|
دانسانانو ژوندله کومه چې پيل شوي اوترکومه به چې لادالړۍ وغزېږي له شکه پرته ټېټې اوهسکې له ځان سره ولري دشاه امان الله خان غازي مېرمنې ملکې ثريا په خپله يوه ويناکې ويلي ؤ (فکرمه کوي چې زموږټولنه يواځې دنارينه وو خدمت ته اړتيالري،په همغه ډول چې پخواپه اسلام کې ښځوځانګړى ځاى درلود،نن هم بايدخپل سهم اداکړي،ځکه چې ښځودتاريخ په اوږدوکې ډېرارزښناک کارونه سرته رسولي دي. ياده دې شي چې دټولنې په پرمختګ کې بايدټول ګډون وکړي،چې په هغوکې دښځوبرخه اخيستنه حتمي ده،چې داکاردعلم اوپوهې په زرين زيورسمبالول آسانوي). اوس مهال هم افغانې مېرمنې اودادبياتودبرخې ښځينه فعال استعدادونه هڅه کوي چې خپل تاريخ،کلتوراوعنعناتوته په درنه سترګه وګوري اوپه همدې موخه خپلې ورزنيزې چارې سمبالوي. دشعراو ادب دډګردښځينه شاعرانوڅخه چې ښکلي شعرونه ليکي اوځان يې دپروين ملال اوحسينه ګل تنهاځای ته ورنږدې کړی،له هغې ډلې څخه يوه هم سلګۍ ځلا دی چې دشرنګ وېبپاڼې دادبي مرکوپه لړکې موداځل له اغلې سره دزړه خواله كړې اوداغلې اندمودشعراوشاعرۍ اوددې دشعري ژوند په اړه راسپړلی،داغلې دشعريوبيت دى : چې نه وركېږي،نه زړېږي اوخلاصون نه لري خدايه په دې جامه سمبال كړې پښتانه مو واړه شرنګ : دشرنګ سلامونه اونېكې هيله ومنئ ؟ سلګۍ: مننه امين زى صيب،زماسلامونه اونېكې پېرزوينې هم ومنئ،په دې هيله چې دژوندپه ټولوچاروكې بريالى اوسئ . شرنګ : سلګۍ جان،كه له شرنګ سره پېژندګلوي وكړئ ؟ سلګۍ: ولې نه،لومړى خوباستاني بلخ ولايت ته ښه راغلاست او هركله راشئ،لكه تاسې چې وويل سلګۍ ځلايم،دباستاني اوتاريخي بلخ ولايت دچهاربولك ولسوالۍ اوسېدونكې يم،چې اوس مهال دمزارشريف ښار روضې مباركې ته نږدې دژوندشپې ورځې سباكوم. شرنګ : كېدى شي دخپلو زده كړو په هلكه مالومات راكړئ ؟ سلګۍ: امين زى صاحب زده كړې خومې داسې وګڼه چې هېڅ نه دي كړي،ولې چې اوس خلك تردولسم پورې زده كړوته هېڅ زده كړې نه وايي،خيرماتردولسم ټولګي پورې دابراهيم ادهم په ليسه كې زده كړې كړې دي اوله هغې نه وروسته مې دانګلش اوكمپيوټركورسونه تعقيب كړي دي چې اوس هم په همدې زده كړوبوخته يم. شرنګ : که دخپلې دندې او شخصي ژوند په اړه راته وغږيږې.؟ سلګۍ: امين زى صيب دنده خونه لرم،ځكه تراوسه لاددې وړتياپه ځان کې نه وينم چې په كومه اداره كې دې دنده ترسره کړای شم،اوپه اداراتوكې خوهغه څوك كاركولى شي چې هغه په يوڅه پوه شي، اودې ورسپارل شوې دندې په اړه مالومات ولري.خيرلنډه به يې درته ووايم چې كومه رسمي دنده نه لرم،ژوندمې دخداى په فضل ښه دى،ترې خوشاله يم،اوله الله تعالى ج څخه راضي يم،دنوروافغانانو خويندواو ورونوپه شان يوعادي ژوندګی لرم. شرنګ : سلګۍ جان که دا راته ووايې چې شعرته موڅنګه مخه كړه اوشعراو شاعري مو چېرې پيداكړه؟ سلګۍ: امين زی صيب،ښه پوښتنه ده - داچې شعرته مې څنګه مخه كړه بايدددې پوښتنې په ځواب كې درته ووايم چې له شعرسره مې له ډېركوچني والي څخه بې كچې مينه وه،هروخت مې غوښتل شعروليكم خوهېڅ نه ليكل كېده، هرڅومره هڅه به مې چې وكړه نوتوان يې راكې نه وه،تل به مې دنوورشاعرانو شعرونه اوغزلې لوستلې له بازارنه به مې هروخت دشعرونواولنډوكيسوټولګې رانيولې اوترڅوبه مې چې كتاب ختم نكړ،نوبل كاربه مې نه كاوه،نوهمغه وه چې لمړى شعرمې په ۱۳۸۰كال كې چې يوولس كلنه وم،وليكه اوپه همغه كال مې شعرومونده اوشاعرۍ مې هم له همغې ورځې موندلې خولاهم زياته ورسره اشناشوې نه يم . غواړم په ډېر نور څه هم وپوهېږم چې نه پوهېږم. شرنګ : ستاسو په اند شعريعني څه اوشاعريعني څوك ؟ سلګۍ امين زى صيب،زه فکر کوم چې شعردانسان دزړه هغه نعره ده چې په يوه خاص وخت كې دهغه له زړه څخه دسوز اودرد اوياهم دخوښۍ په وخت كې رابهركېږي اودقلم په واسطه دكاغذپرمخ اوياهم دژبې په واسطه اورېدونكيوته اورول كېږي اوله خپله انده شاعربيادهمدغوخبروياكلام دپنځولوسرچينه ګڼم. شرنګ : سلګۍ جان ځينې شاعران وايي چې شاعري يو فطري لورېيند ده اوپه ډېرعلم پورې اړه نه لري تاسو دې معقولي ته په كومه سترګه ګورئ ؟ سلګۍ: زه هم په همدې اند يم،شعريوه فطري لورينه ده،چې دالله ج لخواپه خپل بنده باندې كېږي، اورښتياهم په زيات علم اوتحصيل باندې نده ځكه ډېرخلك دي چې دتعليم كچه يې ډېره لوړه وي خوشعرنشي ليكلاى،اودامعقوله زه ترزياتې اندازې پورې تائيدوم. شرنګ : نوميالی شاعرکاروان صيب هم ستاسومنﺉ هغه وايي : دريازاهدان سپي ددوزخونو شاعران خوشاګردان دښکلي رب دي سلګۍ جان تاسې څه فكر كوئ،آياشعرليكل الهام دى،كه داسې وي ولې ځينې خلک په فرماېش باندې شعرليکي، موضوع اخلي اوبياورباندې شعرليکي،که چېرته شعرله الهام نه پرته نه شوليکلاى،نودغه شاعران چې داډول شعرونه ليکي،دې ته څه وايئ،داشعرونه نه دي اوکه دوی بل ډول شاعران دي ؟ سلګۍ: مننه امين زى صيب،هغه شاعران چې فرمايشي شعر ليكي اوغواړي چې له دې كارنه په استفادې خپل ځان دشهرت ترپولې ورسوي هغه ته شاعرنه شوويلاى هغه ځان ښوودونكى دى اوشعرهېڅكله هم دبل په خوله نه ليكل كېږي،كله چې يوشاعرته الهام وشي نودهغه په زړه كې يوه څړيكه وشي اوزړه فوراً دماغ ته خبروركوي اودماغ په فعاليت پيل كوي چې په پايله کې ژبه مجبوره شي چې دشعرپه ډول دښکلواو رنګينوالفاظوپه بيان پيل وکړي اوشاعرقلم راواخلي اودكاغذسپين مخ توركړي نويوفرمايشي شعرته موږ هيڅكله هم شعراويايې ليكوونكي ته شاعرنشو ويلاى. شرنګ : سلګۍ جان څومره شعرونه مو تراوسه ليكلي دي اوشعرونه موډېرى په كوم څه راڅرخي او ډېرموڅه ته پكې ارزښت وركړى دى ؟ سلګۍ: دشعرونوشمېرمې هومره ډېر نه دی خوزماشعرونه هراړخيزه دي،هڅه مې کړې چې ښه شعر وليکم اوله همدې امله به هم هېواداوهېوادوالولپاره پكې داحساس پله يوڅه درنه وي. شرنګ : له خپله انده دښه شعر لپاره كوم معيارونه غوره كوئ ؟ سلګۍ: امين زى صيب،په شعركې بايدداسې توكي وكارول شي چې دلوستونكي فكرځانته جلب كړي، ښه شيان پكې انځورشي،شعربايدزيات مغلق نه وي اونه بايد ستړى كوونكى وي چې لوستونكي يې په لوستلو ونه ارزوي. شرنګ : كوم ډول ته ارزښت وركوي،طبيعي اوکه مصنوعي ښکلاته، چې جوړه شوي وي (لكه يوه دنګه مانۍ چې كېدى شي ښكلاولري اوكه ديوې سيمې يايوه ځاى خپل اصلي څېرې ته چې كېدى شي هغه يوغروي) کوم ډول يې غوره ګڼۍ كېدى شي دليل يې هم وښيۍ ؟ سلګۍ: امين زى صيب،ارزښت دواړوته وركوم هم طبيعي اوهم مصنوعي ښكلاته،خوزيات طبيعت ته ولې چې په لاس جوړه شوې ښكلاهېڅكله هم دطبيعي ښكلاځاى نشي نيولى هغې ته كه هركله اوهرڅومره وګوري نونه ترې خسته كېږي،خوكه په لاس جوړې شوې ښكلاته څوځله سرپه سرګورې نو سترګې به دې ترې داړولواوبل لوري ته دكتلوهڅه كوي،خوزه ځكه ورته ارزښت وركوم چې داهم دانسان په لاس جوړه شوې وي اودانسان هرښه كارته بايد داحترام په سترګه وكتل شي. شرنګ : سلګۍ جان داوسني شعر وضيعت څنګه ارزوۍ ؟ سلګۍ: مننه امين زى صيب،اوسنى شعرډېرښه مخ په بره روان دى ځكه اوس زموږاوسنى نسل زيات دعلم په ګاڼه سمبال دى او هريوهڅه كوي چې په راتلونكي كې يوڅوك واوسي،هريوهڅه كوي چې دكاغذپه مخ يوڅه دشعر،مقالې اوكيسې په نوم وليكي. شرنګ : دنن او پرون شاعرانوشاعري څنګه سره پرتله كوۍ ؟ سلګۍ: دنن شاعران داوسني وخت اوزمان سره سمه شاعري كوي اوپخوانيوبه همغه وخت اوحالاتوته په كتنې سره شاعري كوله هغه پخپل وخت كې ښه وه او اوسنۍ په خپل وخت كې ښه دي،دواړوته په ښه نظرګورم. شرنګ : ستاسو په اند ديوه ښه شعر ځانګړ تياوې به څه اوكومې وي ؟ سلګۍ: امين زی صيب، زه فکر کوم چې ديوه ښه شعرلپاره بايد،نوې اوهغه خبرې غوره كړوچې مخكې چاپه خپل شعركې نوي كارولې، بل دښه شعرلپاره بايد ښكلا،انځور،ماحول داهرڅه په نظركې ونيول شي كله چې يوشاعرغواړي چې شعريې ښه واوسي نودى بايد دې ټولومسايلوته ارزښت وركړي . شرنګ : سلګۍ جان په پخوانيواواوسنيو شاعرانوكې دكوم شاعرله شعرونو نه ترنورو ډېرخونداخلۍ او ښه يې ګڼئ؟ سلګۍ: پخواني ټول شاعران خوښوم،زيات درحمان بابااشعارلولم،دحمزه باباشعرونه لولم،اوپه اوسنيوكې بيا هم دټولو شاعري خوښوم خونومونه يې ځكه دلته نه ذكركوم چې كه څوك رانه پاته شي نوبيابه يې زړه ته ګيله راشي چې سلګۍ ولې زمايادونه ونكړه اوزه نه غواړم دچازړه خفه كړم ولې چې زړه خودانسان په وجودكې پاچادى،خودټولونارينه اوښځينه شاعرانوشعرونه مې خوښ دي اوخوند ورنه اخلم. شرنګ : مننه سلګۍ جان چې دټولوشاعرانو - ورونو او خويندو خيال مو وساته،كه داراته ووايې چې په شعركې انځوراو له انځورسره مينه څنګه ګڼئ؟ سلګۍ: انځوردشعر روح دى اومينه په شعركې درګ په ماناده كله چې ديوانسان په بدن كې رګونه نه وي،نودهغه ژوند ناممكن وي ځكه چې ټول بدن ته درګونوپه واسطه وينه وركول كېږي نوپه شعركې انځوراومينه ډېره ضروري ده خوالبته په خپل خپل ځاى كې. شرنګ : سلګۍ جان دنارينه اوښځينه په شعرونو كې دتوپير په اړه هم څه لرئ؟ سلګۍ: امين زى صيب،نارينه اوښځينه دواړه ښه شعرونه ليكي دواړه پكې هغه څه ته ځاى وركوي چې ددوى له اصيل،كلتورسره په ټكركې نه وي،که څه هم چې دنارينه شاعرانوشاعري يوڅه شوخه ده، خوښځينه شاعرانې بياداسې په شعركې دشوخۍ كولواجازه ځانته نه وركوي . شرنګ : كېداى شي تاسې ريښتياووايي،سلګۍ جان دشعريوه نيمه بېلګه دې له درنولوستونكوسره شريكه كړې ؟ سلګۍ: امين زى صاحب زه خوورته شعرنه شم ويلاى خودشعرپه نوم به يوڅه تاسواوګلاليولوستونكيو ته ډالۍ كړم،هغه په دري كې وايي: ((برګ سبز،تحفه ى درويش)) ګلشن جوړوو خويندوراټولې شئ وطن جـــــــــــــــوړوو ملاوې مووتړئ مســـــكن جـــــــــــــوړوو چې دغليم سرله تنې نه بېـــــل كـــــــــــړو ددوى په لاس وېجاړ ګلشــن جـــــــوړوو چې دملالې هرآرمــــــان پـــوره كـــــــــړو دميوند دښتــې نه ختـــــــــن جـــــــــوړوو چې زموږخاورې ته كـــــاږه وګـــــــــوري ځاى به يې خاورې ددكــــــــن جــــــوړوو راځى ملګرووچې سګلۍ سلګـۍ شوم له هراغزي نه نستــــــــرن جـــــــــــــــوړوو شرنګ : مننه چې دشرنګ پاڼې دپوښتنوپه اړه مومالومات راكړل. سلګۍ: امين زى صاحب،له تاسواودشرنګ وېبپاڼې له ټولودرنوهمكارانوڅخه هم زه ډېره مننه كوم چې زه مو ددې وړوګڼلمه،ترڅوخپلوګرانوهېوادوالوسره خپل نظرشريك كړم. يوځل بياهم مننه .
|