|
دفکردټکنالوجۍ رازونه / درېيمه برخه |
|
|
|
|
شرف الدين عظيمي
|
|
Sunday, 20 June 2010 |
|
څلورم څپرکی: پر نفس اعتماد د نفس عزت د انسان د بریالیتوبونو لومړی تمځای دی او ټول شخصیت یې په همدې سره بشپړیږي. ۴۱ د نفس عزت، عبارت له هغه احساسه دی چې انسان یې د خپل ځان په اړه لري. په دې مانا چې څومره خپل ځان پرې ګران دی او ځان ته څومره ارزښت او درناوی لري. ۴۲ د نفس عزت؛ پر نفس د اعتماد کولو لپاره لومړنۍ اړتیا ده. پر نفس اعتماد د یوه انسان له وجود نه بهر د هغه د نفس د عزت څرک او ظهور دی. ۴۳ پر نفس اعتماد د انسان د ودې او ارتقاء یو لامل دی، او د باورونو د نظام بنسټ جوړوي. ۴۴ پر نفس اعتماد د زړورتوب، ځواکمنتوب، پیاوړیتوب، غوڅتوب او غوړیدو یوه څانګه ده. ۴۵ که غوراړﺉ چې پر نفس لوړ اعتماد ولرﺉ او له دې لارې بریالیتوبونه ته ورسېږﺉ نو زیار وباسﺉ چې نظم مو د ژوند په ټولو چارو کې د ژوند سرلیک وي. ۴۶ هغه کسان چې پر نفس لوړ اعتماد ولري، د خپل عمر او زمان د آس قیضه په خپلو منګولو کې نیسي او په هر لوري یې چې وغواړي په ډېره هوساینه یې هدایت کولای شي. ۴۷ صداقت، ريښتینولي او پر وعدې وفا، پر نفس د اعتماد د ډېریدو لامل ګرځي. ۴۸ د ځواک یا کمزورۍ احساس یو رواني او احساسي حالت دی چې د انسان پر نفس د اعتماد د شتون په کچه پورې اړه لري. ۴۹ څوک چې پر نفس ځواکمن او لوړ اعتماد ولري پرته له دې چې څوک خپه کړي غوښتنو ته یې په ډېر مهارت او هنر منفي ځواب ورکوي. ۵۰ څوک چې پر نفس لوړ اعتماد ولري تل د مشرتوب او واکچلونې احساس کوي او په ټولنه کې د چارو واګي په لاس کې اخلي او نورو ته لارښوونه کوي. ۵۱ مسوولیت منوونکي انسانان تل د نویو مسوولیتونو په منلو سره د خپل نفس د اعتماد کچه نوره هم ډېروي. نو که غواړﺉ چې پر نفس د لوړ اعتماد لرونکي واوسﺉ نو مسولیت منوونکي شﺉ. ۵۲ هڅونه (تشویق) پر نفس د اعتماد د لوړیدو او رټنه د باورونو د بنسټ د ورانولو او پر نفس د اعتماد د ماتولو لامل کرځي. ۵۳ د هرې ناوړه کړنې ترسره کول د شخصیت د ورانیدو او پر نفس د اعتماد د لکه داره کیدو لامل ګرځي. ۵۴ پر نفس د اعتماد د له منځه وړلو یو لوی آفت؛ ځان له نورو سره پرتله کول، ځان رټل او د خپل شخصیت د بنسټ ورانول دي. ۵۵ هغه انسانان چې د ځان په اړه ښه انځور ونه لري نشي کولای پر نفس اعتماد ولري. ۵۶ تاسو چې د الله(ج) له لوري د ځمکې پر سر د لوړ دریځ لرونکی یاست نو د نورو پر وړاندې د ډار، کمزورۍ او ناتوانۍ احساس ونه کړﺉ. بلکې پدې وپوهېږﺉ چې ستاسو دریځ د ځمکې پر سر د یوه انسان په دلیل ډېر لوړ دی.
|