|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انورالحق يرغل   |||| نوې ليكنه |||| اختر د سولې ښوونکی   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
Mirwais.jpg
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون
چې بې ځایه اشنایي کړي پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
سمون زرملوال   
Friday, 23 July 2010

چې بې ځایه اشنایي کړي، اور به بل پخپل تندي کړي

کابو دیرش کاله کیږي چې زموږ په وطن کې په مختلیفو بهانو جګړې روانې دي کله دغې جګړې ته عادلانه جګړه، جهاد کله هم پاڅون او نور نومونه ورکړل شوي دي.دجګړو په بهیر کې زموږ کلي ښارونه چې لاس په لاس شوي دي کله یوې ډلې نیولي کله بلې نو خپل مخالفین څه چې هغه څوک چې څیرې یې دوی ته ورته نه وې او د دوی په څیر فکر یې نه کاوو ، وژلي یا بې کوره کړي یا یې نور زیانونه ورته اړولي دي. ددې ترڅنګ په دې جګړه کې همداسې ددښمنو ډلو ترمنځ انډیوالۍ هم شوې دي او دیارانو ترمنځ جنګونه هم. دوو مشرانو پخپل منځ کې په شخصي او کله کله قومي او یا دواک په مسایلو انډیوالي اچولې بیا یې وروسته له یوبل سره جګړې کړې دي او خلک یې دخپلو ځانو په ګټه جنګولي دي،په نتیجه کې زموږ وطن وران شوی زموږ خلک وژل شوي او زموږ مادي او معنوي شتمنۍ تباه شوې دي.

ددغسې انډیوالیو یا داوس په اصطلاح ایتلافونوډیری خندونکي مثالونه هم موجود دي خو دولسمشر او حاجي محمد محقق انډیوالي بیا بل ډول انډیوالي وه یا ده.

دا لا معلومه نه ده چې رښتیا به له خلکو پټ له دغه ښاغلي سره دده دقوم یا ډلې لپاره دڅو وزارتونو او ولایتونو وعدې شوې که یه؟ که شوې وي اول خو زموږ اساسي قانون ددې اجازه چاته نه ورکوي چې دقوم پر بنسټ ګوند جوړ کړي، بل زموږ اساسي قانون چاته دا اجازه نه ورکوي چې دقوم او سیمې پر بنسټ حکومت وویشي او بله داچې دا رایه ګیري بیا څه وخت وشوه چې پلانکی دې دپلاني قوم مشر یا ټیکدار وي او پلانی هم دپلاني قوم.

که چیرې خدای مه کړه داسې کومه معامله شوې وي له سره غلطه ده او غیر قانوني ده.

که هرڅه و، ووبه خو موږ ولیدل چې هم دکابینې په ټاکلو او هم په نورو ټاکنو کې په نظر کې ونیول شول. او که ښاغلي ولسمشر هم دټاکنو په پیل کې له محقق سره داسې کومه ژمنه کړې وي بهانه یې لا دمخه ورته جوړه وه چې غواړي مشارکت په پام کې ونیسي، او دهمهغې له بهره راغلې نظریې پر بنسټ دمحقق له قومپال ګوند څخه وزیران ولسي جرګې ته ور وپیژندل. داچې خلک او دهغوی استازې په پرنسیب کې له دا ډول ګډون سره جوړ نه دي او زیاتره په دې باور دي چې وزیران اونور چارواکي باید دکاري وړتیا په پام کې نیولو سره وګومارل شي دغه وزیران یې رد کړل دوزیرانو دردیدو یوبل لامل په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازي حاجي نجیب الله کابلي هم په یوه مرکه کې په ډاګه کړ ویې ویل چې موږ ته خپل موکلین وایي چې دکابل ورانوونکو او جنګي جنایتکارانو له خوا معرفي شویو وزیرانو ته رایه مه ورکوي محقق دکابل په جګړو کې فعاله ونډه لرله او زموږ ښار یې وران کړی دي. دی وایي که موږ خپلو خلکو ته وایو چې دغو رهبرانو جنایت نه دی کړی راپورې خاندي.

په ولسي جرګه کې دخلکو استازي ددغې ردیدنې یو بل علت دهزاره قوم دځینو مشرانو او آن دولسمشر دمرستیال قومپال چلند په وړاندې دخلکو داستازو غبرګون هم بولي.

په هر صورت هغه خپل مختلیف علتونه لاري خبره دکرزي او محقق دانډیوالي وه که سړی منصفانه ووایي کرزي که وعده کړې وي پر هغو خو یې وفا وکړه داچې خلکو او د هغوی استازو ونه منل په دې کې دولسمشر نو څه پړه ده.

خو جالب دښاغلي محقق غبرګون و، هغه نه وړه نه یې راوړه دا ټوله پړه یې پر حکومت واچوله او عجیب او غریب اخطارونه یې ور وشړل.محقق دا هم وویل چې هغه رایې چې دده قوم دده په مټ کرزي ته ورکړې بیرته اخلي او نور دکرزي حکومت مشروعیت نه لري.ده دا اخطار هم ورکړ چې وروسته له دې که څه پیښیږي مسوولیت به یې دکرزي په غاړه وي.په دې ورځو کې دحکومت یوې مخالفې ورځپاڼې د محقق په اړه لیکلي ((... وی هر از ګاهی بخاطر مخدوش ساختن افکار مردم عادی قوم شجاع هزاره دست به کارهای ازقبیل اعتصاب غذایي، کاري وتجمعات اعتراض امیز میزند...)) محقق تر دې دمخه هم کله دا کړي کله ها، خو اصلي خبره حکومت ته متوجه ده چې ولې له داسې چا سره انډیوالي او معامله کوي چې نه یې دوستي معلومه وي نه دښمني. که حکومت غواړي دکاري وړتیاوو په نظر کې نیولو سره په حکومت کې دټولو ګډون تآمین کړي نو دوسله والو ډلو له مشرانو څه غواړي ؟ولې مخامخ له خلکو سره نه ګوري دهغوی ستونزې ولې په پام کې نه نیسي ؟حکومت پخپله دخلکو لپاره دوسله والو ډلو له مشرانو څخه پاټکونه جوړ کړي چې خلک نه شي کولای له دغو پاټکونو څخه راتیر شي او له حکومت سره مخامخ خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړي. اوس هغه وخت تیر دی چې ددو کسانو دخوشحالولو لپاره یوه کوچنۍ دره په ولایت واړول شي او د ډلو دمشرانو په خوښه وزیران وټاکل شي اوس دا هرڅه دخلکو استازي تصویبوي او هغوی هیڅکله نه غواړي داسې معاملې ترسره کړي.

محقق هم باید پوه شي چې دا ژمنې که خدای مه کړه له تاسره له خلکو پټې شوې وي یوازې دیوه کس کار نه دی چې عملي یې کړي بلکې خلک او دهغوی استازي دداسې معاملو په وړاندې په ټینګه دریږي او نور نه غواړي دتیر په څیر دوطن په برخلیک څو وسله والي ډلې لوبې وکړي.

ښاغلی کرزی باید خلکو ته مراجعه وکړي نه څو بدنامو جنګسالارانو ته، چې که خوشحاله وي او ګټې یې خوندې وي نو تبلیغ به ورته کوي خوکه لږ یې له اوږو راکوز کړي بیا به ورته اخطارونه ورکوي . ددوی تر دې انډیوالي مې دغه متل راپه یادشوچې وایي چې بې ځایه اشنایي کړي، اور به بل پخپل تندي کړي.

 

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي