الله تعالی ته دنژدې کېدواسباب
عصمت الله عزام   
Wednesday, 20 January 2010

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

الله جل جلاله ته ځان نژدې کول پرهرمسلمان فرض دي اودادده دژونداصلي مقصددی،دادهغوکاروله جملې څخه دی چي انسان ته دهغوله کولوپرته چاره نه شته ځکه چي کله انسان له الله جل جلاله لرې شي نوداانسان په څرګندتاوان کي  دی په تاوان کي يې هيڅ دعقل څښتن شک نه لري .

الله تعالی وايي :ياايهاالذين آمنوااتقواالله وابتغوااليه الوسيلة وجاهدوافي سبيله لعلکم تفلحون .اې دايمان خاوندانوله الله جل جلاله ووېرېږئ اودهغه لوري ته نږدي والی ولټوئ،دهغه په لارکي جهادوکړئ کېداي شي تاسوکامياب شئ.

شرعي احکامات پردوه قسمه دي اول : منهيات له هغوڅخه ځان ژغورل ضروري دي .

دويم : مامورات چي عملي کول یې په کاردي .

بيادشرعي احکاماتودوه حالته دي يوپه خپله عملي کول ،دوهم نوروخلګوته دعوت اوبلنه ورکول نوترک دمنهياتوته اشاره ده په  اتقواالله سره پراوامروعمل ته اشاره ده،په وابتغوااليه الوسيلة سره نوردعوت ته رابولي يعني جاهدوافي سبيله . لعلکم تفلحون په دې ټکوکي هغوخلکوته دبريازېری ورکوي چي داکارونه وکړي .

په دې ايت کي الله تعالی انسانوته داحکم کړی چي دوئ بايدخپل رب ته ځانونه نژدې کړي ځکه دوسيلې دلفظ معنی نژدېکت ده نوهغه څوک کامياب دی چي خپل رب ته ځان نژدې کړي اوهغه ناکام دی چي له رب العزت څخه لرې وي . دلته دڅوداسي عملونويادونه کووچي په اختيارولویې انسان دې ستراواساسي هدف ته رسېږي .

دشپې عبادت کول .

په حديث شريف کي راځي رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي : ((ان اقرب مايکون الرب من العبدفي جوف الليل الآخرفان استطعت ان تکون ممن يذکرالله في تلک الساعة فکن . ))

(رواه الترمذي وابن خزيمة باسنادصحيح)

دشپې په وروستيوکي الله جل جلاله بنده ته ډېرنژدې  وي که پردې قادروي ي عبادت وکړي نوکوي دي .

يعني څوک چي دشپې عبادت کولای شي هرومرودي وکړي  ځکه دادګټي وخت دی .

له حسن بصري رحمه الله څخه چاپوښتنه وکړه چي هغه کوم عمل دی چي په هغه سره بنده الله عزوجل ته    نژدې کيږي؟.

حسن بصري رحمه الله وويل : ماته بل داسي کارنه دی معلوم چي هغه دي دشپې دوروستي وخت ترلمونځ غوره وي يعني په دې اړه غوره اوموثرعمل دشپې لمونځ دی .

الله پاک ته سجدې کول.

الله عزوجل په قرآن کريم کي فرمايې :واسجدواقترب .سجده کوه اوځان الله جل جلاله ته نژدې کړه.

ددې آيت مطلب دادی چي سجده الله ته دنږدې کېدوسبب ده .

لکه څرنګه چي په حديث کي راغلي دي (اقرب مايکون العبدمن ربه وهوساجدفاکثروالدعاء فقمن ان يستجاب لکم ) رواه مسلم .

بنده خپل رب ته دسجدې په حالت کي تربل هروخت ډېرنژدې وي نوپه سجده کي دعاوي ډېري غواړئ ځکه داوخت ددې لائق دی چي ستاسودعاء قبوله شي.

فرض لمونځ له ډېرونفلوسره يوځای اداکول .

له ابوذررضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه  وسلم وويل : چاچي زماله دوست سره دښمني وکړه نوهغه ته زماله طرفه دجنګ اعلان دی،بنده ماته له هغه  کاروپرته چي ماورباندي فرض کړي دي په بل شي داسي نه رانږدې کيږي،بنده تل ماته په نفلوسره رانږدې کيږي تردې چي زه دهغه غوږشم چي زماپه کومک سره اوري،اوزه دهغه سترګي شم چي    زماپه مددسره ويني،اوزه دهغه لاس شم چي زماپه کومک سره نيول کوي،زه دهغه پښه شم چي زماپه کومک سره تګ کوي،که له ما څه وغواړي نوخامخابه ئې ورکوم اوکه په ماسره پناه وغواړي زه به  پناه ورکوم (الحديث رواه البخاري) مسلمان بايددفرضوداداکولوسره نفل هم ډېرکړي ترڅودالله  مقرب بنده جوړشي.

دالله عزوجل دمقدس کتاب تلاوت کول

قرآن کريم دالله اودبنده ترمينځ يوه ډېره  نژدې واسطه ده په حديث کي راغلي دي : ان هذاالقرآن حبل طرفه بايديکم وطرفه بيدالله فتمسکوابه فانکم لن تضلواولن تهلکوابعده ابدا.

داقران يوه رسۍ ده چي يوطرف یې ستاسوپه لاسوکي دی اويوطرف ئې له الله جل جلاله سره دی نودارسۍ ټينګه ونيسئ نوتاسوبه له دې وروسته هيڅکله نه  ګمراه کيږئ اونه به تباه کېږئ .

په يوه حديث کي راغلي دي : وماتقرب اليه العبادبمثل ماخرج منه (رواه احمد)بندګان چي څرنګه الله جل جلاله ته دقرآن  کريم په ذريعه نژدې کېږي په بل  شي د اسي نه نژدې کيږي .

دالله عزوجل په لارکي جهادکول :

داهم الله جل جل جلاله ته دنژدې کېدولوی سبب دی .

الله جـــــل جلاله وايي : (دالله طرفته قربت ولټوئ اودهغه په لارکي جهادوکړئ کېدای شي تاسوکامياب شئ .)

په دې ايت کي يې جهادله وسيلې اوقربت سره يوځای جهادذکرکړی دی،دلته اشاره دې ته ده چي جهادبعينه الله جل جلاله ته دقربت اونژدېکت وسيله ده .

دجهال خوراډېرفضائل دي چي دلته یې نه شوذکرکولای .

دالله عزوجل درضالپاره دمال   مصرفول .

داهم الله جل جلاله ته دقربت يوه اهمه ذريعه ده لکه  په مسنداحمدکي چي دابوهريره رضی الله عنه په حديث کي چي راځي .

تقوی اونيک عملي په ځان کي راوستل .

الله جل جلاله وايي : ان الله مع الذين اتقواوالذين هم محسنون ـ

يعني بې شکه الله جل جلاله دهغوخلکوملګری دی چي متقيان اونېک عمله دي..

صبر :

الله جل جلاله وايي : والله مع الصابرين يعني الله دصابرانوملګری دی،مطلب ترې دادی چي هغوئ ته نژدې دی .

دُعاء

الله جل جلاله وايي : واذاسالک عبادي عني فاني قريب اجيب دعوة الداع اذادعان يعني کله چي زمابندګان زماپه اړه له تاپوښتنه وکړي نوزه نژدې يم اوددعاکوونکودعاوې قبلوم .

لمونځ

زکات

دالله پررسولانوايمان

صدقې

الله جل جلاله : وقال الله اني معکم لان اقمتم الصلوة وآتيتم الصلوة وآمنتم برسلي وعزرتموه واقرضتم الله قرضاحسنا.

الله عزوجل ويلي ددي زه له تاسوسره يم که تاسولمونځ کوئ،زکات ورکوئ،زماپرپيغمبرانوايمان راوړئ اوالله ته ښه  قرض ورکړئ .يعني په هغه وخت کي زه له تاسوسره يم چي تاسوداپورتني اعمال وکړئ .

هرنيک  عمل

تردې چي وړوکئ عمل به هم سپک نه ګڼئ ځکه دالله رضاکله کله په ډېروړوکي عمل کي وي .

وابتغوااليه الوسيلة

دوسېلې لغوي اواصطلاحي معنی :

امام راغب رحمه الله ويلي دي : وسېله التوصل الی الشئ برغبة يعني يوشي ته په مينه رسېدل(مفرداتُ القرآن)

په لسان العرب کي ليکي : وسېله منزله،درجه،رغبت اووصلة ته ويل کيږي .

دشريعت په اصطلاح کي وسيله امام  راغب داسي تعريفوي :مراعاة سبيله بالعلم والعبادة وتحری مکارم الشريعة(مفردات)

دالله دلاري په علم اوعبادت سره مراعات ساتل اودشريعت په ښوکارونوکي کوشش اوهڅي کول .دې ته وسيله ويل کيږي .

دوسيلي بل مطلب اخيستل صحيح نه دی لکه ځيني خلک چي له دې آيت څخه دشرک اوبدعت لپاره استدلال کوي .

داڅوعملونه موږپه لنډډول ذکرکړل الله پاک دي موږټولوته پردې اعمالودعمل توفيق راکړي

آمين

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين