|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   |||| نوې ليكنه |||| کاشکې !
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... شکرالله طاهري
ښځې ديوې انساني ټولنې سمه نيمه ... پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
همت الله امین زی   
Wednesday, 03 March 2010

 

دنبي کريم (ص) ارشاددى چې ويلي يې دي (اې ځوانانودتاسې په منځ کې که څوک دواده کولوتوان اوطاقت ولري نودواده کول په هغه لازم دي په دې خاطرچې واده (نکاح کول) سترګې پټوي اوهغه کسان چې دواده کولوتوان طاقت ونه لري روژه دې ونيسي ځکه چې داهم دسړى سترګې پټوي) په دې حديث شريف کې دوه څيزونه يادشول اول نکاح کول اودوهم روژه نيول ځکه چې په دې سره دسړي له خرابې وينې څخه نکاح چې بېلابيل مرضونه رامنځته کوي ساتي اوله ډېرې نيږدې والي (جماع) څخه پرهېزکوي.

په اسلام کې دکورنۍ اوبالاخره دټولنې په جوړولوکې واده کول يوه طبعي، سالمه اومعقوله لاره ده چې بشريت دنسل صحيح بقاضمانت کوونکي ده. داسلام مقدس دين دې عالي هدف ته په رسېدوکې خپلوپيروان دبيلابېلودلائيلوپه وړاندې کولوسره چې په آيتونواواحاديثوثابت دي تشويق کړي اوواده کول يې يوپاکيزه سنت بللي دي

خداي (ج) ويلي دي: (که وبېرېدي چې عدل به ونه شي کولاي ديتيمه نجونوپه حق کې نوواده (نکاح) وکړي هغه موچې خوښېږي دنوروښځوڅخه دوه دوه،درې درې،څلورڅلوراوکه پوه شوي چې په دې صورت کې هم عدل به ونه شي کولاى نوواده (نکاح) وکړي يوې ښځې سره چې تاسې ته نيږدې شي اوتاسولاسونه دهغې خاوند شي.په دې توګه نکاح دانسان دژونديوه اړينه غوښتنه ده چې په غيرد ښځې سړي نه بشپړېږي اونه په غيردسړي ښځه بشپړېږي، ښځه دخپل مېړه قدرت،صلاحيت، شجاعت،اووفاته احتياجه ده. داسلام مقدس دين دځينې نورومنحرفو مکاتبوپرخلاف واده (نکاح) يومقدس فضيلت بللي اوهغه يې دخداي (ج) دمجبوب پيغامبريوسترسنت پېژندلي دى.

په حديث شريف کې راغلي دي. ژباړه: (هېڅ بله ګټوره ګټه _ پس له اسلام راوړلوڅخه _ هرمسلمان انسان ته يوي ښايسته اومهربانې ښځې نشته دي،هغسې ښځه چې هغه ته په کتلوخوشحاله شي اوهغسې ښځه چې دهغه دفرمان (دمېړه دغوښتنې) اطاعت وکړي اوکله چې يې مېړه ونه اوسي دهغه له عفت،عزت اومال ساتنه وکړي.

همدارنګه په بل حديث شريف کې راغلي دي چې کله چې نوې ناوې کورته بيايي نودادعاولولي.ژباړه: (مونږه ددې اوددې دعيبونودښه کېدوسوال کوواوددې دبدواوبدوعيبونوڅخه پناه غواړو).

له ابوداوداوځينې بياوايي چې له عمروبن سيف (رض) څخه نقل کړى شوي دى چې برکت ددې دعاداده چې خداي (ج) له دې ښځې څخه بدلرې کوي اوپه هغه کورکې نيکي خوروي.

په شريعت اسلام کتاب کې راغلي دي چې کله چې نوې ناوې کورته راځي دهغې پښې په يوه ظرف کې ومينځي اوهغه دکورپه ټولواطاقونوکې وشيندي خداي (ج) په هغه کورکې خيراوبرکت اچوي.

واده کول په اسلام کې ډېرښه اثاراوډېرې ښې ګټې لري داسې چې واده يانکاح کول انسان له تنهايي څخه ژغوري اودبشريت دسالم نسل دبقايوازيني لياره ده. همدارنګه کولى شي له فحشااوخلاف رفتاريواوډول ډول ناروغيوڅخه ژغوري لکه څرنګه چې د(ايدز) په مرض کې ليدل شوي دي.

واده کول دکورنيوترمنځ دښه پيوندوسيله ګرځي اوديوې رغنده اړيکې اودټولنو ديواليتوب لپاره لياره برابروي.همداشان واده دانسان دسترګودساتلو وسيله کېداي شي اودناسالمواوغيراخلاقي کارونوڅخه ساتي واده کولى شي چې ډېرې ښي ثمرې نورې هم ولري اوکولاي شي مينه اومحبت ته لياره هواره کړي.اوترټولوغوره داده چې په واده کولوسره داسلام دمقدس دين پيروان زياتېږي.

په يوه بل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله (ص) ويلي دي چې ولې هغه ښځې چې واده نه کوي دخپلومېړونوپه حق کې له خداي (ج) څخه نه بېرېږي ځکه چې دهغوپه نه شتون کې هغوته په ژوندکې ستونزې ولاړېږي.

 يوې پوښتنې ته بايدپه دې ځاي کې ځواب وويل شي چې کوم ودونه ياکوم ډول نکاح کول دغه پايلې لرلى شي؟ جوته ده چې دنکاح کولوپه وخت کې بايددواړه لوري ښځه اومېړه بشپړرضايت ولري.ځکه چې داهغه وخت دې چې نوربه دادوه تنه خپل نوى ژوندپيلوي اوله نن څخه بايددوي دراتلونکې ښه ژوندکولوفيصله کوي.

په دې برخه کې روايت دى چې يوتن رسول الله (ص) ته ورغى اوورته يې وويل:(زه له طارق بن مرفع سره په يوه جګړه کې وم،طارق دجنګ په ميدان کې وويل چې څوک دي چې ماته نېزه راکړي اوماوژغوري؟ اوزه به هغه ته ددې عوض ورکړم،زه په دې وخت کې طارق ته نيږدې شوم اوورته مې وويل چې څه عوض به ورکړي، ويې ويل چې وعده کوم چې که زماپه کورکې لورپيداشوه هغه ته يې په شرعي نکاح ورکوم،ماومنله اوهغه ته مې نېزه ورکړه اوس خبرشوم چې هغه لورلري اولوريې هم ځوانه شوېده،هغه ته ورغلم اوورته مې وويل چې تاله ماسره داسې وعده کړې وه،هغه په خپله وعده وفاونه کړه اوراته يې ويي چې بيابايدمهرراکړي.اوس تاسې ووايي چې زه په حقه يم اوکه هغه؟

آنحضرت (ص) وفرمايل: (ښځه په کوم عمرکې ده)؟ ده ورته ويل چې ډېرعمريې تېرکړي اوپه وېښتانوکې يې سپين پيداشوي دي. آنحضرت (ص) وفرمايل حق نه ستاده اونه دطارق. نجلۍ بېچاره خپله خپل حق ته پرېږدي،هغه سړي حيران شواوويې ويل داڅه ډول قضاوت دى؟ آنحضرت (ص) وفرمايل (ستاسوپه نظرپلارمطلق واک څېښتن دى)؟ چې داسې نه ده،نجونې دخپل نفس واک لري اوکه تاسې بياهم مهرورکړي  اوبياهم بايددهغې ښځې يانجلې رضايت ترلاسه کړي.

همداډول حديث شريف کې راغلي دي،ژباړه: (له خپلې ځوانې (عاقلې،بالغې) لورڅخه دخپل نفس په باره کې دې اجازه واخيستله شي.که يې سکوت اختيارکړدرضايت نښه ده).

په همدې ترتيب سره حضرت محمد(ص) هغوښځوته چې مېړه نه لري اوهغومېړوته چې ښځې نه لري دواړه مسکين ناداراوبېچاره بللي دي که څه هم چې ډېرشتمن واوسي.

دانسانانو ژوندله کومه چې پيل شوي اوترکومه به چې لادالړۍ وغزېږي له شکه پرته ټېټې اوهسکې له ځان سره ولري دشاه امان الله خان غازي مېرمنې ملکې ثريا په خپله يوه ويناکې ويلي وو (فکرمه کوي چې زمونږټولنه يواځې دنارينه وو خدمت ته اړتيالري،په همغه ډول چې پخواپه اسلام کې ښځوځانګړى ځاى درلود نن هم بايدخپل سهم اداکړي،ځکه چې ښځودتاريخ په اوږدوکې ډېرارزښناک کارونه سرته رسولي دي. ياده دې شي چې دټولنې په پرمختګ کې بايدټول ګډون وکړي، چې په هغوکې دښځوبرخه اخيستنه حتمي ده چې داکادعلم اوپوهې په زرين زيورسمبالول آسانوي).

په برتانيه کې ښځې ددوهمه درجه وګړيوپه کتارکې راتلې،کله چې به يوې ښځې واده کاوه دهغې ټوله شتمنې به دهمدې ښځې په مېړه پورې اړه پيداکوله،ښځودلوړوزده کړو لپاره پوهنتون ته لاره نه لرله او په پارلمان اونوروځايونوکې يې دغړيتوب دموندلوحق نه درلود.

په نولسمه سليزه کې په دغه برخه کې ځينې بدلونونه رامنځ ته شول اوښځوته دواده کولوپه برخه کې بشري حقوق اوامتيازونه ورکړل شول. خولاهم ښځوحقوق غوښتل چې هغو ي درايې ورکولوحق ترلاسه کړي،په اروپاکې لومړنى هېوادچې ښځوته يې درايې ورکولوحق ورکړفنلنډوو چې فنلنډي مېرمنوپه ١٩٠٦ ميلادي کال کې درايې ورکولوحق ترلاسه کړچې په خپل وخت اوخپل ذات کې په اروپاکې نوى کاروو. اودراتلوونکي کال په پارلماني ټولټاکنوکې يې ترګډون وروسته تقريباُ لس په سلنه څوکۍ خپلۍ کړې. همداشان فنلندي مېرمنوبه په مذهبي،ټولنيزو،ښوونېزو اونورو ناستو او غونډو کې برخه اخيسته چې دې ورسره موخې ته په رسېدوکې ډېره مرسته کوله.

دااړينه ده چې ښکاره وي چې بلاخره مونږڅه غواړو او څه کوو او ددې لپاره بايد ځانګړي موخې ولرو. زه يوه ژوندۍ بېلګه دموخې اوهغې ته درسېدولپاره راوړم.

يوډېرښه ملګرى لرم ډېرراته ګران اوښاغلى هم دى هغه ډېرپياوړى اوهڅانددى.يوه ورځ يې راسره څه دپرون اوپخوايادونه کوله څه خبره يې ياده کړه چې په پوهنتون په اتوسمسترونوکې شپږسمستره اول نمره وم.په درېيم صنف کې وم چې طالبانوکابل نوى پريښى وو اودکرزي صيب لنډمهاله دوره وه،نجونې نوې پوهنتون ته له يوه پنځه کلن ځنډوروسته راغلې وې،زه دخپل صنف اول نمره وم،ډېرې اقتصادي ستونزې مې لرلې يوه ورځ په ټولګي کې څوتنونجونوڅه خبره راپسې وکړه چې (داګوره پتلون اوکميس ته يې ګوره دابيازمونږ اول نمره دى) زه يې واورولم،غلى شوم اوله لنډځنډوروسته مې ورته وويل چې :

تېټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه

زه په هــمدې زاړه پتــلــون اول نـــمره يم

هغه ويل چې داماته خواشينوونکې نه وه چې دې نجونوماته داسې ويل،ځکه چې ماځانته داسې ډاډورکاوه چې بلاخره به داسې نه وي ځکه چې ماځانته يوه موخه ټاکلې وه ماته زاړه پتلون او زاړه کميس اودهغونجونوخبروډېرارزښت نه درلود،زما اند دا وو چې زه بايدهغې موخې ته رسېدلى وى،کومې ته چې نن په رسېدوکې يم. نن ښه پتلون اوښه کميس ياښه درېشي خولاته څه چې ډېرنورڅه هم رانه حتي فکرکول نه غواړي چې څنګه لاسته راځې خوبياهم هڅه ددې کوم چې ډېرڅه نورهم ولرم چې ډېرنورڅه هم وکولاى شم.

دايوڅرګندحقيقت دى چې ښه کارونه ډېردى،خو ښه خلک هومره ډېرنه دي چې دښوکارونودکولو جوګه شي. له شک پرته دهرکارسرته رسول په يواځې ځان نه کېږي داسمه دى چې هغه به يوه قوي هوډ ته ارتياولري،په افغانستان کې نوې اورورستۍ هڅې هم دپام وړاوارېښتناکې دي چې په دې کې دخپل درانه ورور ډاکټرصاحب باخترامين زي،ډاکټرصاحب خوشحال روهي،عبدالغفورلېوال، علم ګل سحر،توباندااونوردوستانوهڅې ديادونې اوستاينې وړ دي، چې په خپلوادبي کلتوري اوټولنيزو هڅو سره يې ژبې،سيمې اوخلکوته دپام وړ څه وکړل چې دلارې تعقيبول يې دټولنې اوورځې غوښتنه ګڼم.

همدارنګه مېرمن ټولنيز- کلتوري بهېر هم هغه نيک،رغنده اوپه ځاى افدام وو چې ګڼ شمېرپښنتې ميرمنې اونجونې پکې خپل افکار اواندونه منسجموي اوادبي هڅولپاره لارې هواروي. له شک پرته ښځې هم ترنورواوترډېروښه استعدادونه لري.يوه ورځ ددغې ټولنې په يوه اونيزه غونډه کې لنډمهال پاتې شوم،کومې شېبې چې زه هلته وم په يوه شعرکره کتنه اوپه دوام يې مشاعره وشوه چې دغونډې ګډونوالوپه خپله برخه اخيستنه ښکلې کړه. دکره کتنې لپاره يوآزادنظم وړاندې شوچې دانسان لېونتوب يې سرليک وو،زه دانه وايم چې داسې شعرماکله نه وو لوستى اوياهم نه وواورېدلى، بلکې تردې شعره به مې ښه شعرونه لوستى او اورېدلى وي خو تردريوټکيووروسته ځان پوروړى ګڼم چې ووايم ډېرکم.هلته مې هم وويل چې ځمادهغې خورچې لايې نوم هم نه پيژنم شعرډېرخوښ شو. زه دخپلو نيمګړيوخبروپه پاى کې وايم چې دپښتنومېرمنو اونجونودانوښت به ډېرارزښناک تمام شي اوخپلونوروخويندو او ټولنې ته به ډېرڅه وکړي ښځې دټولنې سمه نېمه برخه جوړوي اودهغوې کړنې دتاريخ پاڼوښودلې ده چې وياړنې يې لرلي دي. کلونه وړاندې کله چې سردارمحمدداوودخان دعراق،بنګله ديش اوهندوستان په سفر تللي وو، دهغه په مطبوعاتي ډله کې افغانه خبرياله اوژورناليسته ماري سعادت چې هغه مهال يې په هېواد او انيس ورځپاڼوکې همکاري لرله تللې وه، هغې ويلي ماپه هندکې په يوه مطبوعاتي ناسته کې له مېرمن اندراګاندي څخه وپوښتل چې لس کاله وروسته دافغان مېرمنو وضيعت څنګه ارزوي؟ وايي چې هغې راته وويل چې که تاسې دافغانستان مېرمنې تکړه وى،دښځوحالت به ورځ په ورځ په ښه کېدوشي او دانه يواځې دښځو بلکې دټول افغانستان وضيعت به ډېرښه ژر ښه شي. په پاى کې يوځل بيازه هغه مېرمنې اونجونې چې په دې برخه کې ترنورو فعالې دي ورته دبېټ نېکه په دې دعاباندې آمين وايم چې وايي:

لويه خدايه لويه خدايه

داوګړي ډېرکړې خدايه

لويه خدايه لويه خدايه

په تل پاتې پښتنۍ مينه

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي