|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   |||| نوې ليكنه |||| کاشکې !
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
Mirwais.jpg
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... شکرالله طاهري
که نيتا، رښتيا وايي! پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
محمدحسن حقيار   
Wednesday, 14 July 2010

This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it

د برېتانيا ټايمزورځپاڼې  دتېرې ورځې په  ګڼه کې راپور ورکړى، چې په تېرو درې نيمو کلونو کې د کابل له هوايي ډګره نژدې څلورنيم ميليارد ډالره له افغانستانه اېستل شوي دي .د دې راپور خپرېدا په افغانستان کې د اداري فساد په باب اندېښنې لا پسې زياتې کړي دي.

د امريکا د کانګرېس يوې غړې تېره اونۍ له افغانستان سره د امريکا د ميلياردونو ډالرو مرستې مخه وروسته له دې ونيوله چې امريکايي مطبوعاتو راپور ورکړ ،چې په تېرو دريو کلونو کې له افغانستانه درې ميليارد ډالره اېستل شوي دي.

د افغانستان حکومت د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته ويلي وو: چې دا پيسې بهرنيو قرارداديانو اېستلي دي اود افغانستان حکومت يوازې يو ميليارد ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.

ټايمز ورځپاڼې  دتېرې ورځې په  ګڼه کې ليکلي چې له افغانستانه اېستل شوې پيسې تر دې زياتې دي چې مخکې يې راپور ورکړاى شوى وو.

ټايمز ورځپاڼې د امريکا د کانګرېس غړې (نيتالاوي) ته د افغانستان د ماليې د وزير عمر زاخېلوال ليک ته اشاره کړې .لاوي په کانګرېس کې له افغانستان سره د مرستو مخه نيولې ده .

د افغانستان د ماليې وزيرپه خپل ليک کې ويلي: زموږ د معلوماتو له مخې څرګنده شوې چې څلور زره دوه سوه ميليونه ډالره په درې نيمو کلونو کې د کابل د هوايي ډګر له لارې اېستل شوي؛دا پيسې ممکن تردې هم زياتې وي.

په دې ليک کې چې د جون په دېرشمه کښل شوى ، ډاکټر عمرزاخېلوال له امريکا غوښتي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي چې دا پيسې چېرې  وړل شوې دي.

نيتا لاوي وروسته له دې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندېدا غوښتنه وکړه چې وال سترېت ژورنال امريکايي ورځپاڼې وليکل چې د افغانستان لوړپوړي چارواکي له پيسو ډک بکسونه له هېواده دباندې باسي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د امريکا د کانګرېس د بهرنۍ بوديجې د کمېتې مشرې تينا لاوي ويلي چې په دې باب به په کانګرېس کې څرګندونې وکړي؛دې دا هم وويل چې دوى به ترهغو له افغانستان سره مرستې بندې وساتي چې دا ډاډ نه وي ترلاسه شوى، چې د امريکا مرستې په افغانستان کې د فاسدو افغان چارواکيوجېبونو او همداراز د مخدرو موادو کاروباريانواو ترورېستانو ته په لاس نه ورځي.

نړيواله ټولنه دعوه کوي چې تراوسه يې په افغانستان کې لسګونه ميليارده ډالر لګولي دي .

دنړيوالورسنيو دخبر له مخې،  تر اوسه يواځې  متحده ايالاتو د افغانستان په جګړه کې تر زر ميلياردو ډېر ډالر لګولي دي ،که څه هم امريکايان دامني چې دا ټولې مرستې دافغانستان په بيارغونه  اود افغانانودژوند په هوساينه ندي لګېدلي اوددې مرستوډېره برخه په افغانستان کې دجنګياليوپرضد دجګړه ييزو وسائلوپر پېرنه دځواکونو پرتجهيز ،لوژستيک اونورومواردو لګېدلي دي،خوله شک پرته چې ددې لګښتونو داحسان پېټى دافغانانو پر اوږو بارد ى اوافغانان دهغو پيسو دلګښت مسؤول هم بلل کېږي چې دبهرنيانو په مزو، چړچواومحفلونوکې لګېږي اوافغان ولس ترې خبر هم ندى .

په افغانستان کې اداري فساد اود يوې ځواکمنې سياسي، اداري ،اقتصادي مافيا شتون کومه نوې خبره نده،که څه هم افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ترډېره وخته په ګوته دلمرپټولوهڅه کوله اونه يې غوښتل  چې په حاکم نظام دبدنامۍ اوبې کفايتۍ مهرولګېږي ،خوبا لاخره اوبه له سره واوښتلې حوصلې اوزغم پاى وموند  بهرنيان اوافغان چارواکي اړشول چې تريوه حده موجود واقعيتونه ومني.

په دې کې هېڅ شک نشته چې  په افغانستان کې داقتصادي مافيا غويى دنړۍ دبلې هرې برخې پر پرتله  ډېر سورب دى اوحتمي ده چې همداسې به وي ځکه چې افغانستان دنړۍ دلومړۍ درجې مفسدهېواد وياړ او ريکارډ!!!لري خوداهم واقعيت دى چې په دې فساد کې دړافغان چارواکيو ترڅنګ بهرنيان هم  ډېرلوى لاس او ډېر نفوذ لري.

نوره نړۍ خوپرېږده، يواځې امريکا دافغانستان په جګړه کې زرميلياردو( يو تريليون) ډالرو دلګولو دعوه کوي،خوافغان چارواکي وايي چې دوى ته له دې شمېر  څخه يواځې يو ميليارد ډالره ورکول شوي ، چې ددوى په وينا په لګښت کې يې پوره شفافيت موجود دى اوچمتو دي چې هر چاته يې حساب ورکړي.

 که نړيوال سياسي جريانات افغان چارواکي په فساد کې ښکېل بولي،نوافغان چارواکي هم هغوى سپين بازان نه بولي .

که سړى په رښتياهم په افغانستان کې اويا دافغانستان په جګړه کې داقتصادي فساد او چور،تالان سور او اوږده وڅاري نو پوهېږي چې په رښتياهم دافغانستان په پلمه   هرچا ترخپله وسه خيانت اودرغلي کړېده،له چاسره چې ډېر امکانات وو  هغوى ډېره برخه کړې اوله چاسره چې کم وو هغوى کمه کړېده.

داچې خبرونه وايي په تېرو درېوکالوکې څلورنيم ميليارده ډالر له افغانستان څخه دکابل دهوايي ډګر له لارې وېستل شوي، دا له هغو پيسوڅخه غلاشوي، چې افغانستان ته رارسېدلي دي؛ خوپه لسګونه ميليارده آن سلګونه ميليارده ډالر له افغانستان سره دمرستې په نوم بېل شوي ،خولايې دافغانستان مخ هم ندى ليدلى، که نړيواله ټولنه اويا دامريکاد کانګرس غړي  غواړي  چې په افغانستان  کې ددرغليو پوښتنه وشي نوبايد ترکيز يې يواځې په کوچينو کبانو (افغانانو) نه وي، بلکې بايد داسې قوي جال جوړ کړي چې نړيواله مافيا اوټول قوي نهنګان اوښاماران  پکې راګېرشي افغان ولس دامريکا دکانګرس دبهرنۍ بوديجې دکمېټې  اوپه ځانګړې توګه ددې کمېټې درئيسې  مېرمن (تينا لاوي) مننه کوي چې غواړي په افغان دولت ددې لپاره فشار واچوي چې د فساد مخه ونيسي ،ددرغلۍ ګراف او پوتنشيال راټيټ  او خاينان مجازات کړي ،خو هيله لري چې دافغان خاينانوترڅنګه بايد نړيوال خاينان هم محاکمه کړي او له هغوى څخه  هم دمظلومو افغانانو دحقوقوپوښتنه وشي.

دايواځې  له افغانستان سره   له شويو مرستوڅخه دغلا موضوع ند٠ بلکې  دلته نورې ډېرې لويې او کوچنۍ غلاوې هم شوې دي ، په ميليونونه جريبه دولتي او شخصي قباله يي ځمکې  چور شوي، دنشه ييزودقاچاق  له لارې ځينو خلکوميليونونه ډالر وموندل ، پربهرنيانو دالقاعده او طالب په نوم ځينې بې ګناه او ناخبره افغانان وپلورل شول .نو که نړيواله ټولنه دلته احتساب پيلوي نوبايد احتساب هراړخيز او ځواکمن نه وي .

 حامدکرزى او نړيواله ټولنه په ښکاره مني چې په افغانستان کې چې کوم کوکنار کرل کېږي يواځې درې سلنه ګټه يې دافغان بزګرانو په جيبونو کې لوېږي نوره اوه نوي سلنه ګټه يې دنړيوالو زوروقاچاقبرو جېبونو ته لوېږي .

 په افغانستان کې دنشه ييزو دقاچاق  دپانګې حجم لسګونه ميليارده ډالره اټکل کېږي چې پدې کې ايله څو ميليونه دافغانانو جېبونو ته لوېږي که دلته دشفافيت او دفساد دکنترول او شنډتوب خبره مطرح کېږي نو دانورمافيايي ميلياردران  هم  بايدونيول شي .

که نړيواله ټولنه دلته دوه مخي پاليسي پرمخ نه بيايي ، ولسمشر ترسياسي فشار لاندې نه نيول کېږي  او په رښتيا   هم موخه پر افغانانو زړه سوى  وي نو چې دسوډان دولسمشر عمرالبشير دنيولو هڅې کېږي ولې هغه امريکايي  او اروپايي وزيران او جنرالان نه نيول کېږي چې له افغانستان څخه په الوتکوکې لسګونه ټنه نشه ييز په ډېره ډاډه او مطمنه توګه امريکا او اروپا ته  رسوي او هلته يې پلوري .

ايا هغه افغان چې د امريکا د وېزې اخستل ورته کوه قاف ته ترختلو سخت وي داکولى شي چې سلګونه ټنه هيروين  دامريکا نيويارک او واشنګټن ته ورسوي ؟

د اسمه ده چې ديوې امريکايۍ په توګه نيتا حق لري چې دامريکايي ماليه ورکوونکيو دماليې دپيسو  دلګښت په مدرک وپوهېږي  او پوښتنه يې وکړي خو دهغو زرګونو بې ګناه  افغانانو  د وينو پوښتنه به څوک وکړي چې  دامريکا له غرضه دډکوهغو  مرستو  چې اتيا سلنه يې بېرته ددوى بآنکونو ته ورځي  په بدل کې وژل کېږي  ،

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي