|
دجنوبي آسيالوبوکې افغانستان ١٩ مډالونه ګټلي |
|
|
|
|
شکرالله طاهري
|
|
Monday, 08 February 2010 |
|
د جنوبي آسيا هيوادونو ترمنځ د فټبال، باسکيټبال، واليبال او بیلابیلو رزمي لوبو په لړ کي چي د افغانستان شاوخوا ١٥٠ لوبغاړو ګډون لري ، افغان لوبغاړي تر نورو وختونو ډېر پکښي ځلیدلي دي. په دې لړ کي د افغانستان د باسکيټبال لوبډلي د جنوبي آسيا د لوبو اتلولي خپله کړه او د فټبال لوبډله هم پايلوبي ته وتلې ده، چي سبا د دوشنبې په ورځ به يې د بنګلدېش له هيواد سره ترسره کړي. افغان لوبډلو په دې لړ کي ټول ١٩ مډالونه چي درې د سرو زرو، اته د سپينو او اته د ميسو دي ګتلي دي. دغه لوبي، دافغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلدېش، بوتان، سريلانکا، مالډيو او نيپال هيوادونو ترمنځ رواني دي.
|