|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| اخترته ... شکرالله طاهري   |||| نوې ليكنه |||| نور هم كاميابي او موفقيت درته غواړم   |||| نوې ليكنه |||| داخترله مبارکیوسره یوځای دشرنګ دکلیزې   |||| نوې ليكنه |||| خدايه ... مينه صابر   |||| نوې ليكنه |||| قلم موجګ،شمله موجګه   |||| نوې ليكنه |||| دسپټمبردیولسمې پیښې معما   |||| نوې ليكنه |||| اختراودشرنګ وېبپاڼې دکليزي مبارکي   |||| نوې ليكنه |||| ستادبنګړوشرنګ مې هرسهارراخیژوی   |||| نوې ليكنه |||| کوچنی اختراودپاڼې کليزه مومبارک شه!   |||| نوې ليكنه |||| دارسالت په مهال عبادت باندې بدلیږی   |||| نوې ليكنه |||| په كليواوبانډوكې اختريز دودونه اورواجونه   |||| نوې ليكنه |||| اختره که راځې ښکلووږمو سره راځه   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو مبارک ... ډاکټر فاروق أعظم   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه لنډيوکې ... يوه ځيرنه   |||| نوې ليكنه |||| هغه په هغه شان مې ډېريادېږي!   |||| نوې ليكنه |||| شدشام ونديدم رخ اوآه نديدم   |||| نوې ليكنه |||| دادچا اختردی؟   |||| نوې ليكنه |||| دکيږدېو مېلمه ... حنيف بکتاش   |||| نوې ليكنه |||| اسلامي نړۍ ولې چپ ده!
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
Mirwais.jpg
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اخترته ... شکرالله طاهري   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - خدايه ... مينه صابر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اخترپه لنډيوکې ... يوه ځيرنه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دکيږدېو مېلمه ... حنيف بکتاش   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب
(دعزيزه كاكړشعري غونډ) پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
عزيزه كاكړ   
Thursday, 11 February 2010

 

مناجات

رنګا رنګ مخلوق دې په نړۍ كې پيداكړي دي

خان اوغريـــب تاپه هرمـــكان كې جـلاكـــړي دي

ښه او خراب تاله يوه بـــلـــــه ســـــــوا کــــــــړي دي

تـــــا د ظالــــمانو پټ رازونــــه رســــــوا كــړي دي

تادازمېښت په خاطـــردوى په غـــــوغاكــــړي دي

ستــــاودې نـــــظام تـــــه بنده كله رسېدلى شي

ستاغونــــــــدې  آدم ته روزي كله رسولى شي

بل څوك انسان كله دې نړۍ كې قيدولى شي

ستا ددې نظام پادشاه انسان كله كېدلى شي

داوګړي ټوله په خپل كـــــارتارضــــاكــــړي دي

تا خپل بنده ګان هميش ښه كارته هــڅولي دي

تا د هغو اوښــكې نيكې لار كـــــې بهــــولي دي

تا د اسلاميــت په خـــــاطر دوى رازمــــولـي دي

تا د قناعـــت لارې ته دوى تـــل رابلـلــــــــــــي دي

ټول مسلمانان دې په توحيدهـــمــــنواكـــړي دي

ستا بنده ګان كله د چا درد احساسولى شي

كله د غريب له حاله ځان اګاه كــــــولاى شـــي

كله د مظلوم د آه ثنــــا څه خبـــــــرېدلــــى شي

كله د بيوزلو مـــسكېـــــنانو لاس نيولى شي

داتورې شپـــــې تاپه مومنــــــــانورڼاكړې دي

ستــــا په قــــدر كلـــه دا وګــــړي پــوهېــدلى شــــي

ستا خاطـــر په دې دنيــا كې كله څوك ساتلى شي

ستا غونډې هر ځاى كې انسـان كله پيژندلى شي

ستا په نعمتونو باندې شـــكر څوك ايـستلى شي

تاخپل بنده ګان په هرنېك كارپه خـــنـداكړي دي

ولــــــــې ســــتاوګــــــړو د ظــــالـم لاره نيـــولې ده؟

ولــــې يـې د مينــــې محبـــــــت لاره تــــــړلــــې ده؟

چاپه حقيقت كې ســـــتاسوچه مينه ستايلې ده؟

لاردمــــحـــــــبت دې هرانسان ته ورښودلې ده

نن دښــمــــــن وطن كې ګوره څه فجاياكړي دي

اې عرش عظيــــمه ودې خـلـكوتـه وحــــدت وركـړې

نوريې نوپه هېڅ شي زهيرنه كـړې سهــولت وركـړې

زماهيــــله خوداده چــــې خوارانوته راحــت وركـــړې

زده كړې او روزنې ته يې هرځاى كې حكمت وركړې

داوګـــــړي نـــن خـپـــل بـــې عــلمۍ پــه ژړاكـــړي دي

دعامــــې داده چــــې ويــجاړوطن آباد شي خدايه!

هـــــــريــــووګړى يـــــــې پردې نړۍ آزادشي خدايه!

دادښمنان يې په ژوندون كې ټول بربادشي خدايه !

دمظلومانورنځېــــدلي زړونــه ښـــــادشي خدايــه!

نن دغه مظلوم خلــــك غــــمونوهـــــمراكـــــړي دي

زه عزيزه كاكــــړه ستاڅــــــــــخه څه غواړمـــه نن

ودې قلم ته حكــــمت وركړه چې دې ستايمه نن

كه داسوال مې تــــــاوانخيست بيــابه ژاړمه نن

كه داارمـــــــان زماپــــوره شــــوبيـــابه وايمه نن

هرڅه چې كېږي آشنــاټوله ستارضــــاكــــړي دي

۲۹\۱۰\۱۳۸۶ لمريز -  احمدشابابامېنه

 

حسن مقطع

واى دې وګړو مې زړه تنګ كړ خدايه !

خپلومنځنوكې يې جنګ كړخدايه!

له دې مخلوقه مې زړه تور و تور شو

زما نازك زړګى يې سنګ كړخدايه!

انسان اشراف الخلوقات ګنې ته !

نن يې داخپل مقام بې رنګ كړ خدايه!

ددوى په منځ كې اتفاق ورك شوى

ودان جهان يې پرځان ړنګ كړ خدايه!

زهركري پرپاكه ځمكه باندې

دغه پاك ملك يې ټول بنګ ګړ خدايه!

۱۲\۰۱\۱۳۸۸ لمريز دحضرت ابراهيم خليل الله عالي لېسه

 

غزل

خوب غواړم ارام غواړم نن ازاد انسان غواړم

زه له دې نړۍ څخه لېري يو جهان غواړم

هلته چې عناد نه وي هيڅ ډول تضاد نه وي

تا غواړم جانان غواړم ښكلى ښه دوران غواړم

هلته چې توپير نه وي رنګارنګ تغيېر نه وي

هلته تود مكان غواړم صاف او شين آسمان غواړم

هلته چې ذلت نه وي ډېر خراب خصلت نه وي

هلته خپل نيك نام غواړم خپل د زړه آرام غواړم

هلته چې خيانت نه وي هر رنګ جنايت نه وي

هلته خپل مرام غواړم د پاك خداى څه احسان غواړم

هلته چې بادار نه وي هيڅ يو كس غلام نه وي

هلته استادان غواړم ښه پوه عالمان غواړم

هلته چې دروغ نه وي يو انسان ناروغ نه وي

هلته خپل هيواد لره ښه ښه وكېلان غواړم

هلته چې هيڅ درد نه وي هيڅوك يې نامرد نه وي

هلته ښه نظام غواړم ښه خلك ودان غواړم

هلته چې رشوت نه وي هيڅ ډول غيبت نه وي

هلته د الله (ج)قانون خپل كتاب قرآن غواړم

هلته چې قرار وي تل خلك يې آرام وي تل

زه (كاكړه)دغه شان لري يو جهان غواړم

۶\۱۰\۱۳۸۶ لمريز  - احمدشابابامېنه

 

داستادمقام

چې د ناخوالو سره تل لاس او ګريوان وي هغه

د زمانې دا مبارز به چا ليدلى وي كه نه وي ؟

چې خپله وږى ګرځي تا په عزت مړوي

داسې تكړه مهمان نواز به چا ليدلى وي كه نه وي؟

چې نصيحت درته كوي تا خپل وجدان ته پريږدي

دا قانوني به چا ليدلى وي كه نه وي؟

چې د زمان د انقلاب سره پنجه نرموي

داسى شهكار به مو ليدلى وي كه نه وي ؟

چې زده كوونكو ته اميد دا آيندې وركوي

هغه لارښوود به چا ليدلى وي كه نه وي ؟

چې ماشومانو ته د خپل زړه محبت وركوي

هغه استاذ به نن راغلى وي كه نه وي ؟

چې شاګردان پسې نارې وهي استاده راشه

داسي استاد به مو ليدلى وي كه نه وي ؟

چې افلاطون او ارسطو په څېر كسان روزي

د زمانې دا فيلسوف به چا ليدلى وي كه نه وي؟

چې د نړۍ فيلسوفانو ته تعليم وركوي

هغه نامدار به تاسو ټولو پيژندلى وي كه نه وي ؟

چې په مات زړه ستومان بدن ماشوم ته درس وركوي

داسى رنجبر د زمانې به چا ليدلى وي كه نه وي ؟

چې په بيلتون كې يې همه واړه كسان ژړيږي

دا د خداى دوست به چا ليدلى وي كه نه وي ؟

چې ددې ټولو عزتونو صفتونو وړ وي.

داسې صادق صاف مسلمان به موليدلى وي كه نه وي ؟

چې داستادمقام لپاره ديوانونه ډك كړي

هله به وياړ د استاذۍ خاورې (كاكړه)كوي

۲۹\۰۲\۱۳۸۵ لمريز  - احمدشابابامېنه

 

 

دپسرلي په ياد

سپرليه ! راغلې خوشحالي دې راوړه

خپل په وزرو كې خوشبو يې دې راوړه

زموږ د بې وزلو ولسو د پاره

د زړه له كومې آبادي دې راوړه

د تل په شان دي وزهير انسان ته

په رښتيا هم چې سوكالي دې راوړه

ويخ ځپلو مخلوقاتو ته تا

ګنګل دې مات كړلو ګرمي دې راوړه

و وږو تږو مسكېنانو ته دې

مځكې دې شنې كړلې روزي دې راوړه

هغه وګړي چې يې زړونه مات وه

د هغو ژوند ته ترقي دې راوړه

په دې نړۍ دې هر بندي مخلوق ته

زندان دې مات كړآزادي دې راوړه

دعزيزې (كاكړې) مات زړګي ته

پسرلي جانه آرامي دې راوړه

۱\۱\۱۳۸۷ لمريز  - احمدشابابامېنه

نوروز (دنوي كال لومړۍ ورځ)

 

عجيبه غوندې دنيا

نه جوړيږي عجبه غوندې دنيا ده

نه پوهيږم چې راپېښه څه بلاده

زه دصبرطاقت نه وينم په ځان كې

يا الله (ج)! دا اوس پرماكه پرهرچاده

وخت تيريږي نه راګرځي اى عالمه

دا خبره به منو داغه رښتيا ده

په دنيا كې مې له هيچا ګېله نشته

ځكه زماد زړه خبره په عقبى ده

ته چې صبر كوي خداى(ج)ته په دې پوه شه

چې درنه برخه په هر حالت كې ستا ده

له هغې نه به څه جوړ شي يابه نشي

ځكه ټوله ورځ په غم كې مبتلا ده

اې (كاكړې) شعر مه ليكه څوك يې ګورى ؟!!

له دنياڅخه لاس واخله بې وفاده

۱۳\۱۲\۱۳۸۷ لمريز  - احمدشابابامېنه

 

 

يوه څپه وه

دلته غم ؤ، نورڅه نه وه

دكابل سړه هواوه

بس ماتم ؤ

دغمونولاندې غم ؤ

دماتم لاندې ماتم ؤ

عجيبه يخه هواوه

هريوشى كرنګ كرنګ

همګي واړه خفه وه

د يخنۍ يوه څپه وه

ښه ساعت يې هم د غم ؤ

بس الله (ج) پاك پرې خبر ؤ

خوار،ډنګر خلك ناتوان وه

خاينان له څه برحال وه

دهرچا په زړه كې غم وه

غم ؤ رنځ ؤ درد ؤ ډير ؤ

نه خوورځې تېريدلې

نه داشپې سباكېدلې

نه په زړونو كې راحت وه

نه په كوركې بركت ؤ

هرې خوادغم آواز ؤ

څوك ؤمړڅوك ورته ناست ؤ

كه هرات و كه هلمند او كه لوګر ؤ

درپه درخاورې په سر ؤ

ژمى سخت ؤ،بې وزلي وه

خوارغريب ټوله يوشان وه

ځكه زړونه يې يوسان وه

زنده ګۍ څخه بېزاره وه

بې بسي ورسره مل وه

۸\۱۱\۱۳۸۶ لمريز  - احمدشابابامېنه

 

 

له چانه سرټكونه

زه باور لرم پرخپل پروردګار

چې به راكاندي له  دې بلاقرار

چې همېش مې ځوروي په هغه دغه

يوه ورځ به يې له مخه كړم فرار

چې ناڅاپه مخامخ راباندې راشي

توره شپه شي نه ګودروينم نه لار

د دې لاره ده فاسده په هركار كې

هر عالم ورته نصيحت كړي په خپل وار

سمه دمه ليونۍ ده نه پوهيږي

نه باور باندې لرم نه اعتبار

په هر كار كې خودخوايې كوي مدام

ده هميش د خپل صفت په انتظار

ما (كاكړې) ته چې ګوري غرور كاندي

تل كوي راته په لاره كې ګفتار

عزيزه خاورې نوڅه كړي په دې

چې خطاكوي له حدڅخه بسيار

۱۰\۰۲\۱۳۸۶ لمريز  - ښوونې او ورزنې پوهنتون

 

 

موسم راغلى نه ؤ

لادسپرلي موسم راغلى نه ؤ

لامځكې نوى روح اخيستى نه ؤ

لا ونوخپل وزر پرانيستى نه ؤ

لا په ګلابو كې اغزي شنه نه ؤ

لا د غماز ورته هيڅ پام هم نه ؤ

لا د شاعر زړه كې احساس جوړ نه ؤ

لايې قلم په لاس نيولى نه ؤ

لاشاعرخپل انځورجوړ كړى نه ؤ

لاهغه خپل بيان ويلى نه ؤ

شاعركتل چې غوټۍ وغوړېږي

اوشعريې رنګ واخلي بياوځلېږي

خوپړسېدلي غوټۍ وترهېدې

سترګې يې سپينې كړلې نه غوړېدې

شاعرپه طمع ورته ناست وانتظاريې كاوه

چې ناببره يو توپان راپاڅيد

اودشاعردشعرتصويريې مات كړ

دجوړېدوهغه تقديريې مات كړ

دغوړېدوهغه تعبيريې مات كړ

دانځوروهغه ځنځيريې مات كړ

په حقيقت كې دشاعر ژوند واخيست

ځكه ښه شعردشاعرانو ژوند دى

۱۱\۱۰\۱۳۸۷ لمريز  - احمدشابابامېنه

 

 

هلمندته!

دهلمند په لاره ځمه

خپل وطن آزادومه

دهلمندميوې خوږې دي

ددښتومځكې يې شنيې دي

ګران وطنه زه درځمه

شاوخوادې جوړومه

دهلمندلارې اوږدې دي

له دښمن سره يې جګړې دي

دهلمند خلك به پوه شي

كه دښمن يې لږناپوه شي

زموږوطن دې خداى (ج) آزادكړي

دښمنان دې خداى (ج) ناښادكړي

هلمندجانه ! پرماګرانه

راته ګران له خپله ځانه !
سارى ستانشته جهان كې

نه په ټول افغانستان كې

۰۱\۰۲\۱۳۸۸ لمريز  - احمدشابابامېنه

 

 

وطنه!

وطنه !كله به آباد شې آبادي دې غواړم

زماپه ژوندون كې به آزادشې آزادي دې غواړم

چې زه پوهيږمه وطنه تادى غم ليدلى

نوردې دغم لمنه ټوله سوكالي دي غواړم

توپ او راكټ زموږ وطن راژړولى دى تل

دغه ستااوښكې به كړوپاكې خوشالي دې غواړم

افغانستانه زموږ كوريې زموږكوراوسه تل

ترڅوژوندون وي په جهان كې پېروزي دې غواړم

ستادښمنان شوپه لكهاواوس به څه كومه

زماپه وسه دادعاده خپلواكي دې غواړم

دخارجيانودې كوروران شي تا آزاد نه پرېږدي

وطنه! لوړشې په جهان كې جهاني دې غواړم

هرچاپه خپل دوران په خپل واره سره وزبېښل

زه دازبېښاك نه شم زغملى هوسايي دې غواړم

دې ظالمانومووطن رالوټې لوټې كړلو

نوردغه لوټې نه منمه ګل كاري دې غواړ م

امريكايان ددې هېوادپه سرلوړۍ نه دي خوښ

تل اباد اوسې ګرانه وطنه سر لوړي دې غواړم

موږ له جګړوڅخه بيزاره شولوجنګ نه غواړو

نورجګړه بس ده په هركوركې ارامي دې غواړو

چاچې دې رنګ خزاني كړى دى بچي دې ومري

زما (كاكړې) دادعا ده بهاري دې غواړم

۰۷\۰۲\۱۳۸۷ لمريز  - احمدشابابامېنه

 

 

په غموكې

زه بې اوره پخه شوې

په غموكې لويه شوې

له دردوسره مې څنګ دى

په هېوادباندې مې جنګ دى

ژړوي مې خپل وګړي

په ژوندن كې دغه مړي

نه دمړوموحساب شته

نه ماشوم سره كتاب شته

نه دځوان لاس كې قلم شته

نه په زړونوكې يودم شته

داهېوادكله جوړيږي

دامخلوق كله پوهيږي

بدبختي ده تېر وو يې

سم ماتم دى بس زغمو يې

۲۹\۰۷\۱۳۸۶ لمريز  - احمدشابابامېنه

 

 

غزل

تورې زلفې دې سنبل اوكه طناب دى

زمادې ښكلي مخ خوښېږي كه مهتاب دى

بنديوان چې دې د زلفو په زنځير كړم

دااوس مخ دښاپېرۍ دى كه آفتاب دى

چې له ډېره كبره نه ګورې وچاته

ځكه پټ خوښكلى مخ په دې نقاب دى

چې دحسن آوازه يې هرخوا تيت شوه

دغه زور دسپين مخ نه دى د حجاب دى

چې وركړى خداى ښايسته حسن جمال دى

ځكه نن هريوعاشق پسې تراب دى

چې په خپل حسن جمال باندې نازېږي

دځوانانودوطن حال موخراب دى

دلربادې په خپل حسن نه نازېږي

كم خونه دي تردې هرځوان موسهراب دى

عزيزې (كاكړې) اوس قضاوت وكړه

چې په ښه انصاف كې هركله ثواب دى

۰۳\۱۲\۱۳۸۶ لمريز  - احمدشابابامېنه

 

مورجانې!

دادنياكړه خداى (ج) په مورباندې ودانه

هم دژوندداقافله يې كړه روانه

مبارك دې شه مورجانې خپله ورځ بيا

په ژوندون كې دې تكرار شه دغه ورځ بيا

يم خوشحاله په ژوندون كې په راحت ستا

څوژوندۍ يمه زه غواړمه محبت ستا

ګرانې مورې ته هرکورته برکت يې

ته وهركوروكهول ته لوى حكمت يې

مور اولاد ته خپل همېش ګفتارنيك

دوى وكارته هڅوي دښه كردارنيك

ګرانې مور دې غمودې زړګى شين كړ

سم يې جوړستاپه ګوګل كې بل ناورين كړ

مورې ستاڅېره كې دردهمېش بيان دی

حقيقت له هيچاپټ نه دى عيان دى

هراولادچې هرڅه لوى شي بياهم خام دى

دمورجانې مقام تل مقام ،مقام دى

نه حساب ستادرنځوچاته مالوم دى

نه په دې نړۍ كې څوك داسې مظلوم دى

اولاد كله ستاپه قدرپوهيداى شي

والدينوته دوى كله رسېداى شي

نه دمورمقام ته څوك ورسيدى شي

نه هېڅوك دمورمقام دځان كوى شي

ته همېش زغمې دردونه په زړكي ګې

تېروې ټول غمونه په كورګي كې

مورې ستاعزت چې نه كوي دنياكې

پښېماني يې هېڅ سود نه لري عقبي كې

كه څوك جنت ته دورتلولري ارمان؟

نودې ودان كړي دخپل مور اوپلار جهان

عزيزه كاكړه ډېره خواري كاږي

چې دخپل مور وپلار زړه ولاس ته راوړي

۲۴\۰۳\۱۳۸۸ لمريز - دمورورځ

 

 

 

 

دژوندانه ستونزې

كه نن خلاص شوله يوې ستونزې نه پلاره

بيادژوندستونزې به بلاشي په هرلاره

كه دژوندستونزې هموارې شي افغانه

بيا صحت راته بلاشي اې ناځوانه

كه صحت هم ياري وكړي كله كله

بيايوبل مشكل پيداشي له يوبله

په دې ژوندكې آرامش اوراحت نشته

په دې ژوندكې ښه وګړي وحدت نشته

بې له غمه بې له درده بې رنځه

مبتلادى هرسړى په يوه ترنځه

لابه مرولابه سميږوزماګله

لابه اخلوحق پليت  يويوله بله

بس دايونصيحت واوره له كاكړې

له دنيا سره زړه مه تړه زما دله

۰۱\۱۱\۱۳۸۶ لمريز - احمدشابابامېنه

 

 

 

دنيموشپوپه چم

دنيموشپوپه چم كې ناسته ستاتصويرجوړوم

شريعت ردكړي انځورونه زه تقصيرجوړوم

داستا تصويرزمادنياده زماهر څه پكښې

په خپله ناسته يم په خپل لاس خپل تقديرجوړوم

زماپه تقديركې نوشته نه وه بس سپين پاته دى

قلم په لاس يم ورته ناسته يوتحريرجوړوم

هغه څه ليكمه چې نشته له ازله پكښې

خپل په خيالوكې عجيبه غوندې تفسيرجوړوم

پروردګاره!  رحم وكړه نورمې مه ځوروه

په تصوركې اجازه راكړه تعميرجوړوم

هره مصره يې مرغلره كړه توانمنده خدايه(ج)!

زه ستاپه مرسته دغه شعرته بل تدبيرجوړوم

زماقلم ته حكمت وركړه چې تل دردوليكي

ځكه خونن په داخپل نظم كې تغيرجوړوم

د (كاكړانو) دعا ژرپروردګارقبلوي

دعا كوم ودغه شعرته يوتاثيرجوړوم

د (عزيزې) دزړه كښتۍ اوس غمونوډوبه كړله

د راوتو لارې يې څارم يوتعبيرجوړوم

۳۰\۰۳\۱۳۸۷ لمريز - احمدشابابامېنه

 

قانون

موږ له ازله كنډوالې ليدلي

دآبادۍ سره مونه ده جوړه

دماشومتوبه رټل شوي يوموږ

دبادارۍ سره مونه ده جوړه

دابتداڅخه بدبخته يوموږ

دخوشبختۍ سره مونه ده جوړه

اوس موعادت په خرابۍ كې كړى

له ودانۍ سره مونه ده جوړه

ګڼي په شاني زبيښل شوي يوموږ

اوس موله دې مهربانۍ سره لانه ده جوړه

لويشت اوپل،غم په موږكې كورجوړكړى

اوس موښادۍ سره لانه ده جوړه

په هررژيم كې درپه درخاك به سره شولو

اوس مو له دې دولتدارۍ سره لانه ده جوړه

يوپه زړه غم راكوي بل دزړګي ډاډ راكوي

اوس دازغمونه دومره ډيرشول تداوۍ سره يې نه ده جوړه

موږپه قانون كې غلطي ليدلې

دعدالت سره مونه ده جوړه

په ودانيوكې خيانت موږونيو

زموږدماڼيوسره نه ده جوړه

موږ دزندان په زولنوكې خوشحالي لټوو

زندان دباندې له عيشوسره مونه ده جوړه

۲۵\۰۹\۱۳۸۷ لمريز - احمدشابابامېنه

 

 

زماپښتو

بيامې په ښين اوپه ږې مه ځوروه

دامې داصل دراني پښتون بابا ژبه ده

بيادې دسترګوپه رموزكې نن يوڅه وويل

بيادې وماته زماپښتوسپكه كړه

بيامې يوارنن حوصله وكړله

بيادې چپه چپه نښونه وهل

بيادې ظالمه نن يوظلم وكړ

بيادې نن ګوره زموږ لهجه وغندل

كم بخته ولې په ځان ظلم كوي

ولې دخپل بابالهجه سپكوې

ولې خپل اصل اونسب هېروې

پښتون به كله له نفاقه وځي

دوي به لاكله له عذابه وځي

كاكړې داګيلي به كله له زبانه وځي

۲۱\۰۳\۱۳۸۸ لمريز كابل ښوونې او روزنې پوهنتون

 

بولله (قصيده)

زړګى زمانن سفرغواړي وعقبى ته ورځم

يم له ژوندونه څخه تېره خپل دنياته ورځم

نن هر وګړي فرغوني غرور دځان توښه كړه

له بنده ګۍغروره تېره كبريا ته ورځم

دفرعونيانوسره زه ژوندون كولى نه شم

نن دخپلوانوڅه تېرېږم اوليا ته ورځم

بني آدم ژوندون خوشاله په خنداخوښوي

زه له خنداڅخه تېرېږمه ژړاته ورځم

بن آدم وايي عقبى كې هم رياوي حتمي

كه دارياوي زه خوشاله دارياته ورځم

ددې دنياپه ډاكټرانومې علاج نه كېږي

اټكل مې كړى دى چې خامخاملاته ورځم

څوك دلړم په څېره وينم څوك دمارپه شكل

نن مې نيت كړى دانسان پرورشګاته ورځم

راغله دنيا ته بې شماره لوي واړه بخيلان

بخيل سړى مې نه خوښېږي زه سخاته ورځم

په خپل ژوندون كې مې له هرچانه درواغ واورېدل

نن له درواغوڅخه تښتمه رښتياته ورځم

ددنياپايله راته هسې عبث كارښكارېږي

له دې عبث كاره ځان باسمه بقا ته ورځم

زه له دې ډېرې ګڼې ګوڼې سره نه يم جوړه

نن مې قصدكړى دى دزړه وآرامګاته ورځم

هلته چې څوك په چاهيڅ كاراوهېڅ غرض نه لري

زه دهغه پروردګارعبادتګاته ورځم

دزمانې جفاپه خوله ماته ګزارراكړى

نن ځان له ظلمه خلاصومه خپل اشناته ورځم

مادسفركالي ټول كړي ورته ناسته يمه

رامالوميږي چې به سيده كربلاته ورځم

څوك راته وايي صبروكړه ناروامه كوه

كه مې  درب رضاهمداوي نارواته ورځم

دنياچې ګورم ناپوهانوده پرسراخيستې

له ناپوهانوڅه تېرېږم نن داناته ورځم

په خپل كورګي كې آرام ژوندراته ناشونى ښكاري

دزړه غورځنګ مې راته وايي چې صحراته ورځم

خپل كوروكلي راته سم د زندان خوني ښكاري

له دغه خونو څخه تېره يم بيديا ته ورځم

زه لوړغروراوبنګلو ته دخانانونه ځم

زه به همېش د مظلومانو شور غوغا ته ورځم

په انساني څيره كې كاردځناوروكوي

ځان په دوي نه داړمه راساً اژده هاته ورځم

مادحميدديوان لوستلى دى تكړه شاعر دى

داوارمې نيت دى له حميدڅخه شيداته ورځم

دزړه له كومې مې نيت كړى خامخابه ورځم

كه ژوندباقي ؤ نن ونه شوه بياسباته ورځم

په دغه ژوندكې مې هرڅه دغم په څېر ليدلي

له كردګاره بل ژوندغواړم مسيحاته ورځم

ددې دنيا افتتاح ګانې انتهانه لري

زه اختتام ورته ايږدمه انتهاته ورځم

افغانستان كې داسې ځوان نه ؤچې ماته راشي

زه مجبوره يمه نن دهندراجاته ورځم

له تندې مرمه خواوبه دبې ننګۍ نه څښم

په وچوشونډوبه دخپل باداردرياته ورځم

په دې دنياچې هرڅه وينم داشناله سترګو

نن داشناله سترګوګوره چې پارساته ورځم

زه خو هميش په دغه هيله يم چې وربه شمه

كه نن پوره دغه ارمان نه شوفرداته ورځم

كه څوك غواړي كه نه غواړي داسفربه كوي

زه به خوشبخته يم چې ژردغه رڼاته ورځم

زه دمنصورغوندي په دارباندې خوشحاله يمه

زه به د خپل پروردګار د زړه دعا ته ورځم

زما تلوسه وه چې به زه پروردګارووينم

رامالومېږي چې به نن وتماشاته ورځم

كه خلك ماباندې تهمت تړي نو ودې تړي

زه عزيزه (كاكړه) خپل درب رضاته ورځم

۲۹\۰۴\۱۳۸۸ لمريز احمدشابابامېنه

 

 

مظلومه ښځه

ترشهلاسترګويې اوښكې څڅېدلې

مرغلرې يې ترسترګوتوېدلې

نه دچاسره احساس ددې ددرد ؤ

نه يې ته له دې ستمه خبرولې

سترګويون يې په سووسواله كوله

مګرچپ وې څه يې نه ويل شرمېدلې

سل دغشوګزارونه يې خوړله

بس په خوله يې د الله نارې ويلې

نه دكوره بهر تللى شوه دباندې

نه يې خپل په زړه سوداوي رانيولې

بنديوانه دمېړه ظالم دكوروه

په آزاد ژوند پسې اوښكې ورېدلې

چې دموراودپلاركوربه ورپه يادشو

دواړې سترګې يې له اوښكوډكېدلې

دزړګي وريې پرانستى ؤ غموته

په مات زړه يې خپلې سترګې غړولې

ښايسته ښكلې نړۍ ورته تورتم وه

دستم شپې يې په ويښه تېرولې

داسې فكريې كاوه چې ګناه زماده

ځكه ستونزو ورته نوې لارسپړلې

په ژوندون يې ودهيلوورتړلى

ځكه سترګې يې له ظلمه مړېدلې

كه به كار ځينې خراب شوپه مياشت كال كې

ظالمانې ورته شپه ،ورځ غږيدلې

نواخرددې مظلومې ګناه څه وه؟

چې له ډېرې ګرځيدايې پښې چاودلې

چې يې هرڅه اورېدل ګناه يې داوه

ځكه ښځه وه مجبوره وه زغملې

دې ويل ګوندي داتورتم يوورځ سباشي

په اميدديوښه ژونديې شپې كولې

عزېزې (كاكړې)ولې چپېدلې

له ليدوڅخه يې ولې لرزېدلې

۳۰\۰۵\۱۳۸۸ لمريز - احمدشابابامېنه

 

توشيح

علم  هرچاته زيوردى

دهرچادكارثمردى

زړه سوى خوى دمسلمان دى

نيك عمل  د هر انسان دى

يو ښه خوى چې مې د پلار دى

هغه  دا چې  لمونځ ګزار دى

زماچې خوښ دى ښه عادت دى

ښه دپاك خداى عبادت دى

هوښيارمه ګڼه  نادان دى

چې دنفس په كارروان دى

كافر كله مستحق دى

دى نو څه لايق د حق دى

اه افسوس  چې دا ارمان دى

د عاشق خوار رنګ خزان دى

كه حساب  غواړې همدا دى

چې ميدان د كربلا دى

ړوند سړى  نابينانه دى

په زړه پوه دى ګويانه دى

۲۸\۱۱\۱۳۸۳ لمريز  - كابل

يادونه: كه دپورتنۍ توشيح دشعر لومړني توري  سره يوځاىكړو،نوعزيزه كاكړ نوم ترې لاسته راځي.

 

 

غزل

ته ملګرتيادطالع منوكوې

غوړه مالي  دميرڅمنوكوې

موږ غريبانو باندې ظلم كوې

ستم دې هركله پرخپلوكوې

پرموږخوارانولږ زړه سوى نه كوې

قصدبه ترڅوزموږ د وژلو كوې

پرواهېڅكله  ددوستۍ  نه كوې

خدمت تركوم يې دراتللو كوې

زموږپه مخ كې خوشحالي نه كوې

همېش انكارته له خوړلوكوې

پوه نه يم زه چې  داټول  څه له كوې

دكورڅخه نيت  ولې دتللو كوې

(كاكړې) څه ووايم نه پوهيږم

چې اوس  ته قصدزمادوژلوكو ې

۰۶\۰۵\۱۳۸۲ لمريز - كابل

 

 

اخلاص

په اخلاص سره دپاك خداى عبادت كړه

صداقت اواخلاص  هرځاى كې عادت كړه

داسلام دين په اخلاص باندې ودان كړه

يوخفه زړه له خفګانه په امان كړه

په رښتيااوصداقت كارونه  وكړه

په اخلاص سره ته نيك وارونه وكړه

هره شپه ته په اخلاص  باندې سحركړه

هرسحر دې داخلاص يوډك ثمركړه

دنيكانوواخلاص ته،ته نظركړه

په اخلاص سره زړه سوى پردې بشركړه

۰۴\۰۳\۱۳۸۲ لمريز - كابل

 

دزړه غورځنګ

دزړه غورځنګ مې راته وايي چې شعروليكه

هم يې په رنګ هم يې په وزن په قافيې وليكه

چې نثرنه كوي په نظم جوړښت څه وكړمه

عمرمې تېرشونظم نه جوړېږي څه وكړمه

سمه ړنده شم توري ليكم  د زړه ويني  خورمه

فكر  كوم چې نابينا يمه څه نه وينمه

زړګى نادان دى ، بدن  نارام  دى فكرمې  خام دى

كاغذمې ورك دى قلم مې پڅ دى وخت مې ډېرګران دى

دزړه غورځنګه نورنوبس كړه شعرنه شم ليكى

رامعلوميږي  چې د خپل شعر  اوزان نه شم تلى

(كاكړې)  شعرخوتحرك درنځېدلي زړه دى

نن داسې  ښكاري چې ستازړه  لا رنځېدلى نه دى

۰۲\۱۲\۱۳۸۰ لمريز - كابل

يادونه: البته بايدووايم دانظم زمادلومړنيونظمونوڅخه دى،امكان لري څه ناڅه نيمګړتياوې ولري،ځكه دټولولوستونكوڅخه بخښنه غواړم امابايدووايم چې داآزادنظم كه قافيه نه لري نو وزن او آهنګ لري.

 

 

خيالات

دځنكدن حالت مې ګوره زه نارې وهمه

د شاعرۍ په هيله هرچېرې غوټې وهمه

دزړه غورځنګ مې په خبروكې الهام راكوي

دليونيانوپه څېرهرشي ته حملې وهمه

عالم تېرشوه ښه  وختونوچې رښتيامې ويل

اوس دخپل دردپه خاطرهرچېرې سورې  وهمه

دطبيعت  په منظروكې زه نن ډوبه يمه

دخپل مقصودپه خاطرګوره غړغړې وهمه

كله دخيال  څخه راووځمه اصلي دنيا ته

دنياچې ګورمه نوچېغې زه دشپې وهمه

زه دانسان په انسانيت ډېراعتبار لرمه

ځكه په دغه اميدناسته يم غورې وهمه

عزيزه زړه چې زه خوشحاله دانسان وينمه

فكركومه چې زه ناسته يم مېلې وهمه

(كاكړې)  ګوره چې تنهادغه مېلې ونه خورې

دواړه به باغ ته يوځاى ولاړشوزه مېوې وهمه

۰۴\۰۲\۱۳۸۶ لمريز - كابل

 

دشعرونومجموعه

زمادشعرونوتصويرونومجموعه وركه شوه

چې مې له دواړوسترګوښكلې زرغونه وركه شوه

زمادخيالونوانځورونوښه هېنداره وه دا

ددې په مرګ كې مې دشعرقريحه وركه شوه

مرګى ظالم  دى ددوخوندوپه وصال نه دى خوښ

نن خومې ځكه له دووسترګوقرينه وركه شوه

په ژړا ژړام زړه مې صبرو تحمل نه لري

ولې زما له سترګو ښكلې ښايسته وركه شوه

فلك ظالم دى په ماشوم باندې لازړه نه سوځي

څنګه نازكه لس  كلنه رنګينه وركه شوه

زرغونه زما د زړه قرار  وه زما ارام وه هغه

اوس راڅه لاره دسجدې اومدينه وركه شوه

دزرغونې دغه بې وخته مرګ مې دېر ځوروي

ځكه مې نورله اميدونوعقيده وركه شوه

كاكړې خاورې پرسربادكړه چې تباه تباه شوې

خورې بې تامې دژوندون دافريضه وركه شوه

۲۰\۰۴\۱۳۸۶ لمريز - كابل

 

پسرلى

دجوزامياشت كې تودوښه راښكاره شي

دچنګاښ اودزمري په څېرتوده شي

تله،وږى دواړه مياشتې دجنجال وي

لړم هرچاته مالوم دى چې حال حال وي

دلېندۍ غشى دهرچازړه  زخمي كړي

جدې هرسړى په مرګ باندې رازي كړي

سلواغې څخه دمرستې توان وتلى

چې د كب پنځلسم  شي درمان راشي

عبرين بوى وي پر هرې لورې بيا بيا

تر پښو لاندې رنګارنګ ګلونو وا وا

ګوره څومره ارزښتي مياشت دنيسان ده

چې دګلودګلابودريحان ده

چې دمشكوښكلى بوى كلالى راشي

لويه خدايه ! شكربياپسرلى راشي

نه پوهيږم چې دچاپه خاطر راشي

مروريارپخلاشوى طاهرراشي

زموږ په عمر دې سپرلي همېش حساب وي

داباقي عمرزموږ ټول په عذاب وي

عزيزه كاكړه خپل په ژوندوياړي

دوري مياشته كې خپله كاليزه لمانځي

۱۲\۰۱\۱۳۸۵ لمريز كابل

 

 

افغانستان

افغانستان مووطن دى

ګلوګلزارموچمن

دلته سړي اوسېږي

لكه زمري اوسېږي

دغه سپېڅلې خاوره

موږته منلې خاوره

نه ډارېدونكي مني

نه غولېدونكي مني

داظالمان نه مني

غوړه مالان نه مني

نه له هېچاډارېږي

نه په هېچانازېږي

دامېړنۍ خاوره ده

هم غرنۍ خاوره ده

دمسلمان مينه ده

دهرافغان وينه ده

موږپه اسلام نازېږو

په پاك كلام نازېږو

دادباباوطن دى

دلته دښمن پمن دى

دادملالي كور دى

دظالمانوګور دى

دي زرغونې يې دښتې

دهرې ونې لښتې

نن داسرلوړى هېواد

په اورسوځلى هېواد

په يرغلګرو ډك دى

په درغلګروډك دى

ملك ته پردي راغلي

لكه سره سپي راغلي

نه پرچارحم لري

نه پرزړه زخم لري

خلك په لاره كې داړي

بيانوقهقه پرې خاندې

نه مووطن جوړېږي

نه يې دښمن ختمېږي

وينه په جوش راغلې

بياپه خروش راغلې

دوى دزغملونه دي

هم دمنلونه دي

ستادښمنان به شړو

دالوړهمت چې لرو

كاكړه داوايي تل

ټول دښمنان دې شه شل

ګلوګلزاردې چمن

افغانستان مووطن

۰۲\۰۴\۱۳۸۴ لمريز - كابل

 

عشق

زمادغه سرليكه

دعشق لاره باريكه

په دردكې دې شريكه

دنيامې ده تاريكه

زماپرسر.سرداره

زه تاته يم حيرانه

كه ته شې سرګردانه

زه لوېږم له دورانه

زما دزړه ارمانه

په تايمه ودانه

تل اوسې قهرمانه

په ماشې مهربانه

زه يمه پرېشانه

مامه شړه له ځانه

كاكړې ته ډېرګرانه

له ځانه دلبرجانه

۱۰\۰۹\۱۳۸۶ لمريز - كابل

 

 

ګلبدن

زمانظم زماشعرزمامرغلرې

بې مانادي ستاپه مخ كې لكه سرې

بوى دعطرودعنبراودختن

شرمنده دي ستاعرق  ته ګلبدن

كه مې ژوند كې مې بقا كه مې دوام دى

بې له تامې قبول كړ ى مرګ مدام دى

كه مې آه كه مې فغان كه مې ناله ده

ستاليدوسره مې وركه بهانه ده

۰۳\۰۲\۱۳۸۴ لمريز - كابل

 

پلان

ترهرڅه قېمت بها

دغه وخت بولي طلا

نوچې وخت  وي سره طلا

پلان كاركړه په رښتيا

كه څوك نه لري پلان

نوبه خودوي سرګردان

كوروطن جهان  ودان

چې يې كاروي په پلان

پلان هرچاته په كار

كه كارداردى كه بيكار

بې پلانه كارنه كېږي

كه هرڅوك په دې پوهيږي

په پلان چې وي روان

تر ې خوشاله وي سبحان

شخصيت يې دي پايمال

بې پلان دى نونهال

ښه ده ښه دپېشبيني

كه هرڅوك سړي لري

پلان كاراسان نوي

كارمسول  كس ته سپاري

هريوكاريې وي ودان

چې پلان  يې وي ارمان

پرصالح به وي ډيرګران

چې يې كاروي  په پلان

يادونه : زه له خپل ګران اومهربان پلارجان څخه ډېره مننه كوم چې خپل د (پلان مثنوي) يادشعربېلګه يې ماته دسوغات په ډول  ډالۍ كړ ه، ډېره مننه - پلار جانه !

 

 

سوال اوځواب

كه درودونو دساحل غاړې ته ورسيږم

خلك هېڅكله دساحل  غاړو ته نه رسيږي

چې د اميد او ارمانو منزل  ته ورسيږم

څوك به هيڅكله  داميدمنزل  ته نه رسيږي

چې دزړګي دآرمانودفترته ورسېږم

دانسانانوخواستې ډېرې دي څوك نه رسېږي

كه ته ودوې هيلوته ورسېدې څه بۀ وكړې ؟

زه  به هورې خپله دنيااوخپل عقبى جوړه كړم

ستاپه دنياكې به نوڅه وي چې نن دلته نشته ؟

زما په دنياكې به دشعراوتر نم بازاروي

دادشعرونوترنم بازاربه څه ډول وي ؟

داداسې ژونددى چې هېڅوك يې درلودلى نشي

څوك په داپټواسراروځان پوهولى نشي

دادخالق  الهام هرچاته رسيدلى نشي

دشعرنړۍ ته هرسړى داخليدلى نشي

دشعرپه ژبه باندې هرڅوپوهېدلى نشي

لكه مجنون الله به ويني ځان ليدلى نشي

خاورې كاكړه  دامقام دځان كولاى نشي

۲۰\۱۱\۱۳۸۲ لمريز - كابل

 

 

غزل

چې تلې په مينه محبت دې څه شو ؟

تليفوني تماس صحبت دې څه شو ؟

انسان سړى وې انسانيت دې درلود

په هرڅه پوه وې خلاقيت دې څه شو ؟

دغريب زوي وې په كارنه شرمېدې

اوس دپخواغوندې طاقت دې څه شو ؟

چې خپلوخلكوته خدمت نه كوې

خپل ځان ته وګوره غيرت دې څه شو ؟

هرڅوك چې هرڅه كوي كاريې خپل دى

ته خوافغان يې افغانيت دې څه شو ؟

ياخوبه هلته هيڅ سم خلك نه وي

ځكه زړګيه شرافت دې څه شو؟

 (كاكړه) پوه ده نوره نه تېروځي

چې ياغي ځوان يې حقيقت دې څه شو؟

۰۷\۰۶\۱۳۸۶ لمريز - كابل

 

اوس زموږدكلي اخترپاته نه دى

اختربه هغه خلك لمانځي چې روغ زړه ولري

اوس پښتنوسيموكې كله آرام زړه پاتې دى

په كوراوكلي كې يې زخمونه جوړ دي

په هره لاركې پرهرونه جوړ دي

په داسې ځاى كې چې په سل كې اتياغم ليدلى

پاتې شل كوره به داخپل خوشحالي څنګه لمانځي ؟

اوس زموږدكلي اخترپاتې نه دى

++++

هغه هلمندچې يې دبست غوندې كلادرلوده

اوس هغه ښكلې كلاپاتې نه ده

دفتح خان دراوتو دروازه ماته شوله

اوس يې دموردكښېناستودروازه ورانه شوله

هغه هلمندچې په پښتوكې ليكوالان درلوده

نثرليكلوكې سروان غوندې كسان درلوده

چې پيلامه دپښتونثرده له ده پيل شوې

نورپه هلمندكې دهاشم غوندې څوك پاته نه دي

اوس زموږدكلي اخترپاتې نه دى

++++

هغه هلمندچې په اوبوباندې اېران ودان دى

نن وچكالۍ پرسراخيستى سمسورپاته نه دى

اوس دپخواپه شان شين پاته نه دى

په كوركې يې جنګ دى اتفاق يې نشته

دښمن ورګډدى اتحاديې نشته

نه څوك تعليم ته خپله خور استوي

نه دسبق زده كړې ته ورور استوي

اوس زموږدكلي اخترپاتې نه دى

++++

دهلمندخلك مهاجراو درپه دره شوله

دخپلومېنوڅخه ووتل بې كوره شوله

هاپښتانه چې دغيرت خلك وه

ټولې نړۍ كې دعزت خلك وه

دزمانې دې شرايطودوي ته ماته وركړه

په چهاراهي قمبركې يې لاس نيولي پكركوي

دامسكينان به نن داښكلى اخترڅنګه لمانځي؟

اوس زموږدكلي اخترپاتې نه دى

++++

نورملتونه پرمختګ كوي تل

دعلم لاركې آزادتګ كوي تل

نه ترشاګوري نه په تېرپسې ځي

هريويې غواړي ابتكارولري

اماافسوس پښتون په تېرپسې ځي

تل په بابااوپه نيكه نازېږي

دڅوشېبولپاره هم دوي آينده نه ګوري

اوس به داښكلى اخترڅنګه لمانځي

اوس زموږدكلي اخترپاتې نه دى

++++

په هغه ځاى كې چې دعلم ډيوه بله نه وي

هلته چې جنګ وي راكټونه اوري

هلته چې كوروكلي غم ليدلى

هلته چې هېڅ دخوشالۍ احساس څپه نه وهي

هلته به څنګه اخترولمانځل شي

كاكړې اوس به اخترڅنګه لمانځي

اوس زموږدكلي اخترپاتې نه دى

اوس زموږدكلي اخترپاتې نه دى

۳۱\۰۶\۱۳۸۸ لمريز دكمكي اختردوهمه ورځ

 

شاعر

شاعرپه توروكې بياسپين لټوي

هغه په سپينوكې رنګين لټوي

نه يې په توروكې بياسپين پيداكړه

نه يې په سپينوكې رنګين پيدا كړه

هغه ژړاكې بياخندالټوي

په ډكوسترګوكې وينالټوي

هغه په تېروپسې نه ګرځېده

مګرتېرشوى حالات خپله راتله

شاعرغوښته چې حقيقت پيداكړي

دظالمانوخباثت پيداكړي

قلم يې لاس كې ؤ، يوڅه يې ليكل

امافسوس چې دويلوجرئت نه ؤپكښې

ځكه وهرلورته ظالم حاكم ؤ

او دويناآزادي نه وه هلته

((كاكړې)) دابه نوبياكوم رژيم ؤ؟

چې يې ليكله اوڅه نه ويله؟

۰۳\۰۷\۱۳۸۸ لمريز - كابل

 

داديبانوكاردى

اغزي په لاركې ښخول دظالمانوكار دى

دغريب زړه آزارول دخاينانوكاردى

لاخپل ولس تباه كول دشيطانانوكاردى

له هره عيبه خلاصېدل دمومنانوكاردى

ګناه خطاثابتول دعالمانوكاردى

بيايې سزاتعينول دحاكمانوكاردى

زده كړه كول په دې دنيادشاګردانوكاردى

وړه سوداكورته راوړل دهلكانوكاردى

زغمل ظلمونه په ناحق دغلامانوكاردى

صبركول پردې دنيادمظلومانوكاردى

هېوادپردوڅخه ژغورل داتلانوكاردى

په جنګ كې نوم نښان ګټل دافغانانوكاردى

دزنده جانوجوړول دډاكټرانوكاردى

ګناه كول پردې دنيادمجرمانوكاردى

ښه كاركول نه شرمېدل دكارګرانوكاردى

پرستونزوځان غلبول دغريبانوكاردى

په شعركې درد پيداكول دنقادانوكار دى

دشعرتصويرانځورول دشاعرانوكار دى

په ملنګۍ كې ژوندكول دكارګرانوكاردى

دهرچازړه لاس ته راوړل داديبانوكاردى

۰۵\۰۷\۱۳۸۸ لمريز - كابل

 

غزل

حالات بدل شولوموسم واوښتى

له سړكوشونډوتبسم واوښتى

زه لاپه طمع ومه فال مې ليدو

چې مې آشناپه لارناسم واوښتى

نه په خپل عمروزندګي پوه شومه

چې مې له دوسترګوصنم واوښتى

ماخوپه ډېروهيلوشپې تېرول

شنكى سهارمې په تورتم واوښتى

حالات تېرېږي ترشانه ګوري بيا

ځكه مې ښه حال په ستم واوښتى

دغمګي شپې دي تېرومه به يې

كه مې خوشحال ژوندون په غم واوښتى

زمابرخليك سم ليكل شوى نه دى

چې مې كلام ټول په قسم واوښتى

كه هرڅه كېږي ياره ښه به كېږي

چې مې جانان په ښه ضنم واوښتى

كاكړې دې نظم حيرانه كړمه

داغزل څنګه منظم واوښتى

۰۳\۰۸\۱۳۸۸ لمريز كابل احمدشابابامېنه

 

انسان ته

دجهل په پرده لېري كړه جهان ته وګوره

په علم ځان سنبال كړه كهكشان ته وګوره

غوټې وهه آببازشه، په هركاكې ممتازشه

چې پاته ترچانشې وكاروان ته وګوره

خپل مغزپه كارواچوه بډوهه لستوڼې

دظلمه څخه لاس واخله انسان ته وګوره

كوې راته ترڅوپورې خوبونه په پالنګ

دلمروړانګې راولوېدې آسمان ته وګوره

واټن دى ډېرلنډ شوى دنېكۍ او دبدۍ

دكفرڅخه تېرشه مسلمان ته وګوره

ترڅوبه دابې ځايه رواجونه كوې ته

ظالمه داسلام قانون قرآن ته وګوره

كاكړه به ترڅوداوعظونه درته وايي

يو وارخوسرګرېوان ته كړه وجدان ته وګوره

۲۵\۰۹\۱۳۸۸ لمريز كابل احمدشابابامېنه

 

دستوروپه رڼاكې

دستوروپه رڼاكې مې يوخوب ليدلى ؤ

جانان مې له اغزوسره زړګي منلى ؤ

سپوږمۍ غوټۍ وهلې له ورېځوراوتله

شاعرترلاندې ناست ؤ چاته يې شعرليكلى ؤ

دستوروپه كاروان كې يومات ستورى ماوليد

پوښتنه مې ترې وكړه آشناچاوهلى ؤ؟

دامات ستورى ګوياشواوداسې راته وويل

آشنادې په زړګي باندې دښمن ويشتلى ؤ

مات ستوري داويله چې دښمن خويې يونه ؤ

داوران ويجاړ وطن يې ټول پرسرنيولى ؤ

داټوله دښمنان وه بې حده ډېر بې رحمه

ګڼي په شاني هرظالم په وار زبېښلى ؤ

ماوويل دڅو دښمنونوم يې راته واخله

واضيح ده چې پخوايې دلته سربايللى ؤ

ناكامه او بدنامه له دې خاورې چې ولاړه

نوبيايې ستاوطن په ډېربدنيت ستايلى ؤ

بياملك ته دي راغلي بې شرمه خداى وهلي

كه هرڅومو په مرزكې سيم خاردارتړلى ؤ

كاكړې څه غوښتله او داسې يې ويله

بياغواړم مېړني چې يې دښمن شړلى ؤ

۲۲\۱۰\۱۳۸۸ لمريز كابل احمدشابابامېنه

 

شاعره ليكه

شاعره داسې څه چې چاليكلي نه وي

داسې څه پېيه چې تراوسه چاپېيلي نه وي

خپلواشعاروكې د درد عيني انځور وكاږه

داسې نظمونه چې نقاد ولاتللي نه وي

ښكلوهجاوته يې ښكلئ ښكلئ رنګ وركوه

داسې مسرې چې لاتراوسه چاليدلي نه وي

دهغه چاصفت به نه كوې چې نه وي لايق

ياهغه سترګې چې تراوسه يې ژړلي نه وي

داسې ستاينه څه پكارده چې ارزښت نه لري

داسې وګړي چې په دردخوري چې منلي نه وي

شاعره ګونګ شئ چې دهغه چاصفت به كوې

چې مظلومان يې له ظالمه څه ژغورلي نه وي

شاعره څوپورې به سره سره اننګونه ستايې

داسې څه ستايه چې تراوسه چاستايلي نه وي

كاكړې نن ودې غزلې ته بدلون وركړه ته

ترهغه وخته چې افغان پردي شړلي نه وي

۱۲\۱۰\ ۱۳۸۸ لمريز كابل ښوونې او روزنې پوهنتون

 

پسرلی

هرخواته ګل په غوړېدوشو

چې بسرلی په خوځېدوشو

چې پسرلي ګام رااوچت کړ

نورمرګی ولاړپه لږېدوشو

چې دپسرلي هوا پرې راغله

اغلی ګل په ټوکېدوشو

خودبه موسم ټول عطراګين وي

خوشاله ځکه يم عالمه

چې ټول مرض په ورکېدوشو

کاکړه خاندي خوشالېږي

چې پسرلی په ځلېدوش$و

۲۸\۱۲\ ۱۳۸۸ لمريز كابل،احمدشابابامېنه

 

 

څلوريځې

شعر خو الهام دى افهام نه دى اشنا

شاعر،شاعر دى غلام نه دى اشنا

د مرغلرو پيل هر چاته آسان بريښي

دا كار د خاصو د عام نه دى اشنا

++++

دزړه له غمه مې خبرشه اشنا

ترڅو به سترګې پټوې له ريښتيا

نورمې په هغه دغه مه ځوروه

اخربه پوه شې په پټ رازددنيا

++++

تا يو عجبه غلغله جوړه كړه

تا په دې ښاركې زلزله جوړه كړه

و هر غمجن او رنځېدلي زړه ته

چې دې دشعرسلسله جوړه كړه

++++

جنګ موليدلى خوشحالي لټوو

پښې موكړې لوڅې نن دوستي لټوو

جنګ اوجګړوڅنګه ټول وځپلو

نن وهركورته سوكالي لټوو

++++

دخوشحالۍ احساس په زړوكې نشته

دښكلي مخ رڼاپه شپوكې نشته

دسوكالۍ څخه مولاس اخيستى

ځكه موښه ويناپه خولوكې نشته

++++

كاشكې داشپه يوڅه اوږده شي آشنا

زمابه خوب يوڅه پوره شي آشنا

بې خوبه كله ژوندكولاى شمه

بې خوبه تنګه حوصله شي آشنا

++++

دغرو له څوكولمرراخيژي يوپيغام رسوي

په خپلووړانګوكې خپل خلكوته الهام رسوي

د پرون لمر پرون غروب وكړلو ولويدلو

دادنن لمردى چې هرڅوك په خپل مقام رسوي

++++

ملتفت كه شو و ژوند ته په رښتيا

عبث دومره خواري كاږوپه دنيا

نه پوهيږوچې به نن سباګذروي

نه پايښت لري داعمرنه بقاء

++++

بيامې دخوبونويوتعبيروينم

بياپه خپل تقديركې يوتقصيروينم

بيامې په زړګي كې يورنځ سروهي

بيادزړه په خيال كې يوتصويروينم

++++

بيامې په زړګي كې آرمان پاته شو

بيازماوشاته جانان پاته شو

بيادژوندبيړۍ ترساحل تېره شوه

بيادژوندپه لاركې كاروان پاته شو

++++

په دې ګران افغانستان مې څه تېرېږي

په شېبه شېبه احساس راته درېږي

ددې وران ملك شتمنۍ يو وار لوټ سوې

زماويجاړوطن به بياڅه وخت جوړېږي

++++

يابه تېرشي دظالم دظلم دوربيا

يابه لاس واخلي له دغه خپله جوربيا

كه راغلي دښمنان ولاړله وطنه!

جوړه ؤ به خپل ټاټوبى په ښه غوربيا

++++

شكروباسم لويه خدايه چې جهان شته

بيانړۍ كې ښه وګړي انسانان شته

چې دكفراو اسلام توپيركوى شي

شكرداچې داسلام قانون قرآن شته

++++

ليكوالان ديوې ژبې اتلان دي

دوى دژبې دپايښت پهلوانان دي

په خپل ژبه اوقلم سره ملك ساتي

دوى اصلاً دخپل هېوادساتندويان دي

++++

كه په هرهېوادکې هرڅومجرمان دي

خوپه څنګ کې يې اتل قهرمانان دي

نه پوهېږي داد دوو ورځو راغلي

چې په دې هېواد كې څومره هوښياران دي

++++

هغه شپې ولاړې چې تمام عمرسكون ؤ پكښې

چې هم انسان ؤهم ليلاوه هم مجنون ؤ پكښې

آه مې له خولې نه رابهرشوه بېرته زړه ته ولاړه

اى كاش ليدلې نن يوچاواى څه جنون ؤ پكښې

++++

چې سترګې وغروم ښكلې يوه دنياووينم

په دې دنياكې زرغونه بياپه رښتياووينم

چې زه يې وپوښتمه حال ځينې بيا

چې دا ګويا شي زه يې بيا يوار خندا ووينم

++++

خندالاښه ده داسې نه وي چې ژړا ووينم

چې په ژړاکې ددې درد وسوزو آه ووينم

هلته به زړه شی زماتور ددې ددنياځينې بيا

چې ښکلي نه وي څه يې ګټه چې فضاووينم

++++

سوله غواړي امن غواړي په جهان كې

بيازموږ په ګران وطن افغانستان كې

(كاكړه)امن غواړي سوله غواړي

دزړه له كومې خپل په ټول كاكړستان كې

++++

بې له تا چې هرڅه وينم راته غم ښكاري

ستانه  پرته دادنيا راته تورتم ښكاري

د هجران په سرو لمبوكې دې لمبه شوم

هرې خواته چې نظركړمه صنم ښكاري

++++

په فراق كې دې همېش وايم شعرونه

په غموكې دې همېش كړم فريادونه

ستادردوكې مې خپل عمردى كم كړى

ستاتصويركې مې جوړكړي انځورونه

++++

ګوره سترګې ستړې شوې ستومانه شوې

ټول جهان يې وليدپريشانه شوې

هيڅ يوه چاره يې په لاس نه ورځي

هرې خوايې وكتل ناتوانه شوې

++++

سترګې سرګردانه دي په تاپسې

ډيرې لالهانده دي په تا پسې

سترګوخوفاني دنياغلبېل كړله

پل په پل پريشانه دي په تاپسې

++++

څوك به راته راكړي لاس دمينې لاس

كله به راحت شمه په ښه قياس

ماباندې خوټول عمرپه رنځ تېرشو

اوس داخلك وايي آفرين شاباس

++++

ستابې ديدنه زماحوصله ختمېږي

چې تاونه وينمه زماسلسله ختمېږي

چې دې يوه شپه خوب كې ونه وينم

هغه سباته مې بياداانګېزه ختمېږي

++++

كله به زماداناآرام زړګى قرارمومي؟

كله به داخلك خپل منځوكې اعتبارمومي؟

كله به دردمندزړونه قفس كې لږخوشحاله شي؟

كله به ظالم دمظلومانونه فرارمومي؟

++++

زه په روژې كې بركت وينمه

دخداى  په لاره كې طاعت وينمه

سهارماښامه پورې وږې ګرځم

ځكه روژې مياشت كې راحت وينمه

++++

يادونه: لاندې څلوريځې دعلامه رشاد باباد شعرپه اهنګ اوډول ليكل شوې دي.

ديوملك بقابه څه وي چې ليكوال مري

څه په كار دى ښاري ژوندچې كليوال مري

ښه وينادهرملت دپايښت روح ده

كه دانه هم بدبخت مري هم سوكال مري

++++

دشاعرشعربه څه وي چې احساس مري

څه په كاردى داسې شعرچې يې اساس مري

ښۀ انځورديوشاعردشعر روح ده

كه دانه وي هم شاعرمري هم شاباس مري

++++

يوه  ورځ به مسافر راشي  له كاره

زه به كاږمه خواري د ده لپاره

انتظار كې دغه ورځ هيڅ  نه تېريږي

راشه راشه ژرزما مسافر ياره

++++

دكوردباندې نمنمك غوندې باران ورېده

دغريب زوي ته هره برخه لكه كاڼ ورېده

سړې هواډېرځوراوه ولاړه په بوټوپسې

دمسكين اوښكې لكه رود يې په ګرېوان ورېده

++++

څوك به اغزي لاركې كري څوك به ګلونه

دښمن خوڅه،دوست وركوي دوست ته غمونه

احمدبه خپله عمل نامه وړي محمودخپله

خيردى كه نن څوك راكوي په زړه زخمونه

++++

سېلاب داوښكوكې بهېږي وعالم ته ګورم

ګرېوان مې لوندسينه چاك چاك ودې ماتم ته ګورم

نن خلك داسې ظالم شوى ترحم نه لري

په رڼوسترګوورته ناسته دې ستم ته ګورم

++++

 

هايكوګانې

ددې نړۍ اودهستۍ خالقه !

دسايبريايخني راګډه شوله

ښه تودونكى لمرخووخېژه وه

++++

پلارمې پرون لږڅه خفه ؤرانه

هڅه مې وكړه خوخوشحاله نه شو

اوس به يوه اونۍ نارامه ګرځم

++++

چاراته غوږكې څه خبرې كول

ما اورېدل اوبس ښه ښه مې ويل

اماافسوس چې زه پرې نه پوهېدم

++++

پروردګاره پر موږ ورحميږې

پرمظلومانوباندې مه خښميږې

اخرمظلوم هم دآدم اولاد دى

++++

په تصويروكې ؤ دشلوكالو

چې مخې ته راغى سم بوډاسړى ؤ

ماهم نكاح ته دې دادې وليږل

++++

پرون روانه وه په لاره باندې

ماويل سكه داد ويداميره ده

اما افسوس دهمسايه ښځه وه

++++

راته يې عذردخپل ماتي وكړ

ماهم په ورين تندي داوبخښله

فرعون خونه يم چې غروروكړمه

++++

ماويل له غمه به دې خلاص شم مېلمه

ځكه مې هركله شلغم پخول

مګرزماشلغمولا تكړه كړې

++++

وريځ راښكاره شوه باران ووريده

اوس د باران پسې ږلۍ ورېږي

پروردګاره دانوڅه موسم دی

++++

په پښو روانه پښه يې وښوېده

زړه كې خوشاله شوم  ورټوپ مې كړله

افسوس چامخكې غېږكې ونيوله

++++

موسم بدل شو انسانان بدل شول

ما چې ويل ټول كائينات بدل شول

چې سر مې پورته كړلو خوب مې ليده

++++

د وړو ګردونو ټول ملك خراب كړ

څوك يې كړه سل دچايې ژوندتباه كړ

يونم نمك باران خو و واوروه

++++

پرون رانه غلې منتظردې ومه

نن چې راځې له ورايه مخ اړوې

اوس مې تر ژمي پورې نه يې پكار

++++

دغريب زوى ؤ،پرون ډيركوچنى ؤ

نن چې مې وليدلوغټ سړى ؤ

ياره داټوله داوربشو زور ؤ

++++

په باراني ورځ دې پلمه جوړه كړه

درباندې پوه شومه چې څه دې وكړه

اخروماته به بازى څوك راكړي

++++

دزړګې سردې را زخمي كړنجلۍ

ماويل خير دې وي نجلۍ ده اخر

دنجونومكرخوترښځوډېردى

++++

د زړګي سر دې را زخمي زخمي كړ

ما ويل خير دى ځوان هلك يې اخر

ته خوسكه دشيطان ورور وختې

++++

پرون په ناستې باندې خوب زنګاوه

ماويل خيريت خودی خبره څه ده

ده ويل بېګامې دواده شپه نه وه ؟

++++

دعشق موسم وګلكاري وه هرخوا

په هره پوله مات بنګړي پراته وه

ماچې ويل دووغويوغوبل كړى دى

++++

پرون په لاره كې موسكۍ غوندې شوه

زه يې خوشاله په يوه موسكاكړم

دظالم لور راته دوكه راكړله

++++

پرون يې سترګو څه ويله راته

ما يې  پروا ونه كړه تېر شوم ځينې

زړه يې نازك وه سايې وختله

++++

مادعقرب پسې څراغ ګرځاوه

اجل نيولى راته خپله راغى

ماهم په خپلې څپلۍ ځاى پرځاى كړ

++++

سترګويې سمې اشارې وهلې

ماويل دابه څه خواري پېښه وي

هغه ظالمه فېشنتون نه راغله

++++

خزان وهلې مېوې مه خورئ خلكو!

په چالګېږي په چانه لګېږي

څوك بياسيده وګورستان ته لېږي

 

 

دوبيتى هاى دري

دل به صحرا زدم از او آواز شنيدم

با هر كى دوست شدم از او يك راز شنيدم

با كسى نه ګفتم فريادي دلى خود را

ترسيدم چرا زهر كس ساز شنيدم

++++

با هر كى دل و جان بستم غرور كرد

واى مرا زخويشتن و زخود دور كرد

ندانستم كه ها كرد و يا كى ها

مرا به درګاهى هر كس مجبور كرد

++++

در محبت كور شدم اما همت نه باختم

د هر زمان مور شدم اما حرمت نه باختم

ګاهى محتاج خويشتن و ګاهى ز اطرافيان بودم

در هر مشكل و سختى اما قربت نه باختم

++++

کناررودهلمندشستنم شد

درهمان جاهميشه ماندنم شد

الهى دورى ګردون هست ندانم

که نان وآب هلمندخور دنم شد

++++

الايار جان پيدايش ات کجابود

درزندګي  آسايش ات کجابود

نمي دانم حقيقت است يا دروغ

ازاول همين خواهش ات کجا بود

++++

الهی باشی هميش زنده زنده

به برساندميايم  ميده ميده

زکارهاي دنيايي فراغت نيست

هرروز ميشم تاخفتن مانده مانده

++++

زکار هاي دنيايي مانده شدم

ازتمامي زنده ګي خسته شدم

ازګزند روزوکاري زنده ګي

من براي هميشه زله شدم

++++

از دريا محبت قطره ګيريد

از دوستي انسانها مزه ګيريد

اين جهان تا ابدنماند باقي

از دو روز ي زندګي بهره ګيريد

++++

از مردم زمانه شكوه دارم

من از دوست سابقه ګيله دارم

نمي دانم کجابود و کجاشد

از فريب دلبرجان ناله دارم

++++

عاشق  هر چند بی بال وبى پرميګردد

درعشق  بي حال وبي ثمر ميګردد

بازهم اواميدواربه عاشقي است

هرقدربي قال  وبي سرميګردد

++++

كشتم ګندم حاصل اش  جو برامد

يارشب زنده دارمن پرخوبرامد

ازګزندروز ګار ناله دارم

كه چرا كارهايم بي ثمربرامد

++++

مينويسم دوبيتى هاى دري

بۀ خوشى به محبت وبه دوستى

اګرخواهيدكه دشمن شود ناكام

سخن بګويدباهركى به راستى

++++

در رشته ادبيات خواندنم شد

درچوكى يې پوهنتون شستنم شد

به توفيق خداوندمهربان

كه هوا شاعرى درسرم شد

++++

دوبيتى هاى درى مي نويسم

مصره هايش به خوشى مى نويسم

من نفرت دارم از جنګ وتعصب

اين كلام را به خوشى مى نويسم

++++

تعليم وتربيه سرتاج علوم است

اين حقيقت به هركه معلوم است

هركه نداردبدين سخن باور

اوجاهل بى تميز ونامظلوم است

++++

هركسيكه ازفيض علم محروم است

درحقيقت مانندمقسوم است

نداندكدام كارانجام دهد

درزندګى مانندمسموم  است

++++

۰۲\۰۳\۱۳۸۶ لمريز - احمدشابابامېنه

 

كاكړۍ غاړې

سرزماپه وږوكښېږده

ددنيا غمونه پرېږده

شين آسمان دستوروډك دى

زمالالى لابې درك دى

دادنياخوده فاني

اوموږ عبث كووخواري

دغم ورځې نه تېرېږي

زموږ په زړو الله (ج) خبرېږي

زما له جنګه څه ګيله ده

ځكه هر ځاى مې شكوه ده

كاكړۍ غاړې خوږې دي

زړونه وړي عجب نارې دي

 

++++

ګاكړۍ غاړې ليكمه

خپله تنده ماتومه

سلسله يې جوړمه

انګيزه يې ډېرومه

كاكړۍ غاړې رنګينې

مصرې يې دې  وزمينې

كاكړۍ غاړې به وايو

دامودوددى داباستايو

دهلمنداوبه خوږې دي

دبغرااوبه يې شنې دي

چې ترڅووطن جوړېږي

حوصلې به موختمېږي

نه په زړونوكې قرار شته

نه پرخلكواعتبارشته

خپلواكي كله را رسېږي

افغانان هركله  ځورېږي

كاكړۍ نارۍ به وايم

اي وطنه تابه ستايم

دانارې مې ډېرخوښې

ځكه ولم پكښې نښې

دخپلوانوګډې ښې دي

رنګا رنګ پېغلې په كښې دي

۱۰\۰۶\۱۳۸۷ لمريز - كابل

++++

 

څولنډۍ

زماتقديركې به تقصيروي

چې قدم اخلمه غلط ځاى مې پښه ېږدمه

++++

زماتقديركې تقصيرنشته

دازمانه راسره خپل ظلم كوينه

++++

دزمانې سره په جنګ يم

يابه ګټونكې يابه تورې خاورې شمه

++++

ياخوزماتقديرخراب دى

يازمانه راسره خپل ظلم كوينه

++++

زما له هيچا ګيله نشته

زما قسمت ماته ليكي دي غمونه

++++

يو خو ازل زما خراب ؤ

بل تقدير راكړله عجبه ګذارونه

++++

ولې به نه ژاړمه خلكو

قسمت چې هر كله زما دښمني كړينه

++++

راشه د اوښكو باران ګوره

چې در په ياد كړمه د خپل وطن رودونه

++++

د ځنكدن په وخت كې راشه

ساه به مې خيژي ياره تا به يادومه

++++

يووار دې لاس په لاس كې راكړه

لاس خو به ستا وي حرارت زه وركومه

++++

زماجانانه ملامت يې

اوس په اخيرعمركې مه كوه عذرونه

++++

زما دې قسم په ذوالجلال وي

ستاپه خاطرمې رب ته ډيرژړلي دينه

++++

راشه دلاس ګوتمۍ مې واخله

په لاس به ستاوي يادبه زماباندې كوېنه

++++

نن دې په سمه لار آزار كړم

خداى دې آزار كړه چې بيا نه كړې ازارونه

++++

دسرپړونى به مې خرڅ كړم

جانانه تاله دښمنانوزه ساتمه

++++

راځه چې دواړه په ژړا شو

زما درب نظر زهيرو زړو ته وينه

++++

نن بياپه تلوكې ترشا ګورې

ظالم شيطان به يې څه په زړه كې تېروينه

++++

جانانه ځه الله (ج)دې مل شه

ستاامانت يم ځان وتاته زه ساتمه

++++

سترګو دې بيا قتلونه وكړه

خونخوارې سترګې دې همېش وژل كوينه

++++

نن دې بياڅه راسره وكړه

ظالمه بيا دې پرديسۍ ته پرېښودمه

++++

خدايه! له دې غمه مې خلاص كړې

بيامې توبه ده سوال به نه درته كومه

++++

يووارې بياپردې لار لاړشه

زړه به مې ښه شي بيابه هيركړمه غمونه

++++

پروردګاره توفيق راكړي

جانان ظالم شونن خوماحلاله وينه

++++

اول مې لږ باور درلود

اوس مې بيخي عقيده خامه شوه مينه

++++

كله راځه ،كله به درشم

غمونو زموږ لمن نيولې نې پرېږدينه

++++

راشه غمونه به تقسيم كړو

لږه برخه ستاډيره به زه واخلم مينه

++++

دخپل دتقديرسره په جنګ يم

هميش په لاره كې كري ماته غمونه

++++

راشه د حُسن خريدار شه

دنيا ظالمه حُسن ژرخاورې كوينه

++++

زما د ګل په شان جانانه

د سر پړونى خرڅوم تا به ساتمه

++++

باور لرم دنيا فاني ده

زماقليل عقل اعتمادباندې كوينه

++++

ياخوداټول خلك خراب دي

يازما خپل زړګى نادان دى طمع كړينه

++++

جانان دجنګ په ورځ پيداشو

په جنګ كې لوى،په جنګ كې زوړ،په جنګ كې مرينه

++++

يويې داصل نه رنګ ژيړ ؤ

بل خوادجنګ ناخوالووركړه ګذارونه

++++

ګوره د زړه مراندې مې پرې دي

كه په خوله خاندم په زړه درد يې تېرومه

++++

زړه دې په رپ كې رانه يووړ

ظالمه اوس خود سلامي درته كومه

++++

جنګ خوبه خامخاكومه

دجنګ حالت به يادوم زړه به ساتمه

++++

نن خو دې بيازړه كې څه ګرځي

ماته رايادشوه ستادتېروختوحالونه

++++

ګودرته خامخاورځمه

دلرې لرې دليلاديدن كومه

++++

دګودروخت نن رانه هېرشو

اشنازماپه انتظاركې پاتې شونه

++++

ګودره تل ترتله اوسې

چې په پلمه داوبووكړم ديدنونه

++++