|
دفکردټکنالوجۍ رازونه / څلورمه برخه |
|
|
|
|
شرف الدين عظيمي
|
|
Tuesday, 22 June 2010 |
|
پنځم څپرکی: له الله(ج) سره اړیکه انسان چې کله د یوازېتوب احساس وکړي، ځوریږي، خوابدی کیږي او وېره ورته پیداکیږي. خو کله چې له روحي او رواني اړخه د تکیې ځای پیداکوي نو بیا د هوساینې احساس کوي. ۵۸ که انسان تل په الله(ج) تکیه وکړي بې ساری ډاډ او هوساینه ترلاسه کوي. ۵۹ د الله(ج) دربار تر ټولو تل ترتله او ښه د تکیې ځای دی. که انسان په الله(ج) تکیه وکړي نو د ژوند تر ټولو ښکلی او هوسا ژوند به یې غوره کړی وي. ۶۰ الله(ج) وعده کړې چې خپل ښه بنده ګان له هر ډول ستونزو څخه په امان کې ساتي او د ژوند په ټولو چارو کې له هغوی څخه ساتنه کوي. ۶۱ دعا، توسل(نږدیکیدل) او توکل سربېره پر دې چې په انسان کې معنوي احساس جوړوي د نوموړي د باورونو پر لوړلو هم اغېزه پرېباسي. ۶۲ انسان پر ځمکه د الله(ج) استازی دی او له الله(ج) سره همغږي لري او ددغې همغږۍ په وسیله چې وغواړي یو څه خلقوي. ۶۳ الله(ج) تاسې آزاد پیداکړي یاست او په هیڅ کوم تعین شوي برخلیک له وړادې محکوم نه یاست. ۶۴ له الله(ج) څخه هره شېبه د هغو نعمتونو او موهبتونو په خاطر چې تاسو ته یې درکړي شکر وباسﺉ. بښنه یو ډول شکر اېستنه ده. هر څومره چې خلکو ته څه وروبښی په هماغه اندازه به یې بېرته ترلاسه کړﺉ. ۶۵ د هغو وسایلو او توکو په ساتلو چې اړتیا ورته لرﺉ نو د الله(ج) د رحمت باران پرځان مه دروﺉ. د الهي رحمت د پیداکولو لاره همدا ده چې دغه ډول توکي نورو خلکو ته چې اړیتا ورته لري ورکړﺉ. ۶۶ الله(ج) تل د خپل بنده د غوښتنو سرته رسولو لپاره وسایل او توکي برابر کړي. نو معقولو غوښتنو ته د رسېدلو لپاره یوازینی لامل الله(ج) سره د لوړو اړیکو ټینګول دي. ۶۷ ژوند هغه موهبت(نعمت) دی چې د لوی خدای(ج) له لوري انسان ته ډالۍ کیږي. همدا راز د ژوند کولو طریقه هم عینې حال کې یوه ډالۍ ده چې انسان یې خپل خدای(ج) ته وړاندې کوي.
|