|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| اختر د سولې ښوونکی   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)   |||| نوې ليكنه |||| دوینډوزدانسټالېدولپاره ضروري هارډوېرونه
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... شکرالله طاهري
دارواښادمحيب الله بهرام په يادكي پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
محيب رحمتي   
Wednesday, 07 July 2010


موږ لا هغه مړى سپارلى نه وي
چي جنازه ورپسي بله راسي
له كوره لاړ سي روغ رمټ زلميانو
مړه يې راوړي خلك ورپسي ډله راسي

محترم ارواښاد محيب الله بهرام د مرګ خبر مي له رومال وېب پاڼي تر لاسه كړ، داسي صدمه يې راكړه چي بدن مي ټول زيږ - زيږ سو، له ارواښاد بهرام سره مي  كوم شناخت نه درلود او نه مي تر اوسه ليدلى و، همدا د پښتنو ورورڼو د وېب پاڼو له لاري مي د ده ځيني شعرونه لوستلي دي ، د ده كورنۍ او ټولو رقيبانو ته دي الله تعالى صبر ور كړي ، الله تعالى دي د ده ټول ګناهونه وبخښي او له ټولو ورروڼو څخه د دعا غوښتنه  ورته كوم .
بهرام ورور ډېر په زړه پوري شعرونه ليكل ډېر وخت به د ده شعرونه ما له وېب پاڼو څخه راكاپي كول او له ځان سره به مي  ساتل بيا به مي كله كله ويل، ډېر وخت مي د ده شعرونه د موبايل مېسيج له لاري نورو ملګرو ته هم لېږل، د بهرام شعرونه رښتيا چي ډېر په زړه پوري دي، ځان ته يو احساس لري، ډېر وخت به يې داسي په زړه پوري شعر ليكلى و چي ډېر واري به مي له ځان سره زمزمه كاوو چي د غمجن زړه  په ارامولو كي به يې كومك راسره كاوو يا به يې د چا ياد راته په زړه كړى، داسي ښكاري چي خپله ارواښاد بهرام هم پټ د يو چا زړه ته په خپل زړه كي ځاى وركړى و او دا شعر به يې زه هم اوښكو ته مجبور كړم :
غمونه راغلو بیا به ځانته نوی ویر جوړوم
داسمان ستوروته لګیا یم ستا تصویر جوړوم
د هر چا خپله فیصله دځان منزل به ټاکي
زه به خپل ځان دا ستا په زلفو کي اسیر جوړوم

ستا له غمه مي زړه شوري كله كله
ستا غمونه پرې را اوري کله کله
ورته ناست په انتظاریم ورته ګورم
پاس په بام باندی راګوري کله کله

بهرام له ژونده هم څه خفه ښكارېدى خپله يې زړه ته تسلي وركوله لكه ماشوم ته چي څوك په تياره شپه كي تسلي وركوي او ورته وايي چي ويده سه بلا نه راځي، زموږ په ټولنه او په دې وطن كي به نو څوك له ژونده خوشحاله وي لكه وايي چي :

خوب مي لیدلی په لمن کي مرغلري وړمه
ځانته لګیا یمه په خپله یې تعبیر جوړوم
په شنه اسمان کي رڼه ستوري راته ګونګ پاته دي
ورته خپل حال بیانوم ځان مقریر جوړوم
په دې نیمګړي دنیا ګۍ کي ژوندون داسي کوم
چاته مرید ځان جوړوم چا ته یې پیر جوړوم

مينه يو داسي ظالم شى دى چي هر څومره لېونى، زورور، په زړه سخت سپين ږيري ، ځوانان تر خپلي قبضې لاندي را ولي، ارواښاد بهرام هم د دې ظلم څخه روغ نه دى پاته سوى  د يو مساپر يار په  ياد كي زړېدلى دى د هغه په بېلتون سوځېدلى دى، لكه په دې شعر كي چي وايي :
 
چي ته راسې خپل وطن ته ما به غواړې
زه به نه یم تور لحد ته به مي ژاړې
په زړګي دي وویشتم پورته دي نه کړم
اې! بې رحمه یاره لاړې پسې لاړې
دغم کاڼي مي په سر باندې وریږي
د زړګي خوني مي ټولي شوې ویجاړې
زه چي مړ شمه اشنا یاد کي یې ساته
یم شهید خون به مي وي دا ستا له غاړې
زه دي هېر کړم تا به هلته هېرومه
چي بهرام غریب په سپین کفن کي نغاړې

د ارواښاد بهرام لكه په زړه چي اورېدلي و چي شهيد كيږي به، كه د افغانستان حالاتو ته له څو لسيزو كتنه وكړو همداسي ده   د خداىي مرګ نه زيات خلك د نورو له لاسه مري او ټول په ځواني كي شيهدان كيږي لكه څنګه چي بهرام په خپل شعر كي وايي :

ځوان ارمان مي په کو ګل کي ځوا ني مرګ دی
د ا فغا ن  زلمی  ازل  کي  ځو ا ني مر ګ دی
د ما شو م  په شا ن  مدام  ر اته ژړېږي
ماشوم زړه مي په اور بل کي ځواني مرګ دی
د قبرونو او جنډو ځای پکي  نه  شته
دشتي ډکي شوې هر ګل کي ځواني مرګ دی
د ځوانانو جنازو ته  په  سلګو  یم
یو په خوست بل په کابل کي ځواني مرګ دی
د قلم سو که  یې  ما ته شوه ګو نګی شو
 
بهرام ګوره په غزل کي ځوا ني مرګ دی

د ارواښاد محیب الله بهرام اخېري شعر چي رومال وېب پاڼې  ته یې ورلیږلی و او
 
خالد ریحان او بختیار ځدراڼ ته ډالۍ كړى و :

حال به نه وایم جانانه غم دي ډېر دی
نور درک د زندګۍ له ما نه هېر دی
که حالاتو بدلون وموند وخت خراب شو
زه به ستا د سر دوعا کړم زما خېر دی

كاشكي په ځواني كي مرګى نه واى او نه څوك د چا اشنا واى، نه به د چا شناخته واى او نه به څوك د هغه د راتلو په تمه ناست واى، شاعر ازاد خان ازاد هم په شعر كي داسي وايي :

څومره به ښه واى چي تنها واى د چا يار نه واى
پر چا مين نه واى بس هيڅوك مي پكار نه واى
په تورو غرو كي اوسېدلى چي چا نه ليدلى
د د غه كلي استوګن د دغه ښار چي نه واى

ځوان شاعر او ليكوال سيد  فخرالدين هاشمي صاحب له خپلي كلي زرمت څخه راغلى و بيا يې دا نظلم راته ووايو :

ستوري را څاڅي د لاسونو جام ته
يوه لېونۍ چاته دعا وي كوي
دا په يو قبر غوړېدلى سالو
دا په شناخته تړل سوى روى مال
د يو چا د ياد كيسه خو كوي
د كومي مينه افسانه خو كوي

بيا مي د دې نظم لامل ځني وپوښت ده راته ويل :

- هلته په وطن كي د چا يار مړ سوى و بيا مي دا نظم د هغې انجلۍ په باره كي وليكى د هغې حالات مي له ځانه سره وسنجول .

اخري بدلون ( Thursday, 08 July 2010 )
 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي