|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| اخترته ... شکرالله طاهري   |||| نوې ليكنه |||| نور هم كاميابي او موفقيت درته غواړم   |||| نوې ليكنه |||| داخترله مبارکیوسره یوځای دشرنګ دکلیزې   |||| نوې ليكنه |||| خدايه ... مينه صابر   |||| نوې ليكنه |||| قلم موجګ،شمله موجګه   |||| نوې ليكنه |||| دسپټمبردیولسمې پیښې معما   |||| نوې ليكنه |||| اختراودشرنګ وېبپاڼې دکليزي مبارکي   |||| نوې ليكنه |||| ستادبنګړوشرنګ مې هرسهارراخیژوی   |||| نوې ليكنه |||| کوچنی اختراودپاڼې کليزه مومبارک شه!   |||| نوې ليكنه |||| دارسالت په مهال عبادت باندې بدلیږی   |||| نوې ليكنه |||| په كليواوبانډوكې اختريز دودونه اورواجونه   |||| نوې ليكنه |||| اختره که راځې ښکلووږمو سره راځه   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو مبارک ... ډاکټر فاروق أعظم   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه لنډيوکې ... يوه ځيرنه   |||| نوې ليكنه |||| هغه په هغه شان مې ډېريادېږي!   |||| نوې ليكنه |||| شدشام ونديدم رخ اوآه نديدم   |||| نوې ليكنه |||| دادچا اختردی؟   |||| نوې ليكنه |||| دکيږدېو مېلمه ... حنيف بکتاش   |||| نوې ليكنه |||| اسلامي نړۍ ولې چپ ده!
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
Mirwais.jpg
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اخترته ... شکرالله طاهري   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - خدايه ... مينه صابر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اخترپه لنډيوکې ... يوه ځيرنه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دکيږدېو مېلمه ... حنيف بکتاش   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب
دآغلې پښتونجاردشعردښکلااوځلاپه هيله پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
ليكوال: ډاکټر نجيب زاخېلوال   
Saturday, 03 April 2010

کله ناکله يوه نيمه داسې سکالو مې تر سترګو شي چې هغه مې اړ کوي چې سم له واره پرې څه وليکم، خو بېرته ساړه وخورم او فکر کولو ته وخت ورکړم چې څه وليکم؟ او څنګه يې وليکم؟ همداسې ستونزه دآغلې پښتونجار د شعرونو سره هم زما تر سترګو شوې وه.ما ته ياد شي يوه ورخ په جلال اباد کې په يوه ادبي غونډه چې د يوې شعرې ټولګې په اړه وه درون استاذ حبيب الله زړه سواند په ګډون د نورو تر څنګ زه هم وربلل شوی وم. يوه وينا وال د شاعر په شعري ټولګه داسې نيوکې وکړې چې د هاغه کتاب يې هغه دچا خبره پاڼه په پاڼه چليپا کړ، او په ځاي، ځاي يې د شاعر په شخصي ژوند هم نيوکې وکړې.

کله چې درون استاذ ته د څه ويلو لپاره وخت ورکړل شو، ښاغلي استاذ لکه د پخوا په څېر د حق ننګه وکړه او پخپلو خبرو کې يې وويل: که نقد داسې وي چې د رغولو څرک ترې لګيږي خو سمه ده! مګر دلته چې زه ګورم ماته د دغسې نقدونو څخه د شخصۍ بدۍ او تربګنۍ بوی راځي....

په خبرو خبرو کې ښاغلي او درون استاذ هاغه شعرونه نقاد ته ورپه ګوته کړل چې د علمي او ادبي فن له مخې په تول پوره وو.

زياتره خلک په دې نه پوهيږي چې څنګه نقد وکړي او ځينې خو لا په نقد کې د ليکوال يا شاعر کورنی ژوند هم تر بريد لاندې ونيسي، چې دا پخپل ذات کې نقد نه بلکې لارورکي ( ګمراهي ) ده. نقد بايد تل د رغونې په موخه وي او نقاد بايد په ورته فن او مسلک کې له ليکوال يا شاعر څخه زياته پوهه ولري. زه دلته غواړم د يو شاعر يا ليکوال د ليکنو د توپېرونو په هکله د لوستونکو د پوهاوي يوه دوه بېلګې راوړم .

افغانستان  د اټکل له مخې ۲۸ ميليونه نفوس لري ټول خلک خو سيد جمال الدين، خوشال بابا،  ميرويس بابا، ..... نشي کيدای، شعر همداسې دی. يانې د يو شاعر ټول شعرونه هيڅکله هم يو ډول نه وي ځوړتيا او لوړتيا به لري. او يا هم که موږ په کورني ژوند کې وګورو د يو مور او پلار بچيان وي يو ذکې وي بل ساده، يو ملا ډوله بل ازاد خياله، يو ريښتنې او بل .....

دا بېلګې او خبرې مې د هغه نقادانو لپاره وکړي چې په ويبپاڼو کې تل داسې تبصرې ليکې چې موخه يې يوازې ورانول او رخه ( کينه ) وي نه رغول او سمول.

دا چې د افغانستان د ادبې پير په درې واړه دورو کې ښځينه ليکوالې او شاعرانې د نشت په حساب دي او هره ښځينه ليکواله د ډېرو سختو کلتوري بنديزونو سره د ټکر لار طی کوي او دې ډګر ته راوځي بايد لاسنيوي يې وشي نه داچې وځپل شي دا چې دا مهال په افغانستان کې د پوهې او پوهنې رڼا يو څه خپره شوې ده خو بيا هم د ښځينه ليکوالو برخه تته ده او موږ يوازې ګوته په شمار ليکوالې لرو چې پدغه ډله کې يو نوم هم د رحيمه پښتونجار دی.
زه د نوموړې شاعرې د شعرونو سره د انټرنيټ د نړۍ له لارې بلد شوی يم او زما په آند کوم چاپ شوی کتاب هم نه لري!!!

دا چې زه نه اديب يم او نه ليکوال يم  او نه هم د شعر په دغه نازکخياله فن کې کومه پوهه لرم خو بيا هم کوشش کوم چې د آغلې پښتونجار د شعر په اړه څه داسې وليکم چې د هغې حق ادا کړم. زه تل د هر  چا شعر اوليکنه پرته له کوم امتيازه په پوره غور او خوښۍ د زړه  له خلاصه يو ځل ضرور لولم، نو د همدغه فکر له مخې مې د آغلې پښتونجار شعرونه هم لوستي دي. اوس مې يو ځل بيا د نوموړې شعرونه سم په هيجې ( الف، ب ) ولوستل او هغه څه چې پکې زما خوښ شوي دي غواړم د درنو لوستونکو سره يې شريک کړم.
خو تر ټولو د مخه چې آر موخې ته راشم غواړم ووايم چې د شعر مانا د شاعر په زړه کې ده او لوستونکي ترېنه د خپل فکر د ظرفيت او پوهې په اندازه ځان ځان ته مانا اخلي. او بل دا چې د شعر ليکل او شاعري اسان کار ندی، که د خوړ کاڼي د خوراک وی نو ګيدړانو به ټول خلاص کړي وو. ځکه څوک په زور له ځان څخه شاعرنشي جوړولی، شعر چې دی د خدای ج ځانګړې لوريينه ده او ستر لارښود حضرت محمد ص وايي چې ( الشعرا تلاميذالرحمن ) د خداي ج شاګردي د خداي ځانګړې لوريينه او ميلمستيا ده. نو چې داسې ده نو دا بايد هم ومنو چې ميلمستيا يو څوک د خپلو دوستانو لپاره کوي نه د هر چا لپاره!
زما په آند د افغانستان غوندې د درديدلي او جنګځپلي اولس د شاعرانو لپاره پکار دي چې د خداي ددغه ميلمستيا پوره حق اداکړي. د خلکو ستونزې، نفرتونه، بدبينۍ، کرکې، ځانځانۍ، بې حسۍ، پرديوالی او بې باورۍ پخپل شعر کې راونغاړي او هغې د له مينځه وړلو لپاره شعر ووايي او ځان د خلکو، ډلو ټپلو بې ځايه هجوي او مدحې نه وساتي.

دا چې د آغلې پښتونجار شعرونه ټول په مينه او محبت ولاړ دي نه پکې د چا بې ځايه هجوه او نه هم مدحه شته، خو خپلې مينې دومره داغلې ده چې :

ژوند اغزی اغزی دی په کې پښې يبلې راغلې ېم

خو بيا هم د حالاتو نه ويريږي، ځکه چې په خداي ج ايمان لري او خدای ته ځان سپاري او خپله عاجزي او بې وسې ورته داسې ښکاره کوي:

زړه مې وچاود خدايه د بنده په حال خبر شه لږ

نن ولې تقدير سره زه لاس او ګرېوان شوې ېم
ربــه پــه لـمن دې رحېمې ايښـې لاسونه دي
خېر دی که د ټول ـالم له پامه غورځېدلې ېم
(ربه رحېمی درته خپل زړه اوځان سپارلی دی
خيردی که دټول عالم له پامه غورځېدلی يم)

آغلې پښتونجار پخپلې مينه کې چې قدمه يې تر عرشه پورې رسي تر حده تللي ځکه خو خپل جانان ته وايي چې راشه چې د مينې په زور لکه ليلا او مجنون پورته والوځو او پورته په هسک کې د مينه جونګړه جوړه کړو:

راځه چې والوځو جوړه داسمانونو غيږته

دستورو پړک ته دسپوږمۍ دماښامونو غيږته
زه به پوړني نه در جوړه کړم دمينې کيږدۍ
بيا به مو يو سي ښاپيرى دجنتونو غيږ ته

او همدې مينې د خپل محبوب پسې داسې خپه کړې ده چې :

زه يې دهر لمانځه دعا کړم داسې يار پسې خپه يم

زه يې ايمان په شان ويسا کړم داسې يار پسې خپه يم
دخوږې مينې دنيا موپا کيزه لکه  دعا وه
زه يې دشين ختا سماکړم داسې يار پسې خپه يم

پرته له خپل محبوب نه ژوند خوند نه ورکوي او هغه د خداي نه تل غواړي ځکه محبوب يې هر څه دي او په ځان نه پ،هيږي چې جانان ته کوم نوم ورکړي کله يې ځان کړي کله يې ايمان کړي او کله ....:

زړه کې مې اوسېږي ستا مېنه الهې جـا نـانه
راشه زړه مې خپل کړه چې د مېنې مې خدا يې
ته په کا ئناتو کې د مېنې پېغمبر ز ما
ته مې په سجدو کې د باور زغره والله يې

خو د مور مينه يې هم په زړه کې ده لکه ستر لارښود چې وايې چې د مور د قدمونو لاندې جنت دي آغلې پښتونجار مور داسې ستايي 

د حاجت ځولۍ چې نيسم ذوالجلال ته

ايمان ته يې باور ته يې دعا ته يې
چې په سترګو مې تياره راشي له غمه
زير مې ته يې ښايست ته يې رڼا ته يې

دا چې د آغلې پښتونجار کې ډير څه شته چې ما يوازې دغه ځو بېلګې رواخېستې لوستونکي کولی شي چې د خوند لپره د آغلې پښتونجار شعرونه ولولې  زه يوازې دلته د څو سر ليکونه  را اخلم (د مينې کاروان، بڼګړي ، زه درته توره اخلم، ماتې غوټۍ، د مينې او سپرلي جګړه..... )

يوه يادونه ضرور بولم  هاغه دا چې دا مهال  د زياتره  شاعرانو ( هغه که ښخينه دي يا نارينه ) شعرونو ته شعر نشو ويلی ځکه چې شعر د عمر له پلوه اوږدوالی او لنډوالی نلري پدي مانا چې زياتر شاعران د يو تنظيم، کس... د ستاينې لپاره شعرونه وايي چې کله نوموړې ډله له مينځه ولاړه دغه شعر هم  له مينځه خي چې دېته شعر نه بلکې شعار ويلی شو ځکه شعر د عمر موده نلري او شعار يې لري، چې د آغلې پښتونجار په شعرونو کې شعاريت نه، بلکې د شعريت فن دی. لو بل دا چې زما په آند د نومړې شاعرې د شعر ويلو لا ډېره موده نه کيږي نو په دومره کم وخت کې يې دومره لار وهلې ده چې شعر يې د پوخوالي په پوړۍ ودرولی دی چې دا يوه  ستره لاسته راوړنه ده ، بايد سترګې پرې پټې نشي، لمانځنه او ستاينه يې وشي.

د آغلې رحيمه پښتونجار د شعر د ښکلا او ځلا په هيله:

ډک مـې له ارمانه کړ پرديـس ژوندون
ای د جــانان غمــه ته شپـول مـې شــه

بس همدومره

اخري بدلون ( Tuesday, 13 April 2010 )
 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي