|
دشرنګ علمي،مالوماتي،ادبي اوكولتوري وېبپاڼه د ۲۰۰۸ميلادي كال په وروستيوکې يعني دډسمبرپه مياشت كې دنړيوال جال په پښتووېبپاڼو ورزياته شوه. داوېبپاڼه دكولتوري،مالوماتي اوادبي ليكنوپه خپرولوسره په لومړيوكې دامين زى ټكي كام www.aminzay.com او له هغه وروسته له اوسني لينك شرنګ ټكي كام www.shrang.com سره يوه شوه،چې دهېواد دپياوړيواودقدرمنوليكوالواوشاعرانوليكنې دمينه والولپاره خپروي . ددې پاڼې موخې په لاندې ډول دي : دکولتوري هڅوملاتړڅخه ملاتړ: ښكاره ده چې افغانستان يولرغوني هېواددي،همدغسې يې وګړي هم ډېرلرغوني اوبډايه کولتورلري . بدبختانه په ځينوسيموکې دغه کولتوراودودونه له منځه ځي اوساتنې ته يې ډېره اړتياليدل کيږي. هرهېوادځانته كولتور لري همدارنګه دافغانستان اسلامي دولت په ځانګړې توګه داطلاعاتواوكولتوروزارت هم دادنده لري خومتئسفانه ددې پرځاي چې خپل كولتورپرمخ يوسي،له نن څخه پخواپردي كولتورته يې اړخ لګولى وواوترټولومهمه داچې په نشراتي ارګانونوکې هغه شخصي يادولتي خپرونکي ارګانونه دنوروكولتورپه هېرولوګمارل کېدل ترڅوخپل كولتورترپښولاندې کړي. همداشان په خپرندويه ارګانونوکې په هنرې برخه هم دستاينې وړده خودغه ستاينه په هرهېوادکې ځانته يومعيارلري چې دهغه په نسبت ورته توجه کېږي دبېلګې په توګه په هندوستان کې هنر(سينمايي هنرونه) ته يوسترمقام ورکړل شوى خونوموړي هېوادسره له دې هم خپل هرډول حيثيت په نړۍ کې يعنې ښه طبي ډاکتران،انجېنران،حقوق دانان اونورې خپلې اونورې نړۍ ته وړاندې کړي. دبشري حقونوملاتړ : ښكاره ده چې افغانستان وروستيوجګړويواځې په مادي لحاظ نه بلکې په معنوي لحاظ يې هم ډېر زيان ور اړولي دى . هغه پخواني له مينې او محبت نه ډک دودونه او کولتور اوس د زورواکۍ او نفرت په كولتور بدل شوي. هر زور واکي ، پر ناچارو او و بې وزله وګړيو د زور له لارې ډول، ډو ل چارې تحميلوي. که له يوې خوا زوراور واکمن له بې چاره ولس سره زياتي کوي، له بلې خوا دغه بې چاره وګړي له خپلو انساني حقوقو څخه ددفاع پر لارو چارو نه پوهيږي. ددې لپاره چې په افغانستان کې هر وګړي خپله حقه حقوق ولري، د عامه پوهاوي ورکول او دځينو پېښو سپړيدل اړين دي. پوهنيزواوعلمي چاروكې دهلوځلوپياوړي كول : افغانستان دنړۍ له هغووروستو پاتو هېوادونو څخه ګڼل کيږي، چې د پوهنې کچه پکې ډېره ټيټه ده. کابو ۹۵ سلنه افغانان د پوهنې له نعمت څخه بې برخې دي. په هغوسيمو کې چې امنيت يې خراب دي، هلته ښوونځي سوزول کيږي او تنکي ځوانان او ماشومان له زده کړو پاته کيږي. دا لړۍ که همداسې روانه وي،کېداي شي ډېري افغانان په راتلونکي کې هم د پوهنې له نعمت څخه بې برخې شي او دنړۍ په سطحه تر ټولوزيات نالوستي وګړي وګرځي. دښوونځيو د سوزولو او ښوونځيو ته د ماشومانو د نه ليږلو په وړاندې ډېرې هلې ځلې پکار دي، چې په دې ټولو کې د رسنيو عامه پوهاوي ډېرې اغېزمنې پايلې درلوداي شي. په نړۍ کې ترټولومقدم اومعززکاردعلم،پوهې اوتخنيکي تکنالوژي پرمختګ دى. ښه پرمختګ په ښه اقتصاد پورې تړلى څيز دى، دنړۍ په هرهېوادکې چې دعلم اوپوهې شايقين زيات وي هغه هېواددنوروپه پرتله په سياسي،كولتوري اودنوي عصردتکنالوژي په لحاظ ښه اوغوره وي که په سياسي لحاظ وي نوپه ټول ياهم په څوهېوادونوکې خپل حکومتونه کوي اوخپلې هراړخيزې ګټې په نظرنيسي ترڅوپه نړۍ کې يوپېژندل شوي هېوادوي. داسې نورهېوادونه شته چې دهمدې لپاره خپل علمي،كولتوري اوسياسي شخصيتونه نازوي ترڅوخپل هېواد،ولس اوټولنې ته په دردداروشي دبېلګې په توګه ويلى شوچې امريکانن له ټولې نړۍ څخه په هرډول علمي،سياسي، تکنالوژيکي اوكولتوري برخوکې پرمخ تللي. که دعلم له اړخه ورته ځيرشوپه لوړه کچه علمي رشتوي،پوهان، ډاکتران اوستادان لري خپله ټولنه يې څه چې ټوله نړۍ ورته اړه ده اودسياست له مخې خو... ددوي تخنيکي عصري تکنالوژي اموال په نړۍ کې دقدروړشمېرل کېږي. دلومړى يې که اتومي ياکمپيوټري وسلوته پام وکړوموډرن،په ښه کيفيت اوپه ستندردبرابرجوړې شوې دي چې ددې وسلوزوراوطاقت يې پرمخ تللې نړۍ ته په ډاګه کړي تردې چې په تېروڅوکلونوکې دافغانستان څپل شوي،کړېدلي اومظلوم ولس ته هم ښکاره کړاوترڅنګ يې ديوې ټولنې كولتوري چارې هم ډېرې مهمې دي ددې لپاره چې كولتور ديوې ټولنې بنسټ ګڼل کېږي. هرهېوادورته دوزارت مقام وربښلى دى اوله دې لارې يې خپلې كولتوري چارې پرمخ وړي.داچې كولتورڅه شي دى اوڅومره ګټې لري ښکاره ده چې ديوې ټولنې ياجامعي بنسټ دي اوکولاي شي چې په همدې اساس خپل ګټورسياسي،ټولنيز،اوكولتوري اهداف پرمخ يوسي. که لنډوګورودانګليسي اواېراني ژبې كولتورنن په افغانستان کې څومره پرمخ تللی تردې چې څوک پرې ونه پوهېږي په تحصيلي برخه کې ورته ستونځې پيداکېږي. اودزده کړې مخه يې نيول کېږي.داخولاڅه يونيم په دې پرديوژبواوكولتورونووياړي اوپه خپلوژبو(پښتواودري) ، كولتور،دوداودستور دجهالت له مخې ملنډې وهي،ګرانه خوداشوه چې دښوونځيوزده کړې چې په مورنۍ ژبې دماشومانوخپل حق دي ترې اخيستل کېږي اوپرديودژبې اوكولتور په اساس کورسونه اوښونځي جوړشوي اوځانګړې امتيازات لري چې ډېري زده کوونکي ترې بې برخې پاتې دي. اسلامي اوملي روحيې ته ځوانانواوتنكيوځوانانوهڅول : لکه څنګه چې افغانستان د نړۍ په سطحه يو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کيږي، چې کوکنار پکې په ښه پرېمانه پيمانه کرل کيږي. د نړۍ نورو ګوټو نو ته هم له دې ځاي نه خپريږي. پخپله د هيواد په دننه کې هم ډېري هېواد وال پرې روږدي کيږي. او پر افغاني غربت ځپلې ټولنې پيټي کيږي. له دې لامله سپوږمۍ هڅه كوي چې د خپرونو له لارې د نشه يي توكو د كركېلې توليد او كارونې مخه ونيسي او پرځاى يې د نوروګټورو توكو د كرنې په اړه معلومات وړاندي كړي . ديوه ملت دروښانه راتلونکې وړاندوينه دهغه ملت دځوانانودوضعيت له رويه کيداي شي داچې هغه هيوا د دنيکمرغي اوکه دې بدبختۍ اويا داچې هغه هيواد دپرمختګ پرلور روان ده اوکه وروسته پاته ده داټولې پوښتنې ديوه هيواد دځوان توکم وضعيت ته په کتومعلوميدي شې ديوه هيواددځوانانووضعيت ته يوځغلنده غوندې نظر موږ ته دارامعلومه ولي شې چې هغه هيواد به نيکمرغه راتلوکنکې ولرې اوکه به يې ونه لرې. حقيقت خوداده چې ديوه هيواد دپرمختګ او نيکمرغۍ وسيله دهغه هيواد ځوان توکم ده. يوبا احساسه ځوان کولى شي چې دخپل هيوادستونزې، ربړونه اوغوښتنې درک کړې اوپه مسولانه ډول دهغوستونزواوربړونوپه له منځه وړلوکې کوښښ وکړي،چې په خواشينۍ سره ووايم چې په افغانستان کې جګړو اوتاوتريخوالي ځوانانو ته ډيره کمه موقعه برابره کړې چې خپل تصميم ونيسي اوپه خپلواکه ډول خپل دريځ څرګندکړې . زموږځوانانوسرله دې چې ډير کړاونه اوناخوالې يې ليدلي، دهيواد ابادولوته مټې راونغاړې زيارورته وباسي اوله نورې نړۍ سره يې سيال کړي، زموږ دهيوادافعانستان سترګې ځوانانو ته اوړې او کيداى شې چې ځوانان به په يوه تازه فکراوځواکمنتيا وران او کنډواله هيواد ته څه ورکړې کوم چې هيواديې تمه ترې لري . دځوانانو ترمنځ بايدتفاهم رامنځ ته کړاى شي دځوانانوترمنځ تاوتريخوالى له منځه يو وړل شي،زده کړې ته يې وهڅول شي، دښوونې اوروزنې لارې په هغه اندازه چې توان لري ورته هوارې کړي ځوانانوته ملي اواسلامي روحيه ورکړه شي .سولې ملي پخلاينې اودځوانانوترمنځ دملي يوالي او پيوستون دروحې رامنځ ته کول او هغو ته وده ورکول اودنفاق او ځان ځانۍ له منځه وړل او دهغو تر منځ دورورلۍ،متقابلې همکارۍ،دبيوزلوسره مرستې او لاس نيوې ،عاطفې،صله رحمۍ اويوبل ته ددرناوي دروحې پيداکول دكولتور هڅوملاتړ او هغوته وده ورکول سالمو اقتصادي فعاليتونوته دځوانانوهڅول او...داټول اوداسې نور هغه څه دي چې ځوانان بايددخپلوموخوپه سرکې ورته ځاى ورکړي اوريښتينې ورته پاتې شي. خوشال باباواييL( لاپې دې هغه څوک وهي،چې دولت لري ياښه تکړه ځوانان لري،که دايې نه وي،هسې لافې دې نه وهي.) په افغانانو كې دملي يوالي دروحيې پياوړي كول : په تيروڅوليسزو كې بيلا بيلو لاملونه د افغانستان د خلكو په ځانګړې توګه د روڼ آند و تر منځ د بې باورۍ د رامنځ ته كيدو سبب شوي او د بهرنيو له خوا لاسوهنو زمونږ د ملي يوالي ستنې كه څه هم لړزولي خو بيا هم افغان ولس لاهم د يوه واحد ملت په توګه پاتې دئ ،سپوږمۍ به هڅې وكړي چې د ملي يووالي د ټينګښت او لاپياوړي كولو برخه واخلي . په خواشينۍ سره چې په افغانستان كې د قبيلوي هويتونو او سيميزو ګټو پالنه د يوې پر مختللې ټولنې د مخنيوي سبب شوې، د ملي ارزبښتونو او ملي هدفو به سر د ولسونو تر منځ همغيږي كمزورې ده او بيلابيل لاملونه دي چې د وګړو تر منځ د قانوني مساوات په اصولو باندې د ولاړې ټولنې رامنځ ته كول يې ستونزمن كړي، سپوږمۍ به هڅه وكړي ، چې د ملي ارزښتونو په رڼا كې د يوې ملي او مدني افغاني ټولنې د رامنځ كيدو لپاره هلې ځلې وكړي ځواني داسې مرحله ده چې داحساساتوپيمانه پکې ډېره ليدله کېږي داسې چې ډېرڅه غواړي،هرهرڅه يې په فکرکې تاوېږي چې ويې کړي. خوداسې وخت کې هرځوان ته ډېره اړينه ده چې دخپلې سباورځې په هکله ترهرڅه زيات سوچ وکړي. ځکه په دې دوره کې چې ځواني مو ورته وويله هرانسان خپله دسباورځې لاره ټاكي اوپه داسې يوه څولاره کې ځاى نيسي چې ښه تصميم نيولوته هم کله ناکله ډېره اړتياپيداکوي. په هره ماناکه يوځوان نارينه ياښځينه که چېرې وپوهېږي چې زه دخپل کور،ټولنې اوبالاخره دخپل هېوادپه وړاندې څه مسوليتونه لرم،کورنۍ څه رانه غواړي، ټولنه کې څنګه بايددژوندچارې پرمخ بوځي اوترټولواړينه داچې په دې وپوهېږي چې زه بايدهغه څه وکړم چې دغه ټول يادشوي څېزونه پکې په پام کې نيول شوي وي چې داهغه وخت دى چې نورپه هغه لاره خوځي په کومه چې حداقل دکورنۍ اوټولنې مادي اومعنوي ګټې پكې پرتې دي . په هېوادكې دقانون دواكمنۍ لپاره هلې ځلې : په ټولنه كې د قانون څخه ناخبري ،قانون ته دراناوي نه شتون او د قانون د تعميم په هكله نمګړتياوې ددې لامل ګرځيدلي چې عدالت منځه لاړشي ، سپوږمۍ غواړي چې له بېلا بېلو لارو چارو عدالت ته د لاس رسي لپاره د قانون دواكمنۍ لپاره زيار وباسي. دزغم كلتور ته وده وركول : په خواشينۍ سره چې په هېواد كې بېلابېل كلتوري، ټولنيز اوسياسي لاملونه د دې سبب شوي چې يو شمير افغانان د احساساتو او عواطفو تر اغيزو لاندې راشي او د تشددا و سخت دريځۍ لوري ته مخه كړي او د نويو پديدو او پرمختګونو سره ولوكه د افغانستان په ګټه هم وي مخالفت ښېي مونږ به هڅه كوو چې په هېوادوالو كې د زغم ، او سوله ييزتوب كلتور ته وده وركړو ترڅو په يوې ملې او سراسري سولې سره راټول شي. دهرځوان لپاره داډېره اړينه ده چې په خپل راتلونکي ترهرڅه ډېرفکروکړي اوترټولوزيات په دې اند واوسي چې سباکه په ژوندکې دټولنې اوکورنۍ چارې ورپه غاړه شي لکه نن چې په کورنۍ ديوبل مشرپه غاړه دي،څه ډول چال چلندبه ورسره کوي؟ دې مرحله کې بايدداحساساتوسره عمل ملګري کړي چې مقصودمنزل ته درسېدواصلي اوترنوروښه لاره بللى شو. ځواني تېرېدونکى پسرلی دى چې که چېرې په پسرلي کې ښه کر وکړل شي نوپه همغه کچه به ښه حاصل ترې ترلاسه شي اوداوخت ښکاره ددې زېری را کوي چې پرمختللي هېواداوپکې ځلانده راتلونکې لپاره موهلې ځلې بې ځايه نه وې کړې. دابايدومنوچې په اوسنۍ نړۍ کې کوم هېوادونه چې پرمختللي دي،ښه اقتصادلري، صنعتي اوتخنيکي فابريکې اونور رغنده کارونه پکې جريان لري يوځايي دغې مرحلې ته ندي رسېدلي. اوداهم بايدپه یاد ولروچې په هېوادکې تېرې ناخوالې اويوه ورور دبل ورور په وړاندې نابرابرۍ چې نننى له نړيوالې ټولنې څخه وروسته پاتې والى يې ثمره ده هغه څه دي چې خپله موپه خپل ځان کړي اوکه نور دوام پيداکوي داهم همدامانالري چې له ځان اودخپلې سباورځې سره مولاره بدله کړې اودسباورځې ښه اوهوساژوندخيال راسره نشته. په ملي روحيه باندې د ځوان نسل روزل : هيله كيږي چې زمونږ ځوان نسل به د نويو پرمختګونو او نويو لاسته راوړنو په رڼا كې د افغانستان لپاره نوي زيري وركړي خو دا هر څه هغه وخت شوني دي چې ځوان نسل له ملي ارزښتونو څخه خبراوسي او په ملي روحيه د سمبالښت تر څنګ خپله ټولنه وپيژني سپوږمۍ به دې موخې ځان رسوي دويبپاڼې چلوونكي په اړه : دشرنګ ويبپاڼې چلوونكى انجينيرهــمت الله امين زى دى چې په كال ١٣٦٥ لمريزکال کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالۍ دتوکرک نومې درې دالحاج امين الله باباپه کلي کې په يوه دينداره درنه او روڼ انده کورنۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې په نوموړې سيمه کې دشهيدقاضي ګل محمدپه منځنۍ ښونځي اودمحمدموسي شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي او دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلي درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالى اوديادپوهنتون ودانولوپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې څخه فارغ شوى دى. ښاغلى امين زى دافغانستان ژورنالېستانواو خبريالانودملي ټولنې دبهرنيواړيکومرستيال او دټولنې وياند،همداشان دژورناليست اونېزې اودميدان ځوانان مجلې دکتنې هيئت غـــړى،دافغانستان دملي راديوتلويزيون وياند،دخپرونودکميسون غړى، دمڼې مجلې مسؤول چلوونکى ،ښوونيزاو ورزنيز راديوتلويزيون همکار،ميدان وردګوولايت کې دافغانستان دآزادوژورناليستانودټولنې ولايتي مسؤل،دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكولتوري ټولنې مشر،دسپوږمۍ رسنيزاوكولتوري مرکزمرستيال او همداشان دغزنه غږ او نيزې مرستيال چلوونکى پاتې شوى دى. دغه رازله مطبوعاتوسره خورامينه لري چې په زياتومجلو،جريدو، ورځپاڼو،راديواوتلوېزيون اوځينووېبپاڼو له لارې يې شعرونه اونورې ليکنې خپرې شوي اود مـيـنـه ترسرليک لاندې ټولنيز،ادبي (داخونوبياستادخولې خبرې دي) وېبلاک لري،چې يوازې خپلې ليکنې پکې خپروي چې ځانګړي لوستونکي اومينه وال لري. اودشرنګ وېبپاڼې چلوونکى هم دى . په مينه اومينه
|