|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۳۰)   |||| نوې ليكنه |||| كوچنی اختر: دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۹)   |||| نوې ليكنه |||| سايت انترنتي شرنگ يك ساله ميشود؟   |||| نوې ليكنه |||| پارلمان ...ولسی جرګه. ..ملی شوری !   |||| نوې ليكنه |||| علمي نظریې دانسان اړتیاوې نشي پوره کولای   |||| نوې ليكنه |||| دمسولينوبې غوري پښتانه چيرته بيايي   |||| نوې ليكنه |||| نعت شريف … ځلبلاند   |||| نوې ليكنه |||| دسولې عالي شوری.. .   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... خدمتګار   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو هیر دی که په یاد!!   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۸)   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۷)   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه ټوکوټوکو راغی   |||| نوې ليكنه |||| دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   |||| نوې ليكنه |||| په سريالي نظرمې ګوره   |||| نوې ليكنه |||| دروژې دمباركې مياشتې لړۍ (۲۶)   |||| نوې ليكنه |||| غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   |||| نوې ليكنه |||| کاشکې !
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
Mirwais.jpg
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - بولله (قصيده) ... عزيزه کاکړ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غـــزل ... سمیع الدین افغاني   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ازادی ته ... محيب رحمتي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف ... صفي الله سمون   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... شکرالله طاهري
دشعبان په پنځلسم بايدڅه وکړو؟ پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
ليکوال:عصمت الله عزام   
Sunday, 25 July 2010

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

دشعبان مياشت يوه مبارکه مياشت ده،بياپه دې مياشت کي يې دپنځلسم تاريخ شپه دمغفرت شپه ده،داسي شپه ده چي الله رب العزت په دې شپه کي پرخپلوبندګانوباندي رحمتونه نازلوي .

الله رب العزت چي دادُنياپيداکړې،په دې دُنياکي يې لکه څنګه چي ځينومخلوقاتوته پرځينونوروباندي فضيلت اوغوره والی ورکړی دی،دارنګه يې په زمانواووختوکي هم ځينوته پرنوروفضيلت ورکړی دی .

ددې سره يې داسي عبادتونه  هم مقررکړي چي دهغوپه کولوسره بندګان خپل رب ته نږدې کيږي،هغه ترې راضي کيږي اودهغودکولوله  امله دالله پاک درحمت مستحق ګرزي .

داخبره په پام   کي نيول ضروري دي چي ددې مطلب دانه دی چي دبرات دمياشتي دپنځلسم شپه درحمت شپه  اوبرکت شپه ده،چي په دې کي دي داسي ځانګړي عبادات وکړل شي چي دهغودکولواوخاصولوالله جل جلاله اودهغه رسول صلی الله عليه وسلم اجازت نه دی ورکړی .

بندګانوته داحق نه دی ورکول شوی چي دوی دي په ځينووختوکي ځيني داسي عبادات په ځانګړي توګه  وکړي،چي په عامووختونوکي يې نه کوي،

بلکي دوی به دشريعت پابندوي،په شريعت کي چي کومه طريقه بيان شوې وي هغه به عملي کوي،له ځانه خبري به  نه ورګډوي .

يووخت په عبادت سره له ځانه خاصول چي دهغه دتخصيص الله  جل جلاله اودهغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  امرنه وي کړی،دابدعت اوپه دين کي نوی کارپيداکول دي چي داهم يوسترجُرم دی .

داسي عبادت دالله پاک درضاسبب نه ګرزي بلکي دالله پاک دناراضتياسبب جوړيږي .

الله جل جلاله  فرمايي: ﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌٌ(النور:63)

{دپيغمبرله حکم څخه سرغړوونکي بايدوويريږي چي په کومه فتنه کي اخته نشي،يادردناک عذاب پرې رانشي}

په حديث شريف کي راغلي دي:

من عمل عملاليس عليه امرنافهورد(رواه مسلم)

څوک چي داسي عمل وکړي،چي پرهغه باندي زموږامرموجودنه وي،

هغه مردوددی(دقبلېدوجوګه نه دی،نه به ترې قبليږي)

دپنځلسم تاريخ په اړه ګڼي خبري په خلګوکي مشهوري دي،مختلف قسم عملونه خلګ کوي.

په داسي حال کي چي هغه په دين کي ثبوت نه لري،نودګټي پرځای دتاوان سره مخ کيږي ـ

ددغي مياشتي دفضيلت په اړه ه ډېراحاديث راغلي دي،ځيني يې صحيح دي،ځيني حسن (داهم دصحيح يوقسم دی)ځيني يې ضعيف اوځيني  يې دروغ اوله ځانه جوړشوي دي،په دروغويې نسبت جوړوونکو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته کړی وي .

دشعبان په پنځلسم تاريخ باندي خلګويوه طريقه جوړه کړې چي په دې شپه دوی محفلونه جوړوي،په اجتماعي توګه عبادات کوي.

څوک په دې شپه سل رکعاته لمونځ کوي،په هغه کي زرواري سورة الاخلاص لولي .

په ډېرنااشناطريقې سره اوډېراوږدلمونځ وي.

په داسي حال کي چي په دغه شپه کي دعبادت په هکله اودورځي دروژي په هکله هيڅ صحيح حديث نه دی راغلی،نه له صحابۀ کراموثابت دی اونه په څلوروامامانوکي له يوه امام څخه ثابت دی .

(که څوک په نوروشپوهم عبادت وکړي اوپه دې شپه کي يې هم وکړي،بياهيڅ خبره نشته،خوکه يوازي په دې شپه عبادت کوي،يوازي ددې ورځي روژه نيسي،نوري نه ورسره ملګرې کوي،داپه بدعت کي راځي،په دې هکله راغلی روايت ثابت نه دی)

امام عراقي فرمايي:دبرات دپنځلسم لمونځ پررسول الله  صلی الله عليه وسلم باندي په دروغوتړل شوی دی.

امام نووي رحمه الله فرمايي:درجب په مياشت کي درغائب لمونځ  اودبرات دپنځلسم سل رکعتيزلمونځ،دادواړه لمونځونه بدعت اومنکرعمل دی،

څوک دي په دې نه دوکه کيږي چي په قوت القلوب اواحياءالعلوم الدين کي راغلی دی،نه دي په دې هکله په راغلي روايت دوکه کيږي،ځکه داټول باطل اوغلطي خبري دي(المجموع شرح المهذب)

دارنګه نوروډېروعلماووويلی دي چي دالمونځ صحيح نه دی،کول يې بدعت دی.

هيڅ ثبوت يې نشته،نه له پيغمبرصلی الله عليه وسلم څخه،نه له صحابۀ کراموڅخه اونه هم له څلوروامامانوڅخه،له يوه امام څخه هم ثابت نه دی،بلکي داطريقه ډېره وروسته په څلورمه صدی کي شروع شوی دی .

دتفصيل لپاره دمولاناعبدالحی لکنوي کتاب :الآثارُالمرفوعة في الاخبارالموضوعة ولولئ.

په لنډډول صحيح خبره ددې شپې په اړه داده چي ددې شپې په هکله يوازي يوصحيح حديث ثابت دی،نورروايتونه ثابت نه دي .

هغه دادی :

له ابوموسی اشعري رضي الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:

(( إن الله ليطّلع في ليلة النصف من شعبان فيغفر لجميع خلقه إلا لمشرك أو مشاحن )) رواه ابن ماجة)

{الله پاک دشعبان دپنځلسم په شپه خپل مخلوق ته متوجه کيږي،له مشرک اوبُغضناک پرته نورهرچاته بخښنه کوي}

په دې حديث کي ويل شوي چي الله رب العزت خپلوټولوبندګانوته مغفرت کوي،پرته له دووکسانوچي هغه دالله پاک دمغفرت جوګه نه دي.

ددې حديث په رڼاکي داخبره په څرګنده معلوميږي چي که څوک غواړي،په دې شپه کي دالله پاک دمغفرت جوګه اومستحق شي،هغه دي دادوه کارونه وکړي،دادوه کارونه داسي دي چي په دې شپه کي يې کول ډېرمهم دي،خومتاسفانه زموږاکثرونن دغودووکاروته  توجه نه وي،پرنوروبدعي اوخودساخته طريقوباندي ټينګارکووهغه دادي

(اول)الله تعالی په دې شپه کي هغه چاته بخښنه کوي،چي توحيديې محکم اويقيني وي.

اوس هرانسان دي دځان سره فکروکړي،چي زماتوحيدڅومره محکم اويقيني دی،که نه وي،محکم دې کړي اوکه يې توحيدصحيح وو،بس دالله پاک شکردي اداکړي،ځکه يوشرط دالله تعالی دمغفرت دجوګه کېدوپه ده کي موجودشو،دهغه بل شرط لپاره دي هلي ځلي شروع کړي.

بايدهرانسان په ځانګړي توګه دځان سره فکروکړي چي زه خوبه دداسي عمل اوعقيدې لرونکی نه يم چي هغه دي دتوحيدسره متضاداوټکروي ځکه

شرک يوډېرخطرناک اوعام مرض دی،له دې مرضه يوازي هغه څوک بېغمه کېدای شي چي ترې خبرنه وي،دشرک په اړه صحيح معلومات  ونه لري .

ابوموسی اشعري رضی الله عنه  فرمايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:اې خلګو!له دې شرک څخه ځانونه وژغورئ،

ځکه شرک په تاسوکي دمېږي ترتګ هم ډېرپټ دی(مسنداحمد،الترغيب والترهيب)

مېږی چي په کوم ځای کي روان وي،دهغه دپښواوازڅوک نه اوري،په يوځای کي دهغه دتېرېدلواحساس هم ډېرکم چاته کيږي،خونبي عليه السلام فرمايي چي شرک تردې هم ډېرپټ دی.

نوبايدانسان ډېرپه وهم کي ترې واوسي .

دې حديث ته په پام سره داخبره په ډاګه معلوميږي چي توحيدموروثي شی نه دی،چي څوک ووايي:موږموحدين يو،دموحدينوزامن يو.

ځکه دشرک داسي پټ اقسام شته چي انسان به په هغه کي مبتلاوي خودی به پرې خبر هم نه وي لکه څنګه چي

په حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  به دادُعاءلوسته:اللهم اني اعوذبک ان اشرک بک وانااعلم واستغفرک لمالااعلم(الجامع الصغير)

ياالله!زه له په تاسره پناه غواړم له دې چي ستاسره شرک وکړم اوزه ورباندي پوهيږم، اوله تابخښنه غواړم له هغه شرکه چي زه نه ورباندي پوهيږم .

بياشرک داسي عظيم مرض دی،چي ددې سره هيڅ عمل هم نه قبليږي،هرڅه بر بادوي .

(دوهم)په دې شپه کي هغه څوک دبخښني جوګه اووړدی،دچاچي سينه دخپل ورورلپاره صفاوي،بغض اوعناددالله پاک مغفرت له انسانه بندوي.

دمؤمنانوصفت هم په قرآن کريم کي دابيان شوی چي ددوی په زړونوکي دمؤمنانوسره بغض اوکينه نه وي .

ابوقلابه رحمه الله فرمايي:کله چي تاته ستادورورپه هکله داسي خبره درورسيږي چي ته يې بده ګڼې،نودهغه لپاره عذراوبهانه ولټوه،که بهانه نشې ورته پيداکولای،نودځان سره ووايه:کېدای شي زما(دا)وروربه داسي عذرلري چي زه به ورباندي خبرنه يم

(صفة الصفوة: 3-238)

داطريقه که چاوکاروله،انشاءالله زړه به يې له دغوکرغيړنومرضونوخلاص شي.

دادوه ددې شپې عملونه دي،چي انسان ورباندي دالله پاک دمغفرت اوبخښني مستحق ګرزي .

دتوحيدتحقق اودسينوصفاکول.

نورځيني اعمال چي خلګ يې په ځانګړې توګه کوي،دهغوثبوت په صحيح روايتونوکي نشته .

ددغي شپې په اړه ځيني خلګ وايي چي په دې شپه دټول کال فيصلې کيږي.

دوی داآيت پېشوي :

فِيهَا

يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٌٍ

(په دغه شپه کي د هري معاملې پرحکمت ولاړه فيصله زموږپه امرصادريږي)

خوددوی دااستدلال صحيح نه دی،

صحيح قول دادی چي له دې شپې څخه دقدرشپه مرادده.

داقول له ابن عباس،حسن بصري،مجاهد،ابوعبدالرحمان السلمي،

عکرمه،قتاده اونوروډېرومفسرينوڅخه نقل دی .

له قرآن کريم څخه هم داقول په څرګنده معلوميږي،ځکه قرآن کريم بعضي دبعضي تفسيرکوي که موږدسورة الدخان دغه آيتونه اودسورة القدرآياتونوته

وګوروچي الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرٌِ(القدر1)

{موږداقرآن دقدرپه شپه کي نازل کړو}بيادسورت الدخان آيت ته وګورئ: ﴿إِنَّا

أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٌٍ

{موږداقرآن په برکتناکه شپه کي نازل کړ}

په يقيني توګه معلوميږي چي دغه برکتناکه شپه دقدرشپه ده .

بياله دې آيت څخه سمدستي وروسته آيت : ﴿فِيهَا يُفْرَقُ

كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٌٍ(الدخان)

{په دغه شپه کي دهري معاملي پرحکمت ولاړه فيصله صادريږي}

په سورة القدرکي راغلی دي: ﴿تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهٌَا(په دغه شپه کي ملائکي اوجبريل راکښته کيږي)

په سورة الدخان کي فرمايي: ﴿أَمْراً مِنْ عِنْدِنٌَا(زموږله لوري کار)

په سورة القدرکي دي:

﴿بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ

أَمْرٌٍ{ددوی درب په حکم سره هرکار}

ددواړوسورتونوپه کتوسره داخبره ښه جوتيږي چي ددغودووسورتوترمينځ مناسبت اوپه معنی کي نږدې والی پردې خبري دلالت کوي چي دغه دواړه شپې  سره يودي ځکه قرآن کريم بعضي دبعضي لپاره تفسيروي  تعارض اوټکرنه وي .

مفسرينوهم دغه خبره کړې ده

ابن العربي وايي:جمهورعلماءپه دې عقيده دي چي له دې شپې څخه مراددقدرشپه ده،څوک چي وايي:دبرات دپنځلسم شپه ده،خبره يې غلطه ده

(احکام القرآن : 4-1690

  نورومفسرينوهم داخبره کړې ده.

په دې هکله چي کوم حديث راغلی دی هغه ثابت نه دی وګوره تفسيرابن کثير.

زموږټول بايدهڅه وکړوچي درسول الله صلی الله عليه وسلم په راوړي دين باندي عمل وکړو،دهغه مبارکي طريقي په هرڅه کي عملي وکړو،عبادتونه بايددهغه دارشاداتوسره سم وکړو،له کوم څه چي يې منع کړي يو،له هغوبايدځان وساتوځکه دين کامل مکمل دی،هم دکيفيت په لحاظ اوهم دکميت په لحاظ .

زموږدټولوددُنيااوآخرت دنېکمرغۍ موداکارضمانت کولای شي اوپرهرمسلمان باندي دالازمه ده چي دنبي عليه السلام پرطريقوعمل وکړي،په دې کي يې بری دی .

په حديث شريف کي راغلي دي:زماهرامتي به جنت ته ننوزي،پرته له هغه چاچي(جنت ته له داخلېدو) انکاروکړي.

صحابۀ کرامورضي الله عنهم وفرمايل:اې دالله پيغمبره!(صلی الله عليه وسلم)انکارڅوک کوي؟(داسي به څوک وي چي هغه وايي:زه جنت ته نه ځم،جنت ته تلل خوهرڅوک غواړي)رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:من اطاعني دخل الجنة،ومن عصاني فقدابی(رواه البخاري حديث نمبر7280)

څوک چي زماتابعداري وکړي،جنت ته داخل شو اوڅوک چي مي نافرماني وکړي،هغه انکاروکړو(جنت ته له داخلېدو)

ځکه جنت ته يوازينۍ لارهمداده چي دپيغمبرتابعداري به کوي،څوک چي يې نه کوي،نوداپه حقيقت کي جنت ته له داخلېدوڅخه انکاردی.

يادونه :دمضمون داوږدېدوله وېري موډېري حوالي پېش نه کړي،که څوک تفصيل غواړي،هغوکتابوته دي مراجعه وکړي چي دبدعاتوپه ردکي ليکل شوي دي

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

 

 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي