پیغام ولیکئ 
حیدری
06 February 2010 07:10
سلامونه
ستا سو جوړتیا له رب نه غواړم
ویب پاڼه سنګه جوړی زي که ددی یوجواب درمالوم وی
ماته راوښیه ستاسوڅخه ډیره مننه
لامع
24 January 2010 10:25
ګرانه وروره امين زيه!
پاڼه دې ښکلې ده،فکرکوم داکړکۍ ددې لپاره ده چې لوستونکي ستادليکنوپه باب خپل نظرپکې څرګندکړي . نو زه به هم يوڅه ووايم چې هيله ده پرې خپه نشې:
ستاسويوه ليکنه مايو ځل په يوې چاپي خپرونې کې ولوسته چې دخواشينۍ پيغام ؤ،اودهغه په سر کې موليکلي و:
اخ، اخ، اخ !
اوياهم دپسرلي په باب ليکنې کې مو راغلي چې:
ها، ها!!
زه فکرکوم چې دغه رازکلمې ( که کلمې ګڼل کېدای شي) دليکنې ماهيت خرابوي اوهېڅ ضرورت هم ورته نشته. په ځانګړي توګه دخواشينۍ په پيغام کې داخ،اخ توري،ددې پرځای چې سړی خواشينی کړي،سړی خندوي .
هيله ده خپه نشې.
ستاورور
احمدفواد لامع
بهار
10 November 2009 10:16
سلامونه اونيکې محترم امينزې صاحب ته وړاندې کوم ډېر خوښحا له شوم چي ميدان ښار دداسي وسيلې خاوند شو چي دکالونو ساتل شوې دردونه ټولې نړې کې خپل هيوادوالوته ورسوي تا سوته اودميدانښار په وطن مينخلکوته مبارکې واېم اوپه راتلونکي کي هر راز فرهنگې اوما لي مرستې تيا رېم.
ستاسودبري په هيله
بهار
ننګيالی بڅ
10 November 2009 10:14
ګران دوست او دقلم خاوند ښاغلي امين زی يا دشرنګ دپاڼي خپرونکو ته دځان او داحمدشاه بابادعلمي اوادبي ټولني په نما ينده ګي تبريک او بريا ليتوبونه غواړم ؛ زه اميد لرم چي ستا سي ويب پا ڼه به دافغانستان دخلکو اود پښتو او يا نورو ژبو دادبيا تو سره په خپل نوبت مر سته وکړي ، خو زما هيله دا ده چي نوموړې ويب پاڼه با يد يوازي دهنر اوادب په چوپړ کي وي نه دونور مطلبونو، دنورو مطلبونو څخه مي هدف يوازي سيميزي ګټي دي ،په پا ڼه کي بايد کوښښ وسي چي دمعياري پښتو په ليکلو کي مرسته وکړي ، نه سيميز او نه دا اوسنۍ خود سره پښتو چي دځينو خود خواهانو دخوا نا محسوس لغاتو نه خپروي ، او يا هغه څه خپروي کوم چي ددوی په سيمه کي رواج لري ، په دې تو ګه پښتو مغلقه کيږي او خلک په اسانۍ سره ګټه نه سي ترې اخيستلای
ګرانو دوستانو زما هيله ستا سو دور ځپاڼي څخه بيا هم دا ده چي هغه څه وليکی کوم چي الفت صاحب،رشاد صاحب ، بينوا ، حبيبي ،رښتين صاحب او يا هم نورو مشرانو ليکي دي هغه معياري ډول دی دبيلګي په تو ګه تاسو په خپله يوه جمله کي ليګلي دي علمي ، مالوماتي؛ زه هيله کوم چي دپرديو ژبو لغاتو نه چي زموږ وژبي ته را داخل سوي دي په هغه کي لاس وهنه ونه سي اونه مصدر خراب کړل سي موږ که معلومات ليکو نو با يد په عين سره يې وليکو ولي که دمعلو مات پر ځای خپله پوه (پوهيز)وليکو خو بيا کار اسانه کيږي ، ولي دمعلو مات توری هم زموږ دژبي مال دی ؛ خو په دې شرط چي موږ يې مصدر ور خراب نه کړو، همد غسي دخط کلمه ځيني نا پوهان يې په خت ليکي خودا کار اصلأ غلط دی ، ځکه خت په تې نه بلکي په خط ليکل کيږي خو که بيا دهغه پر ځای پښتو څوک غواړي وې ليکي هغه مروجه کلمه سته چي ليک با يد وليکل سي خو خط هم زموږ دژبي مال دی دا ځکه چي زموږ کوچني اولوی ، خان او غريب دغه کلمه هم استعمالوي او هم عام فهمه کلمه ده .بيا هم ستاسي ددې کار ستاينه کوم او تاسو ته دلوی خدای په دربارکي پيروزۍدرته غواړم ستاسي دايمي دوست او دادب دلاري انډيوال ننګيالی بڅرکی
يادونه : زه معذرت غواړم که مي بې ځايه څه ويلي وي
مندوخېل
10 November 2009 10:03
دشرنګ ويبپاڼې چلوونکي دي زماغنچې غنچې سلامونه ومني.
شرنګ په ليدوزښت زيات خوشاله يم،
قلم موروان،
ستاسوپښتون ورور
رفيع الله مندوخېل، ږوب
61
دپوښتنو شمېره