|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   |||| نوې ليكنه |||| کاشکې !
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... شکرالله طاهري
زموږشاعري اخیردڅه لپاره؟ پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
محمدنعیم –افغان   
Wednesday, 21 July 2010

زموږشاعري اخیردڅه لپاره؟

درنولوستونکوته جوته ده چي څه موده وړاندي موږدځینوپښتوویب پاڼوله لاري دااعلان کړی ووچي غواړو درسول اکرم صلی الله علیه وسلم په اړه ویل سویونعتونویوه ټولګه چي دبېلابېلوشاعرانونعتیه کلامونه به پکښي راغوڼدسوي وي چاپ اوخپره کړو،اراده موداوه چي کله پښتنانه شاعران پردې موضوع شعرونه ولیکي اوموږته یې ولېږي نوترکمپوزاوترتیب وروسته به یې په لوړمعیارچاپ کړوڅودپښتوپه شعري بڼ کي دنعتیه ګلونووږمې هم زموږدپښتنولوستونکومحفلونه خوشبویه کړي  . دهمدې لپاره موږله ډېرو وروڼوسره اړيکي ونیوې،ټلیفونونه موورته وکړل اوبرېښنالیکونه موورته ولېږل،خوله بده مرغه له څوکسانوپرته هیچاهم مثبت ځواب رانه کړ،هریوه په زرګونوبهانې کولې،چابه یوڅه ویل اوچابل څه،مګرموږبیاهم له دوئ سره بیابیااړيکي نیوې اوورته ویل به مو چي پردې ارزښتمنه موضوع یودوه شعره لیکل دومره سخته خبره نه ده،موږوینوچي تاسودشونډو،میني،جانان، توروڅڼو،ساقي،سرولاسونو،لیلی ومجنون پرافسانو،عشق اوزرګونونوروموضوعاتوبېلابېل شعرونه لیکئ خودرسول الله صلی الله علیه وسلم پرشخصیت زموږله غوښتني سره سره څه نه لیکئ!!!

له دې کاره زموږیوهدف داووچي په پښتوشاعري کي دنعت اوحمدلورته هم پاملرنه وسي،زموږپه اندله ډېره وخته دې لورته چاپام نه دی کړی یوه نیم شاعرکه څه پرې لیکلي خوپه عمومي ډول زموږشاعران دې لورته چندان توجونه کوي دهغوئ ډېرزوربیاهم پرهغوموضوعاتودی چي موږپورته ورته اشاره وکړه . موږداسي نه وایوچي پر هغوموضوعاتودي شعرونه نه لیکل کېږي بلکي هدف مودادی چي دپښتوشعرلمنه بایدپراخه سي،زموږشاعران بایددژوندپه هره څانګه کي پراړوندموضوعاتوشعرونه ولیکي موږته په پښتوشعرکي دحمداونعت برخه نيمګړې ښکاره سوه له همدې امله موهوډوکړچي کېدای سي زموږدشاعرانودې لورته پام نه وي که یوڅوک ددوئ پام لرنه دې لورته راوړوي نوالحمدلله موږپه خپله ټولنه کي خوراپیاوړي اوتکړه شاعران لروان شاء الله ژربه داخلاهم ډکه کړي خوترمیاشتومیاشتوانتظاروروسته له څودګوتوپه شمېر کسانو پرته هیچاله دې کارسره لېوالیتاونه ښوده،اخیرولي،دازموږشاعري دڅه لپاره ده اوزموږشاعران څه کوي چي دحمداونعت په برخه کي لږ ترلږه یودوه شعره جوړولوته هم چمتونه دي؟ په دې لړکي دهغوئ بهانې هم عجیبي دي څوک وايي چي موږپه دې ډګرکي ګام نه سوښودلای هسي نه پکښي وښویېږو،څوک وايي چي موږپه دې برخه کي کافي کارنه دی کړی اوڅوک بیانوري بهانې کوي . نوپوښتنه داده چي ایاپه پښتوشاعري کي به دابرخه همداسي تشه وي،هیڅوک به شعرنه پرې لیکي؟ که تاسودعربي،پارسي اواوردوژبي شاعري وګورئ نوهلته به تاسوپردې موضوع په سلګونو کتابونه وموموئ ان یوه شاعرپرې څوڅوټولګي لیکلي دي . پاتي سوه په دې اړه دتېروتني موضوع نوداډېره وړه ستونزه ده کولای سوله اسلامي پلوه یې ستونزه په علماووحل کړواوداډېره ضروري همده چي دشعراوحمدعلمي اړخ دعلماووله خواوکتل سي،ځکه ځیني وختونه الله جل جلاله اودهغه رسول صلی الله علیه وسلم ته داسي صفتونه پکي ثابت سوي وي چي له عقیدوي اوعلمي پلوه ناسم وي همدې ته په پام موږله سره اراده کړې وه چي زموږله خوادنبوي نعتونوچاپېدوونکي ټولګه به داسي وي چي له یوې خوابه یې شعرونه دشعري قوانینوپه تله تلل سوي وي اوله بله پلوه به یې دمفهوم اومعنی په اړه هم له علماووسره مشوره سوې وي . نیت موداووچي کله ټولګه چمتوسي نوترترتیب،تحقیق اوبیاکتووروسته به یې پرښه کاغذپه معیاري ډول چاپووخوله بده مرغه زموږشاعرانوملګرتیاراسره ونه کړه اوموږیې همداسي یوازي پرېښودو. له همدې امله یوځل بیاله خپلودرنو شاعرانوغواړوچي په دې اړه خپل شعرونه راسره شریک کړي،حمدونه اونعتونه راولېږي اوپه دې اړه له سستۍ اوکهالۍ څخه کاروانه خلي . که موږدالله جل جلاله په شان اورسول اکرم صلی الله علیه وسلم په ستاینه کي یودوه شعره نه سولیکلای نواخیرزموږشاعري دڅه لپاره ده،ګټه یې څه ده،دکوم هدف لپاره شاعري کوو،خپل مسلمان اولس ته کوم پیغام رسوواوداسلام په اړه مودشعرپه ډګرکي څومره خدمت کړی دی؟ په اسلامي کي لکه څرنګه چي نور ګټورفنون ستایل سوي،ملاتړیې سوی اوخلک یې ورته هڅولي نوشعریې هم پردوه ډوله وېشلی الله جل جلاله په دې اړه وايي : (( والشعراء يتبعهم الغاوون, ألم تر أنهم في كل واد يهيمون, و أنهم يقولون مالا يفعلون إلا الذين آمنوا وعملوا الصالحات وذكروا الله كثيرا))

ژباړه : بې لارې خلک دشاعرانوملاتړکوي،تاونه لیدل دوئ په هره شېله کي لالهانده دي،دوئ هغه څه وايي چي کوي یې نه،مګرنه هغه کسان چي ایمان یې راوړی،نېک عملونه یې کړي اوالله جل جلاله یې ډېریادکړی دی .

قرآن کریم موږته وښوده چي شاعران پردوه ډوله دي یوډول هغه دي چي شعرونه دخلکودتېرایستلولپاره وايي اوبل ډول هغه دي چي پرالله جل جلاله یې ایمان راوړی، نېک عملونه کوي اوالله ډېریادوي . نوداډول کسان که شعروايي نوهغه به هم داسلام په چوکاټ کي دننه وي الله جل جلاله به ده ته پرشعرهم هغه ډول ثواب ورکوي لکه پریوه نېکه خبره چي یې ورکوي . اوهمدارنګه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویلي :

إن من الشعر لحكمة ، وإن من البيان لسحرا. یعني ځیني شعرونه حکمت اوځیني بیانونه سحردي  . مطلب دادی چي شعردعاموخبروپه شان دی ښه یې ښه اوبدیې بددی . اسلام چي دعاموخبرولپاره کوم قوانین وضع کړي هغه دشعرلپاره هم دي . دشعرپه اړمي داسلامي دریځ دڅرګندولوهدف داووچي ځيني کسان په دې بدفهمي کي لوېدلي چي اسلام شعرته په ښه سترګه نه ګوري . اوس چي خبره سپینه سوه نوکوم کسان چي داړوندي موضوع په اړه له مسؤلیته وېرېږي هغوئ ته وېره نه ده په کار. اړینه ده چي پردې موضوع هم شعري استعدادوازمويي .

ستاسودهمکارۍ په هیله!

محمدنعیم –افغان

This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it

 

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي