|
دايې ستره نښه ده ... نقيب قريشي |
|
|
|
|
نقيب قريشي
|
|
Friday, 30 July 2010 |
|
دې مړاوواوبو ډير خلګ يو وړل اول يې تل ته كړل او بيا يې د آبد لپاره د تورو خاورو ډورۍ ته دكښته كولوپه نيت چمتو كړل هو مشره همدغه اوبو په ما، تا او خلګو داسي كاني وكړې چي اوس يې د خلاصون په موخه موږ هر څه ته تيار يو خو ته نه ښه دا چي زما خوار لړزيدلي ږغ ته څوك غوږ نه نيسي نو نن مي حوصله پر همدې ځاى ختمه سوه او داسي ورته وايم چي زما يې د تكي توري بلا او دغه انجلۍ وينې مشره چي همدا اوس داده زما څنګ ته ولاړه ده او همدا اوس دادى ترې ليري كيږم بيخي ډير دادغه مړاوو اوبو ته ورته ده بيخي ډيره ورته سوې ده ياره توبه به وكاږم تا محترم ته مي يار وويلى نور نه درته وايم مشربه درته ووايم او د محترم په نامه به در ږغ كړم محترمه يې محترمه زموږ پخوانيو مشرانو به څه ښه ويل چي د كرارو اوبو څخه و بېريږه له تيزو اوبو څخه مه بيريږه.
|