|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   |||| نوې ليكنه |||| کاشکې !
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
Mirwais.jpg
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... شکرالله طاهري
دښه پلورونکي دبرياليتوب راز پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
ژباړن: انبيا ژمن   
Thursday, 08 July 2010

د تاريخ په اوږدو کې يو شمېر پلورنکي تل په هڅه کې وو، چې د چل او زور له لارې پېرودونکي د خپلو خدماتو او توليداتو پېرودنې ته اړ کړي. خو نن د پېرودونکو د پوهاوي لوړتيا او مارکيټي سيالۍ د پراختيا له کبله د راکړې ورکړې بڼه اوښتې ده. په پلورنه کې برياليتوب له پېرودونکي سره د ښو او وړ اړيکو ټينګولو له لارې پيل کېږي او اړينه ده چې پلورونکي له خپلو پېرودونکو سره د يوه سلاکار، ښوونکي او آن د يوه ونډه وال په شان چلند وکړي، ځکه چې يو کسبي پلورنکى هغه وخت په خپله دنده کې بريالى کېداى شي، چې د پېرودونکو اړتياوې د خپل کار له لومړيتوبونو څخه وګڼي او که پوهېږي چې پېرودل شوي توکي نشي کولاى د پېرودونکي اړتياوې پوره کړي، بايد هغه توکي پېردونکي ته ونه پلوري.

له نننۍ سيالۍ څخه ډک مارکېټ کمپنۍ او پلورنځي اړ کړي دي، چې د پلورنې موضوع ډېره کوټلې (جدي) ونيسي او د توکو او چوپړونو د څرنګوالي تر څنګ په پلورنه کې نورو فکټورونو ته چې د برياليتوب لامل کېږي هم پاملرنه وکړي ځکه چې د يوه سوداګريز شرکت راتلونکې د مارکېټ موندنې په وړتيا او پلورنه پورې تړلې ده. مسلکي پلورونکي ته په کار ده چې له پېرودونکو سره نږدې او ټينګې اړيکې وساتي او د هغه د سلاکار او لارښود رول ولوبوي، ځکه که پلورونکي له دې نزاکت او ځيرتوب څخه کار واخلي او وکولاى شي په وړ چلند سره پېرودونکي ته ډاډ ورکړي چې پلورل شوي توکي هماغه توکي دي چې دى يې په لټه کې دى، کولاى شي په ښه توګه د توکو د پلورلو ځواک ترلاسه کړي او ځان په يوه غوره موقعيت کې راولي. او د سيالو په وړاندې غوره والى له پېرودونکو سره د راکړې ورکړې ښه زمينه برابروي.

پېرودونکي له هغه پلورونکو څخه چې نشي کولاى له دوى سره د دوى د اړتياوو په برخه كې سمه مرسته وکړي، مخ اړوي او داسې پلورونکو ته مخه کوي چې وکولاى شي د دوى اړتياوې پوره کړي او مرسته ورسره وکړي. د يوه پلورونکي برياليتوب د پېرودونکو په برياليتوب پورې تړلى دى. ننني پېردونکي نور د هغو کړتنو (ډېرې خبرې کوونکو) پلورونکو سره چې يوازې د خپلې بټوې ډکولو په فکر کې دي، مينه نلري. د بېلګې په توګه که يو څوک د لومړي ځل لپاره له تاسو سره مخ کېږي او غواړي له تاسو څخه کوم شى وپېري او تاسو يې نه پېژنئ، هغوى ته وايئ چې د دې توکي بيه يوازې ستا لپاره دومره ده نه د ټولو لپاره، خپله څرګندېږي چې دا يوه درواغ خبره ده او دا ټکى تاسې پېرودونکي ته دروغجن ورپېژني ځکه هغه پوهېږي چې هېڅ داسې اړيکه نشته چې پلورونکى ده ته کمښت ورکړي. نو لازمه ده چې له ستونزو پرته په ساده ډول خبرې وکړي او له غولوونکو او دروغجنو جملو څخه ډډه وکړي، ځکه چې پېرودونکي له پلورونکي څخه د ګډون، زړه ملۍ اومرستې تمه لري ترڅو له هغه سره د ستونزو د اواري او د هغه د اړتياوو د پوره کولو په اړه مرسته وکړي. په دې مانا چې د يوه مسلکي پلورونکي په صفت داسې عمل وکړي چې پېرودونکي په بشپړو مالوماتو او خوښۍ سره توکي له تاسو څخه وپېري. لکه څنګه چې مخکې مو هم يادونه وکړه د يوه مسلکي پلورونکي موخه دا ده، چې له پېرودونکي سره د يوه مؤکل په توګه چلند وکړي چې دا کار له پېرودونکي سره د وړ اړيکو په ټينګولو کې مرسته کوي لکه د يوه ډاکټر اړيکه د هغه له ناروغ سره، که خپل تګلورى مسلکي او وړ نکړي په حقيقت کې مو په خپل زيان عمل کړى. د پلورنې په ټولو برخو کې بريالي پلورونکي هغه کسان دي. چې په ډېر ځير سره کار کوي او ټول جزيات په خپله ګټه کاروي، خپل پېرودونکي پېژني او هغه څه چې ترسره کوي يې په رښتينې توګه يې له حالاتو سره سم ترسره کوي. په رښتينولۍ سره کار کوي ځکه چې پېرودونکي ټګمار او دروغجن پلورونکي شا ته پرېږدي او ترڅو چې ډاډ تر لاسه نکړي چې دا يو رښتينى او مسلکي پلورونکى دى، راکړه ورکړه ورسره نکوي او په پايله کې کېداى شي پلورونکي له ماتې سره مخ کړي. هر کله چې تاسو پلورونکي ياستى بايد پوه شى چې دا ستاسو تګلاره او چلند دى چې په څه ډول د کار له جزياتو سره مخ شى او دا کار په خپل وار سره تاسو ته د پېرودونکي د کتنې په تګلاره او دا چې له تاسو سره معاملې ته مايل دى، اغېزه کوي. مارکېټونه، سيالي او اقتصاد د ژوند د نورو اړخونو په شان تل د بدلون په حال کې دي او له هغه سره موازي پېرودونکي هم بدلون مومي، چې په پايله کې به د دوى غوښتنې ډېرېږي او توپير پيدا کوي. او له سياليزو ربړونو (فشارونو) څخه په ښه توګه ګټه ترلاسه کوي. نو په دې اساس پلورونکي بايد د دې حالت منلو ته چمتو وي او له پېرودونکي سره داسې چلند وکړي چې ګوندې مخکې هم له دې حالت سره آشنا و، او په دې اړه يې چمتووالى درلود.

هغه کسان چې په دې تکيه کوي چې په پلورنه کې برياليتوب له ښه بخت څخه دي، له يو ساده فکر پرته بل څه نه دي او بايد په هغه تکيه ونه شي. بلکې انسانان په خپله کولاى شي د اړتيا وړ اندازې پورې برياليتوب او نېکمرغي د ځان خوا ته کش کړي. په رښتينې توګه که دوى خپله پروسه تل وويني او څېړنه يې وکړي، کولاى شي تېروتنې کمې کړي او کار په ښه توګه ترسره کړي يعنې د پلورنې د زياتوالي لپاره تر ټولو غوره ملاتړ کوونکي تاسو خپله ياستئ، ځکه چې برياليتوب داسې يو څيز نه دى چې له مارکېټ څخه يې وپېرى او يا يې له هوا څخه تر لاسه کړى بلکې دا تاسو خپله ياستى چې کولاى شئ لاس په کار شئ او خپلو کړنو ته پراختيا ورکړئ. په دې اړه دوه څيزونه له تاسو سره مرسته کوي، چې يو يې په نفس باندې ډاډ دى او بل يې په کار کې ټينګښت او مقاومت دى. نو دا دود بايد په ځان کې پيدا کړى چې کله هر کار ترسره کوى دويم ځلي يې کتنه وکړى او هغو کمښتونو ته چې په کار کې مو شتون لري او په څه ډول کولاى شئ حل يې کړئ، ځواب چمتو کړئ. هغه پلورونکي چې ژمن دي د خپل چمتووالي لپاره منظم وخت په پام کې نيسي، يو ښه تصميم يې نيولى. تاسو د خپلې سوداګرۍ حالاتو او فني ټکو ته پاملرنه وکړئ او د هغه په اړه بايد پوه وئ، که داسې نه وي نو خپل مسلکي والى له لاسه ور کوئ. په کار کې مسلکي والى داسې يو انځور دئ چې ډېرى پلورونکي په ډېرې هڅې سره هڅه کوي تر لاسه يې کړي. د ا کار وخت ته اړتيا لري او لازمه ده چې تاسو مسلکي رسنۍ او هر ډول اړوند ګټور مطالب او کتابونه په منظم ډول ولولى. ځکه چې په ډېرو مالوماتو لرلو نه يوازې د پلورنې په برخه کې ګټور دی بلکې دا کار پېرودونکي ته ستاسو پاملرنه ښيي. همدارنګه هغه توکي چې تاسو يې پلورئ بايد ويې پېژنئ او له هغه څخه د استفادې په اړه هم مالومات ولرئ ترڅو وکولاى شئ د پېرودونکي ټولو پوښتنو ته د منلو وړ ځوابونه ولرئ. له دې پرته نه شئ کولاى پېرودل شوي توکي په ښه توګه وپلورئ. که تاسو د پېرېدونکو عوښتنې په سمه توګه پوره کړئ او تل په خپل کاري ځاى کې شتون ولرئ، ښکاره ده چې دوى به ټول خپلوان او ملګري وهڅوي چې له تاسو څخه پېرودنه وکړي او ستاسو پېرودونکي ډېرېږي ځکه که تاسو داسې کار ته چمتو وئ او وخت ورکړئ چې نور يې نه ورکوي، کېداى شي دا کار اغېزمن څرګند شي او تاسو له نورو څخه مخکښ کړي. ځکه چې نن ورځ وخت د ټولنې د زياتو وګړو له ارزښتناکو او لومړيو څيزونو څخه ګڼل کېږي. دا په دې مانا نه ده، چې تاسو بايد د اونۍ په اوږدو کې هره ورځ ۲۴ ګړۍ (ساعتونه) کار وکړئ.

يو بل څيز چې ستاسو بريالتيوب ته اړين دئ هغه ستاسو ظاهري بڼه ده، لازمه ده چې د هر کار لپاره ستاسو بڼه بايد مناسبه وي، په دې مانا چې جامې مو پاکې او سپېڅلې وي، دفتر، د اسنادو بکس او کاري مېز مو پاک او منظم وي چې دا کار ستاسو علاقه او مينه څرګندوي. له خپلو پېرودونکو سره سم چلند کوئ او د توکو په اړه يې پوښتنو ته سم ځوابونه ووايئ او له هغوى سره په کوټلې او جدي توګه چلند مه کوئ.

يو بل له هغو رازونو څخه چې د پلورونکي د برياليتوب لامل کېږي، له پېرودونکي سره د خبرو او اړيکو لاره ده، ځکه له خلکو سره اړيکې يو اسان کار نه دئ. کېداى شي په ډېر لږ ناسم پوهاوي سره پېرودونکي له لاسه ورکړئ. همدارنګه د توکو د ستاينې په وخت کې زياتى مه کوئ ځکه هېڅ شى د توکو د ستاينې له لاپې (مبالغې) څخه زر د پېرودونکي د زړه سوړوالي او نه پاملرنې لامل نه کېږي. يوه اضافي جمله کولاى شي ستاسو اعتبار له لاسه ورکړي. که پېرودونکي له تاسو سره ښې اړيکې ولري او ستاسو له ادارې څخه چې تاسو يې څښتن ياستئ، ښه ذهني انځور ولري، ستاسو د پلورنې کار اسانېږي. ډېرى پلورنځي زياتې پيسې لګوي چې اعتبار تر لاسه کړي. نو په دې اساس تاسو هم هڅه وکړئ چې اعتبار خپل ځان او خپلې ادارې ته تر لاسه کړئ ځکه هغه اداره چې اعتبار ونلري، خلک ورته د شک په سترګه ګوري. پېرودونکي فکر کوي چې دا اداره په ځان ډاډ نه لري نو زه څنګه کولاى شم ډاډ پرې وکړم. نو تاسو ته لازمه ده چې د خپلې ادارې اعتبار پياوړى کړئ حتىٰ که له جدي ستونزو سره هم مخ شئ. اضافي کمښت، د ډاليو ورکول، ځينې اضافي توکي په وړيا توګه ورکول او د اړتيا په وخت کې د يوه توکي بدلول په بل توکي هم کولاى شي ستاسو د توکو د ډېرې پلورنې لامل شي.

تل هغه څه چې وايئ يې عمل پرې وکړئ او په خپل وخت هغه کار ترسره کړئ، د بېلګې په توګه که چا ته ژمنه ورکوئ چې په ۳ بجو دا کار کوئ، خامخا په هماغه وخت کې هغه کار ترسره کړئ. که کومه ستونزه مخې ته شي چې ونه شئ کولاى په ټاکلي وخت هغه کار ترسره کړئ، بايد مخکې له مخکې له هغه کس سره اړيکه ونيسئ او په بښنې غوښتلو سره له هغه سره د بيا کتنې وخت وټاکئ او د وخت ټاکلو په وخت کې پام ونيسئ چې داسې وخت وټاکئ چې بيا بدل نه شي او تاسو وکولاى شئ په وخت هغه ځاى ته حاضر شئ ترڅو خپل اعتماد وساتئ او دا به ستاسو د برياليتوب لامل كېږي.

په خپلو خبرو عمل کول که له پېرودنې څخه مخکې، د پېرودنې په جريان کې او که له پېرودنې څخه وروسته وي، ډېر اهميت لري. د ستونزو پېښېدو د نه رامنځ ته کېدو لپاره هڅه وکړئ چې ټول کارونه په بشپړه او ځير توګه پلان کړئ. له دې سره سره کېداى شي بيا هم ستونزې رامنځ ته شي خو تاسو پلمه او چل مکوئ، هڅه وکړئ په چټکۍ او بښنې سره ستونزه اواره او د هغه له ډېرېدو څخه مخنيوى وکړئ.

د پېرودونکي خبرو ته غوږ ونيسئ او د دې ټکي له لارې چې هو پوهېږم، د پېرودونکي د غوسه كېدو مخه ونيسئ او له هغه سره خواخوږي وښيئ او داسې انګېرنه رامنځ ته کړئ چې ګنې دى په حق دئ او که تاسو د دوى په ځاى واى، همداسې غبرګون به مو له ځانه ځرګنداوه. هغه وپوهوئ چې شخړې ته اړتيا نه شته او ستونزه کېداى شي په ډېره اسانه توګه اواره شي.

 

Add comment


|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي