|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   |||| نوې ليكنه |||| کاشکې !
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
Mirwais.jpg
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... شکرالله طاهري
د نوی نبوت اونوی قیادت ځانګړتیا پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
عبدالرحمن فرقانی   
Monday, 12 July 2010

اسراء اومعراج

سفر و کاوه موسی  طور سینی  ته          سفر وکاوه ادریس عیسی سما ته

محمد وخوت بالذات ((عرش اعلی)) ته       مقرب (( قاب قوسین اوادنی ))  ته

فکروکړه ته بیان د (( ما اوحی )) ته        له زړه ځیرشه ته برهان د ((مایغشی )) ته

اسراء هغه ځمکنۍ رحله ده ، چه الله تعالی د رسول (ص) لپاره د شپې په اوږدو کې د مکې مکرمې نه فلسطین (قدس ) ته .. د مسجدالحرام څخه مسجد الاقصی ته ممکنه کړه .

اومعراج هغه سیاحت ؤ  ، چې د ځمکې نه آسمان ته .. د قدس نه سموات العلا ته ، دآسمانونوهغې برخې ته چې لدې وړاندې بشر نه ؤ  ورسیدلی (سدرة المنتهی ) او هغه لوری ته چې الله تعالی پرې عالم دی ..ترسره شو . دغه دواړو سفرونو ته اسراء والمعراج ویل کیږی . دعلماءو د جمهورو په عقیده  ،  رسول الله صلی علیه وسلم په ویښه (بجسده المبارک ) معراج ته بیول شوی دی ، یوازی  د دوه دریو تنو صحابوو څخه نقل شوی ، چې رسول الله صلی علیه وسلم دیوه عجیب اوغریب خوب په حالت کې دا سفر تر سره کړی دی ، خو دعلماءو د جمهورو په قول او استدلال دا تفسیر د دغې رباني معجزې له غرض سره سمون نه لری ، نو ځکه راجح قول دا دی ، چې رسول الله صلی علیه وسلم په ویښه دا سفر تر سره کړی دی .

په مکه مکرمه کې د رسول الله (ص)  په ژوندانه کې اود اسلام دین ته د دعوت په ډګر کې دا دوې رحلې ځانګړی اهمیت لري ، وروسته لدې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې د الله جل جلاله د دښمنانو له لوری ډیر کړاونه او دردونه وزغمل ، اوبیا ئې ګمان وکړ چې کیدای شی په طایف کې دطایف خلک تر قریشو ښه معامله ورسره وکړی ، نو طایف ته ئې تشریف یووړ، خو له بده مرغه هلته ئې تر قریشو ډیر ظالمان اوبې رحمه خلک ولیدل . د طایف خلکو خپل غلامان ، لوچک او بې بندباره کسان درسول الله صلی الله علیه وسلم د ځورولو لپاره وګمارل ، رسول الله (ص) ئې په تیږو وویشته ، آن تر دې چې له مبارکو پښوو ئې وینې بیدلې ، پداسې حال کې چې زید بن حارثه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مولا هڅه کوله چې له رسول الله نه دفاع وکړی ، او هغو تیږو ته ئې ځان سپر کړي ، چې رسول الله صلی علیه وسلم پرې ویشتل کیده ، ترڅوئې سر دوه ځایه څیرې شو.

رسول الله صلی علیه وسلم له طایف نه پداسې حالت کې ووت ، چې مبارکې پښې ئې زخمی وې ،اووینې ورنه بیدلې ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپلو پښو زخمونو دومره ونه ځوراوه ، څومره چې د خلکو خبرو د ده مبارک زړه زخمی کړ . پدې وخت کې الله تعالی د غرونو ملائيکه رسول الله ته ولیږله ، د غرنو ملایکې رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته وویل : که غواړی په دوی باندې به دوه غرونه یوځای کړم ، دوی به د دوه غرونو تر منځ نابود کړم ، خو رسول الله صلی علیه وسلم سره له ټول عذابه چې په طایف کې ورسره مخ شو دا ونه منله ، چې دطایف خلک د دوو غرنو تر منځ نابود شي ، او ویې فرمایل :  زه هیله من یم چې د دوی له نسله به داسې خلک پیدا شي ،چې دالله تعالی عبادت اوبندکي وکړی ، اود الله تعالی سره به څوک په خدایۍ کې شریک نه کړي . یا الله ! ته زما دې قوم ته هدایت وکړی ، دوی نه پوهیږی ..

لدې ټولو کړاونو نه وروسته الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا رحله برابره کړه ، له یوه لوری ئې دکړاونو اوتکلیفونو پاداش ورکړ اوله بل لوری ئې پدې پوه کړ چې کې د ځمکې اوسیدونکی له تا مخ اړوي ، خو دآسمان اوسیدونکی دې هرکلی کوی ، که دا خلک ستا د دعوت مخنیوی کوی ، خو الله تعالی دهرکلی کوی ، او پیغمبران د امامت منی .  دا د الله تعالی له اړخه درسول الله تکریم او قدرداني وه ، او د دوهمې مرحلې لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم روزل او تیارول وو .

 اسرا اومعراج اوهجرت درسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه کې هغه روزونکی مرحلې وی ، چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ئې د هغې بنسټیزې مرحلې لپاره تیارکړ، هغه مرحله چې د جهاد او مبارزې مرحله وه ، د ټولو عربانو سره د وسلوالې مبارزه مرحله  ، داسلامی حکومت د جوړولو مرحله  ، د الله تعالی داحکامو د پلی کولو مرحله  ، دا پداسې حال کې چې ټول عربان ئې په ګده دښمنان وو ، بت پرستان له یوه لوری او مجوس له بل لوری ، او همدا راز یهودان او عیسویان ، چې په انجیل کې ئې د خپلو نفسی غوښتنو په بنسټ لاسوهنې کړی وې ، او د توحید عقیده ئې له بت پرستۍ سره ګډه کړي وه ،  له دریم لوری ورسره دښمنی کوله . نوپکار وه تر څو نبی کریم صلی الله علیه وسلم د دغې مهمې او لویې مرحلې لپاره تیار شي ، تر څو د دغو ټولو جبهو سره  پدې لږ شمیر کسانو اوپدې نا چیزه وسله مقابله وکولای شی ، نو ځکه الله تعالی وغوښتل چې دآسمانونو او ځمکې نښې او معجزې وروښی ، قال الله تعالى: {سبحان الذي أسرى بعبده ليلاً من المسجد الحرام إلى المسجد الأقصى الذي باركنا حوله لنريه من آياتنا} ژباړه (( پاکي ده هغه ذات لره ، چې بیولی ئې ؤ بنده خپل (محمد) د شپې په یوه برخه کښې ، د مسجد الحرام نه تر مسجد الاقصی پورې ، هغه چې برکت اچولی دی موږ دهغه ګردراګرد ،ترڅو وروښیو خپلې دقدرت نښې . ))   تر څو پدې کون اوځمکه اوآسمانونو کې د الله تعالی نښې او معجزې وویني ، څرنګه چې الله تعالی په سورت النجم کې فرمایلی : لقد رأى من آيات ربه الكبرى ما زاغ البصر وما طغى}.  ژباړه )) یقینا ده د خپل رب د قدرت هغه لویې نښې ولیدې .   نه وی اوښتې سترګې دمحمد بل لوری ته ، او نه هم تیرې شوې وې له خپل حده  .)) یعنی هر هغه څه چې رسول الله صلی علیه وسلم ولیدل په پوره توجه او اتقان سره ئې ولیدل ، وهر هغه څه ئې ولیدل چې باید ده  پدې سفر کې لیدلی وی ، یعنی د ده مبارک نظر الله تعالی په هغو نښو متمرکز کړی ؤ، چې باید ده پدې سیاحت کې لیدلی وی ، الله تعالی ځکه دا لویې نښې وروښودې ، چې زړه ئې قوت پیدا کړی او اراده ئې د کفراوطاغوتونو په وړاندې د مبارزې لپاره ټینګه شي ،  څرنګه چې الله تعالی د موسی علیه السلام سره هم په قران کریم کې ورته صورتحال موږ ته بیان کړی ، کوم مهال چې موسی علیه السلام جابر فرعون ته ورته ، الله تعالی ده ته د خدایي نښې او معجزې وروښودې ، تر څو  ئې اراده ټینګه اوعزم ئې پوخ شي ، اود هغه سرکشه فرعون څخه ونه ویریږی چې خلکو ته ئې ویل : انا ربکم الاعلی ، وما علمت لکم من اله غیري . ژباړه : (( زه ستاسو تر ټولو لوړ رب یم ، زه ستاسو لپاره ترخپل ځان پرته بل اله نه پیژنم .))

کله چې الله تعالی  موسی علیه السلام مخاطب کړ او ورته ئې وفرمایل : {وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَى* قَالَ هِيَ عَصَايَ أَتَوَكَّأُ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَى غَنَمِي وَلِيَ فِيهَا مَآرِبُ أُخْرَى* قَالَ أَلْقِهَا يَا مُوسَى* فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَى* قَالَ خُذْهَا وَلاَ تَخَفْ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الأُولَى* وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى* لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى}  ژباړه: (( اوڅه دي ستا په ښی لاس کې ای موسی ، نو وویل موسی دا همسا ده زما ، چې تکیه کوم پردې ، او څنډم پردې پاڼې د ونې چې تویې شي پر پسونو زما ، اوپدې همسا کې زما نورې هم ډیرې اړتیاوې دي . بیا وفرمایل الله تعالی ،چې وغورځوه دا همسا خپله ای موسی ، نویې وغورځوله خپله همسا ، نو ناڅاپه شوه مار دا همسا ،چې مندې يې وهلی ځغلنده . بیا و فرمایل الله تعالی  موسی ته ، چې ونیسه دا همسا او مه و یریږه ! زر به راوګرځو موږ ستا دا همسا هماغه لومړنی شکل ته . اوپیوست کړه خپل ښی لاس خپل تخرګ ته ، چې راوبه وځي تک سپین روښانه اوځلانده ،بې له عیبه . حال دا چې دا معجزه ده بله د دې لپاره ، چې دروښیو تا ته ځینې له هغو معجزو څخه ،چې ډیرې لویې دي .  )) دا معجزې الله تعالی موسی علیه السلام ته د دې لپاره وروښودې تر څو یې اراده وعزم پوخ شي ، او اسلام ته د  دعوت په لاره کې استقامت وکړی شي .

سربیره پدې چې اسرا اومعراج د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د الله تعالی له اړخه تکریم اوقدرداني وه ، خو د دې تر څنګ دې پیښې د مسلمانانو په راتلونکي ژوندانه کې ځانګړی اهمیت درلود ، ځکه چې پدې شپه په مسلمانانو لمونځ فرض شو ، الله تعالی خپل غوره پیغمبر دمسجد الحرام نه دشپې په اوږدو کې بیت المقدس ته یووړ، اوله بیت المقدس څخه ئې سدره المنتهی ته پورته کړ ، ترڅو لمونځ ورباندې فرض کړی ، اود مسلمانانو په ژوندانه او ټولنه کې ئې د دې فریضې له اهمیت اوارزښت نه خبر کړی ، هغه فریضه چې د بنده او الله تعالی  تر منځ رابطه قایموی ، پدې فریضه کې په لومړی ځل پڼځوس لمنځونه فرض کړی شول ، بیا رسول الله صلی علیه وسلم د موسی علیه السلام په اشاره پرلپسې  د الله تعالی نه د خپلو امت اړوند د تخفیف ِغوښتنه کوله ، تر څو چې پینځه لمنځونه فرض شول ، او ویل شوی ، چې دا لمنځونه په عمل کې پینځه لمنځونه دی ، خو اجر ئې د پنځوسو لمنځونو دی .

که د رسول الله صلی علیه وسلم  پورته  کیدل سدره المنتهی ته د هغه مبارک  (معراج ) دی ، خو د هر مسلمان معراج دالله تعالی لوری ته دهغه لمونځ دی . دا پوښتنه پیدا کیږی ، چې ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجد الحرام نه آسمانونو ته پورته نه شو ؟ ولې یوځل بیت المقدس ته دشپې په اوږدو کې یووړشو، او بیا له هغه ځایه آسمانونو ته پورته شوو ؟ بیت المقدس ته درسول الله صلی الله علیه وسلم وړل ، مقصود کار ؤ . هلته رسول الله صلی علیه وسلم ته د الله تعالی دقدرت دلایل او نښې وښودل شوی ، په هغه ملک کې چې مسجد الاقصی او بیت المقدس واقع دی الله تعالی ډیر ظاهری او باطنی برکتونه ایښی دي ، له مادی اړخه له سرشارو چینو ، نهرونو ، غلې ، میوې ، اود نورونعمتونو وطن دی ، او په روحانی لحاظ د پیغمبرانو او رسالتونو کور او مدفن دی .                               

په بیت المقدس کې رسول الله ته د پیغمبرانوهرکلی ویل ، او د هغوی امامت کول ځانته دلالت لری . هغه پدې دلالت کوی ، چې ګواکې مشري یوه نوی امت  اونبوت  یوه نوی پیغمبر ته ولیږدول شول . یو نړیوال نبوت د ټول بشریت لپاره نبوت ، نه دا چې پریوه قوم او یوې زمانې پورې منحصر وی ، دا دټولو خلکو لپاره د قیامت تر ورځې نبوت دی ، دا دهرې زمانې او هر ځای لپاره نبوت دی ، دا هر اړخیزه رسالت دی ، چې دې قیامت تر ورځی به روان وی  د پیغمبرانو امامت پدې دلالت کوی ، چې دا  د همغه نبوت سلسله ده چې الله تعالی د بشریت دلارښونې لپاره پیل کړی ده ، اود اذل نه تر ابده د دې لارښونې نوم اسلام دی . خودا ځل د دې نبوت ځانګړتیا دا ده چې داد ټول بشریت لپاره نبوت دی . دپیغمبرانو اورسالتونو ځمکې ته ، چې پکې ابراهیم ، اسحاق ، موسی وعیسی علیهم السلام وو، د رسول الله صلی علیه وسلم تلل ، پدې دلالت کوی چې دا ټوله یوه سلسله ده ، دا ټوله دالله تعالی له لوری ده ، او دا نوې پیغمبری اوقیادت هم د الله تعالی له لوری دی .  

اسراء اومعراج د دې نوی نبوت او نوی امت یوه رباني معجزه ده ، چې له نورو نبوتونو او امتونو څخه يې بیلوی . الله تعالی دی د دې ربانی معجزې برکت پردې امت کیږدی ، ترڅود خپلودیني او انساني مسولیتونو اړوند استقامت وکړی شي  .

 

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي