|||| نوې ليكنه |||| دانتخاباتوپه اړه دپوهني وزارت اعلاميه   |||| نوې ليكنه |||| دايې ستره نښه ده ... نقيب قريشي   |||| نوې ليكنه |||| ترهګرته ... مینه صابر   |||| نوې ليكنه |||| پروردګاره ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... فاطمي   |||| نوې ليكنه |||| دارزښت وړ یی چی ارزښت ورکوی   |||| نوې ليكنه |||| آیا ریښتنې معجزه پیژنې ؟   |||| نوې ليكنه |||| داستاد اسد آسمایي دیاد کتاب خپریږي   |||| نوې ليكنه |||| ګران اومحترم ورورامین زی صیب   |||| نوې ليكنه |||| دداستان پيل … 1 څپرکی   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انعا م الله ګوهر   |||| نوې ليكنه |||| دشعبان په پنځلسم بايدڅه وکړو؟   |||| نوې ليكنه |||| د کابل کانفرانس او نړیوالی ژمنی   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... نقيب احمد قريشي   |||| نوې ليكنه |||| روڼ څاڅکي ته ځغلنده شاعرانه نظر   |||| نوې ليكنه |||| دافغانمل ویبلاګ «پښتانه »پرلیکه سو   |||| نوې ليكنه |||| افغانستان کیوکوشین کان کراټې ډوسازمان   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... صفی الله سمون جرمنی   |||| نوې ليكنه |||| د(م.ک.ټ.ب) د15 اوونيزې غونډې رپوټ   |||| نوې ليكنه |||| دشعبان مياشت
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ترهګرته ... مینه صابر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - پروردګاره ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... فاطمي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انعا م الله ګوهر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نقيب احمد قريشي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... صفی الله سمون جرمنی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... طالب مـــــنګل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … نقيب احمد قريشي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ورکه ماضي ... طاير ځلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نو رعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … مینه صابروردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بدقسمته ښځه ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اتل سالارته ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... طالب منګل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ډالۍ کړي ... مينه صابروردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ای صبح کی میائی ... شکرالله طاهري   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سلاح په پارلمان ... مليار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - چېرې مه ځه بې له مانه … عايشه رڼامومند
چرګان اوپښتانه پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
پوهندوی اسمعیل یون   
Monday, 08 February 2010

خدای جل جلاله په طبيعت کې ډېر رازونه خوندي کړي دي ، د هر راز په راسپړلو سره د مانا يو ښار پرانيستل کېږي. له نن څخه دوه کاله مخکې هندوستان ته راغلی وم ، د ډاکټر په کتنځي کې معاينې ته منتظر وم . په انتظار خونه کې د مېز پر سر يوه مجله ايښې وه ، کله چې د ډاکټر انتظار اوږد شو، نو د مجلې د ځينو مطالبو لوستل راباندې جبري شول ، پر يو مطلب مې سترګې ولګېدې : دچرګانو ژبه (Chicken language ) ليکنه راته ډېره جالبه ښکاره شوه ، سر تر پايه مې ولوستله، په ډېره ساده انګرېزي ليکل شوې وه ، ډېره عام فهمه وه ، کله چې مې ليکنه ټوله ولوسته نو زموږ د کتنې نوبت هم راورسېد . ترکتنې مخکې مې ډاکټر صيب ته وويل : دا مجله زه له ځان سره وړلای شم ؟ هغه وويل: ولې نه ، ما وويل دې کې مې يو مطلب خوښ شو. مجله مې کابل ته ځان سره يوړه ، خو په کابل کې د نورو کتابونو او د روزګار په کارونو کې راڅخه لا درکه شوه.

د مجلې محتويات مې کټ مټ دوه کاله په ذهن کې ګرځېدل را ګرځېدل ، د ليکنې محتوا دا وه چې چرګان منظمه ژبه لري او سېستماتيکې خبرې کوي ، کله چې چرګه خپل چرګوړي ډوډۍ ( دانې ) ته را بولي، نو يو څو مشخصې کلمې ورته کاروي ، کله چې د خطر نښې ورته ښکاره شي نو دهغو لپاره بيا نورې ټاکلې کلمې لري ، کله چې چرګوړي ماړه شي او چرګه غواړي هغوی تر خپلو وزرونو لاندې پټ کړي ، هلته بيا د بلنې نورې کلمې دي ، دا کلمې نور چرګوړي له خپلې مور څخه د مورنۍ ژبې په توګه زده کوي او همداسې دا ژبه له يوه پښت څخه بل ته لېږدي او د مرګ له خطره ژغورل کېږي .

زه اوس بيا په هندوستان کې يم ، همغه ليکنه مې يو ځل په ذهن کې وګرځېده ، دا ځل مې همدا محتوا انټرڼيټ ته ورکړه، د چرګانو د ژبې په هکله يې خورا ډېر مطالب را په ګوته کړل. د ژبو ستونزه په اکثرو هېوادونو کې شته خو ځينې هېوادونه ورته عادلانه حل لارې لري ، هند په سوونو مذهبونه او تر(۲۹) زياتې ر سمي ژبې لري ، دسيمې ، ولسواليو او قبيلو په کچه خو يې ژبې تر سوونو هم اوړي ، دلته هم ځينې وړې ژبې د محوه کېدو له خطر سره مخامخ دي، خو نه د اکثريت ژبه . افغانستان کېدی شي د ځمکې پر مخ لومړنی هېواد او پښتون کېدی شي د نړۍ پر مخ هغه قوم وي ، چې له خپل اکثريت سره سره لا تر اوسه پورې د ژبني محکوميت له رنځه خلاص نه دي . کله کله خو موږ د دې پړه پر ناوړه حالاتو ، پرديو يرغلونو او نورو ډول ډول ناخوالو ور اچوو ، خو که ډېر ورته ځير شو

 په خپله پښتانه هم په دې برخه کې د ملامتۍ له داېرې څخه نه شي وتلای . پښتنو ته که د ژبې د خوندي ساتلو او پرمختيا لپاره پښتنو ليکوالو هر څومره د زړه وينې وڅښلې ، چندان تاثير يې پرې ونه کړ ، نو ښه به دا وي چې دپخوانيو پېغورونو په دوام دا ځل دا پېغور هم ورکړو چې که پښتانه له نور چا زده کړه نه کوي ، نو ښه به دا وي له چرګانو خو يې زده کړي . ځينې پښتانه له چرګانو سره ډېر شباهتونه هم لري او په ځينو برخو کې لوی توپيرونه لري .

يو شمېر پښتانه سياستوال هر کله چې په پچه سپاره شي نو کشمير ګوري ، د خپل هېواد غمونه پرېږدي ، دچيچنيا او فلسطين د ازادولو خبرې کوي ، چرګ هم کله چې ځوان شي نو پر بام ورو ورو ګامونه اخلي چې بام ونه لوېږي . زموږ څينې ملايان چې کله د سياست پر منبر کېني نو بيا بې وخته اذانونه کوي ، چرګان هم کله کله بې وخته اذانونه کوي.

د چرګانو بې وخته اذانونه زموږ په کلتوري رواياتو کې بد شګوم لري او د ملايانو د بې وخته اذانونو عواقب هم موږ په خپلو سترګو وليدل . چرګان کله کله د خپلو بې وخته اذانونو له کبله د ګيداړانو ښکار شي او ملايان هم کله کله د بې وخته سياسي اذانونو له امله د لويو ځواکونو د زور بټۍ ته ولوېږي ، خير دا ډول ډېر ورته والي او توپيرونه شته چې د ټولو سپړل اوږده څېړنه غواړي ، خو اوس راځم خپلې اصلي موضوع ته چې هغې کې پښتانه تر چرګانو هم شاته پاتې دي . پښتانه خپل سياسي تاريخ پنځه زره کلن بولي ، خو په ژبه کې ليکلي هنري يا تاريخي اثار لا تر دې مهاله نه دي رسېدلي، البته کېدی شي ژبه تردې هم لرغوني وي . دچرګانو متخصصين او ژبپوهان په دې نظر دي چې د چرګانو د ژبې تاريخ نږدې اووه زره کالو ته رسېږي ، چرګان د اووزره کالونو په بهير کې پر دې بريالي شوي ، چې خپله ژبه د زمانې له توپانه خوندي وساتي . ژبپوهانو دچرګانو په ژبه کې دېرش بېلا بېل اوازونه تشخيص کړي چې د هغو له ترکيب څخه دوی بېلا بېلې کلمې جوړوي او افهام او تفهيم پرې رامنځته کوي. ژبپوهانو د دې اوازونو د تثبيت لپاره ځانګړې الفبې يا ابڅې هم جوړه کړې چې دهغې په وسيله د چرګانو ژبه لوستلای شو ، بله عجيبه خبره دا ده چې ژبپوهانو د چرګانو په ژبه کې څلور بېلا بېلې غټې لهجې هم تشخيص کړي ،چې تقريبا د پښتو ژبې له غټو لهجو سره برابرې دي ، دغه راز دچرګانو په ژبه کې نور ګڼ قبايلي ګړدودونه هم شته چې کېدی شي شمېر يې د پښتنو د بېلا بېلو قبيلو د ګړدودونو له شمېر سره متناسب وي . ژبپوهان وايي چې دچرګانو ژبه کوم منظم او سيستماتيک ګرامر نه لري ، دوی يوازې لغتونه کاروي او په لغتونو خپله مانا رسوي ، خو پښتو ژبه د خدای په فضل د قوي ګرامري جوړښت څښتنه ده ، خو زموږ توپير له هغو څخه دادی چې زموږ يو پاموړ شمېر پښتانه نه پښتو ژبه کاروي نه يې ګرامر او نه يې هم لغتونه . خو چرګان يوازې له لغتونو او اوازونو اعظمي ګټه پورته کوي . چرګان ټول عمر محکوم پاتې شوي ، د خان ، ملک ، ملا ، مېلمه ، ګيدړ ، ټوغکي ، ناروغۍ او هرې بلې ناخوالې قرباني شوي ، خو بيا يې هم خپله ژبه خوندي ساتلې ده ، پښتانه کله محکوم او کله واکمن پاتې شوي، خو په دواړو حالاتو کې يې خپلې ژبې ته پاموړ کار نه دی کړی . که ژبه د ټولنيز شعور يوه وسيله وګڼو، نو په دې کې چرګان تر پښتنو زيات د ژبټولنيز شعور خاوندان دي . دلته به د چرګانو ژبې ته لږ تم شو :

بو بو بو بو بوهـ ( السلام عليکم )

بک بک بک بک ( زه کولای شم تا وګورم(

کلک کلک کلک ( بېرته کورته راشه (

هوهـ هوهـ هوهـ اهن ( لږ غذا راکړه(

کوک کوک کوک ( پام چې هلته پيشو ده (

وټ وټ وټ وټنن ( هګيو ته مې لاس مه وروړه (

ونن نن ون ون ( ته څه کوې؟ (

او داسې نور ډېر مثالونه ، چې چرګان يې دخپلمنځي پوهاوي را پوهاوي لپاره کاروي. زموږ عوام خو لا بيا هم خاورې په ايرو ګډوي ، لږ تر لږه خپله ژبه خو په خپل منځ کې کار وي ، ګيله خو له ځينو روښنفکرانو او شاهانو څخه ده چې په ټول عمر کې يې په خپله ژبه پينځه جملې هم نه دي غبرګې کړي . ټول مرغان په خپل منځ کې خپله ژبه کاروي، ټول قومونه په خپل منځ کې په خپله ژبه خبرې کوي.

نو که څوک کله اړ شي د بل قوم له وګړي سره به دهغه په ژبه خبرې وکړي ، خو دا مثال ډېر کم پيدا کېږي چې ديوه قوم وګړي دې په خپل منځ کې بله ژبه دومره وکاروي چې خپله بېخي هېره کړي .

ځېنې دينپوهان په دې نظر دي چې ژبنۍ او قومي رنګارنګي د ځمکې پر مخ د خدای جل جلاله د فطرت او حکمت نښې دي ، هر څوک چې دا نښې له منځه وړي ، هغه د دې حکمت پر وړاندې ودرېږي.

 که له چا څخه د بې تفاوتۍ په وجه دا رنګارنګي له منځه ځي ، نو هغه قام به دخپلې بې تفاوتۍ پر خوب ويده پاتې کېږي او ژوند به يې همداسې مړاوی وي ، د خدای جل جلاله په هيله به د خدای له ورکړي نعمت څخه محرومېږي .

يو شاعر په دې هکله د خدای ارشاد په خپل کلام کې ډېر ښه ځای کړی دی:

چاچې خپل قدر په خپله وکـړ ګله ستاره دهغه قـــــــوم په عروج شوله

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قام څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله

 د پښتو ژبې مينانو او ملنګانو ته د دې خبرې يادون يو ځل بيا ضرور دي ،چې په ژبنۍ برخه کې د ويده قوم راويښول څه اسانه کار نه دی ، دا يو اوږد جدوجهد غواړي ، خو د اوس وخت لپاره د نورو غوره بېلګو تر څنګ بې تفاوتو پښتنو، پښتو ضد پښتنو ، هغو پښتنو سياستوالو او روښنفکرانو ته چې پښتو يې هېره کړې او يا يې هېروي ، د دې بېلګې راوړل ضروري دي، چې که له نور چا څخه عبرت نه اخلئ نو لږ ترلږ ه له چرګانو خو وشرمېږئ ، دوی له خپلو بچو سره په خپله ژبه او تاسو خپلو بچو سره په بله ژبه خبرې کوئ.

 

Add comment


|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي