|
محب الله (الله يار) دهېوادتاند او خوږ ژبى شاعردى چې داځل موله ښاغلي سره دزړه خواله كړې چې دخبرو پيل به دښاغلي په يوه بيت وكړو چې وايي: بري ته لنډ وم شوه مې توره ماته لعل رانه خوله کې د ښامار پاتې دى شرنګ : دشرنګ سلامونه اونېكې هيله ومنئ ؟ الله يار: وعليکم السلام خوشاله اوسې امين زى صيب اوهمېشه بهارننګرهارته ښه راغلاست. شرنګ : كه له شرنګ سره پېژندګلوي وكړئ ؟ الله يار: سمه ده. له نامه سره، خو به مې لوستونکي بلد شوي، ځکه وي چې پيل کې تاسې يادونه وکړه. زه له اره دلغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ اړوند عزيز خان کڅ دګل پاچا الفت دکلي اوسېدونکى يم، خو له څوکالو راهيسې په جلال اباد ښارکې مېشت يم شرنګ : كېدى شي دخپلو زده كړو په هلكه مالومات راكړئ ؟ الله يار: زده کړې مې داسې لږې ژوبلې غوندې ځکه دي چې په يوه ښوونځي کې مې سرته نه دي رسولي، خو په لنډه به يې درته ووايم چې ددولسم ټولګي فراغت مې په ١٣٨٤ کال کې دپاکستان هريپور سيمه کې له خاکي نومې لېسې څخه شوې. بيا ديو څه اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدم چې پوهنتون ته دتلو لپاره په کانکور ازموېنه کې برخه واخلم، خو په کال ١٣٨٧ کال کې چې پوره چمتو والى مې هم نه لره دلوړو زده کړو نېت وکړ او په کانکور ازموېنه کې مې برخه واخسته، له بده مرغه به ووايم چې دننګرهار دارالمعلمين ته بريالى شوم، خو داچې زما فطري مينه له ژورنالېزم او ادبياتو سره وه، همغه و چې د ورتلو لپاره مې زړه ښه نه کړ او پرې مې ښود. بيا مې دکورنۍ په مشوره يو کال په ننګرهار کې د خراسان دلوړو زده کړو په موسسه کې داقتصاد برخه کې يو کال DBA څانګه وڅارله، خو لکه څرنګه مې چې له دې برخې سره هم لېوالتيا نه لرله، نو ومې پتېله چې دحقوقو او سياسي علومو په برخه کې زده کړې وکړم، چې دادې اوس داريانا په پوهنتون کې دهمدې څانګې ددوهم ټولګي زده کړيال يم. ددې ترڅنګ مې دژورنالېزم په برخه کې هم لنډ مهالې زده کړې کړي دي. شرنګ : که د خپلې دندې او شخصي ژوند په اړه راته وغږيږې.؟ الله يار: اصلاً خو زده کړيال يم، خو ترڅنګ يې داسې وړه غوندې دنده هم لرم چې دننګرهار ټولنيز مرکز ميديوتيک کې دننني افغانستان انټرنېټ پاڼې سره دخبرونو ايډيټر په صفت او همدارنګه دکراس بارډر په نوم ديوې بلې انټر نېټ پاڼې مسوول هم يم اوشخصي ژوندمې ډېرښه دى ،همداچې يوچاته درې وخته ډوډۍ ورسېږي ،پنځه وخته خپل لمونځ په خپل وخت سره اداكړي ،له درنو والدينوسره دژوندچارې ډېرې ښې پرمخ روانې وي ،همدې ته ښه ژوندوايي نو بس له الله تعالى ٰ ((ج)) نه راضي يم. شرنګ : شعر ته موڅنګه مخه كړه او شعر او شاعري مو چېرې پيداكړه ؟ الله يار: دشعر پيداکول، خو والله که پوهېږم چې څرنګه کېږي بس همدومره به درته ووايم چې له وړوکوالي نه مې له شعر لوستو سره ډېره مينه وه او همدا لامل و چې شعر ته مې مخه کړه، خو تراوسه مې لا له خپل ځان نه دشاعر تمه نه ده کړې، داڅه مې چې ويلي يا ليکلي دزړه دردونه مې دي. شرنګ : ستاسو په اند شعر يعني څه او شاعر يعني څوك ؟ الله يار: نه پوهېږم زه به تاسې ته شعر څه شى دروپېژنم، خو فکر کوم هغه څه چې دخيال په ګلبڼ کې راوټوکېږي او زړه له درده رنګ واخلي، نو شعر ورته ويلى شو. يا که په بله معنا يې ووايوو، نو شعر دخيال کوچ دي. او شاعر، نو همدغه څوک دى چې وايي يې. شرنګ : ځينې شاعران وايي چې شاعري يو فطري لورېيند ده اوپه ډېر علم پورې اړه نلري تاسو دې معقولي ته په كومه سترګه ګورئ ؟ الله يار: زه تر ډېره ځکه ددغه نظر پلوى نه يم، چې که چېرته يوه ښکلې ماڼۍ جوړېږي او خټګر يې ترحه جوړه کړي د هنر له پلوه به لوړه ، ښکلې او رنګينه وي، ليدونکو ته به هم زړه پورې وي، مګر که يو انجينر ورته راوستل شي ګمان کوم دده په ترحه کې کوم بدلون رانه ولي، خوهڅه به يې داوي چې بنسټيزې برخې ته يې ډېر پام وشي تر څو کار پوخ او ماڼۍ له بنياد څخه کلکه جوړه شي. په شاعرۍ کې علم هم يوه بنسټيزه خبره ده، دادب له پلوه يې غني کوي دکنايو او نورو الفاظو په کارولو کې ځايي پام ته دسړي ښه پام اوړي. شرنګ : څه فكر كوئ، شعرليكل الهام دى،كه داسې وي ولې ځينې خلک په فرماېش باندې شعرليکي، موضوع اخلي اوبياورباندې شعرليکي،که چېرته شعرله الهام نه پرته نه شوليکلاى،نودغه شاعران چې داډول شعرونه ليکي،دې ته څه وايئ،داشعرونه نه دي اوکه دوی بل ډول شاعران دي ؟ الله يار: دابه شاعران وي، خو دمارکېټ، نه دادب او هنر، ځکه هغه شعر چې په خپله دشاعر خيال پيداکوي په فرمايشي خيال کې نه شي پيداکېدې او داد شاعرۍ يوه طبعي خاصه ده چې په فرمايش نه کېږي بلکې يوه خيالي څپه ده، چې په کوم ځاى کې درباندې راغله راغلې وي، ځوان شاعر حيات الله وړ وايي کله چې شاعرانه شم، نو که په داسې وخت کې کوم ملګرې راباندې غږ کړي او يا مخې ته راشي، سخت خفه کېږم داسې فکر کوم چې يو څوک رانه ډېر قيمتي څه غواړي مګر زه يې توان نه لرم، نو اصلاً خبره هم همداده چې شعر نه دفرمايش شى دى او نه دى څوک فرمايشي کوي کنه نو تاسې وګورئ ځينې شاعران هنرمندانو ته فرمايشي شاعري کوي، شعر يې چې ډېر عمر ولري يوه مياشت وي له هغې وروسته يې څوک نه اوري او نه په چا ښه لګېږي. شرنګ : څومره شعرونه مو تراوسه ليكلي دي اوشعرونه موډېرې په كوم څه راڅرخي او ډېرموڅه ته پكې ارزښت وركړى دى ؟ الله يار: ياره که داسې انتخابي برخه يې راواخلو نو ايله يوه وړه ټولګه حساب شي. اوبله داچې زه ډېر شعر نه ليکم مياشت کې ايله يو نيم راشي هغه هم داسې معلوم نه وي چې په هره برخه کې وي ، نو ځکه يې درته نه شم ويلى دابه لوستونکو ته پرېږدو چې زما شعرونه کوم رنګ لري شرنګ : له خپله انده دښه شعر لپاره كوم معيارونه غوره كوئ ؟ الله يار: خداى وکړي چې پوښتنه مو سمه ځواب شي. زه خو په خپله دشعر لپاره کوم ځانګړى معيار نه لرم ، شاعري دمعيار له پلوه نه کېږي هر شاعر چې شعر ليکي هغه دهمغه لپاره دلوړ معيار شعر دى، ځکه چې دده خيال او فکر همدومره قوت لري اوکه چېرته داسې نه وي نو هېڅ څوک نه غواړي چې کمزورى شعر وليکي کنه بيا به هر چا غوښتل چې رحمان بابا، غني خان، ګل پاچا الفت، کاظم خان شيدا او يا داسې کوم بل شي. سمه ده دى به په خپل خيال کې ځان له پورتنيو څخه کم نه ګڼي، مګر ټولنه بيا دابېلوالى ښه کولى شي. بله داچې ښه شعر هغه دى چې لوستونکي يې خوښ کړي، ژوندى وي، عمر ولري او قوت په کې پروت وي. شرنګ : كوم ډول ته ارزښت وركوي ، طبيعت اوكه ښكلاته چې جوړه شوي وي (لكه يوه دنګه مانۍ چې كېدى شي ښكلا ولري اوكه ديوې سيمې يايوه ځاى خپل اصلي څېرې ته چې كېدى شي هغه يو غر وي) هريو يې غوره ګڼۍ كېدى شي دليل يې وښيۍ ؟ الله يار: طبيعت ځکه تردې ښکلا لوړ دى، ځکه چې داښکلا دطبيعت زېږنده ده که طبيعت نه واى نو دا ښکلا به له کومه شوې واى؟ بل داچې که چېرته موږ ښار ته راشو او دوه درې ځلي مو په يوه دنګه او ښکلې ماڼۍ نظر پرېوزي، نو وار په وار به يې ښکلا تر پخوا تتېږي او زړه راښکونتيا به يې کمېږي، مګر که په طبېعي لحاظ يوه خړ غره ته دورځې سل وارې هم وګورې نو زړه به دې ترې موړ نه شي او دبيا ليدو تلوسه به درسره. شرنګ : داوسني شعر وضيعت څنګه ارزوۍ ؟ الله يار: شعر خو هېڅ وخت هم بې وضيعته نه دى، خو په اوس وخت کې دشعر دواړه اړخونه ښه توند روان دي، که ښه اړخ يې وڅېړو دپخوا په پرتله پياوړى او خوږ شوى دى. مګر که بل لور ته يې پام وکړو نو يو څو په نوم شاعرانو چې شعر ته يې يوه تجارتي بڼه ورکړې ده، دشعر بنياد پسې يې راخستې ده او غواړي چې دشعر رنګ بېخي بدل کړي، خو زه دې يوې خبرې ډېر ډاډه کړى يم چې تاريخ دهېڅ چا لحاظ هم نه کوي، ښه ته ښه وايي او بد ته بد. که اوس چا ښه شعر وليکه، نو په راتلونکي کې به يې تاريخ په ښه نوم ياد کړي او که هسې يې خپل وخت په اوتو بوتو تېرکړ نو بيابه يې راتلونکى نسل وپېژني، چې څه ډول ګلان يې کرلي. شرنګ : دنن او پرون شاعرانوشاعري څنګه سره پرتله كوۍ ؟ الله يار: دنن ښه شاعر په خپل ځاى ښه شاعر دى او دپرون ښه شاعر په خپل ځاى ښه شاعر و، مګر يو توپير لري، هغه داچې په پرونيو شاعرانو کې به ډېر کم داسې ول چې کلتوري ارزښت ته يې کم پام کاوه، مګر نن بيا داخلک لږ ډېر شوي دي. شرنګ : ستاسو په اند ديوه ښه شعر ځانګړ تياوې به څه اوكومې وي ؟ الله يار: دښه شعر ځانګړتياوې خوبه ډېرې وي زه به يې داسې څو راواخلم: مثلاً عمر، ارزښت او خوند ولري دلوستونکيو خوښ شي. شرنګ : په پخوانيواواوسنيو شاعرانوكې دكوم شاعرله شعرونو نه ترنورو ډېرخونداخلۍ او ښه يې ګڼئ؟ الله يار: والله دايوه خبر درته وکم، له پخوا دايو عادت لرم چې ددې په کيسه کې نه يم چې ښه شاعر څوک دى بس کله ښه شعر ولولم او تنده مې پرې ماته شي، نو بيا يې ايله که شاعر وپلټم. کنه تراوسه مې لومړى دشاعر دپېژندلو هڅه نه ده کړې. دشعر دپېژندلو هڅه مې کړېده. د ښه شعر شاعران تل ستايم ګران دي راته ، خو په اوس وخت کې مې دکوزې پښتونخوا په شاعرانو کې دروېش درانى خوښېږي. شرنګ : په شعركې انځوراو له انځورسره مينه په شعركې څنګه ګڼئ؟ الله يار: انځور خو دشعر روح دى بې له انځوره خو شعر هېڅ هم نه دى، مينه بيا دشعر وينه ده که په شعر کې مينه نه وي نو شعر مړاوى کېږي او خپله تازه ګي له لاسه ورکوي، دمينې رنګ انځور دى او همدا انځور دى چې په مينه کې نغښتى دى. شرنګ : دنارينه اوښځينه په شعرونو كې دتوپير په اړه هم څه لرئ؟ الله يار: توپير يې دومره وينم چې ښځينه، ځينه خيال لري او نارينه بيا نارينه خيال لري، خو يوه خبره ده چې ځينې مېرمنې نارينه خويونه لري، چې موږ يې بيا نارينه بولو لکه ځينې وخت که يوه ميرمن دمېړانې کار وکړي، نو بيا يې خلک (نره) بولي. همدارنګه ځينې نارينه دي، چې دنامردۍ کارونه وکړي، نوبيا ورته خلک وايي چې ورشه لوپټه په سرکه. په شاعرۍ کې بايد نارينه نارينه شعرونه وليکي او ښځينه بيا ښځينه شعرونه، ځکه دښيځنه وو شعر په رنګ کې بېل قوت لري او دنارينه وو بېل. شايد ځينې ښځينه هم دنارينه وو په ژبه شاعري وکړي، خو خوند به يې هومره نه وي لکه په خپله ژبه کې يې چې وي. شرنګ : كېداى شي دشعريوه نيمه بېلګه دې له درنولوستونكوسره شريكه كړې ؟ الله يار: ولې نه داسې يوه زړه غزل غوندې ده: راځئ ملګرو له دې ښاره ووځو پټ ديو څه مودې لپاره ووځو دلته که پاتې شو دې نورو غوندې بيا خو دخپل ځان له اختياره ووځو مظلوم بدن مو هېڅ ملهم نه لري څړيکې ددرد يوو له پرهاره ووځو پرې چې مطرب راسره وژړېږي دغم نغمې يوو له سېتاره ووځو که چا دننګ ټپو ته پرې نه ښودو غلي په بيړه له بنډاره ووځو له کلي سرې لښکلرې تاوې شولې اوس به په کومه الله ياره ووځو شرنګ : مننه چې دشرنګ پاڼې دپوښتنوپه اړه مومالومات راكړل . الله يار:له تاسوڅخه هم مننه ښاغلى امين زى صاحب چې موږته مودازمينه برابره كړه ترڅوله درنولوستونكيوسره يوڅوشېبې دزړه خواله وكړو مننه.
|