|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   |||| نوې ليكنه |||| کاشکې !
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... شکرالله طاهري
دپروژې مديريت اودهغه طلايي قوانين پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
ژباړن: انبيا ژمن   
Thursday, 08 July 2010

د پروژې د مديريت تعريف

د وخت، لګښت او څرنګوالي په چوکاټ کې د ځانګړو موخو د تر لاسه کولو لپاره  د پروژې پلان جوړونې او لارښوونې ته د پروژې مديريت وايي. د پروژې په مديريت کې کنټرول، په کړنو باندې څارنه او د کړنو لارښوونې شاملې دي او د پروژې مديريت هڅه کوي چې له منابعو څخه په سمې ګټې اخيستنې سره په ټاکلي لګښت سره ځانګړې او د انتظار وړ پايلې تر لاسه کړي. په بله توګه:

د اړتياوو د تر لاسه کولو او پروژې د پلي کولو په اړه د کړنو د کنټرول په بهير کې له پوهې، وړتيا، وسايلو او مهارتونو څخه ګټه اخيستل د پروژې مديرت بلل کېږي.

 

د پلان جوړونې تعريف

د اړتيا وړ وخت په پام کې نيولو سره د يوې پروژې د پلي کولو لپاره په پرله پسې او موازي توګه د کړنو او فعاليتونو ټاکلو ته پلان جوړونه وايي.

 

د پروژې د کنټرول تعريف

د وخت، لګښت او څرنګوالي په چوکاټ کې يوه اقتصادي تعادل ته د لاسرسي لپاره د د پروژې د تګلوري ساتل او موخو ته د رسېدو لپاره له ځانګړو وسايلو، وړتياوو او تکنيکونو څخه ګټه اخيستنه د پروژې کنټرول بلل کېږي. په حقيقت کې کنټرول د پروژې لپاره د پلان دقيقه او بشپړه اجرا ده.

 

د پروژې د مديريت طلايي قوانين

دا قوانين په لويو او وړو پروژو کې د مديرانو د تجربې په بنسټ چمتو شوي او ځلا يې پيدا کړې ده. د پروژې د مديريت بنسټونه د لاندينيو لسو قوانينو پر بنسټ جوړ شوي دي. دې قوانينو ته پاملرنه د پروژې له پيل څخه تر پاى پورې ښې پايلې څرګندوي.

 

لومړى قانون: په ډله ييزه توګه د پروژې د موخو او پايلو څېړل!

که پوه نه وى چې څه غواړئ ترسره يې کړي، که پوه نه وى چې کوم شيان بايد بدل شي، ستونزمنه ده چې ارزښتناکه پايلې وړاندې کړئ. هغه پروژه چې پايلې يې روښانه نه وي، له ماتې سره مخ کېږي، د پروژې د برياليتوب په لاره کې لومړى ګام د پروژې د موخو ټاکل او پېژندل دي، هغه موخې چې په اړه يې په پروژه کې ټول مهم لاسپوري وګړي ورته اند ولري. يوازې دا بس نه ده چې تاسو پوه شى چې کوم کار غواړئ ترسره يې کړئ، کليدي وګړي، مرستندويان او د پروژې غړي هم بايد هغه څه چې غواړي ترسره يې کړي، په اړه يې معتقد وي او هغه ومني.

 

دويم قانون: بايد تر ټولو ښه کاري ټیم چې کولاى شى، جوړ يې کړئ!

د پروژې د برياليتوب لپاره د مسلکي، لايقو او ښو روزل شوو وګړو د ډلې درلودل اړين دي. د پروژې ښه  جوړښت د وګړو په ټاکلو سره د پروژې د مدير له خواه پيلېږي. د وګړو په ټاکلو کې، په ځانګړې توګه د نويو پروژو په اړه بايد د هغوى هوښياري، ځواک، پوهې او تجربې ته ډېر ارزښت ورکړل شي. وګړي بايد په  کې د کارکولو ځواک ولري او په  کې وړ مقام تر لاسه کړاى شي. وګړي بايد د کار په وخت کې خپله پاملرنه يوازې خپل کار ته واړوي نه خپلو ځاني بوختياوو ته. ځينې وخت اړينه ده وګړي د کار د ښه ترسره کولو لپاره زده کړې وکړي. وګړي بايد وکولاى شي د پروژې په اوږدو کې په علاقې او خوښۍ سره کار ته دوام ورکړي. د پروژې مدير بايد د  د غړو د انګېزې د زياتوالي په اړه اړينې تګلارې وپېژني.

 

درېيم قانون: پلان جوړونه!

يو بشپړ پلان د پروژې د برياليتوب زڼه (هسته) بلل کېږي. له پلان پرته نه شو کولاى د موخو د تر لاسه کولو په اړه يو ټیم رهبري کړو. بې له شکه د يوه پلان جوړول په يوازېتوب سره کافي نه دى، ځکه چې مدير نه شي کولاى راتلونکې اټکل کړي، له همدې امله ده چې کېداى شي د پروژې پلان څو ځله بدل كړل شي.

 

څلورم قانون: د انسانانو او وسايلو د اړتيا وړ سرچينو (منابعو) د کچې محاسبه!

د وګړو، وسايلو، سامانونو او کافي پانګې پرته په ټاکلي وخت د ژمنو د ترسره کولو لپاره هېڅ بله لاره نشته. مدير بايد د خپلې پروژې د انساني اړتيا وړ سرچينو د خوندي ساتلو وړتيا ولري، له دې پرته بايد د سرچينو د کمښت اغېزې وڅېړي او د پروژې کليدي وګړو ته يې ورسوي.

 

پنځم قانون: د رښتيني مهال وېش چمتو کول!

مخکې له دې چې کار ترسره شي، بايد يو وړ مهالوېش جوړ شي او له مهالوېش سره سمه پرېکړه وشي. مدير کولاى شي په مناسب لګښت سره انساني سرچينې او ډېر وسايل په وخت سره چمتو کړي، اما نشي کولاى په هېڅ صورت سره وخت چمتو کړي! د پروژې نږدې ډېرى نا بريالي مديران وخت ته په نه پاملرنې او په وخت سره د پايلو په نه ورکولو سره خپل ډاډ له لاسه ورکوي.

 

شپږم قانون: هڅه مه کوئ چې له پلان شوو كارونو څخه ډېر تر سره كړئ!

البته دا په دې مانا نه ده چې مدير بايد له اټکل شوي کار څخه کم کار وکړي بلکې مدير بايد په وخت، څرنګوالي او لګښت کې ټاکلي چوکاټونه په پام کې ونيسي. مدير بايد په پيل کې د پروژې ټاکلي ټکونه وپېژني او په کليدي وګړو يې بايد تاييد کړي. د هرې پروژې له پيل څخه مخکې بايد موخې او د هغې وروستۍ پايلې د تاييد لپاره ټولو ته وړاندې شي. ټول هغه وګړي چې په پروژه کې لاسپورې دي، بايد د هغه څه په اړه چې ترسره کوي يې بشپړ مالومات ولري ترڅو وکولاى شي په سمه توګه خپلې دندې ترسره کړي. د مالوماتو ټولول او په وړ توګه ټولو وګړو ته د هغه رسول د پروژې د مدير له مهمو دندو څخه ګڼل کېږي.

 

اووم قانون: د وګړو رول په ياد ولرئ!

د پروژې ځينې مديران د پروژې د پلي کولو په اوږدو کې له ياده باسي چې په رښتينې توګه دا پروژه د خلکو لپاره ترسره کېږي او پايلې يې د خلکو لپاره دي. د پروژې بريا د خلکو په آند پورې تړلې ده، د دې لپاره چې د بريالۍ پروژې مدير و اوسئ، ځان د خلکو له اندونو او لومړيتوبونو سره همغږي کړئ. هېر نه کړئ چې خلک د پروژې مديريت په غاړه لري، هغوى د کار ستره برخه ترسره کوي او خلک دي چې له ورستيو پايلو څخه به خوښ يا ناخوښ وي.

بده به نه وي چې پوه شي که د پروژې پايلې د خلکو په زيان څرګندې شي، پروژه له ماتې سره مخ کېږي.

 

اتم قانون: د ادارې د مديريت او کليدي وګړو ملاتړ تر لاسه کړئ!

اړينه ده چې مدير د کار له پيل څخه مخکې د پروژې د کليدي غړو ملاتړ تر لاسه کړي.

د چنې وهلو او خبرو وړتيا دلته څرګندېږي. دا قانون د لومړي قانون په څېر، اما له هغه پراخ دى، مدېران دلته نه يوازې د هغوى مثبت اند تر لاسه کوي، بلکې هغوى راضي کوي چې د پروژې د مخته وړلو په اړه د هغوى له نفوذ او ځواک څخه ګټه واخلي.

 

نهم قانون: بدلون ته سترګې په لاره او هيله من اوسېدل!

دا قانون د درېيم قانون تر څنګ مانا لري. پروژه تل له بېلابېلو بدلونونو سره مل ده؛ چاپېريالي بدلونونه، د اړتياوو بدلونونه، د تګلارو او نور کېدونكي بدلونونه چې په پروژه کې رامنځ ته کېږي. مدير بايد بدلونونو ته منتظر نه اوسي او وروسته له رامنځ ته کېدو څخه غبرګون وښييي؛ غوره ده چې مديران زده کړي چې د بدلونونو په نسبت لاس مخکې وي؛ بريالي مديران په خپله د بدلون عامل دي.

بدلون د نننۍ هڅانده نړۍ يو بنسټ دى. له بدلون سره مقابله او د هغه په اړه وړ ګام اخيستنه د مدير او پلان جوړوونکو هنر ځانګړى کوي. د بدلونونو او پلان د منلو  په اړه د هغوى د عمل څرنګوالى، پروژه د برياليتوب يا ناکامۍ لور ته كېكاږي. په ياد ولرئ چې بدلون ته لورى ورکول د پروژې د ډلې له امکاناتو سره سم کولاى شي مدير او د هغه پروژې ته نجات ورکړي؛ که بدلون ته سترګې په لاره اوسي او هغه وخت غبرګون وښيي، ډېر زيات وخت به له لاسه ورکړي. د بدلونونو د کتلو لپاره خپلې سترګې مخکې له مخکې غوړېدلې پرېږدي!

 

لسم قانون: د هغه څه په اړه چې تر اوسه مو ترسره کړي، وګړي خبر کړئ!

مدير بايد په پروژه کې ټول مهم لاسپوري وګړي له پرمختګ، ستونزو او د پروژې له بدلونونو څخه خبر کړي. هغه بايد د دې ساده قانون پيروي وکړي او وګړي له ټولو څيزونو څخه خبر کړي. د کار په نړۍ کې تر ټولو غوره څيزونه قانون، رښتينولي او صداقت دي. غوره ده چې له ستونزو سره د مخ کېدو په وخت کې حقيقت له کليدي وګړو سره شريک کړي او له هغوى څخه د ستونزو د اواري په اړه لارښوونه او مرسته وغواړئ.

 

Add comment


|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي