|||| نوې ليكنه |||| شرنګ وېبپاڼه يوکلنه کېږي؟   |||| نوې ليكنه |||| اخترته ... شکرالله طاهري   |||| نوې ليكنه |||| نور هم كاميابي او موفقيت درته غواړم   |||| نوې ليكنه |||| داخترله مبارکیوسره یوځای دشرنګ دکلیزې   |||| نوې ليكنه |||| خدايه ... مينه صابر   |||| نوې ليكنه |||| قلم موجګ،شمله موجګه   |||| نوې ليكنه |||| دسپټمبردیولسمې پیښې معما   |||| نوې ليكنه |||| اختراودشرنګ وېبپاڼې دکليزي مبارکي   |||| نوې ليكنه |||| ستادبنګړوشرنګ مې هرسهارراخیژوی   |||| نوې ليكنه |||| کوچنی اختراودپاڼې کليزه مومبارک شه!   |||| نوې ليكنه |||| دارسالت په مهال عبادت باندې بدلیږی   |||| نوې ليكنه |||| په كليواوبانډوكې اختريز دودونه اورواجونه   |||| نوې ليكنه |||| اختره که راځې ښکلووږمو سره راځه   |||| نوې ليكنه |||| اختر مو مبارک ... ډاکټر فاروق أعظم   |||| نوې ليكنه |||| اخترپه لنډيوکې ... يوه ځيرنه   |||| نوې ليكنه |||| هغه په هغه شان مې ډېريادېږي!   |||| نوې ليكنه |||| شدشام ونديدم رخ اوآه نديدم   |||| نوې ليكنه |||| دادچا اختردی؟   |||| نوې ليكنه |||| دکيږدېو مېلمه ... حنيف بکتاش   |||| نوې ليكنه |||| اسلامي نړۍ ولې چپ ده!
دویب پاڼې غورنۍ
کـــورپـــاڼـــه
اسلامي ليکنې
ټولنيزې،ادبي اوکلتوري ليکنې
داستانونه اوناولونه
نـــيـــمـــه نـــړۍ
دمیدان ځوانان ټولنه
دملګرواندونه
كمپـــيــوټــر او انټــرنــټ
کـــتـــابــــتـــون
دخیال هېنداره
دامې دباباوطن
مرګيه تاهم ناځواني کړې ده
مطالب دري
روان پــــوهــــــنــــــه
ادبــي مركــې
خبرتیاوې اوپیغامونه
اقتصاد،اداره اومديريت
پـــروگرام هاى انجینری
پروگرام انجینری سف
انــجيــنــري پروګرامونه
اړيــکــي
نورې پاڼې
پښتوبېلابېلې وېبپاڼې
كارموندنه (اکبر) وېبپاڼه
افغان ادبي بهيروېبپاڼه
لوړوزده کړووزارت وېبپاڼه
مېرمن بهيروېبپاڼه
سعيدافغاني وېبپاڼه
سمسوروېبپاڼه
سلگۍ وېبپاڼه
تاندوېبپاڼه
نړيوال ويبپاڼه
لونګوځونډى وېبلاک
مينه وېبلاک
مورچل وېبپاڼه
پیمانه وېبلاک
څانګه اماج وېبپاڼه
غورځنګ وېبپاڼه
خبریال وېبپاڼه
ژړاوېبلاک
مستانه سندرې وېبپاڼه
پوهندوست وېبپاڼه
دعوت وېبپاڼه
پښتونځاروېبلاک
لونګ وېبلاک
رومال وېبپاڼه
که پښتو؟
پـــــرې ویـــــــاړو
3.JPG
Advertisement
  - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اخترته ... شکرالله طاهري   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - خدايه ... مينه صابر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - اخترپه لنډيوکې ... يوه ځيرنه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دکيږدېو مېلمه ... حنيف بکتاش   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - نعت شريف … ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... خدمتګار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - دقدرشپې ته ... زرلښته حفيظ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... انورالحق يرغل/ننګرهار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل … رحيمه پشتونجار   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... تواب ترابي   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - لېوني ښــکاري ... انجينيرهمت الله امين زى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - زه لا وړه وم ... روشناوردګ   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سړيه ! ... شګوفه مينه   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - غزل ... نورعلی شاه ځلبلاند   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - په سپورمۍ كي ستاتصوير دى   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - څوک یې؟ ... نعمت الله اسحق زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - ارواښادسعيد ګوهرته ډالۍ ... بشرمل ناصر   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - سرمشق ... همت الله امین زی   - |||| - - |||||||| - نوی شعر - |||||||| - - |||| - توټې توټې ... اديبه اديب
هوا يې په اوړي كې معتدله پي ډی اف چاپ چاري برېښناليک
شهسوار سنګروال   
Tuesday, 27 January 2009

كابل ته له ډېرو نږدو ولايتونو څخه يو هم ميدان وردګ دى چې د كندهار كابل په لويه لار پروت دى . )ددې ولايت يوه بله مهمه نښه دا ده چې د كابل او غزني تر مينځ واقع شوى دى( . هغه مهال چې غزني د افغانستان پلازمېنه وو نو په ميدان وردګ يې ډېره اغېزه وه او بيا چې كابل د افغانستان مركز شو نو اوس هم دغه ولايت د ځانګړي ارزښت څښتن دى .

د كابل د نيولو له پاره چې كوم نړيوال زبر ځواك هيله څرګنده كړې ده نو د وردګ ميدان له لارې كابل ته راننوتي دي له سكندر نه را واخله تر عربو پورې او هغه مهال چې انګريزانو د كندهار له لارې په داسې حال كې چې شاه شجاع ورسره مل وو كابل ته يې د راننوتو تكل وكړ نو بيا د اوسني وردګ ميدان له لارې ورننوتل او كابل يې لاندي كړ - كه دغه بهرنيانو له يوې خوا زموږ د هېواد د نيولو هڅه كړې او خپله سياسي واكمنۍ يې پرې تپلې ده خو له بلې خوا يې زموږ په اولسي فرهنګ او ادب هم اغېزه ښندلې ده . د ساري په توګه زموږ اريايي پرمختللى ويدي او اوستايي فرهنګ چې اوږد تاريخ لري د همدغو تېريو له كبله، را واخله يوناني، هندي او نورې كلتوري اغېزې، نېغ په نېغه زموږ په فرهنګ پريوتي دي. كه څه هم د بېلابېلو توكمونو د واكمنۍ په مهال د علامه حبيبي په اند "زموږ د هېواد ويدي او اوستايي لرغوني او فكري او فرهنګې مبادلې د هخامنشي، يوناني، هندي او بودايي مدنيتو له اثارو سره ګډ شوي او د شمالي توراني اّريايانو د ساكانو اوسيتي تهذيبي عناصر هم په كې ننوتل او يو ډېر غښتلى افغاني فرهنګ يې مينځته راووړ." (د افغانستان لنډ تاريخ 74 مخ ) د كوشانيانو د واكمنۍ په مهال د افغانستان لرغونى فرهنګ دومره شتمن شو چې سارى يې په نړۍ كې ډېر لږ ليدل كيږي او دغه كلتوري وده او پرمختګ نه يوازې د اوسني افغانستان له پاره يو ګټور ميراث دى بلكې په سيمه كې د ډېرو هېوادونو له پاره يو بې سارى مادي او معنوي ارزښت دى چې د اوسني مهال له پاره يې هم په توكو او انځورونو ګالري ګانې او موزيمونه ډك دي.

فرانسوي موسيو فوشه دا خبره څرګنده كړې ده چې كوشاني پرمختللى فرهنګ له نوښتونو ډك دى. د همدې نوښتونو له بابته دى چې اّن تر هنده يې غځونې كړي دي او ددې نوښتونو بېلګې په افغانستان كې هم ډېرې دي لكه "د بغلان د مهادژ مزدك چې د موندل شوي ډبرليك له مخې د كنشكا د واك د 31 كال په پسرلي كې يې جوړ كړى دى او د سپېڅلي اور نښې په كې پېدا شوي دي. د هغه مزدك جوړونكى "نوكونزيكي" نوميده چې د ماريګ Marig له كورنۍ څخه و. د فرانسوي څېړونكي مريك Marik په وينا د دې كورنۍ نوم د دوه وروڼو له نامه سره د وردګو د خوات په خروشتي ډبرليك كې هم راغلى دى. حال دا چې د بغلان په مهادژ مزدك كې د اور لمانځنې اثار او د وردګو دخوات په ډبر ليك كې د بودايي دين نښې څرګندې دي. دا مزدك د كنشكا د جلوس پر 51 كال د "180 ز" شاوخوا ودان شوى دى گ " ( هماغه اثر هماغه مخ ) موږ د وردګو د خوات ډبرليك يادونه وكړه او له دې يادونې څخه جوتيږي چې په دغه ولايت كې هم ډېر لرغوني توكي ښايي وموندل شي خو كومې څېړنې چې تر اوسه په دې اړوند شوي ترې داسې ښكاري چې د وردګ ميدان سيمه هم زموږ د لرغوني فرهنګ يو شتمن ټاټوبى دى. د دغه ډبرليك په اړه تاريخپوه اروا ښاد كهزاد كاږلي دي: "د غزني د شابهار مزدك د جوړوونكي واكمن د پېژندنې په اړه تر اوسه كوم باوري لاسوند نه لرو، خو څرنګه چې د وردګو د خوات په لوى مزدك كې د (هوويشكا) په نامه يو ډبرليك لرو نو ويلاى شو چې د غزني شابهار به هم د كوشاني پېر د همدغه لوى واكمن په لاسو جوړ شوى وي. لوى واكمن مو ځكه ورته وويلې چې هوويشكا د كنشكا د ځاى ناستو په مينځ كې تر ټولو ډېر پېژندوى دى … د هند د ډهلي سهيل خواته "ماتورا" كې يې هم د يوه لوى مزدك بنسټ ايښى وو." (د غزني شابهار احمد علي كهزاد 11 مخ) موږ د مخه د كابل او غزني د اغېزو په اړه يادونه وكړه او وموويل چې وردګ ميدان څنګه چې د دغو دوه تاريخي پلازمينو په مينځ كې پروت دى هرو مرو به لرغوني اغېزې پرې وي را واخله د كوشاني واكمنو څخه د يوه تن "هوويشكا" ډبرليك چې د وردګو په خوات كې تر ګوتو شوى دى. دا چې د وردګو سيمه د غزني له ولايت نه دومره لرې نه ده او دا دواړه ولايتونه يو له بل سره جوخت پراته دي نو د اټكل له مخې د غزني شابهار هم دده اړوند ګڼلاى شو.
دمخه مو دا خبره هم وكړه چې وردګ ميدان په لويه لاره پروت دى نو ځكه د هېواد د بېلابگېلو سيمو څخه ګڼ توكميزه وګړي او خيلونه دلته استوګن دي. د رواياتو له مخې د پښتنو هغه پنځه پښې يانې بېټني، سړبني، غرغښتي، متوزي او كرلاڼي چې په ټول هېواد كې خواره واره پراته دي دارنګه په ميدان وردګ سيمه كې هم ددې هرې پښې خيل اوسيږي ولې پخپله وردګ د كرلاڼي پښتنو يوه څانګه ده چې اصلي ټاټوبى يې دسليمان غر په ګوته شوى دى خو اوس د دوي سيمه (وردګ) د پاراپاميزاد او نورو غرونو په مينځ كې را ګيره ده. مهمې سيمې يې سيداباد، چك وردګ، بهسود، نرخ، جلريز، جفتو، دايميرداد، تنګي، شيخ اباد، شنيز، خوات، او نورې دي.

هوا يې په اوړي كې معتدله او په ژمې سړه ده. ځمكه يې حاصل خېزه ده. غلې دانې په كې كرل كيږي او راز راز مېوې هم لري خو دمڼو حاصلات يې زيات دي.

 

اخري بدلون ( Saturday, 14 March 2009 )
 
|||| وروستنۍ ليکنه||||   ||||بله ليکنه ||||
سرپاڼه اړیکې دویبپاڼې په اړه

www.shrang.com
www.aminzay.com
All Rights Reserved
h_aminzay@yahoo.com
هره لیکنه دلیکوال خپل نظردی او خپله دلیکوال اند څرگندوي