|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| اخترته ... شکرالله طاهري   |||| نوې ليكنه |||| نور هم كاميابي او موفقيت درته غواړم   |||| نوې ليكنه |||| داخترله مبارکیوسره یوځای دشرنګ دکلیزې   |||| نوې ليكنه |||| خدايه ... مينه صابر   |||| نوې ليكنه |||| قلم موجګ،شمله موجګه   |||| نوې ليكنه |||| دسپټمبردیولسمې پیښې معما   |||| نوې ليكنه |||| اختراودشرنګ وېبپاڼې دکليزي مبارکي   |||| نوې ليكنه |||| ستادبنګړوشرنګ مې هرسهارراخیژوی   |||| نوې ليكنه |||| کوچنی اختراودپاڼې کليزه مومبارک شه!   |||| نوې ليكنه |||| دارسالت په مهال عبادت باندې بدلیږی   |||| نوې ليكنه |||| په كليواوبانډوكې اختريز دودونه اورواجونه   |||| نوې ليكنه |||| اختره که راځې ښکلووږمو سره راځه   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو مبارک ... ډاکټر فاروق أعظم   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه لنډيوکې ... يوه ځيرنه   |||| نوې ليكنه |||| هغه په هغه شان مې ډېريادېږي!   |||| نوې ليكنه |||| شدشام ونديدم رخ اوآه نديدم   |||| نوې ليكنه |||| دادچا اختردی؟   |||| نوې ليكنه |||| دکيږدېو مېلمه ... حنيف بکتاش   |||| نوې ليكنه |||| اسلامي نړۍ ولې چپ ده!
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
Mirwais.jpg
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اخترته ... شکرالله طاهري   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - خدايه ... مينه صابر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اخترپه لنډيوکې ... يوه ځيرنه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دکيږدېو مېلمه ... حنيف بکتاش   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب
له ښاغلي طايرځلاندسره ادبي مرکه پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
همت الله امین زی   
Sunday, 21 March 2010

عبدالجبارڅپاندمې ډېرښه ملګرى دى، دښاغلي دډېروښوشعرونوڅخه ديوه شعر يو بيت داسې دى چې وايي:

ستـــادزړه ســــاده جــلال آبـــادكې نن

هېڅ مـــې دكـابــل ســـړى پيــدانـــه كه

مګردښاغلي خلاف مې په كابل كې دجلال آبادسړى پيداكړ،داسړى ښاغلى طايرځلاند نومېده اودشرنګ ویبپاڼې سره دادبي مرکوپه لړکې مې ښاغلى وغږاوه،اودشعر اوشاعرئ په اړه مې ورسره ادبي مركه وكړه،چې تاسویې لوستلوته رابولم. ښاغلی ځلاندهېوادتاند،هڅانداوخوږژبى شاعر،ليكوال او ژورناليست دى،چې دشعراوادب په غولي روڼ برېښېدلى دى،ښاغلي څخه مې دشعر اودده دشاعرئ په اړه څولنډې پوښتنې وكړې چې لاندې ځوابونه يې راسره شريك كړل،په پيل كې مې ترې وپوښټل چې كه دشرنګ وېبپاڼې له درنولوستونكوسره پېژندګلوي وكړې، اوڅه ناڅه دځان په هكله ووايي ؟

ځلاند : مننه امين زى صيب – زه طايرځلاند دننګرهار ولايت دروداتو ولسوالۍ اوسيدونکى يم . پيژندګلو مې هم دطايرځلاند په نوم سره کيږي او دهجرت پرمهال دکوزې پښتونخوا دکوهاټ په سيمه کې زيږيدلى يم اوس مهال په کابل کې ژوند کوم .

شرنګ : کيدى شي دخپلو زدکړو په اړه مالومات راکړۍ؟

ځلاند: هغه دصميم صيب خبره چې دهجرتونو مونږ ته ډيرې ګټې هم راکړي دي يو له هغې نه همدا ده چې دهجرت پر مهال زمونږ ډيرو هيوادوالوته دزدکړو ضمينه مساعده شوه زمونږ اقتصاد ډيربد نه ځکه چې مشرانو رورنو مې کارروزګار درلوده نو مونږ ته دزدکړو ضمينه برابره وه له ډيرو سختو او کړاونو روسته مې په دوزره اتم کال کې له قاضي حسام الدين اسلامي پوهنتون نه په شرعياتو کې دليساسنس سند واخيسته .

شرنګ: که دخپلې دندې او شخصي ژوند په اړه راته وغږيږې ؟

ځلاند: له دزدکړو پرمهال مې دادب له لارې دژورناليستي کارونو سره اړيکه پيداشوې وه لومړى مې په کوهاټ کې ديوې راډيو سره دپښتو وياند په توګه کار کو له دورزه پنځم نه تردوزره وم پورې په همدې راډيو کې وم، په دوه زره وم کې مې دخيبر تلويزون سره کار پيل کړه او چې کله مې زدکړې سر ته ورسيدې نو د نورو هيوادوالو په څير مې خپل وطن ته راتګ غوره وګڼه چونکې خپل مسلک کې راته کار پيدا نه شو نو هم هغو ژورناليستيکو فعاليتونو ته مې دوام ورکړاو دشمشاد تلويزون سره مې کار پيل کړڅه وخت چې دشمشاد د داخلي ګډوډيو نه زړه تنګ شو نوځان مې ترې څنډې ته کړاو دصبح بخير افغانستان سره مې کار پيل کړه څو مياشتې روسته چې دهغو پروژه ختمه شوه نو دانټرنيوز سره مې کار پيل کړچې تر اوسه پورې دپښتو خپرونو دپروډيوسراو پريزنيټر په توګه په کې کار کوم او ددې په څنګ کې دځينو نورو رسينو سره هم همکاري لرم دخداى شکر دى ښه خوشاله يم.

شرنګ : شعرته مو څنګه مخه کړه او شعر او شاعري مو چرته پيدا کړه؟

ځلاند: زه نه پوهيږم چې شعر او شاعري ولې انسان سره اړيکه پيداکوي ، ايا؟ انسان ورته اړتيا لري او که نه شعر په انسان خپله ځان تخليق کوي ؟ دايوه مبهمه مسئله ده چې غور غواړي ، په همدې پوښتنې چې انسان ولې هنري کارونوته  مخه کوي ولې تخليق کوي ډير سوچونه مې وکړل ، دخپلو تجربو پراساس مې ځان سره يو تصور جوړ کړه هغه داسې چې انسان له ازله ديوې پټۍ شتمنۍ په تلاش کې دى ، دهر انسان په پسې داسې يو احساس لږيا دى چې هغه دخپل ځان اظهار غواړي . هرانسان په بنيادي توګه دحسن پسې ګرځي او ديو ابدي ښايښت په لټون کې دى ، دغې احساس هرانسان په خپل باطن کې يوڅه اغيزمن کړى دى ، او داظطراب سره يې مخ کړى دى ، انسان کوښښ کوي چې ځان له دغې اظطراب نه راوباسي او خپل هدف ته ځان رسيدلي اويني ، ددې دپاره هغه زياتره وخت دخيالونو دنيا ته کوچ کوي خيال انسان ته دتيښتې لاره ښاييې يوه دتيښتې لاره هغه هنر ته مخه ده خيال دانسان فطري وړتياو ته ګوري چې کوم هنر سره يې علاقه او مزاج جوړښت خوري ، نو په همدې مرحله کې دښکلادغه احساس ياخو دشعر په بڼه وجود اومومي او ياهم درنګونو په بڼه ، چرته دغه احساس دموسيقۍ په راګونو خپل دخپل وجود اظهار غوره وګڼي او کله هم دتعمير سازۍ په هنر کې خو لڼده داچې ديواحساس اظهار په دې  طريقه دتخليق له لاره منځ ته راشي ، شايد ما پسې هم دښکلا يو احساس و او هغې له مانه دخپل وجود اظهار غوښته شايد زماطبعي ميلان شعر او ادب ته زيات نزدې و نو ځکه مې شعر و شاعرۍ ته مخه کړله.

شرنګ :ستا سې په اند شعر يعنې څه او شاعر يعنې څوک ؟

ځلاند:دشعر په اړه يودوه نظره دي يو هم زمونږ دنصابي استادانو او يوهم تصوراتي او ياهم تجرباتي ، نصابي تعريف ترډيره په نن وخت کې محدود لنډ تنګ دى ، ځکه چې دوخت په تيريدو سره معيارونو کې بدلون راځي او اوس هغه زاړو تعريفونو ارزښت له لاسه ورکړى دى ، او هغه خلک چې تصوراتي تعريفونه دشعر کوي نو هغوي په خپل ذوق شعر تعريفوي ، که په نن وخت کې دشعر تحليلي څيړنه وشي نو دشعر دپاره نوي تعريفونه منځ ته راتللى شي .

زه که دهغې نصابي تعريف نه راتير شم نو دخپلو تخليقي تجربو پراساس ويلى شم چې شعر داحساس عملي وجود دى زياتره خلک به فکر کوي چې په کوم بنياد ، نو هغې ته ما په لومړي سر کې هم اشاره وکړله ضروري نه ده چې بيايې دلته ذکر کړم  ما په خپل شعري تخليقي سفر کې دشعر په اړه داتعريف ګڼلى دى . تاسې وايې چې شاعر څوک دى نو زه خو وايم چې دغې احساس ته هنري بڼه ورکونکي او بيادغه بڼه شاعرانه وي نو هغه شاعر دى.

شرنګ : ځينې شاعران وايې چې  شاعري فطري لورينه ده او د علم پورې اړه نه لري تاسې دې مفکورې ته په کوم نظر ګورۍ

ځلاند: ګوره يواځې شاعري نه بلکې هر هنر فطري لورينه ده په دې معني چې ددې انسان په تومنه کې دتخليق په وخت دهنر سره دجوړښت عناصر ګډ شوي دي او پاتې شوه داخبره چې علم پورې اړه نه لري ، که علم نه ستاسې مطلب پوهنتون مدرسه وي نو دا دروسته چې ضروري ورته نه دى ، او که له علم نه مو مطلب دژوند په اړه نظر وي نو له هغې نه بغير هنر په وجود کې نه شي راتلي هرانسان دژوند په اړه يوتصور لري او په هم هغې بنياد تخليقي کارونوته مخه کوي ، که چرته يو شاعر لوستى او با علمه نو دشاعر په شعر کې به نوره هم پوختګي پيداکيږي ، شاعري به يې فکري رنګ خپلوي ،

شرنګ :څه فکر کوې شعر ليکل الهام دى ؟که داسې وي نو ولې ځنې خلک په فرامايش باندې شعرونه ليکي ايا هغه شعرونه نه دي او که نه دوي بل ډول شاعران دي ؟

ځلاند : ګوره ګرانه زمونږ کمبختي همدا ده چې مونږ کله هم په يوه اصطلاح باندې ځان نه پويو، دشعر الهامي ګڼل هيڅ کله دا مانا نه لري چې ګنې لکه دصحيفې په څير دۍ يوه فرښته دخداې له لورې په شاعر شعري  الهام راوړي . ما چې خپله څومره هم په دې اصطلاح فکر کړى دى نو ماته په ذهن کې ډير شکونه راولاړ شوي دي په يونان کې دامفکوره عامه وه چې دشعر دپاره هغوي يو خداى [نغوذ باالله ]ګنلو ډير خلک دهمدې تصور او مفکورې نه اغيزمن دي او شعر لکه اسماني صحيفې الهام ګڼي ، خو زه وايم چې شعر کله هم په دې مانا الهام نه دې بلکې دالهام نه مطلب دلاشعور له لارې راغلي خام مواد په تحت الشعور کې دتخليق له عمله تير شي چې خلک ورته دالهام نامه ورکړي ، خبره ټوله په اغيزمنتياکې ده مونږ چې هرڅه کو په حقيقت کې مونږ ديو تصور نه اغيزمن يو مونږ سره په ذهن کې يوه مفکوره شته چې مونږ په هغې کار کو چې کله مونږ اغيزمن شو نو هنر مند او فنکارهغې ته دهنر او فن جامه ورپه غاړه کړي

په حقيقت کې زمونږ ذهنونه دسپينې پاڼې په څير دي چې دژوند دخارجي رنګونو نه رنګ اخلي ځنې وخت هغه دلاشعور تردرشله ورسيږي او ځنې وخت هغه په سمدستي توګه دتخليق جامه واغوندي هغې ته فالبديه هنر هم وايې ، نو کله چې يوچا ته فرمايش وي په حقيقت کې هغه له اندرون نه موتثره شي او هم دغه فرمايش دهغې دتخليقي عمل لامل وګرځي ، دورځې په وږدو کې مونږ ډيرڅه ګورو هغه په مزه مزه زمونږ دلاشعور برخه ګرځي او چې کله هغه دلاشعوري عمل نه تير شي نو بيا دوباره دآظهار لاره خپلوي ، دا اوس که تاسې الهام ګڼې او که دشعور او لاشعور ترکيبي عمل ،

شرنګ : تاسې په خپله تر اوسه څومره شعرونه ليکلي دي ، او دشعر مرګزي موضوع مو څه ده ؟

ځلاند: دشعر دشمير په اړه څه نه شم ويلي ځکه چې کله مې ټول نه دي شمارلي خو يوه شعري ټولګه [خوشبو  نه وينه درنګونو څاڅي ] چهاپ ده ،او نور مې هم ليکلي دي نو نه پوهيږم چې شمير به يې څومره وي. او تاسې پوښتنه کړى چې دشعر موضوع مو څه ده ؟ نو که زما شاعري چاهم لوستلي وي نو هغه به له ماښه پوهيږي چې زما دشعر موضوع څه ده ولې چې داقضاوت له مانه زما لوستونکي ښه کولى شي خو دومره به اوايم چې ماکوښښ کړى چې دخپل وخت سره مزل وکړم او دخپل وخت غوښتنې په نظر کې ونيسم او هغې ته دهنر په لاره يو نوى رنګ ورکړم ، زما په نظر ما ته چې په خپل دور کې کوم مسايل مهم ښکاره شوي دي زه په شعوري او لاشعوري توګه هغې اغيزمن کړى يم نو هغه  مې دشعر په جامه کې وړاندې کړي دي که زه چرته له فطري حسن نه اغيزمن شوى يم نو ماهغه راخيستي دي او که دانسان له ښکلانه اغيزمن شوى يم نو هغه مې راخيستي ، زما دشعر بنيادي موضوع زما په خپل نظر حسن او ښکلا ده خو داچې دژوند ښکلا ته کوم ګواښونه پراته دي ، کومو عناصرو ژوند نه دښکلاتروړلو هڅې کړي دي په دې مې هم سترګې نه دي پټي کړي ماته چې څه هم دژوند دښکلا دپاره لازم ښکاري ما هغه راخيستي دي ، کله کله چې زه دخيال دنياته تللي يم نو هغه تصورات چې دکاينات دجوړښت په اړه زما  په ذهن کي دي هغې هم دشعر په بڼه ځان ښکاره کړى دى نو ويلي شم چې زما دشعر موضوع يوه نه ده بلکې ډيري دي

شرنګ : دښه شعر دپاره کوم معيارونه غوره کوۍ ؟

ځلاند : يوه خبره په هنري  بڼه کول چې دماضي دتجربو بنياد دحال دغوښتنو او دارتلونکي دپاره په کې دژوند عناصر موجود وي زما پراند داښه شعر دى ځکه چې مونږ بايد دمشهور او دښه په مينځ کې توپير وکړو او هغه دراورټي خبره به راواخلم چې رحمان بابا مشهور شاعر دى خو خوشال بابا ښه شاعر دى ، نو دخوشال بابا دشعر ښه والى په څه کې دى همداچې هغه زما ددې پورتنې خبرې تايد هم کوي او دمعيار هنداره هم ده

شرنګ : کوم ډول ته ارزښت ورکوې  طبيعت او که ښکلاته چې جوړه شوي وي[لکه يوه دنگه ماڼۍ کيدشي ښکلا ولري ] او که ديوې سيمې يا يوځاى خپلې څيرې ته چې کيدى شي يو غر وي ] او که هر يو يې غوره ګڼۍ خو دليل يې څه دى ؟

ځلاند: ګوره ښکلا ښکلا وي هغه که طبعي وي او که دانسان په لاس جوړه شوي ښکلا او ديو شاعر دپاره خو داخبره بيښي ساده ده ځکه چې شاعر دښکلا داحساس ليونى دى ، هغه يو ترانسپوټي شعر دى .

شاعر سړى يمه ريښتيابه وايم

داښکلي نه دي ، دامې ډير خوښيږئ

که ته چرته يوه پلاستکي نينزکه هم ښکلې جوړه کړې نو دشاعر بې چاره زړه به ورته درزيږي ځکه چې دهغې مينه دښکلا سره ده او چې په څه کې هم ورته ښکلا ښکاره شي نو په هغې زړه بيلي شاعر دعقل په نيوکو سره کار نه لري شاعر هغه څه ته ليواله وي څه يې چې زړه ته نزدې وي او دهغه په احساس ا غيزه کوي همدا راز شاعر په خپل تصور کې دښکلا دپاره يو معيار جوړ کړى وي هر هغه شى چې په دې معيار پوره شي نو دشاعر هغه خوښيږي زه په خپله دا يو رواني حالت ګڼم چې دشاعر په روان کې ځاى نيولى دى.

ما دپاره هم هر هغه څه ښه لږي چې ښکلى وي هغه که غر وي که شنه سيمه وي که سمندر وي ميږې وي که مرغې او که انسان  خو چې زما دمعيار په ذهني تصور پوره وخيږي ماته دهغې ديدار خوند راکوي.

شرنګ : داوسني شعر دضعيت په اړه څه فکر کوې ؟

ځلاند: مشکل سوال دى ولې چې نن سبا سپينه خبره کول ځان ته مشکلا ت پيدا کول دي خو خير ريښتيني کره کتونکي له دې ګواښونونه نه ويريږي ، دقضاوت پراساس بايد وايم چې له تيرو پنځو شپږو کلونو نه راپه ديخوا چې ما دپښتو غزل په اړه څيړنه پيل کړې ده نو ما دډيرو شاعرانو کتابونه ولوستل دچا چې کتاب چهاپ نه و هغوي راته خپله منتخب غزلونه راکړل زه ډير خوشاله شوم چې مونږ يو ډير پياوړى شعر ي بهير لرو په کوزه پښتونخوا کې خو دشعر معيار اوس بيښي لوړ دى ، پيښور ، مردان ، کويټه ، خيبر ، کواټ ، او داسې نور ادبي مرکزونو کې شعر ډير پرمختګ کړى دى هلته داسې شاعران شته چې له هغې نه دراتلونکي دپاره ډيره تمه کيدى شي او اوس هم هغوي دځان دپاره يو معيار جوړ کړى دى هلته اوس شعر دنړيوال معيار په هسک ولاړ دى هلته اوس شعر فکري رنګ خپل کړى دى او شعر خپل بلوغت لره رسيدلى دى ، رابه شو دبرې پښتونخوا په لور دلته له پخوا نه شعر کمزورى و ځکه چې چاورته ارزښت نه و ورکړى زمونږ مشرانو داسې فکر کو چې ګنى شعر هيڅ رازښت نه لري ، خو له دينه نه وو خبر چې اوس هم زمونږ ژبه ښه شعر ته اړتيا لري دثور له انقلاب نه روسته لکه څنګه چې ددې سيمو دخلکو دژوند په نورو برخو کې بدلون راغى نو همداسې يې دادبياتو په برخه کې هم مثبت بدلون رامنځ شو په دې وختونو کې چې چا لومړى شعر ته چا لومړى نوښت ورکړه نو په هغو کې مرحوم اسحاق ننګيال اوصديق کاوون لومړي نومونه دي تاسې په هغې وخت کې دکاوو ن  دکميااستاد تر سر ليک لاندې شعر لوستلي شۍ مرحوم ننګيال شعر ته نوى رنګ ورکړه هغه رنګ چې دنزک خيالۍ په نوم ياديږي چې مخ په ورکيدو و مرحوم ننګيال هغه راژوندى کړه روسته ورپسې دارسۍ نورو شازلمو ته راورسيدله چې کاروان مصطفي سالک اجمل اند لال باچا ازمون رحيم داد همزولى پروين ملال او داسې نورو شاعرانوته دالړۍ را رسي ډير پرمختګ وشو دشعر په برخه کې خو څه وخت کيږي چې دابهير يو څه ماته ټکنى ښکاري دکابل شعر هغه دچا خبره دچنا ر او نښتر پورې محدود شوى دى او په ننګرهار کې داختلافاتو له کبله شعري بهير کمزورى شوى دى ځوانانو ته داسې ادبي فضا نه ده جوړه شوې چې په هغې دښه تخليق له پاره مزل وکړي ترډيره حده ځان ځاني ده او په کابل کې ګروپ بندې شعر ته ګواښ پيښ کړى دى چې په زيان به يې روسته خلک خبر شي ؟ خو بياهم په ځوانانو کې هم تکړه شاعران شته چې ښه تمه ترې کيدى شي  بشير ګواښ حيات الله وړ سيد جيلاني جلان  جلا ل امرخيل مصور قريشي سرحدي ځواک زيرک فهيم ،

شرنګ : دنن او پرون شاعر ي څنګه سره پرتله کوۍ ؟

ځلاند: مونږ کله هم دنن شعر دپرون سره نه شو پرتله کولى ولې چې هغې دکلاسک درجه خپله کړې ده او زمونږ ننى شعر لا دمزل په حالت کې دى په لڼدو ټکو دومره ويلي شم چې دنن شاعر ډير زيات د  وخت په جال کې ګير دى په پروني شاعرۍ دکلاسک عناصر زيات و خو په نن شاعۍ کې دکلاسکيت عناصر ډير کم په نظرراځي ،

شرنګ: ستاسې په اند ديوښه شعر ځانګړيتاوې څه ؟ او کومې دي ؟

ځلاند : په همدې اړه ما مخکې هم خبرې وکړې خو لږ نور وضاحت به وکړم هغه داسې چې په ساده انداز کې ښه خيال او فکر په ښه سبک کې وړاندې کول دښه شعر ځانګړتياده ، خو تاسې به فکر کوۍ چې ښه خيال او ښه فکر کوم يو زما په شخصي نظر چې دوخت ضرورتونه او غوښتنې په کې مراعت شوي وي هسې مفروضې نه وي ځکه چې راتلونکي دور د فکر منطق دور دى او هلته به مفروضې خپل ارزښت له لاسه ورکوي يوه بله ضمينې خبره به هم په همدې مورد کې وکړم تاسې به نن سبا به د ډيرو شاعرانو په شعرونو کې داسې ترکيبونه ليدلي وي چې هغه دحيقيقت سره خو څه کوې دشعر ي منطق سره هم اړ خ نه لږوي

شرنګ : په پخوانيو او اوسنيو شاعرانو کې دچا له شعره ډير خوند اخلۍ او ښه يې ګڼې ؟

ځلاند : ستاسې پوښتنه دوه برخې لري يوه دخوښې ده او بله هم د ښه او غوراوي ، لومړۍ برخې په اړه به درته اوايم چې په پخوانيو شاعرانو کې خوشال بابا رحمان بابا حميد بابا کاظم خان شيدا کامګار خټک مې ډير خوښيږي هميشه يې لولم او خوند تر ې اخلمه په اوسنيو شاعرانوکې حمزه باباقلندر مومند ايوب صابر رحمت شا سائل قمر راهي شمس القمر انديش اکرام الله ګران سيف الرحمان سليم ، سعيد ګوهر ، درويش درانى ، محمود اياز ، خالد پښتون ، رياض تسنيم ، رزاق فهيم ، سهيل جعفر ، پروين ملال ، رحيم داد همزولى ، اجمل اند ، ننګيال ، کاوون ، کاروان جلان لال باچا ازمون انديښمن ځاځۍ  مصطفى سالک او داسې څه نور شاعران هم شته چې اوس يې نومونه رانه هير شول ددې شاعرانو نه تل ما ډير خوند اخيستلى دى او ما تر ې خوند اخيستۍ دى

او پاتې شوه دښه خبره نو داقضاوت ددوى په منځ کې په دقيق ډول نه شم کولى خو هر شاعر په خپل ځى دوروند او ښه دى

شرنګ : په شعر کې له انځور سره مينه او انڅور ګڼۍ گ

ځلاند : زما په فکر انځور په خپله هغه هنر دى چې شعر ته ژوند روبخښي يواځې مونږ کولى شو چې دانڅور له مخې په سمه توګه خپل پيغام خلکو ته ورسو او خلک يې ياد کړي ولې چې انځور ذهني صورت مومي او چې که تصوير ذهن کې جوړ شي نو دې په اړه تصور ډير زر کيدى شي ،زه په خپله خپل شعر کې انڅور ته ډيرارزښت ورکوم او کوښښ کوم چې خپل پيغام دانڅور له لارې دشعر په بڼه بيان کړم

شرنګ : دنارينه او ښځينه شاعرانو دشعرونو دتوپير په اړه څه لرۍ ؟

ځلاند : ګرانه ما دپاره دا دومره مهمه پوښتنه نه ده ولې چې داښکاره خبره ده چې دنر او دښځې ترمنځ په زياتره مواردو کې راوني حالت بيليږي ښځه چې شعر ليکي په لاشعوري ډول په کې دخپل رواني حالت څرګندونه کوي ، تاسې دحسينه ګل تنها دسلمي شاهين  دپروين ملال شعرونه ولولۍ ، همداراز نارينه شاعران هم درواخله ، اوس که کوم سړ ى دښځې په نوم شعر ليکي او ياهم کومه ښځه دنارينه په نوم شعر ليکي نو صفا درواني مطالعې له مخې پيژندل کيږي ، ډير خلک داکوښښ کوي خو حقيقت نه شي پټيدلې او دا عينکې که تاسې اوس هم په سترګو کړۍ نو درمعلوم به شي چې دکومې شاعرې په شعر کې دچا تصوير دى ، اوس مهال کې چې څوک هم داکار کوي هغه يې که مني او که نه خو په حقيقت کې هغه دهغې ښځينه رواني حالت څرګندونه کوي کوم چې ددې په مردانه وجود کې ځاى پر ځاى دي ولې چې رواني حالتونه په لاشعوري توګه ښکاره کيږي او هغوې ددې کار نه يو رنګه خوند اخلي ،

شرنګ : کيدى شي دخپلو شعرونو بيلګې دخپلو لوستونکو سره شريکې کړې ؟

ځلاند: مننه زه به کوښښ وکړم چې يوڅه درته وړاندې کړم :

غزل

چې  تا مې نوم واخيسته ،عام لکه متل شومه زه

ومه نيمګړى خوستاعشق کې مکمل شومه   زه

شايد دا ستا دنظرتله اوس هغه رنګ نه وي

داسې ګومان مه کړه، چې دومره زربدل شومه زه

هغې کوله خپله ، ماهم بس دخپل زړه منل

دسترګو تورشوم چې دخت په ژرنده دل شومه زه

ته مې کافيه شوې دژوندون ، ته مې رديف شوې دژوند

ستا دنظرپه هنر ياره جوړ غزل شومه زه

زما په مخ باندې نوکارې دحالاتو ښکاري

زما ګريوان څيرى شو وګوره پاګل شومه زه

چې مې هرڅه ليدل ، نولاره وه زما په واک کې

چې پټې سترګې شوم غلام دخپل ازل شومه زه

شونډې مې پاړ دي ، په ليمو مې خړې خاورې پرتې

ژوندى مثال خدايه ،دژوند دچاپيرچل شومه زه

بل غزل:

که چرته راغلې نو سپرلى به ځان سره راوړې ته

دهيلو سيمې ته  به بيا  دژوند   نغمه  راو ړې  ته

ستا د دعا زانګو وخت غيږ ې  ته  پريښى  نه  يم

مورې،که شپه راشي نو زر ورته ډيوه راوړې ته

دشپې سپوږمۍ ته دخپل زړه پرهر ټکور کړمه زه

سهار يې   بيا باده  له  زلفو  نه  وږمه  راوړې  ته

دپيغلو هيلو  په  نغمو  باندې   ودان   به   شي   بيا

د زړه  ګودر  ته  که  اشنا  د عشق  ټپه  راړې  ته

دا خاموش خلک به  د ښار  کوڅو  کې  وګورې بيا

طايره   دوي   ته  که   د  سترګو  اينه  راوړې  ته

شرنګ: مننه چې دشرنګ لوستونکوته مو دخپل ځان او دپښتو ادبياتو په اړه مالومات ورکړل

ځلاند: له تاسې نه هم مننه چې دخپلو لوستونکو سره مو دڅو شيبو موقع راکړه .

پاى

اخري بدلون ( Monday, 22 March 2010 )
 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي