|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| اخترته ... شکرالله طاهري   |||| نوې ليكنه |||| نور هم كاميابي او موفقيت درته غواړم   |||| نوې ليكنه |||| داخترله مبارکیوسره یوځای دشرنګ دکلیزې   |||| نوې ليكنه |||| خدايه ... مينه صابر   |||| نوې ليكنه |||| قلم موجګ،شمله موجګه   |||| نوې ليكنه |||| دسپټمبردیولسمې پیښې معما   |||| نوې ليكنه |||| اختراودشرنګ وېبپاڼې دکليزي مبارکي   |||| نوې ليكنه |||| ستادبنګړوشرنګ مې هرسهارراخیژوی   |||| نوې ليكنه |||| کوچنی اختراودپاڼې کليزه مومبارک شه!   |||| نوې ليكنه |||| دارسالت په مهال عبادت باندې بدلیږی   |||| نوې ليكنه |||| په كليواوبانډوكې اختريز دودونه اورواجونه   |||| نوې ليكنه |||| اختره که راځې ښکلووږمو سره راځه   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو مبارک ... ډاکټر فاروق أعظم   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه لنډيوکې ... يوه ځيرنه   |||| نوې ليكنه |||| هغه په هغه شان مې ډېريادېږي!   |||| نوې ليكنه |||| شدشام ونديدم رخ اوآه نديدم   |||| نوې ليكنه |||| دادچا اختردی؟   |||| نوې ليكنه |||| دکيږدېو مېلمه ... حنيف بکتاش   |||| نوې ليكنه |||| اسلامي نړۍ ولې چپ ده!
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اخترته ... شکرالله طاهري   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - خدايه ... مينه صابر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اخترپه لنډيوکې ... يوه ځيرنه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دکيږدېو مېلمه ... حنيف بکتاش   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب
له اغلې هماظفراحمدزۍ سره ادبي مركه پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
همت الله امین زی   
Sunday, 28 March 2010

په لټون كې ملوملګرو! هماظفراحمدزۍ له هېواده پردېسه،تانده،هڅانده،نوښتګره اوخوږژبې شاعره دى، چې دپښتو شعراوادب په غولي رڼه برېښېدلې دى.

هماظفراحمدزۍ په ګاونډي هېواد دپاكستان كې دپردېسۍ شپۍ ورځې سباكوي،اغلې احمدزۍ دخپل شته ادبي استعدادله مخې په ډېر كم وخت كې دشعرپه رنګينه نړۍ كې ډېره ښه وځلېده،چې دشرنګ وېبپانې دادبي مركوپه لړكې موداځل له دې ژورفكره، نوښتګرې، دمانااوحقيقت په لټون پسې ستړي،فلسفي او دردمنې ليكوالې او شاعرې سره په دزړه خواله كړې دى چې دخبرو پيل به داغلې په يوه بيت سره وكړو، چې وايي:

دوخت خدايان اوقــاضيــان نه اورى دانصاف آواز

هلته به ګوروهغه وخـت کې چې مې رب قاضي وي

دبنـــــده ګــانـــودنــظــــربــــه درتــــــه څـــــه ووايــــــم

زه خوپه دغه تصــلي يم چـــې مـــې رب راضـــي وي

شرنګ :  دشرنګ سلامونه اونېكې هيله ومنئ ؟

هما: له يادښت نه مومننه امين زى صيب - سلامونوته موعليک وايم اوزماسلامونه اونيکې هيلې هم قبولې کړه.

شرنګ : كه له شرنګ سره پېژندګلوي وكړئ ؟

هما: بياهم مننه امين زى صيب، لكه تاسې چې وويل هماظفراحمدزى يم. شعرى تخلُص مې (مهزوم) دمرحوم الحاج ظفرخان احمدزي لوراصل کې دلوګر دسرخاب احمدزي يوخودکابل ولايت دخوردکابل په سيمه کې زيږيدلې يم اواوس مهال خپلې مهربانه کورنۍ سره په پاکستان کې دژوند شيبې تېروم.

شرنګ : كېدى شي دخپلو زده كړو په هلكه مالومات راكړئ ؟

هما: دلوُمړنيوزدکړو يوه برخه مې په كابل كې دخيرخانې مېنې په نسوان لېسه کې کړي چې وروسته بيادحالاتودناکرارتيا له امله پاکستان ته راغلواوپاتې مې په پيښورکې پاى ته ورسولې اوپه څنګ کې څه ناڅه کورسونه او اوس مهال که بخت راسره ياري وکړي نودلوړو زدکړوپه هڅه کې يم. بله کومه دنده نلرم دخپلې مهربانې کورنۍ په خدمت کې يم.

دمکتب دورنه دکتابونواومجلو لوستل له کتاب سره مينه،ددوستانو تشويق اوهغه مُشکل حالات چې زموږ ټول وطنوال يې ښکارول هغه کورنۍ جګړې چې ټول په کې راښکېل ول،دغه پټ استعداد چې د الله پاک راکړى ده رابرسيره کړل.

شرنګ :  شعر ته موڅنګه مخه كړه او شعر او شاعري مو چېرې پيداكړه ؟

هما :  د مکتب دور نه دکتابونو او مجلو لوستل له کتاب سره مينه،د دوستانو تشويق او هغه مُشکل حالات چى زموږ ټول وطنوال يى ښکارول هغه کورنۍ جګړى چى ټول په کښى راښکيل ول،دغه پټ استعداد چى د الله پاک راکړه ده رابرسيره کړل.

شرنګ :  ستاسو په اند شعر يعنى څه او شاعر يعنى څوک؟

هما :  ښايي دچالپاره شعريوه منظومه ويناوي ياڅه نور،زمالپاره شعريوښکُلى احساس ده يوپيغام ده يوه هېنداره ده،دمينې،دواقعاتو چې کله يوتل پاتې سندره شي تل پاتې يادشي اوکله دتاريخ يوتل پاتې برخه جوړه شي لکه دملالۍ داټپه چې دغازيانودهمت اوبري سبب شوه:

که په ميوندکې شهيدنه شوې

خداى ګوالاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

او شاعريوحساس، ريښتينى اوپاک زړه لرونکى څوک چې خپل خداى ته اوخپلو خلکو ته ځان نږدى ګڼي دنورودردخپل دردګڼي چې له دې اندرونې جذباتواواحساساتو ښکُلى احساس وزيږى ترې شعر جوړ شي ټپه جوړه شي او سندره شي او له هر قيد او بند نه آزاد د دغه بې وزره مرغه په وزرو والوزي کوم چې هيڅ څوک يې پښو ته زولنې نشي اچولى.

شرنګ : ځينې شاعران وايي چې شاعري يو فطري لورېيند ده  اوپه ډېر علم پورې اړه نلري  تاسو دې معقولي ته په كومه سترګه ګورئ ؟

هما :  دا واقعيت ده چې د خداى پاک يوه پيرزوينه ده يوه فطري لورينه ده چې په هر چا نه ده پيرزو شوې دا په ډير علم پورې تړاو نه لري .

د مرحوم ملنګ جان تل پاتې شاعري ددې خبرې يومثال دى ، هو البته له دې استعداد سره که مطالعه وي او ښه کتابونه ولوستل شي نوليکنې به نورې هم ښکُلى او پياوړې وي .

شرنګ :         څه فكر كوئ،شعرليكل الهام دى،كه داسې وي ولې ځينې خلک په فرماېش باندې شعرليکي، موضوع اخلي اوبياورباندې شعرليکي،که چېرته شعرله الهام نه پرته نه شوليکلاى،نودغه شاعران چې داډول شعرونه ليکي،دې ته څه وايئ،داشعرونه نه دي اوکه دوی بل ډول شاعران دي ؟

هما :  شعراحساس ده شعر مينه ده چې په زور نشى .زما تر اوسنى تجربى شعر يو الهام دى هو داهم ده چې کله يو موضوع وټاکل شى او بيا پرى ليکنه وشى لکه بعضى مُشاعرو لپاره خو کوم خوند چې په الهام کى دى د هغه ښکُلى احساس ځاى دا انتخابى خبرى نشى نيولى،چيرته د باران څاڅکي چې روح تازه کوى او چيرته د نل له خولى نه د اوبو څو څاڅکى

شرنګ : څومره شعرونه مو تراوسه ليكلي دي اوشعرونه موډېرې په كوم څه راڅرخي او ډېرموڅه ته پكې ارزښت وركړى دى ؟

هما :  چې زه يې لږ وړ ګڼم ترسلو شاوخواکې دى هيله لرم يوه شعري ټولګه ولرم تر څوله  دوستانو سره خپل احساس شريک کړم.

زما په شعرونوکې کله دژوند په شته شيانو شکُر دى کله جنګ دى مينه ده، شکوه ده،شکايت دى درد دى او کله څيرى ګريوان .غواړم نوښت وى په کى يو پيغام وى په کى اودزړونو تل ته ورسيږى.

شرنګ : له خپله انده دښه شعر لپاره كوم معيارونه غوره كوئ  ؟

هما :  چې معنا او مفهوم وى په کښى يوه ښه شروع او پايله ولرى او هره قاعده ماته کړى د لوستونکى په ذهن کى يو تصوير جوړ کړى او د زړه تل ته ورسى.

شرنګ : كوم ډول ته ارزښت وركوي ، طبيعت اوكه ښكلاته چې جوړه شوي وي (لكه يوه دنګه مانۍ چې كېدى شي ښكلا ولري اوكه ديوې سيمې يايوه ځاى خپل اصلي څېرې ته چې كېدى شي هغه يو غر وي) هريو يې غوره ګڼۍ كېدى شي دليل يې وښيۍ ؟

هما :  په دى دنيا هيڅ يو څيز د الله له رضا نه پرته ندى راغلى دواړه يى د ارزښت وړ دى هغه که دسپرلى مهال د ګلابوعطرينه شپه کى  د څوارلسم سپوږمى او په خوا کى يى يوځلانده ښايسته ستورى وى او که په مينه کى جوړيو ښکُلى د ياد ګار څلۍ تاج محل وى چې  دواړه زما ډير خوښ دى

شرنګ :  داوسني شعر وضيعت څنګه ارزوۍ ؟

هما :  مخ په ښه کيدو ده له هغه کنځلو او شعُارونو راوتلى دى خو اوس هم خلک داسى يو شعر خوښوى چې زه يم او ته يى او نور دى هيڅ نه وى.

شرنګ :  دنن او پرون شاعرانوشاعري څنګه سره پرتله كوۍ ؟

هما :  پخوانۍ شعر تل پاتى وه ريښتينى مينه وه،اميد وه يو پوخ عزم واراده وه ،مى وجام وه او د زړه تل ته رسيدل هر چا خپل ځان په کى ليدى شواى.

اوسنې شعرکى نا اميدى ده، عمومى حالت ځپلى ده،ډير کم دزړه تل ته رسى ښايى سبب يى د شاعرانو زياتوالى او د مشرانو نه پاملرنه دى.

شرنګ : ستاسو په اند ديوه ښه شعر ځانګړ تياوې به څه اوكومې وي ؟

هما :  زما لپاره د يو ښه شعر ځانګړتيا هغه ده چې تش يو شعر نه اوسى لوستونکى ته يوڅه پيغام ولرى د يو درد من زړه نه راوتلى يوه چغه شى غوږونه وکړنګوى،له سترګو نه را څڅيدلى اوښکه شى چې کاڼى اوبه کړى او له قيد نه آزاد وى تر څو نيمه خبر په زړه او نيمه په خوله پاته نشى ،دا هم بايد ووايم چې زما شعر هغه قاعده چې يو منظوم شعر يى لرى ماته کړى ده او د هيجا له بند نه وتلى دى دا چې څوک يى زما کمهښت ګڼى يا يى زما نوښت او بغاوت ګڼى قضاوت دوى ته پريږدم او خپل دا شعر دوى ته ډالى کوم او د خپل دغه بغاوت پيغام يى ګڼم:

ما شعر له زنځير د هيجا مات کړلو

زه يى  د قيدوبند له حسار لرى وړم

دغه بى وزره مرغکۍ پريږدم

پړ پړ وزرونه ونغاړى

 د خيال په وزرو والوزى

يوسى د مينى انګازى مى د سپوږمۍ تر کلى

پريږدم يو څاڅکى د شبنم  د ګل په پاڼو شى

د پسرلۍ توتکى يى

د ګلاب له ګلابۍ شونډو نه  وزبيښى

يا  له دى مخکى نه يى

دلمر زرينۍ وړانګۍ ترينه په غلا يوسى

او په فظا کى د وورو څپرکى شى

دانه دانه د پسرلۍ باران شى

په دښتو غرونو

د صحرا په لمن ووريږى

په کى غاټول وټوکي

د چا ليلا يى په اوربل کى کيږدى

ځان سره د مينى څه خوږى او څه ترخۍ افساني جوړى کړى

 شرنګ : په پخوانيواواوسنيو شاعرانوكې دكوم شاعرله شعرونو نه ترنورو ډېرخونداخلۍ او ښه يې ګڼئ؟

هما :  هغه خاص خوپه خپل ځاى پريږده چې خاص دي لکه رحمان بابا،حافظ، ملنګ جان او نورپه خاصه توګه مې کوم نه دي مشخص کړي بيا هم داويل غواړم چې هرهغه شعر چې د زړه تل ته ورسي که هغه د رحمان بابا له مينې او شکوې ډک دادوه بيته وي:

چې داستادغه خصلت وي زمااوښکې

داپټ رازبه مې په درست جهان رسواکړې

اوکه دکاروان صاحب داله درد او واقعيت نه ډک دوخت بيان چې هر هډ په لړزا کوى او له سترګو بى واکه اوښکى راځى(ته به راځې ته مى په خوب ليدلې )ده.

تر تُورو لاندى مو په پرى سرونو ستا په خاطر

شهيدانه رقصونه ډير کړي دى

شرنګ :  په شعركې انځوراو له انځورسره مينه په شعركې څنګه ګڼئ؟

هما : شعر او انځور لکه په يو تن کې ساه دليکونکى په ذهن کې خويوانځوروى خويوشعربايددومره پياوړى وي چې دلوستونکي په ذهن کې هم يوانځورجوړکړي.

شرنګ :  دنارينه اوښځينه په شعرونو كې دتوپير په اړه هم څه لرئ؟

هما : زما په نظر شعر يو شعر دى ولى دلته هم پرى بنديز ولږو زما په نظر ضرور نه ده چې ښځه دى تل يو څوک په شعر کى انځور کړى او دا ضرور نه ده چې شعر دى د شاعرشخصى ژوند پورى تړاو ولرى هو دا هم ده چې زموږ پښتنه ټولنه لاهم په وړه وړه خبره دټولنى دا هستى له نيوکو لاندى نيسې .

شرنګ : كېداى شي دشعريوه نيمه بېلګه دې له درنولوستونكوسره شريكه كړې ؟

هما :  ولې نه دا دوه درې دشعرونوبېلګې درته وايم هيله ده چې ستاسو او ددرنو لوستونكو خوښ شي.

غزل

کله ځان  لکه  سپين غرغوندى اوچت راته ښکاره شى

کله دغره لمن کى پريوتى سپيره کاڼى

نن مى بيا په زړه تيره د درد خوره ده

لکه ووهى چې څوک يى په څټک دکوم ترکاڼى

که ته غواړى چې مى پوه کړى نودرنه پښتو راوايه

ما نه  نشى هغه دغه هاڼى  ماڼى

د مهزوم په مخ   ور  بيرته کړه  يوځلۍ

په ځولۍ کى مى راوړى دوطن د بآغ  مماڼى

 

بله بېلګه:

 

پښتانه يو لر اوبر

وايو الله اکبر

يو مو عزم يو رهبر

وايو الله اکبر

مونږ امت دپاک رسول يو

چې يى له نور نه ټول جهان ده منور

وايو الله اکبر

زموږ کلکى ارادي دى موږ دحق په لاره درومو

که موږ بايلو په دى لارکى دا خپل سر

وايو الله اکبر

مونږ سجده کړو يو الله ته

نه ټيټيږو په هر در

وايو الله اکبر

مونږه مينه کړو بى باکه او سپيڅلى

خوښ مو نه دى شور او شر

وايو الله اکبر

زموږ عزت ته څوک په بد نظر که ګورى

بى قيامته به پرى جوړ کړو معشر

وايو الله اکبر

شاه زلمى دميرويس خان غوندى لوى شوى دمورغيږ کى

خوږ وطن ته خپل هم ډال يو او هم سپر

وايو الله اکبر

منافق نظرکى پام کوه هيڅکله مه راګوره

ګڼى باسو دسر سترګى په خنجر

وايو الله اکبر

د زلمو همت مو مه آزمايه پام کړه

له تا وخته نه ګټلى زموږ ملالى ده سنګر

وايو الله اکبر

 

  بله بېلګه:

داغ د زړه

ماته دسور باغ او د شين باغ خبرى څله کړى

زه هغه لاله يم  چې بيد يا کى ټوکيدلى  يم

يوه لمحه ښادى زما يو آرما نى زړه زما

لا چې غوړيدلى يم بيرته رژيدلى  يم

څه ګورى او څه به وى نور زينت سينګار زما

دغه شانې ګوره په زړګي کې داغيدلې يم

زه يوه ناره دآزادي اونښانه دمهربانه رب

داسې چې په دې وچه سحراکې غوړيدلې يم

شرنګ :  مننه چې دشرنګ پاڼې دپوښتنوپه اړه مومالومات راكړل .

هما :  بياموهم له دې لورينې اويادښت نه مننه کوم

اخري بدلون ( Monday, 29 March 2010 )
 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي