|
دارزښت وړ یی چی ارزښت ورکوی |
|
|
|
|
ایمل عشرتی امرخیل
|
|
Tuesday, 27 July 2010 |
|
دغه مقوله که په ساینسی تحلیل او تجزی کی واچو نو د ساینس پوه نیوټن پر فورمول باندی صدق کوی: نیوټن وای : هر عمل عکس العمل لری مساوی مخالف پرجهت. که تاسی د بیلګی په توګه دیوال په هرقوت سره چی غواړی په سوک وه وهی نو لاس به مو د همغه قوت په اندازی سره ژوبلیږی. زه دغه مقوله داسی ځیړم : که غواړی چی څوک تاسی ته په درنده سترګه وګوری او د احترام مقتضی یاست نو تاسی خپله باید هغه ته احترام او په درنده سترګه و ګوری او بیایی نتیجه وڅیړی . که غواړی دغه کار عملی کړی نو نن یا سبا کله چی ښونڅی ، پوهنتون او یا د کار ځای ته لاړی او یا هم خپل ملګری او انډیوال مو ولیدل په لمړی روغبړ او ستړی مشی کی که تاسی هغه ته یواځی لاس ورکړی وګوره هغه څه غبرګون ښیی ؟ .... همدا شان وروسته خپل بل انډیوال ته په روغبړ کی غیږ خلاسه کړی وګوری چی هغه څه عمل تر سره کوی. یقینن ستاسی لمړی ملګری به په لاس ستاسو سره ستړی مشی کوی او دوهم ملګری مو د روغبړ پر مهال خپله غیږ خلاصوی چی بردغه ټکی کی زمونږ مقوله تصبیتیږی چی هر عمل عکس العمل لری مساوی پر مخالف جهت یا لوری.
|