كه چيري د نړۍ هغه هيوادونه وغواړي چى دا كړكيچ پورته شي چى په افغانستان كى په مستقيمه او يا غير مستقيمه توګه دخالت لري .

خو يو تعداد نور سياسي كتونكي پدي نظر دي , چى د استعمار  پلورلو هيوادونو اساسي سياست په نړۍ كى همدا دي چى وضعيت همدارنګه كړكيچن وي , تر څو د كړكيچ په شتون كى دوي خپل اقتصادي , سياسي , ديني , مذهبي , نظامي ,علمي , لاسته راوړني حاصلي كړي, دمثال په توګه د ځمكى لاندي ثروتنو دغارت سره سره  د بي امنه هيوادونو عالمه او مالداره طبقه هم د لوديځ لوري ته په هجرت مجبوريږي , چى بلآخره د لوديځ د پرمختيا لپاره كار كوي , او خپل صلاحيتونه د دوي په خدمت كى ايږدي , په ديني لطاظ هم د لوديځ د مشرتابه څرګندونى د پام وړ دي , د جورج بوش ديني اصطلاحاتو ( صليبي جنگ ) استعمال , او د نوبل د جايزه د اخيستلو پرمهال د بارك اوباما په وينا كي پهمدي اصطلاح تينګار بي اساس ندي , په نظامي لحاظ د نړۍ مسلمانان تر خپل هيبت او رعب لاندي ساتي . او دا هيوادونه نه غواړي چى دا كركيچن حالت ته دپاي ټكي كيږدي .

له بله اړخه دا هيوادونه اوځني عربي هيوادونه نه غواړي چى تركيه په نړيواله كچه بيا مطرح شي , او د يو پياوړي لوي هيواد په څير سر راپورته كړي , ځكه چى هغه اسلامي او ديني عمق ئي لوديځ ته د منلو وړ ندي چى د نړۍ په مخ ئي يوه پياوړي امپراتوري جوړه كړي وه   

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي