|
ورځه چې خپلې لارې ورکې نه کړې زما پر لارو دې خداى مه راوله ستا لارې جوړې دګلاب له شونډو زما په لارو کې ليشې راشنې دي ستا منزل ستا پر پښو سجده لګوي زما منزل ته لارې نه دي تللي ته د خپل ځان تصوير په ځان کې وينې زه مې تصوير ته رڼا نه لرمه ته د وختونو په سندرو پوهه زما بولالې سور او تال نه لري ورځه ورځه ژوندون له سره پيل کړه زما په تمه نورمه اوسيږه نوره مې نوم پر څنګل مه رسموه د کور کړکۍ دې نوره بنده ساته نور د دعا لاسونه بل ته ورکړه نور نو بل چا پسې نفلونه بخښه مه نور زما په نوم ياسين ختموه نه هم زما په نوم روژې ونيسې تا ته د زړونو دروازې خلاصې دي زما زړګۍ يوازې زه اخلم د ستا پر مخ دي ډيرې هيلې ژوندى زه مې د هر ارمان په څلي ژاړم د بوډۍ ټاله ته رنګونه شينده شفق به ستا له رنګه رنګ واخلي خوګوره ګوره دا په ياد وساته کله نه کله به دې ياد ته درځم ښايي د زړه وردې هم وټکوم خو تا به نوى ژوند له سره پيل وي زما په نوم به دې څوک نه يادوي زما د ليک دغه وروستۍ خبره هم دې په زړه هم پر څنګل وليکه زما په نوم نور ژوندون مه تيروه ما ته دې ژڼى اوربل مه سپينوه
|