|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   |||| نوې ليكنه |||| کاشکې !
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... شکرالله طاهري
دحسينه ګل شعرکه دښځينه احساساتوهېنداره پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
توبانداساپۍ   
Saturday, 20 February 2010

سهارمې دسيده حسينه ګل (له مانه مه بېلېږه) په نوم کتاب پرانيسته . خوداچې کتاب  څنګه ختم شو هيڅ ورباندې پوه نه شوم. مامخکې هم ددې شاعرې ځينې  خواره واره شعرونه لوستي ووخو دالومړی ځل و چې دحسينه ګل کوم کتاب راته په لاس راغلی وياپه بله وينازه يې ديوې اوږدې شېبې لپاره دشعر په رنګينه دنياګۍ کې تم شوې وم . جالبه خبره خو داده چې کله مې لومړی ددې کتاب لوستل پيل کړل نودهر شعرپه لوستو به راسره د هغه شعرسره ديو ډول نېږدې اړيکو ددرلودلو احساس پيداشو ان تر دې چې کله به  يوه شعر دومره زما د رېښتينو احساساتو ترجماني وکړه  چې د يوې شېبې لپاره به ماهېر کړل چې داشعر زما نه،بلکې دحسينه ګل دی .

زه نه پوهېدم چې زمااوددې شعرونو ترمنځ څنګه رشته ده؟ ولې زه ددې شعرونوله لوستلو نه دومره خوند اخلم ؟ اوولې يوتربله راته ډېرنېږدې ښکاري؟ خووروسته مې داراز ومونده اوورسره پردې  مې هم باور وشو چې دا يوازې زه نه يم چې دحسينه ګل دشعرپه لوستو راته له دې شعرونو سره د خپلولۍ يو ډول احساس پيدا کېږي بلکې هره ښځه که دا شعر ولولي نو دېته ورته احساس به خامخا ورته پيدا کېږي دا ځکه چې حسينه ګل په خپلو شعرونو کې په تمامه معنی رېښتينې ښځينه احساسات  او دردونه بيان کړي ، هغه دردونه چې په طبيعي توګه د هرې ښځې په ژوند  کې شته دي خو خبره دا ده چې ځينې يې د څرګندولو جرات لري او له ځينو بيا دا جرات اخيستل شوی دی ، دې سره راته د خپل د نګليسي ژبې د استاد خبره راياده شوه چې يوه ورځ يې رانه پوښتنه وکړه چې دا شاعران ولې دومره مينه يادوي ؟ ايا دا د ټولې دنيا مينه يواځې د شاعرانو زړونو ته لار موندلې که د دې نورو خلکو په زړونو کې هم شته؟ ما ورته وويل: مينه د هر انسان په زړه کې شته خو فرق دا دی چې شاعران يې په خپلو شعرونو کې بيانوي او نور خلک يې په زړونو کې ساتي .

اوس راځۍ چې د حسينه ګل د ځينو شعرونو په ګلورينه دنيا ګۍ کې تم شو او د پورتنيو خبرو اثبات پکې ولټوو:

( فيصله) د دې کتاب لومړنی نظم دی . دې شعر کې شاعره خپل جانان سره پر خپلې مينې اقرار کوي او د هغه يادونه د خپل ژوند تر ټولو لويه پانګه ګڼي او د دې سره سره چې جانان ورباندې ډېر ګران دی خو  خپل پښتون فطرت  او غرورهم نه هېروي او د نظم په اخېرکې داسې وايې :

خو دا پښتون فطرت مې

دېته تيار کله دی

چې شوم له تانه هېره

تادې زه ياد وساتم

( ته به راځې!) د حسينه ګل يو بل ښکلی آزاد نظم دی. دې نظم کې شاعره د جانان د راتلو په هيله ځان سينګارول غواړي خو دا سينګار خپله بې نهايته سادګي او ښکلا لري :

ما د نېکرېزو د رنګونو تال برڅېره ايښی

ما د ګلونو رنګارنګ غنچې په وړاندې ايښي

ما د کجلو تور ماښام په دې اسره راغوښتی

ته به راځې ، او خامخا به راځې

.....................

(د بلوسې ونه) په نامه د نظم  په لوستو سره د لوستونکي سترګو ته يو انځور  درېږي . د کلي زړه هديره،د هدېرې منځ کې د بلوسې زړه ونه ، ښکلې پيغلې او د بلوسې پر ونه د مراد تړل شوي بندونه . دې نظم کې شاعره راته د ماضي او حال کيسه کوي . هغه وايې مخکې به يې  د نورو پېغلو د مراد تړل شوي بندونه په غلا له ونې خلاصول خو نن دا خپله د بلوسې ونې ته راغلې او د جانان په نامه د مراد بندونه تړي.

( پښتون عيسی) دا د حسينه ګل يو بل شهکار نظم دی. داسې يو نظم چې په اسانۍ به داسې کومه بله پښتنه شاعره پيدا نه شي چې د داسې يوه شعر د ليکلو جرأت ځانته ورکړي ، داسې حال کې چې په نوموړي نظم کې ياد ې شوې هيلې او احساسات به ښايې د هر چا په زړه کې وي.دا نظم په دې بيتونو پيلېږي:

زما فطرت د ښځې

زما وجود دښځې

زما جذبې د ښځې

.......................

ښايې د دې بيتونو په ويلو سره شاعره غواړي چې ټولو ته دا ور په ياد کړي چې هغه د دې تر څنګ چې شاعره ده ، يوه ښځه او يوه انسانه هم ده او د نورو انسانانو په څېر انساني فطرت او  مادي او معنوي وجود لري.هغه هم غواړي چې د نورو ښځو په شان خپل نيمګړی وجود تکميل کړي، پښتنه مريمه شي او پښتون عيسی وزېږوي.

راځو د ( پښتنې مېرمنې ) په نوم نظم ته : دا نظم لکه څنګه چې له نوم نه يې ښکاري د يوې پښتنې مېرمنې د ژوند يو تيت غوندې انځور پکې دی. نوموړي نظم کې د هر هغه محروميت ذکر شوی چې پښتنې ورسره مخ دي. شاعره د يوې پښتنې په صفت ځان هم په دغه ناورين کې شريک بولي او په خپل نظم کې ځای ځای د ( مونږه) کلمه کاروي.

دا نظم په دوه وو مهمو برخو وېشلی شو . په لومړۍ برخه کې شاعره په خپل ژوند کې د شته وو ستونزو ، دردونو او محروميتونو لکه : د خپل وجود په اصلي مفهوم نه پوهېدل ، د زمانې له کاروان نه لرې پاتې کېدل ، د خپل قسمت د فيصلو واک نه لرل ، خپل آواز په خپل ستونې کې بندول او د خاموشۍ دنيا کې تم کېدل، د ځوانۍ او پيغلتوب پر سپرلي اور لګېدل  او همدا راز د لور په صفت د آدم د هر ځوی د زورزياتي په مقابل کې د خپل صبر او حوصلې  نه يادونه کوي او دا ټول کړاوونه ځکه مني چې د خلکو په وينا همدا رواج ، همدا قانون او همدا پښتو ده .

دې پسې د شاعرې حوصله نوره تنګېږي . غواړي دا دود او دستور نور مات کړي پر همدې دليل وايې :

خو دا هرڅه اخر ترکومه پورې؟

اخر تر څو به داسې

موږ د حالاتو مخکې سر ټيټوو

په دې توګه د شعر دوهمه برخه پيلېږي . شاعره د ( راځۍ) په ويلو سره غواړي ښځې دېته وهڅوي تر څو د ژړا پر ځای وخاندي ، خپل وجود او خپل جذبات وپېژني ،د خپل تقدير فيصلې په خپله وکړي او د خپلې هستۍ په زور او  قوت نور وپوهوي.بالاخره  د ( پښتنې مېرمنې) نظم په دې بيتونو پای ته رسېږي:

راځۍ چې وخت ته نن د خپلې هستۍ زور وښايو

راځۍ چې زوړ  رواج ته اور واچوو

نوی رواج نوی تهذيب نوی قانون جوړ کړو

نوی تازه فکر پيدا کړو انقلاب راولو

نوي اسمان ته چې د نوي  لمر رڼا وښيو

نوي ژوندون ته چې د نوې ادا چل وښايو

( لور) د حسينه ګل يو بل اوږد آزاد نظم دی چې د کتاب کابو پينځه مخونه ورباندې ډک دي. دا نظم د يوې کيسې بڼه لري او شاعره په پرتليزه توګه د پښتنو د دغه بد دود يادونه کوي چې د لور پر زېږون خفه او د ځوی زېږون ته خوشالېږي.

همداسې که تاسو د حسينه ګل د ( له مانه مه بېلېږه) په نوم دې کتاب کې د تجاوزات ، يوه خبره ، تضاد، محل، نمبر، ګوتۍ،ارتقا،فرېب او پښتون ورور ته يوه ګيله تر سرليک لاندې نظمونه ولولئ نو هر يو يې د ښځو د ژوند يو حقيقت بيانوي او که ورته ځير شئ نو په هر نظم کې  يې د چا خبره  يو کتاب خبرې پرتې دي چې زما د دې  مقالې وړه  لمن يې د رانغاړلو وس نه لري.

خو د يادولو وړ ده چې دا يوازې د حسنه ګل نظمونه نه دي چې د هغې د ښځينه احساساتو انعکاس پکې شوی  بلکې دغو احساساتو د هغې په غزلو کې هم غزونې کړې دي ، لکه څنګه چې هغه پخله وايې :

د چا به زر دچا به مال د چا محل به کوي

زما د ذات پېژنګلوي زما غزل به کوي

زما وجود د دې حاضر دور جواز او اعجاز

دا اعتراف به مې سبا پردي او خپل به کوي

 اخېر کې غواړم د حسينه ګل د لوړ جرأت يوه بله بېلګه راواخلم: که له اوس نه ډېر ه موده مخکې خوشال بابا ويلي و:

زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه

 حسينه ګل هم تر هغه ځان کم نه بولي او وايې :

ښه په ښکاره او ښه په نره مې کړي

دومره مې ښکل کړي چې اوتره مې کړي

 زه خپلې خبرې بس پر دې څو جملو رانغاړم :د حسينه ګل شعر هغه هېنداره ده چې  د پښتنو ښځو د ژوند د هرې زاويې تصوير پکې تر سترګو کېږي. په دې هيله چې زموږ هره شاعره هغسې د خپلو خويندو او مېندو د دردونو ترجمانه شي لکه څنګه چې حسينه ګل ده.

په همداسې يوه ښه هيله

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي