|
تيليفون وشرنګېد... پر تخت پرتې ځوانې ښځې سترګې رڼې کړې، د خوب د ګروپ په سره او تته رڼا کې يې ديوالي ساعت ته وکتل، د شپې يوه بجه وه، کوچني مېز ته ور وښويده، ګوشۍ يې پورته کړه او په خوبولي غږ يې وويل: _څوک يې؟ غوږ ېې و تخنېد: _اه ! ګرانې، زه يم. ښځې يو اوږد ارږمی ويست، ورو يې وپوښتل: _څنګه يې؟ _ښه يم، ګرانې! ما وبخښه، پوهېدم چې ويده يې، خو څه وکم، ډېره مې يادېدې. ښځې خبره ور پرې کړه! _څه وخت راځې؟ مقابل لوري وويل: _بس! د طيارې ټکت مې اخيسی دی، د تجارت کارونه دي، که خدای کول، درېيمه به په کور کې يم. ښځې يو سوړ اسويلی ويست، تندي يې ګونځې پيدا کړې، خوله يې خبرو ته جوړوله چې سړي وار ړومبی کړ: _اه! ګرانې! پوهيږې چې څومره درپسې خپه يم، اووه ورځې مې نه يې ليدلې، دا زما لپاره ډېر وخت دی، اه د زړه سره! ژوند له تا پرته څومره تريخ دی، هو رښتيا! نن مې د سرو زرو يوه ښکلې غاړګۍ درته واخيسته، ډېره قيمتي ده، الماس پکې کار شويدي، ستا له سپينې نرۍ غاړې سره ډېره جوړه ده، يوه بله به درته وکم، ما زموږ راتلونکي ماشوم ته نوم خوښ کړيدی، ښکلی نوم دی، خوښ به دې شي، درته يې ووايم! ښځه په خبره کې ور ولويده: _ګرانه! ستا روغتيا ته اندېښمنه شوم، ستړی به يې، ناوخته دى، اوس آرام وکه، سبا به سره غږېږو. سړي په خوند وويل: _دا دوه ساعته لټ په لټه اوړم، خو ستا پاکه او معصومه څېره مې تر سترګو سترګو کيږي، کله ويدېدی شم. پوهېږم، ته به هم تر ډېره زما په فکر کې وې، همداسي نه ده؟! د ښځې شونډې و خوځېدې: _همداسې ده. سړي وويل: _ښه ګرانې، دادی ما ستا په ياد سترګې سره ور ورستې، په دې هيله چې په خوب کې دې ووينم، زما په اړه فکر مه کوه! ښه شپه. ښځې په بيړه ګوشۍ کېښوده، وروځې يې سره ورغلې، په خشکه يې وويل: _احمقه!!! د هغې ترڅنګ پراته ځوان څنګ بدل کړ، پرته له دې چې سترګې رڼې کړې، شونډې يې وخوځيدې: _څوک و؟ _خاوند مې، ويل يې چې درې ورځې وروسته درځم. ځوان د هغې تر نرۍ، سپينې غاړې لاس تاو کړ، د ځان خواته يې ړنګه کړه، ورو يې وويل: _خوا مه بدوه! دوه له خونده ډکې شپې خو لا پاتې دي. پای
|